ليكنـــــــــــــــــــې

 

ليك:عبدالجباركاكړ

د هوس د سوچ دي نه د جوش او پخپلو كښې سيالى

دالمان جرمني نامتو فلاسفر او ځانګړى نظرلرونكي فريډرك نټشى وائى چى لوئى څښتن(ج) يوپټ ذات دي چى د اسرار او راز څخه دك دي په عيسويت ډيرى كلكى نيوكى كوي او وائي چى د مخكښې زمانې د تهذيب او تمدن نه چى كومه ميوه زموږ ترلاسه رارسيدونكى وه هغه د عيسويت يومخ پناه شوه او بياپس ته د اسلامى تمدن نه كومه ګټه موږ ته را رسيدله هغه هم عيسويت تباه او برباد كړله دوي د اندلس د نوموړي اسلامى تمدن مرى خپه كړه او هسپانويانو په واروار له مسلمانانو سره ډغري ووهلي ددي نه زيات دابه ښه وي چى مځكه ځله څيري سوي واي او هغه دننه په كښې خوندي شوي واى. صليبى جنګونه د لوړى كچي او درجى لوټ ماري وه نوموړى د انګريزانو چى موږ فرنګسيان ورته وايو د هغو په اړه وائى چى انګريز بدترين قام دي ځكه چى دا يوپست او لويدلي قام دي دوي پخپله خوښه څريدونكي ځنا وردي پخپل مكرې د نړۍ خلګه تيراستلي او بيوقوفان جوړكړي دي او داسي نور...

         خو زموږ د نن ليك مخه د ښاغلى نټشي په دي خبره دي چى صليبى جنګونه دلوړي كچى او درجى لوټ ماري وه هم دد هغه وينا په رڼا كښې به موږ دهغه ديش پنځه ديش كلو څخه په افغان پښتون خاوره راروان په بيلو بيلو نوموروانو جګړو په خبري كوو او دا به ګورو چى  مقدس جنګو چى كومه جګړه روانه ده دا زموږ جګړه ده كه د نورو جګړه ده چى موږ د بوټو(ايندهن) وارو پكښې سوځل كيږو جګړو زموږ په خاوره روانه ده وګړي د دواړو لوري زموږ دوژل كيږى موږ خپله يو بل سره وژنو او هر يو وخپل مړشوي ته شهيد وايو او دبل وهغه ته اوښتي وايو موږپه دي هم ښه پوه يوچى دهغه جګړه چى په هرنامه ده موږله ورانى راوړي بل څه نه اوكه موږو غواړو هم دا جګړه نه شو بندولي،.؟ ولي څوك چى دا جګړه غواړي هغه زموږ په ليكوكښې خپل لاس پوڅى دننه كړي دي او غواړي چى دهغه جګړه نوره اوږده كړي چى يوه خواته پښتون افغان په لويه كچه ووژني اودوي وخپلو ګټو ته ورسيږي..؟

         كه ښاغلي نټشي پيړي دوي پيړۍ د مخه داخبره كوي چى صليبى جنګونه د لوئى كچې لوټ ووخو د هغه اوسني د پنځه ديش رواني جګړي مخه ده هغه د ډيري ډيري لوئى كچى لوټ دي چى دهغه زور ددي زموږ د سيمي څخه ترلاسه كول غواړي هم دهغه فرلګيسان او انګريزانو څلور پيړى دمخه غوښتنو چى په يوه نه يوه ډول و افغانستان ته لاره جوړه كړي په افغانستان او د منځني آسيا په هيوادو كښې كومه زيرمه خوندي ده موږ ناخبره يو خودوي په خبردي ولي چى موږې ودي ته نه يو ايله كړي چى زده كړي وكړو او خپلى لانجى د زده كړو او دعلم د لاري اواري كړو چا دهغه د صليبى جګړو پائيڅوړته چا دا موقعه وركړه چى داسي زموږ په خاوره را دننه شې زده دكور خاوند واكه بى اختياره شم او دي دي ځما د هر څه واك او اختيار ولري زما ددي خبرى كل هم دا نه دي چى يوځانګړي ډله يا سري دي ددي مسئول وي بلكى هغه ټول مسئول دي چى د تيرو پنځه ديش كلو كښې كه په حكومت كښې پاته شوي يا په مخالفت يا اپوزيشن كښې پاته دي دا ځكه چى دهرى ډلي وشاته باندني لاسونه كاركوي چى د هغو خپله موخه خپله ګټه ده خو زموږ په خوله كښې نور ځه اچولي دي كه د ثوربدلون را واخو او د هغه وروسته پيښو ته ځير شودابه راته څرګنده شى چى دواړو خواؤكه هغه شوروي وويا ناټو وه دهغو نظر دسيمي څخه ګټى ترلاسه كول وو يوي خواته د اسلام دوستى اوبلى خواته بشر دوستي خبره زموږ په خوله كښې ور واچوله هغه وخت هم  د شهيد او اوښتي نومونه وركول لكه نن چى دي.

         خدائى بخښلي محمد ظاهر شاه او شهيد محمد داؤد خان چى څنګه حكومت كوي ددوي په تګ لارو نيوكي كيدي شي خو دوي ته دا وياړ په برخه دي چى هيچاته اجازه ورنه كړه چى په شميريو څوباندنى ځواكونه و افغانستان ته ور داخل شي چيرى په لكاؤ لكاؤ دشوروي ځواكونه ياد دناټو چى د ثور د كودتاه ياد طالبانو وروسته په افغانستان ننوتل ياداچى په افغانستان كښې دي داسي حكمرانان د باندنيو يادګاونډيانو ملكمو كښې ونومول شي او دخپل ولس په ضددي و دريږي هر يودي پخپل ګريوان كښې وګورې چى د پنځه ديش د تورو جګړو د لوئى ځاني زيان وركولو سره موږ ومخ ته نه بلكى ډيرو شاته تللي يو ډير خلګه به داخبره كوي چى په ۱۹۷۸ء كښې چى كوم بدلون راغلي هغه د نور محمد تركي په لارښودنه وشو داسي نه ده دا هرڅه هم ددهغه زورواكو په لارښودنه ددوي افغان لاس پوڅو ترسره كړي پخپله نورمحمد تركي چى كله دبند څخه راواستل شو ددوي لومړي پوښتنه دا وكړه چى انقلاب  د چاپه لارښود نه شوي او داچى سردار محمد داؤد خان ژوندي  دي دا ځكه نور محمد تركى ته داڅرګنده وه چى داهرڅه و شوو څوني  لوئى خطرته موږ مخامخ  شول نور محمد تركي  نه په داسي وخت  انقلاب  غوښتي نه ې د سردار محمد داؤد ځان شهادت خو اوس هر څه شوي وو وده ته بله لاره  نه وه چى هر څه چى شوي دي دهغه سره وديدو ته اړوو اوبلى خواته چى چاد دوي په ضدوسله واله مبارزه كوله  دهغو ولاس ته څه ورغلو  ښاغلى  حكمت يار په دي ښه خبردي چى لويه مبارزه  هم دوي كړي وه نوبياولي  د ډاكټر نجيب د حكومت د منځ څخه دتلو وروسته حكمت ياروهيچاته د منلو   .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com