|
ليكوال: ع.س اسحاقزى پر كوكران او مانجې جرګو د رحمان بابا د شعرونو اغېز درېيمه او وروستۍ برخه د مانجې جرګه او د رحمن بابا په شعرونو فال نيول يوه مياشت وروسته ميروس نيکه په مانجې کې (د کندهار ختيځ ته د کابل کندهار پر لويه لار د صفا ښار ته نږدې پرته سيمه ده) کې دويمه جرګه راوغوښته په ۱۷۰۸ زېږديز په همدې جرګې کې د ګرګين د له منځه وړلو پرېکړه وشوه. خو ميرويس نيکه يو ځل بيا د رحمن بابا ديوان راواخيست او د خپلو کړنو د تر سره کېدو په موخه يې فال وکوت دا ځل يې چې د بابا ديوان پاڼې بېرته کړې؛ نو په لاندې بيتونو يې سترګې ولګېدې:
په اسمان يې مخ بت کړی به سحاب خدای و ماته ښکاره کړ هغه لمر بيا
چه رقيب را ته تړلی په ځنځير و خپل حبيب را باندې پرانيست هغه ور بيا
په وصال منت بار اوسه رحمانه په صدف کې دخل نشته د ګوهر بيا
محمد هوتک وايې، چې په هغه ورځ اسمان ورېځ و. کله چې ميرويس نيکه د رحمان بابا بيتونه لوستل، لمر د ورېځو له لاندې را ښکاره شو او خلکو هغه الهي مرسته وګڼله. ميرويس نيکه وويل: اوس د خدای مرسته هم له موږ سره ده. د دې وخت دی، چې خپلې تورې له تېکو راوباسو او له دښمن څخه ځان خلاص کړو. له دې وروسته د ګرګين په مقابل کې ښکاره جګړه پيل شوه. ګرګين يې له خپل لښکر سره له منځه يووړ . کندهار يې د صفويانو له منګلو وژغوره او د کندهار واګي يې په خپل لاس کې واخيستل. د انسان هر شعوري او غير شعوري کار په خپله نه تر سره کېږي او يوې وسيلې ته اړتيا لري. د ميرويس نيکه له دغو چارو داسې مالومېږي، چې د رحمان بابا شعرونو پر هغه ډېره اغېزه درلوده. که څه هم د دواړو جرګو پرېکړې د ده له غوښتنو سره سمې وې؛ خو د رحمان بابا په ديوان فال کتل، عادي خبره نه ده. ميرويس نيکه هغه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره يوه وسيله ګڼله. په داسې حال کې يې د جرګې په خوښه ديوان خلاص کړ، چې دويمې جرګې ډېرې مهمې پرېکړې کړي وې او کېدای شوای، چې د رحمن بابا بيتونو د ده او د جرګې له فيصلو سره ټکر لرلای؛ خو ميرويس نيکه دا هرڅه په پام کې و نه نيول؛ خو بيا هم په دواړو جرګو کې د بابا بيتونه د ده او د جرګې له نظر سره سم وختل. دې کار د مبارزينو روحيه لا پياوړي کړه. د کندهار د ازادۍ پلان ميرويس نيکه جوړ کړی و او هغه يې په ښه توګه پر مخ يووړ. ميرويس نيکه په يوازې توګه نشوای کولای، چې کندهار ازاد کړي. هغه له دود سره سم نور قومونه هم راغونډ کړل او کندهار يې د پرديو له منګولو وژغوره او د يو ملي نظام بنسټ يې کېښود. د خپل پلانونو د پلې کولو لپاره يې بېلابېلې لارې غوره کړې او هغه وسايل يې په پام کې ونيول، چې د ده د پلان په پلې کېدو کې يې مرسته کوله. رحمان بابا نه يوازې د يو شاعر په توګه، بلکې د يو روحاني شخص په توګه پېژندل شوی او شعرونه يې د خلکو پر ذهن ځانګړې اغېزه لري. څوک چې د خپل کار پر کولو زړه نا زړه وي، د رحمان بابا پر شعرونو فال ګوري. د ميرويس نيکه پلانونه د ده له نظر سره سم پر مخ تله؛ خو بيا يې هم د رحمان بابا په ديوان فال وکوت او له خپل زړه څخه يې شک لري کړ او بريا ور په برخه شوه. د يادونې وړ ده، چې پخوا د رحمان بابا له شعرونو څخه د ازادۍ په جګړو کې د خلکو د خوځښت په موخه د يوې وسيلې په توګه کار اخيستل کېده. په هغه وخت کې لوی افغانستان د يرغلګرو تر ولکې لاندې و. او د دې وطن مېړڼي بچي د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره سره يو شول او د خپلو پلانونو د پلې کولو لپاره يې د رحمان بابا روحانيت ته پناه يووړه که څه هم وخت ور سره ياري نه کوله؛ خو بيا يې هم د رحمان بابا له معنوي شتمني ګټه واخيسته او د مبارزينو روحيه يې پرې پياوړې او په پايله کې يې کندهار د يرغلګرو له منګولو وژغوره. داسې ملي نظام يې را منځ ته کړ، چې نن سبا په ټوله نړۍ کې پېژندل شوی هويت لري. د افغانستان هر وګړي ته په کار ده، چې د داسې اتلانو مبارزې د رحمان بابا په پام کې نيولو سره په بېلابېلو ډولونو ونمانځي. د هغوی کارنامې د خپل ژوند لاره وګڼي، څو د راتلونکو نسلونو په ذهن کې پاتې شي. پوهان او تاريخ ليکونکي دې دغه موضوع لا وڅېړي او دولت دې د ادبياتو په پوهنځي کې يوه څانګه د رحمان بابا په نامه جوړه کړي او د هغه زيارت دې په لا ښه بڼه ورغوي. پای |