ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

وحيدالله وحدت ساپى

 

دخالص بابا دكورنۍ اوداسلامي حزب دشورا دريځ

 

په جلال اباد كې دخالص بابا دفاتحې په نوم دجوړې شوې غونډې په اړه چې تېره ورځ يې  دحاجي عبدالقدير په تلين كې دولايت داداري رئيس لخوا اعلان شوى .

داسلامي حزب  دشورا دريځ په لاندې ټكو كې واضح شوى دى كوم  چې بېګا مطبوعاتو ته دخالص بابا وراره شمس الاسلام نبي خېل دنامعلوم ځاى نه دسټلايټ له لارې رسولى .

پيغام  دافغانستان داولس په نوم داسلامي حزب دامير محترم مولوي انورالحق مجاهد نبي خېل لخوا اعلان شوى دى .

۱: - كومه غونډه چې دفاتحې ترعنوان لاندې پرون په هډې كلي كې جوړه شوې وه دافاتحه نه بلكه هغه غونډونه وه چې دصليبي دولت لخوا دمسلمان ملت دتېرويستنې لپاره جوړېږي  .

۲: - دخالص بابا فاتحه لكه څنګه چې دخالص بابا دكورنۍ اوداسلامي حزب دعالي شورى لخوا پرېكړه شوې به په را تلونكو مناسبو شرايطوكې واخستل شي  .

۳: - مونږ دافغانستان دمسلمان ملت نه دزړه له كومې منندوى يو چې دبابا غايبانه جنازې اودفاتحو مراسم يې ترسره كړل اودهغو ورونو نه مننه كوو چې دپيغامونو له ليارې يې مونږ سره خواخوږي ښودلې .

اوهيله لرو چې مسلمانان به همداسې فاتحوته ادامه وركړي .

۴:  -  دافغانستان دمسلمان ملت نه غوښتنه كوو چې په هغه غونډو كې چې دصليبي دولت لخوا جوړې شوې وي اوچارواكي ورته راځي هيله ده چې عام وګړي پكې ګډون  ونكړي دا كه په هره نامه جوړې شوې  غونډې وي ، ځكه مجاهدين په هره موقع خپل دښمن ختمول غواړي .

۵: - مونږ ټولې هغه غونډې چې دبابا دفاتحې په نوم دكرزي ددولت لخوا جوړېږي غندو اومحكوموي يې  دافاتحې نه بلكه سياسي كانفرانسونه دي دملت دتېريستنې لپاره ددې لپاره چې واكمن خپل سياسي اهداف لاسته راوړي اوداچې واكمن په ملت كې منفور دي غواړي په دغسې  پاكو عنوانونو دملت خلك راټول كړي .

۶: -   مونږ په والي شيرزي داستشهادي بريد كوونكي مستشهد روح لپاره دالله ج لخوا دمغفرت دعا غواړو او دهغه او دهغه كورنۍ ته دصبر جميل غوښتنه كوو

وسلام

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.