ليكنـــــــــــــــــــې

 

اسدالله ميوند                       
مسكو
د
۲۰۱۰  كال  دجنوري  نهمه

دكرزي مركه اوپه لندن کې ديوه افغان څېړونكي خبرې

دالجزيري دتلويزيون سره په يوه مركه كي ښاغلي كرزي ويلي و چي دي به دلندن په كنفرانس كي له مرسته كوو نكو هيوادونوڅخه پيسي ونه غواړي .بلكي دابه ترينه وغواړي چي دخلكو كورونه بي ځايه تالاشي نكړي اوولسي وګړي ونه وژني ښاغلي كرزي وويل   چي افغانستان دروند تاريخ لري اوبايد درناوي ورته وشي هغه زياته كړه چي بايد لويديځوال زموږ له خواري او بي وزلي څخه ناوړه ګته وانخلي.        .

داد ښاغلي كرزي هغه خبري وي چي دافغانستان مظلوم ولس يي له كلونو راپديخوا انتظار كاوه. ځكه په وروستيوڅوكلونوكي د خلكو پركورونو د ناټود پوځيان ننوتل اود افغانانوملي كلتورته په سپكه كتل دبي ګناه ولسي وګړو وژل په افغانستان كي د ميشتو بهرنيانو ځواكونوپه اند يوه قانوني بڼه خپله كړي ده ځكه دوي چي په خپلوعملياتوكي ښځي اوماشومان هم په شهادت ورسوي خبري رسنيو ته وايي چي طالب اورپكي يي وژلي دي بيا ددي پيښي پسي بله همداسي پيښه وشي چي هغه لومړي پيښه دخلكوهيره شي دبلي پيښي په پلټني بوخت شي او همدا رازدالړي روانه ده خو تراوسه د هيڅ يوي پيښي عاملين اوقاتلين محاكمه نشول.

راځي چي دښاغلي كرزي ددي مركي په اړوند دهيواد دبي حسابو څيړونكوڅخه ديوه څيړونكي څيړنه وڅيړوچي د بي بي سي راډيو دپښتوڅانګي سره يي مركه كړي وه  اود ښاغلي كرزي په خبرويي رڼااچولي اويو لړمشوري يي هم وركړي .داڅيړونكي په لندن كي ددفاعي اكاډمي څيړونكي امين الله ( حبيبي ) نوميږي خوماته داسي بريښي چي زموږ دهيواد دي ښاغلي څيړونكي د ښاغلي كرزي مركه يا په صحيح توګه نه ده اوريدلي اوياخو دژبپوهني كوم مشكل لري نوموړي وايي چي داسمه نه ده چي افغانستان پيسوته اړتيا نه لري او بيا زياتوي چي كرزي بايد خپل غربي ملګري خپه نكړي ځكه دادافغانستان لپاره يوطلايي چانس دي اوداوروستي پنحه كاله په افغانستان كي ډير مهم دي.

له هرڅه نه لومړي بايد ښاغلي حبيبي ته داڅرګنده كړوچي اړتيااوغوښتنه دوه مختلفي كلمي دي ځكه ښاغلي كرزي دانه و  ويلي چي افغانستان پيسوته اړتيانلري بلكي ويلي يي و چي دي به له لويديځوالو وغواړي چي په افغانستان كي دولسي وګړومرګ ژوبلي مخه ونيسي  اود افغانستان د روند تاريخ ته درناوي وكړي كه د خپلو خلكو په يوساده متل درته ووايم چي وايي (له خيراته مي ستا توبه ده خو  داسپي دي وتړه) بله خبره د ښاغلي كرزي د لويديځو دوستانوخفګان دي چي ښاغلي حبيبي ټينګاركوي چي بايد خفه نشي زه له ښاغلي حبيبي څخه داپوښتم چي ايا يوه هيوادپال رهبرته د خپلوخلكوګتي غوره دي او كه نه دبهرنيودوستانوخوښي؟ښاغلي حبيبي له هره ورځ دمرګونواوجنازوڅخه دغربت ژوند غوره دي تاسي سره له دي چي سياسي څيړني كوي لږڅه د هغي مورزړه هم وڅيړي چاچي خپل بي ګناه زوي دبهرنيانوپوځيانوپه عملياتوكي له لاسه وركړي.دهغي ناوي ښځي زړه هم وڅيړي چاچي خپل ځوان ميړه دژوند دټولوهيلواوارمانونوسره له لاسه وركړي لږڅه دوطن د هغو معصومويتيمانوانځورمخي ته كيږدي اوپدي هكله څيړنه وكړي.

بله خبره دطلايي چانس ده چي نن له ډيروخلكو څخه اوريدل كيږي چي        وايي دادافغانستان لپاره يو طلايي چانس دي بايد له لاسه يي ورنكړو        زه دامنم چي دا طلايي چانس دي  خو     ديوتعداد اشخاصو اوافرادولپاره طلايي دي چي پر سر يي دسروزرولعلونه اوريږي خودافغانستان دمظلوم ولس لپاره نه. ځكه دهغوي پرسردسكروټوبارانونه اوريږي

 په پاي كي غواړم يادونه وكړم چي زما نيوكي پرښاغلي حبئيبي دحسادت اوكيني له مخي نه دي اوتردي وخته مي دنوموړي غږهم نه واوريدلي او نه ورسره پيژند ګلوي لرم

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com