ليكنـــــــــــــــــــې

 

کتاب :  په عراق د امریکا یرغل

چاپ : صفرالمظفر  ۱۴۲۴ هـ

لیکوال : محمد مقصود احمد

ژباړن  میوند اشنا

درې نۍ د ١٣٨٦ ل کال د سلواغې ٩

د ۲۰۰۸ ز کال د جنورۍ ۲۹

سعودي عرب :

د جهاد او طالبانو نوم که چا واخيست سر به ترې غوڅ کړو

د راقم الحروف  یو خپلوان چې د مخ کاسه یې کټ مټ   افغان ته ورته وه خو دۀ  راته  د خپلې عمرې  کیسه  داسې کوله   چې په حرم مکه او حرم مدینه  کې به  خلکو( عربانو د دۀ خپلوان ته ) داسې په ځیر ځیر کتل  او هر چېرته چې به تللو  نو د خلکو (عربانو ) پام به یې ځان ته راړولو دی وایي   زه خپله هم  د خلکو پدې  کار ډېرزیات حېران  دریان وم چې ناڅاپه یو عرب زما د خپلوان  مخې ته ودرېدۀ او ورته وایي

هل انت عبدالسلام ( ایا تۀ عبدالسلام یې)

زما خپلوان یو څه داسې حېران شو او ورغبرګه یې کړه  ؛ من عبدالسلام ( کوم عبدالسلام )

هغه عرب وویل

عبدالسلام ضعیف  ( په پاکستان کې د طالبانو سفیر )

زما خپلوان  د (نه) په ځواب  سر وخوځاوۀ  او د هغه ځای نه  روان شو، اوپدې پوهه شو چې دې خلکو ( عربانو)  ولې دۀ  ته   ځیر ځیر کتل .

همدې خپلوان یې ویل  د جدې په هوایي ډګر چې  کله د الوتکې نه  راکوز شوم  نو د تلاشۍ لپاره په یوۀ کتار کې ودرېدم   په کتار کې ډېر خلک ولاړ ول خود کتار په لومړي سر کې یو سپین ږیری سړی ولاړ وو  چې  هغه په  عربي ژبه  څه چې په اردو  ژبه هم نه پوهېدۀ .

د تلاشۍ په ځای کې سعودي کارمند  د دې سړي سره څه خبرې کولې خو  دواړه د یو بل په خبره سم نه پوهېدل   نو سعودي کارمند  په لوړ غږ وویل  !  په تاسو کې څوک د دې  سپین ږیري په ژبه پوهېږي  زما خوا له دې راشي .

خو زما دا خپلوان  د سعودي کارمند خواته ورغی  چې د دواړو په منځ کې داسې خبرې وشوې .

سعودي  کارمند : د دې بابا نه پوښتنه وکړه چې دا د کوم ځای  دی ؟

زما خپلوان ( د بابا نه پوښتنه وکړه ) دا د چینار  غاړې  ( پاره چنار) صوبه سرحد دی

سعودي کارمند:  دا چېرته دی ؟

زما خپلوان : دا د افغانستان او  پاکستان په منځ کې یو ځای دی

سعودي کارمند : ( ته یې ډېر خوند ورکړ او په ډېرخوندور غږ یې وویل )   دې بابا ته ووایه چې تۀ کله افغانستان ته تللی یې  ؟

زما خپلوان : ( د بابانه پوښتنه وکړه ) نه صېب

سعودي کارمند:  ( یو څه تندی تریو کړ) ولې ؟  په دۀ باندې جهاد فرض ندی  ؟

زما خپلوان :  ( وروسته د بابا  له خبرې نه  )  صېب دا زوړ سړی دی دا هلته ( جهاد) لپاره نشي تلی  .

سعودي کارمند زما خپلوان ته وایي : ایا تۀ افغانستان ته تللی یې  ؟

زما خپلوان : هو صېب زه افغانستان ته تللی یم .

سعودي کارمند : ایا تا د طالبانو سره په جهاد کې ونډه اخستې ده  ؟

زما خپلوان :  هو صېب الحمدالله  ــ

سعودي کارمند : ( ته یې ډېر خوند ورکړ او په ډېره  مینه یې زما خپلوان ته وویل ) تۀ  ډېر  نېکمرغه انسان یې  تا طالبان لیدلي دي  ، د هغوی سره دې جهاد کړی دی ، زما طالبان ډېر خوښ دي  ( بیا ناڅاپه  لکه  سعودي کارمند ته چې څه په زړۀ کې وګرځي  داسې اوتر شو )  او راته یې  وویل  :

پام چې دلته  د جهاد او  طالبانو خبرې ونه کړې   او نه یې نوم په خولۀ واخلې که نه نو ...... ( دا یې وویل او د مرۍ د غوڅولو ایشاره ېې وکړه  لکه چې وایې   سر په درنه غوڅ کړو  )

سعودي کارمند هم دومره وویل او  زموږ نه یې مخ بل خواته واړو او په خپله دنده ورسیخ شو .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2008.