|
بازمحمد د پانسۍ او اعدام وړ څوک دي؟ هغه وخت چې ښاغلى ولسمشرحامد کرزى قدرت ته لا نه وورسېدلى هيوادوالو ته ېې ډېرې وعدې ورکړې وې چې د هغو وعدو له جملې نه يو څو ېې دا وې ،په هيواد کې به امنيت راولي ،ټوپکسالاري به ختموي ،او قاتلان به په جزا رسوي٠ دادى اوس شپږ کاله تېر شو پدې شپږو کالو کې ولس مشر حامد کرزي د ورکړل شوو وعدو څخه يوه وعده هم پوره نه کړه ياخو دا چې نه ېې غوښتل خپله په خپل ځان خوله ولګوي او دجهاد په نوم د يوې لارې ملګري چې په يوه مکتب کې روزل شوي دي له ځانه خفه کړي ،هرڅنګه چې نه وي بيا هم دخوږو او ترخو شپو او ورځو ياران دي، او يا به ېې په وس کې نه وي چې خپلې وعدې تر سره کړي . تاريخ ښودلې او په ډاګه کړې ده چې افغانان ډېر خوشباوره او د پاک ضمير لرونکي دي ډېر زرپه وعدو تېروزي دا وار بيا هم د حامد کرزي په وعدو تېروتل او دخپل اعتماد ووټ ېې ورکړ او واک ته ېې ورساوه کله چې د قدرت په خوند کې شو هرڅه ېې له ياده ووتل اوورکړل شوې وعدې يوازې دخولې خبرې وې تېرې شوې ،هم په خپلو وعدو کې پاتې راغى او هم ېې په افغانانو کې خپل اعتماد او باورله لاسه ورکړ ٠ نن يو وار بيا ولسمشر د لاسه تللي اعتماد ا وباور د بېرته راوړنې لپاره او هغه هم د هيوادوالو د عبرت او د بشر حقونو ته د درناوي په موخه د اکتوبر په نهمه نيټه ددوى په وېنا د يو شمېر وژونکو جناېتکارانو له ډلې څخه چې په هيواد کې د ډليزو وژنو ،د ملي او نړېوالو شخصيتونو په تښتولو او په نورو جرمنو تورن وو ولسمشر ېې د اعدام امر صادر کړ ٠ پدې کې پوښتنه نه شته چې دا (15) اعدام شوي افغانان چې ټول يې پښتو ژبي دي ګناهكارنه وي خبره داده چې د هغه جنايتکارانو په انډول چې عام قتل يې کړى ،وطن يې په کنډوالو تبديل کړى ، په زرګونو بېګناه انسانان ېې وژلي دي ، او همدا اوس د هرې ورځې په تېرېدو سره نوي نوي مواضع تر لاسه کوي او په ډاګه د اوسني دولت په ضد ولاړ دي ، او د راتلونکې لپاره لانجې او کړکېچونه پلانوي ،دولت ته اخطارونه ورکوي ،او د باندنيو هيوادودپېسواووسلو په زور زموږ د هيواد دتجزيې خبرې راپورته کوي ،په رڼا ورځ ددولتي چارواکو د ترور پلانونه پلانوي په حساب کې نه راځي او نه د هغوى په انډول ملي خاينين او جناېتکاران دي ٠ که چېرې د هغه (15) اعدام شوي مجرمينونه د تلوېزيون په پرده د هيوادوالو ته دقناعت ورکولوپه خاطر تپوس شوى واى ،چې د چا په مرسته او ملاتړ يې تروريستي حملې او غلاګانې کولې ،د چا په قومانده ېې دولتي خلک او نړيوال شخصيتونه تښتول هلته معلومېدل چې څوک د پانسۍ لاېق دي او څوک د اعدام ٠ داچې دهغوې مشران او حرفوي قاتلين او نړېوال جناېتکاران چې پرون يي کلي اوبانډې ورانولې ،په ښارونو ېې د راکټونو ګوزارونه کول ، ښونځي يي سوزول ،ښوونکي يي وژل ،پلونه بندونه ېې الوزول او اوس هغه خلک په هيواد کې دنګې دنګې بنګلې جوړوي ، په زور دولتي مځکې خرڅوي ،او په ميلونونو امريکايي ډالر په بانکونو کې لري ،نر کوم دې چې اقلا ترې وپښتي چې ولې ېې دا هيواد په کنډوالو بديل کړ، ولې ېې په سلګونو بېګناه انسانان ژوندي په کانتينرو کې وسوزول ،او دا په ميلونونو امريکايي ډالرچې په بانکونو کې يي لري د کومه کړل ٠ داچې د وطن دښمنان او حرفوي قاتلان هره ورځ په هيواد کې ټولنيز نظم ويجاړوي او تروريستي حملې ترسره کوي ازاد ګرځي او په امن کې شپې ورځې تېروي ، او هغه واړه قاتلان چه هغه هم د پلچرخي په زندان کې کوټه قلف چې هيڅ يې په وس هم پوره نه وو،او د خپلو ګناه ووسزا ېې ليدله کرزي صاحب ېې د اعدام امر ورکوي او په دې توګه په خلکو کی د لاسه تللى اعتماد بېرته لاس ته راوړي د پوره سوچ او فکر خبره ده٠ که ولسمشر غواړي په هيواد کې امن راشي او په خلکو کې محبوبيت او اعتماد لاس ته راوړي باېدد خلکو منځ ته ورشي او د هغوى له زړونو ځان خبر کړي هغوى به درته جنايتکاران ،ملي خاينين او حرفوي قاتلان در په ګوته کړي چې د اعدام او پانسۍ لايق دي،باور وکړئ چې په غېر له دې که هر څومره داسې نور هم اعدام کړي نوې لانجې او پرابلمونه به درته پېداکوي بيا به درنه وخت تېر وي او لاسونه به مږې ٠ |