ليكنـــــــــــــــــــې

 

دوکتور م،ع ، تره کی

د جنگي اسيرانو اعدام د  ديموکراسۍ يو بل  سوغات

۱ ـ  حقوقي موازین :

  د نړیوالو حقوقو له نظره جګړه د دولتونو تر مینځ نښتې ته ویل کیږي .

د جګړې حقوق د نوموړې نښتې  زېږنده پروبلمونه تنظیموي .

  غټ سوال دا دی کله، چې جګړه د « دولتونو تر مینځ د ټکر » په بڼه وپېژنو ، د دولت او وسله والومخالفینو تر مینځ نښتې ته کوم حقوقي تعریف ورکولای شو ؟

  دجګړې حقوق د وسله والو مخالفینو سره چې د کوم دولت تر حقوقي پوشش لاندې قرار نه لري  څنګه چلند کوي؟

  په عمومي توګه وسله وال مخالفین د کوم دولت تر بیرغ لاندې او د کوم منظم فوځ تر قوماندې لاندې نه  جنګیږي .

دوی د جګړې د قوانینو په وړاندې د احترام  ژمنتوب نه لري خو د اخلاقي او مذهبي اصولو په رعایت مکلف دي .

  د وسله والو مخالفینو مقابل لوری خپل یا پردی دولت دی .

  ــ په لمړي حالت کې وسله وال مخالفین د برحال دولت له خوا  اشرار ، باغیان اوتروریست په نومونو باندي ټکول او ورباندې کورنی قانون مخکې له دې نه چې د رسمیت پیژندنې پیاوړتیا را پیدا کړي ، تطبیق کیږي .

  ــ په دوهم حالت کې وسله وال مخالفین د « مقاومت » حیثیت غوره کوي  او باید اشغالګر ځواکونه  له دوی سره د جګړې د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې چلند وکړي .

  کله چې د مقاومت غړي د جګړې په ترڅ کی  نیول کیږي د « جنګي اسیر » په توګه د یو لړ حقونو څخه برخمن وي .

د جنګې اسیرانو حقوق د سلګونو کلونو راهیسې د   « ژوس ان بلو »   (Jus in bello )   د اصل په بنسټ باندې تنظیم شوي دي .

  « ژوس ان بلو » د نړۍ په کچه د نړیوالو انساني حقونو  ( Droit international humanitaire )  سرچینه ده .

د جینوا لمړی کانوانسیون ( ۱۸۶۴ ) په منازعاتو کې د انساني حقونو د تنظیم لمړنی ګام ګڼلای شو .

  دجینوادریم کانوانسیون ( ۱۹۴۹ ) اود هغه ضمایم پروتوکول ( ۱۹۷۷) غیر دولتي جګړه مارو ته حقوقي ملاتړ ور په برخه کوي  او دوی  د « جنګي اسیرانو » په توګه د ګن شمېر حقونو نه برخمن ګڼي  (نمبر ۱ پروتوکول . ۴۳ او ۴۴ تمه ماده ) .

له  هغې جملې څخه : برائت ذمه ، د اعتراف په مقصد د شکنجې منع ، د دفاع د وکیل د درلودلو حق او نور .

  د جنګي اسیر اعدامول په کلکه منع شوي دي  (دریم کانوانسیون ۱۰۰مه ماده).

   مهمه خبره داده چې په هغه جګړه کې چې د وسله وال مقاومت په وړاندې بهرني قوتونه قرار لري لکه  ( افغانستان غوندې) جنګي اسیرانوته  نوموړي حقوقي تضمینات ، باید د بهرنیو یرغلګرو قوتونو له خوآ وروپېژندل شي او د هغو د اجرأ څارنه وشي  مانا هغه قوتونه چې د جینوا د کانوانسیون یو اړخ جوړوي .

  که د جګړه مارو د حقوقي حالت د څرنګوالې په اړه کوم شک پیدا شي ، قضیه د  ذیصلاح محکمې له خوأ فیصله کیږي .

  جنګي اسیر د یرغلګر هیواد د دولتي اتوریتې تر نفوذ لاندې په یوه « نظامی محکمه » کې  تر محاکمې لاندې نیول کیږي ( دریم کانوانسیون ۸۲ ، ۸۴ ، ۸۷و مه ماده ) .

  که جنګي اسیر دیرغلګر دولت تبعه نه وي ، آن نظامي محکمه ورته د اعدام سزأ نشي ورکولای  (دریم کانوانسیون ۱۰۰ مه ماده ) .

