ليكنـــــــــــــــــــې

ولی محمد نورزی

د افغا نستان دولت د راتلونکی برخلیک ( فدرالي    جوړښت) دسیسه شنډه شوه

 څه باندی دیرش کاله د افغا نستان د جګړې ځپلې هیواد مظلوم او بیچاره اولس پر خاوره باندی د نړۍ د زورورو قدرتونو واکدارانو د امپریالیزم او سوسیا لیزمد سیالیوو په بانه زمونږ ګران هیواد دجګړو او ترویرزم لوی مرکز او ډګر وټا کل شو.ددی هیواد ماته ګوډه جونګړه او هستي ورانه شوه او ددولت ټوله پانګه اوملی شتمني د داخلی او بهرنی غا صبانو په لاس چور،چپاول او لوټ شوه. دملی اردو ټول انسانی فزیکی، جنګې، تخنیکې،ځمکنی او هوایی قوایي د لمړي ځل لپاره د افغا نستان په تاریخ کي داسی له منځه ولاړی چي تر نن ورځي پوری د هغي اردو جنګي او تخنیکي پرسونل نښي او نښاني په ستر ګو نه لیدل کیږي.د امیرعبدا لرحمن د واکمني نه وروسته بیا تر دداکتر نجیب الله ترسکوت  پوری ددي ویا ړني اردو او فو ځ ځواکمنيشتمني ذخیری داسی دړی وړی شوي چي تر نن پوری مونږ هغه لوړمسلکی جنګی روزل شویکدرونه او پر سونل نلرواو نه هم دګاونډیود یوه ساعت او یوی ګړۍ د مخا مخی جګړی توان اوطاقت لرو،  نوچیر ته به وی زمونږ د ځمکنې  بشپړتیا د تمامیتاو ساتنی مورال او انګیزه. او چیر ته زمونږهغه روزل شوي جنګی افسران اوسمبال کدرونه.    

داچهننورځدافغانستاندراتلونکېدولتیجوړښتاوسمبالتیالپاره ځنی کړي او اشخاص په دی لټه کي دي چي ددي جګړی ځپلي هیواد دغه نیمګړی لس کلنه نیمه جګړیزه وضع او حالت بیا ګډوډ او کړکیچن کړي او خپل کرغیړن پلانونه د نا پاکو هیلو په ملتیا سره زمونږ پر مظلوم او بیچاره اولس باندي وټپي او ځان د ګیدړي په پوست کي د زمری په بڼه را ښکاره کړی چي ګواکی  دافغانستان د راتلونکی جوړښت په جوړولو کی برخمن و ګڼل شي.

زمونږد هیواد په دیرشکل نه جګړه کي راښکیل شوی جنګ سالاران هم غواړی د پخوا په شان د پردیوپه لمسون خپلې ناوړي ارادي د افغا نستان په قوانینو کي ور ګډي کړي تر څو دخپلو بادارانو فرما نونه یی سرته رسولی وي.په دی ډلو کي یو همدازبکووړونوپه استازیتوب متعصب جنګی ټوپک سالارپه ګیلم جم باندی مشهوربیسواده رشیددوستم دی،بل دهزاره ګانوپه استازیتوب دکابل دښکلې ښارویرانونکي اودزرګونوبیګناووافغانانوقاتل محقق اوهمدارنګه دپنجشیر د وړوکی ولایت دډیرکوچنی ملت په استازیتوب داولسمشرپخوانې ناکامه مرستیال ضیآمسعود دخپل بل ملګری امرالله صالح بچه چي دامنیت اواستخباراتوپه چاروکي ددندی د نه وړتیا اوناکامی په وجه دخپلی دندي څخه په ډیری بی شرمی او نا کامی سره لیری شوی وو بر خه در لودله .  

سربیره پردی دامریکې د جمهوریت خواه محا فظه کاره ګوند دپخوانی بدنامه اوناکامه اولسمشرډبلیوبوش دشطرنج لوبغاړي سناتورانهم ددي کرغیړني غوندي ګډون کونکی وو.چه د خپل دولت د مشوری پرته  زمونږ په خاوره کی د فدرالیزم د پلی کولو لپاره د جنګی تو پک سالارانو سره یو ځای د افغا نستان څخه لیری په دریم هیواد کی سره را ټول شول او خپل شخصی پلانونه یی طرحه کړل.تر څو یوه بله بد مرغې  د افغانستان مظلوم اولس ته ور په غاړه کړي او خپلی ناوړی ګټې پکښي ونغاړي.

