ليكنـــــــــــــــــــې

 

د هرات والي په سپين سترګۍ پر خرم بېځايه نيوکې وکړې

 څه موده مخکې هم کله چه واقعی اتل ښاغلی عبدالجبار ثابت د هیواد د لو څارنوال په توګه د اداری فساد په وړاندې د جهاد اعلان و کړ او د نوموړی جهاد په ترڅ کې یې هرات ته مخه وکړه او لومړی سفر یې هرات ته وکړ. د ښاغلی ثابت لومړنی جهاد له دې کبله د هرات څخه پیل شو چه هرات د افغانستان د اقتصاد د ملا د تیر حیثیت لری او کلونو په تیریدو سره نوموړی ملاتیر د افغانستان د پاتې وجود څخه بیل وه او د ستمی بانډ ډلې یې پر عوایدو چور تالان جوړ کړی او خپلې مزې او چړچې یې پرې کولې.
داسې اټکل کېده چه د نړیوالې ټولنې په ملاتړ چه اوسنۍ ګوډ او مات حکومت جوړ شوی او د هرات په ستراتیژیک ولایت کې به یې یو ملی ګټو ته وفادار او د افغانی احساس لرونکی والی ټاکل شوی وی نو ضرور به له ښاغلی جبار ثابت سره  د اداری فساد په وړاندې د جهاد په بریالیتوب کې اوږه په اوږه مخکی روان او ورسره به مرسته کوی. خو یو ځل بیا ثابته شوه چه جګړه ماران په هیڅ صورت سره له خپلو شخصی ګټو څخه تیریدونکی نه دی او هیڅکله هم د هیواد ملی ګټو ته وفادار نه دی.
ښاغلی انوری چه د هرات والی دی، نه یواځې د هیواد له لوی څارنوال سره مرسته و نکړه او حتی په ډیره سپین سترګی یې د افغانستان د اساسی قانون او نورو موجوده پلی قوانینو څخه سرغړونه وکړه او تورن کسان یې په خپله غیږه کې ونیول. ښاغلی انوری په دې پوهیدو چه که په اداری فساد تورن کسان د قانون منګولو ته په سپارلو کې مرسته وکړی نو له یوه اړخه به یې خپله شبکه له لاسه ورکړې وی چه د کومې شبکې پرمټ چی جګړه ماران میلیونران شول او له بل اړخه د نوموړو تورنو کسانو د محاکمې لړۍ به ضرور تر ده او دده نورو انډیوالانو پورې هم رسیږی.
ډیره په زړه پورې بریښی، هغه نړیواله ټولنه چه د افغانستان د ولس خواخوږیتوب یې شعار دی په یوه اړخ کې د طالب او القاعده په تور په سلګونو بیګناه پښتانه په بمبارونو وژنی او بل اړخ ته دداسې والیانو او نورو لوړپوړو دولتی چارواکی په شاه ډبوی چه د هرات په څیر د یوه ستراتیژیک ولایت والی په ډاډه زړه او ښکاره ډول د اداری فساد څخه ملاتړ کوی.
په هغه وخت کې ما داسې فکر کاوه چه نه یواځې به د هرات والی ښاغلی انوری له دندې څخه وشړل شی بلکه هغه به محاکمې ته هم را کاږل شی ځکه چه د قوانینو پر خلاف یې له لوی څارنوال سره مرسته نه وه کړې او حتا تورنو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو په مخ کې هم خنډ شو.
خو متاسفانه چه د هرې هیلې په خلاف نه خو ښاغلی ولسمشر په دې اړه خپل غوږ وښوراوه نه خو ولسی جرګې او نه هم نړیوالې ټولنې. چه بیا ددې سپین سترګی او سرغړونې په تعقیب په مزار کې هم عطاخان همداسې وکړل او دا ځکه چه جګړه مارانو او پردی پالو هیڅوخت فرصتونه له لاسه نه دی ورکړی.
د هرات نوموړی والی دداسې یو تور شالید سره سره نن د هیواد د اطلاعاتو او فرهنګ په وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم بیځایه نیوکې کوی چه واقعاً یې  د هیواد فرهنګ له تباهی څخه وژغوره کوم چه د پخوانی بی فرهنګه وزیر مخدوم رهین په لاسونو د تباهی کندې په غورځیدا وو.
دا نیوکې هغه مهال وشوې کله چه يوافغان چې په بريتانيا کې اوسي وايي د افغانستان ډېر شمېر لرغوني اثار يې په ګاونډيو هيوادونو کې په پنځه سوه مليون ډالرو رانيولي او اوس چې غواړي د هرات په اختيارالدين کلا کې شخصي موزيم جوړکړي، د کلتور د وزارت له مخالفت سره مخامخ دى.
د اطلاعاتو او کلتور وزيرعبدالکريم خرم وايي چې په هرات کې د ښاغلي سلطاني د موزيم له جوړولو سره هيڅ راز مخالفت نه لري، خو د اختيارالدين په کلا کې يې په ځينو علتونو د هغه له لوري د موزيم له جوړولو سره سلا نه ده کړې .