  په اکثرو مواردو کې بهرنیان ترجیح  ورکوي چې  د ژنو کانوانسیونونو ، د حقوقي ملاحظاتونه پرته جنګي اسیر تر اشغال لاندې هیواد ته  ونه سپاري .

دغه کار مختلف  لاملونه لري له هغې جملې څخه :

  ــ د اشغال شوي هیواد د دولتي جوړښت نیمګړتیاوې .

  ــ د جنګي اسیر اعدامول یا ورته د تېښتې زمینه برابرول .

  ــ د اشغالګر ځواک له خوا د جنګي اسیر نه استخباراتي معلومات تر لاسه کول.

  خو سره له دې که جنګي اسیر د اشغال شوي هیواد د حکومت منګولوته  ولویږي بیا ددې حکومت لخوا ورباندې د اعدام حکم  صادر شي، باید اشغالګر دولت د نړیوالو قوانینو د روحې د احترام په خاطر مداخله وکړي .

د دې په مقصد چې د نوموړې مداخلې لپاره وخت تر لاسه شي ، د اعدام حکم باید د ۶ میاشتو د تېرېدونه مخکې اجرأ نشي ( دریم کانوانسیون ، ۱۰۱ مه ماده ) .

 ۲  ــ  په افغانستان کې د جنګي اسیرانو حقوقي حالت :

  ناټو په ۲۰۰۱ کال کې یو دستورالعمل تنظیم کړ چې په هغه کې د جنګي اسیرانو سره د چلند څرنګوالی په ګوته کیږي .

دستور العمل په جګړه کې توقیف شوي کسان په دوو کته ګوریو ویشي :

جنګي اسیران او پاتې کسان .

  جنګي اسیران په اتوماتیکه توګه د جینوا د دریم کانوانسیون تر پوښ لاندې د ځانګړو حقونو او امتیازاتو ځخه برخمن کیږي .

توقیف شوي پاتې کسان تر هغه وخته پورې د ناټو د قواوو له خوا ساتل کیږي چې د هغوی حقوقي حالت د یو ذیصلاح محکمې له خوا روښانه شي .

