|
رحمت ديوان ــ پېښور د خپلو نه پردي ښه دي هغه دچا خبره چې "د خپلو نه پردي ښه دي" دا بلکل رښتيا خبره ده، ځکه چې مخکې د پښتونخوا واکمنان پردي (غېر پښتانه) خلک وو خو په صوبه کې دومره بدحال نه وو، لکه بجلي.............. بجلي به پخوا (د دې حکومت نه مخکې) دومره نه تله، خو چې کله زمونږ د خپلو خلکو حکومت راغى نو يو نوم (خېبر پښتونخوا) يې وګټلو او نور يې عوام په سرو سترګو ژړولو ته پرېښودل، په ښار کې خو نن سبا بجلي لږه ګوزاره کوي يعني شپږ يا اته ساعته ځي، خو په کلو کې بيا بجلي پنځه يا شپږ ساعته وي او نور وخت نه ښکاري. لکه بډه بېره کې خو بجلۍ دومره بدحال راخستى چې نيم ساعت يا پنځلس مينټه بجلي وي او بيا يو ساعت او کله هم دوه يا درې ساعته بجلي نه وي، يو خوا ګرمي ډېره زياته ده، بل خوا روژه ده او د شپې ماشي هم دومره ډېر راشي چې سړى ترې خوب نه شي کولى. حکومت يو شى ښه کړى چې سرکاري اوبه يې لا په دې علاقه نه دي بندي کړي (پته نشته چې دا ترې څنګه هېرې شوي دي) چې دا يې د دې ځاى په اوسېدونکو باندې يو احسان دى، ځکه که دا اوبه يې هم بندې کړې نو بيا به خلک لامبي چرته؟ او که ونه لامبي نو بيا خو روژه نيول او ورځ تېرول ډېره ګرانه ده ځکه چې بجلي خو هسې هم نه وي، يو خوا اور ورېږي او بل خوا دې خوله تړلي وي نو سړى کار هم نه شي کولى، که کار پرېږدې او روژه ونيسې نو ښه خبره ده، خو په دې شرط چې دومره پېسې ولرې چې روژه ماتى يعني روژه پرې تېرولى شې، او که پېسې درسره نه وي نو بيا خو ګرانه ده او که چرته کار ته دې ملا وتړله او روژه دې وخوړه (چې دلته ناممکنه ده) نو بيا خو په څلور مذهبه کافر يې، خداى خو به دې وروسته رانيسي، د هغې نه مخکې به دې دا عوام (که دې ګېر کړي) وڅنډي، نو ځکه د اوسني حکومت د عوام سره دا هم لويه مهرباني ده چې سرکاري اوبه خو يې پرې نه دي بندې کړي، که تاسو چرته بډه بېرې خواته ځئ نو په لاره خيال کوئ (که چرته په دغه وخت کې اوبه راغلي وي) نو د سرکاري نلکو خواته به بلا خلک ووينئ، چې د لمبا دپاره به ورته ولاړ وي، د هر سړي سره به په لاس کې لوټه وي، ډکوي يې او په ځان يې اچوي، په دې کې به ماشومان، ځوانان او بوډاګان ټول وينئ. اوس دې خداى پاک وکړي چې د حکومت دې اوبه پله خيال نه شي، که چرته يې خيال شو نو بيا خو به ډېر خلک په سړکونو باندې بې هوشه ووينئ. اوس خو دا يو خوب (د ځنو خلکو به يو ارمان هم وي) دى چې سړى به ټوله شپه په بجلۍ کې د لګېدلي پکې د لاندې خوب وکړي او يا به ټوله ورځ چرته بجلي وويني، دا يو ناشونى کار دى (بيا به ترې خداى خبر وي) راځئ چې يو دعا وکړو: "يا پروردګاره! د اوسني حکومت نظر په دې اوبه باندې ونه لګي – امين، يا پروردګاره! د هغو خلکو ارمانونه پوره کړي چې په بجلۍ پسې ړندېږي – امين، يا الله! زمونږ د اولس صبر زيات کړې – امين، يا الله! د واپډا د مشر په کور کې يو زوى پېدا کړې، چې د خوشحالۍ نه هغه نه دا هېره شي چې بجلي به هم بندول وي – امين، يا خدايه! د دې غريب اولس په زړونو ورحمېږې چې د حکومت واکدارانو پسې ښکنځلې نه کوي، ځکه چې په دې وجه به د هغوي ګناهونه کمېږي او د دې غريب اولس ګناهونه به زياتېږي چې په دې وجې به بيا په هغې دنيا کې هم په عذاب وي، نو اى خدايه! ته دې غريب اولس ته هدايت وکړې .امين". |