دوي د آلمان هیواد د برلین په ښارکي دیوه انسیتوت په انګړکی سره راټول شول اودګیلاسونوپه کړپیدولوسره یی غوښته چه زمونږدځوریدلې اوکړیدلې زخمي افغانستان چي له پخواه نه ددوي دناوړودسیسواوتوطئیوپه منځ کي راښکیل دی ، د دولتی جوړښت دفدرالیزم دنامه ترعنوان لاندی په لومه کي خپل شوم پلان چي زمونږد تیرتاریخ ویاړ به ترپښولاندی کړي اوخپلي کرغیړنې او ناروا هڅي به دعمل  په ډګرکي زمونږ پرخلکو باندی پلی کړی.

دغه څلور واړه افغانی جنګسالاران باید د برلین دښارپرځای دامستردام ښارته راغلی وای اود هاګ دبین المللی محکمي ته تسلیم شوی واي. تر څو د دوي د افغانانو د ځورولو ، وژلو او د ښارونو د ویجاړولو په تورد دی محکمی تر کلک تحقیق اوڅیړنو وروسته دخپلوظالمانه عملونو، شکنجي او زجر له امله په سخته جزارسیدلی وای. نودلته به وای چي دوي به بیا هیڅ کله د افغانستان دبربادی لپاره هیڅ کوم پلان اوطرحه نه عملی کولې او نه به هم دوي د افغانستان د راتلونکی برخلیک او سر نوشت په درشل کي کومه ځانکړۍ برخه درلودلای. 

دافغانستان خلک به هیڅوک په یوه اوبل نامه سره بیل نکړي او نه به هم مونږچاته دا اجازه اوداچانس ورکړوچي نور زموږ د خلکوپه برخلیک باندی ملنډی ووهي. او د دوي د بادارانودغه کرغیړن عملونه به تل زمونږ د زړوروافغانانو په واسطه ورک اوشنډشی او ددوي مخ به تل ترتله تور وي.

لکه څنګه چه یوه متل دی[ چه کوږ بار تر منزله نه رسیږی ] ددوي دا کرغیړن عمل د آلمان دولت ، د امریکی دولت او هم دارنګه د افغانستان دولت په خپلورسمی اعلامیو سره ردکړي او دایی ددوي شخصی نظراو طرحه و بلله.

تر ټولو نا ببره خو لا داده چي دوي په دغه بد مرغه غونډه کي د طالبانو سره ددولت د سولی لپاره ټولی مذاکري او خبری رد کړي او یواځی یې د جنګ لاره غوره و بلله . ولی دغه لاس پو څي بیا د برلین  د غونډی نه وروسته دستي       

 افغا نستان ته د ستنیدو نه وروستهبیرته خپله مفکوره بدله کړه او د طا لبانو سره یی دسولی خبری هغه وخت ګټورې و بللی چه ددوي د اقلیت استازی پکښي ګډون وکړی.او دخبرو او پریکړو واک او توان ددوي په لاس کي وي.

زه په داسی حال کی چي دغه کار د دوي د صلاحیت اوواک څخه لوړګڼم غواړم په ډاګه دوي ته داووایم چه افغان اولس نورویښ اوبیداره دئ. ستاسودغه ناولي لاسپوڅی پلانونه به نورهيڅکله زمونږدخاوری اوځمکنی تمامیت دیوی لویښتي خاوری دلاسه ته ورکولو اراده بریالی نکړي بلکه دهری ناوړي اوکرغیړنۍدسیسی ښکاراوقربانیان به هم تاسو په خپله یاست.تاسونوردافغانستان دخلکودوستان اوریښتني استازی نه یاست ولی تاسودافغانستان دخلکودښمنان اوقاتلان یاست. ډیرلیری به نه وي چه تاسوبه دخپلوناوړوکړونواوشکنجودظلمونوځواب دافغانستان خلکوته ووایاست اودحساب اوکتاب دحقیقی عدالت پرمیزبه دترازوپه تله کي محاکمه شي.

ژوندی دي وی ګران افغانستان او دهغه د ویاړه ډک تاریخ یوموټی دی وي دافغانستان خلک اوټول ورونه ملتونه شنډاوبرباد دي وي زمونږدخلکوداخلی اوخارجی دښمنان !

د افغان پي ټي وي بکس په هکله د نورو مالوماتو لپاره دلته کلېک وکړئ

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2012  All rights reserved. talafghan@gmail.com