په افغانستان کې د ناټو قوأ د خپل ۲۰۰۱ دستور العمل خلاف ټول جنګي اسیران بی له کوم مصئونیتي ضمانت څخه افغان حکومت ته د دغه واقعیت له شتون او درک سره سره چې دوی شکنجه یا اعدام کیږي وسپارل ، ځکه چې :
ــ د ناټو اکثره غړي هیوادونه اروپایي اتحادیې ته منسوب وو .
د اروپا په اتحادیه کې اعدام د قانون له خوا منع دی .
ــ ناټو د ژنو د هغو کانوانسیونونه چې د جنګي اسیرانو اعدام منع کوي یو اړخ بلل کیږي .
ــ ناټو د شکنجې ضد کانوانسیون ( ۱۹۸۴ ) لاسلیک کونکی ګنل کیږي .
په کابل کې د اعدامونو لړۍ چې اصلأسیاسي او قومي بڼه لري ، لمړی وار په رسمي او بربنډه توګه د ۲۰۰۸ م کال د نومبر په میاشت ، له افغاني نظام سره تړلي د ځینو کسانو چې د عامه حقوق جنایت کاران ګنل کیږي پیل او ورپسې ۳ تنه د مقاومت غړي ( د لویدیزوالو په تعبیر طالبان ) شهیدان شول .
دجنګي اسیرانو په اعدام باندې په کابل کې د ملګرو ملتونوداستازي اود افغانستان دبشري حقونودکمیسیون له خوا اعتراضونه وشول خو ناټو چې د اعدام د توطئې تر شا ولاړه وه او د نړیوالو قوانینو له مخې یې د جنګي اسیرانو ساتنه په غاړه لرله چوپه خوله پاتې شوه .
۳ ــ د جنګي اسیرانو د اعدام نوې لړۍ :
په جلال آباد کې د کابل بانک د دوو برید کونکو اعدام په یو لحاظ د حقونو د اصولو سره اړخ نه لګوي :
د مخالفینو له نظره افغانستان د بهرنیانو تر اشغال لاندې دی بهرنی لشکر د افغاني لوري له خوا نه دی راغوښتل شوی او د بهرنیانو نظامي حضور د افغانستان د نافذه قوانینو تر حکم لاندی قرار نه لري .
جګړه د ملي مقاومت او اشغالګرو قوتونو تر مینځ مطرح کیږي .
د مقاومت د زندانیانو سره باید د جنګي اسیرانو په توګه چلند وشي .
د جنګي اسیرانو د اعدام نوې لړۍ په دغسې شرایطوکې مطرح کیږي چې په وروستیو څو میاشتو کې سیاسي وده د وسله وال مقاومت د نوموړي دریځ حقانیت توجیه کوي :
پدې معنی چې د کابل حکومت او بهرنیانو د مخالفینو سره د خبرو اترو د لارې ، هغوی په «دوفکتو » ډول په رسمیت پیژندلي دي .
دا احتمال شته چې په راتلونکې نږدې وخت کې « دوفکتو» په « دوژور » رسمیت پېژندنې بدل شي .
په دواړو مواردو کې په جګړه ایزو حالاتو کې د وسله وال مقاومت اسیر شوي کسان د نړیوالو قوانینو تر پوشش لاندې راځي .
د جګړې اړخونه د جنګي اسیر د اعدام حق نه لري .
په کابل بانک باندې برید په یو حالت کې یو ترورستي عمل ګنلای شو او مرتکبین یې د اعدام سزأوار دي :
هغه دا چې د برید موخه یو عام المنفعه موسسه یا ملکي کسان وي .
(
وسله وال مقاومت په خپله وروستۍ اعلامیه کې وژل شوي کسان ټول پوځیان بللي دي .
که ویدیویي فلم جعلي نه وي دغه څرګندونه نه تائیدیږي ) .
خو دلته که وژل شوي کسان ملکیان هم وشمېرو ، دا سوال مطرح کیږي چې په تېرو لسو کلونو کی دا یوازې افغان وسله وال مخالفین دي چې ملکیان یې وژلي ؟
آیا د افغانستان په کلیو او بانډو کې د « دولتي تروریزم » د بمباریو له کبله په زرګونو بې دفاع ملکیان په شهادت نه دي رسېدلي ؟
امنیت شورأ چې لس کاله کیږي په افغانانو باندې یوه غیر عادلانه جګړه تپلې ده چېرته ده چې د قربانیانو پوښتنه وکړي ؟
نتېجه :
درۍ لسیزې کیږي چې په افغانستان کې د جګړې اور بل دی د کورنیو او بهرنیو اړخونو له خوا په ارادي یا غیر ارادي توګه د جګړې د قوانینو نه د جنګي جنایت د ارتکاب تر حده پورې سرغړونه شوې ده .
هیڅ یوه کورنۍ یا بهرنۍ مرجع د جنګي جنایتونو او بشري حقونو سرغړونکو ته د سزأ ورکولو په مقصد نه ده ګمارل شوې .
د جنایاتو په وړاندې بې انصافانه برخورد د ټولنې د دفاعي نظام د کمزورتیا، جرم او جنایت د استمرار په لامل بدل شوی دی .
د کابل بانک برید کونکود اعدام غمیزه پدې کې ده چې جنګي اسیران د کابل ادارې له طرفه چې پکې په جنګي جنایاتو تورنو کسانو ځاله جوړه کړېده او د دیموکراسي او بشر د حقونو د منادیانو له خوا ملاتړ کیږي په شهادت رسیږي .
د مقاومت د غړو اعدام دغه واقعیت په ګوته کوي د کابل اداره چې د جنګي ډلو ټپلو او ورسره ملاتړ بهرنیانو په لاس کې ده، د مخالفینو سره د سولې په اړه صداقت او صلاحیت نه لري .
موږ بې له سیاسي ثبات اوسلامتیانه یوه ټولنه جوړولای نه شو، ترڅو چې تروریستان، جنګي جنایت کاران اود بشردحقونو سرغړونکي، که خپل وي یا پردي د عدالت منګولوته ونه سپارو. خو دغه پروسه باید د حقونو د یو لړ اصولو په مراعاتولو سره پلې شي او د یو ستاندرد حقوقي او قضأیي نظام په چوکاټ کې وي .

ددې لاندې لینک په کښېباسلو سره به دننګرهار والي مرکه واورئ په کومه کې چې له څلوېښتو وژل شوو کسانو څخه یوازې پينځه کسه ملکیان معرفي کوي :

http://nunn.asia/index.php?option=com_content&view=article&id=3663:2011-06-21-03-51-03&catid=295:afghanistan-article&Itemid=543

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com