ښاغلي خرم وويل څرنګه چې د اختيارالدين په کلاکې د افغان او بهرنيو لرغونپوهانوله لوري د تاريخي اثارو لپاره کيندنې روانې دي اوپه دې کار کې د ملګروملتونو يونسکو اداره هم دخيله ده،نو اجازه نه شي ورکولى چې ښاغلى سلطاني په دې تاريخي کلاکې چې د افغانستان ملي شتمني ده، شخصي موزيم جوړکړي مګر هغه کولى شي د هرات په بله هره برخه کې چې دى غواړي موزيم جوړکړي .

د ښاغلي سلطاني موزيم حاضر دمه د هرات د مولاناجلال الدين محمدبلخي په تالارکې دى. د کلتور وزير وويل د افغانستان له قوانينوسره سم هرڅوک کولى شي شخصي موزيم ولري خوشرط دادى چې د موزيم اثار يې بايد ثبت او راجسترشوي وي خو ښاغلي سلطاني د خپلو اثارو له ثبتولوسره سخت مخالفت کاوۀ .
 
دهرات والي له موقع څخه په ګټه اخیستنې دکلتورپروزير شديدانتقادونه وکړل اوهغه يې د ګلبدين حکمتيار د اسلامي حزب غړى وبالۀ چې دده په وينا د افغانستان لرغوني اثاريې لوټ کړي او ويجاړکړي دي .
د هرات والي وړمه ورځ په يوه خبري غونډه کې دکلتوروزيرته په خطاب کې وويل : (ښاغليه خرم تا د اسلامي حزب دغړي په حيث افغانستان وران کړ، نوبيا څنګه پرموږ تور پورې کوې چې زورورو د هيوادپه هرګوټ کې دولتي شتمنۍ لوټ کړي دي اولا يې هم لوټ کوي. افغانستان هغه بانډ وران کړ چې ته يې غړى وې،ته اوس پرموږ تورلګوې؟

زه غواړم ښاغلی انوری ته ووایم چه ایا ته تر ښاغلی خرم څخه ډیر پر افغانی کلتور زړه سواندی یې که د خپل بانډ د دود له مخې د سلطانی صاحب لخوا څه در څڅیدلی؟؟؟ او آیا غواړې چه ولس هم دا ومنی چه ستاسو توپکو او وسلو د کابل په ښار ګلان شیندل خو د اسلامی حزب توپکو او وسلو ګولۍ اورولې؟؟؟
زه نه پوهیږم چه تر کومه به داسې حالت روان وی او هغه د پاړسوانانو خبره چه د (بګیرش که نګیرت) سیاست به بریالی وی. تر کومې به دا کرغیړنې څهرې د افغانستان د وینو په زبیښاک ژوند کوی. د هیواد دیوه زړه سواندی بچی په توګه له ښاغلی ولسمشر، ولسی جرګې، مشرانو جرګې او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوم چه د افغان ولس د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه شریرې او مفسدې جګړه ماری شبکې د حکومت له وجود څخه پاکې کړی که نه نو !!!؟؟؟؟

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2008.