|
میرویس ویاړ يو ځل بياافغانانو ته د مخدوم رهين ستمي ګوزارونه ښه مو په یاد دي چې د بهرنیو چارو وزیررنګین دادفر سپنټا نژدی د خپلې څوکۍ څخه د ورکیدو په حالت کې وو چې زمونږ ټیکه دارصیب حامد کرزی خپل ورستني زورونه ووهل او دا سپین سترګې سپنټا یی د ګوښه کیدو څخه بچ کړ.دومره خو سپین سترګې و چې د خپلې څوکۍ پورې یی ځان سریښ کړې وو. د پیل څخه هم خلک په دې خوښ نه وو چې سپنټا غوندې سست عزمه،دروغجن،منافق،غولوونکې،درغل،دومخې او ستمې دې د بهرنیو چارو وزیر شي.په ډیره چالاکۍ،دومخیزډول دروغو او وعدو ېی د خلکو په سترګو کې خاورې واچولې،ویل یی چې زه به په وزارت او افغان سفارتو کې قومی نا انډولی،کاري وړتیا او نا مسلکیت سموم،خو هغه د چا خبره د مار د هګۍ نه یوازې او یوازې د مار بچې راووځي.خپلې هغه وعدې یی نه یواځې پوره نه کړې بلکه د خپلو وعدو پرخلاف یی هغه څه وکړل چې چا ترې تمه هم نلرله.په وزارت او سفارتو کې یی د افغانانو او افغانستان هغه قسم خوړلی دوښمنان(د دادفور سپانټا ستمي او خراساني دوستان) لکه مخدوم رهین غوندې ستمي غله او درغلیان وګمارل. مخدوم رهین هغه ستمي غل دی چې د افغانستان،افغان،پښتون، پښتو د نومونو سره او هم دارنګه د تاریخی او کلتوری ویاړونو سره یی دومره کرکه،ضدیت،حساسیت او دوښمني لري چې په ډاګه یی په کراتو کراتو په خپلو افغانی ضد کړونو کې په زبات رسولې ده. د افغانانو سره دمخدوم رهین د کرکې،نفرت،تنګ نظرۍ او دوښمنۍ کچه ورستنۍ پړاو ته رسیدلې وه چې ورپسې پایلې یی د کلتور او اطلاعاتو وزارت له لیاری په افغانستان کې ایرانیزم او ستمیزم خورول و. نوموړې د حامد کرزي د شړیدلې او ورستې ادارې څخه په ګټه پورته کولو سره خپلې هغه شومې موخې چې د فاشیستی ستمیزم او فاشیستی خر اسانیزم څخه لمسیږي یا هڅیږي پر افغانانو تپلی او پلی کولې.اوس مهال په هند کې د افغانستان سفیر دې هلته یی هم خپل فاشیستی ستمیزم او فاشیستی خر اسانیزم ته زور ورته کړې. د افغانستان سفارت نوم چې پخوا په پښتو وو پاړسو ته اړولې او دسفارت ټولې چارې یی یواځې په پاړسو کړی دي چې دا ټول رنګین دادخر ته جوته ده خو د رنګین دادفرسړیتوب او ښځیتوب لا اوسه پورې مالوم نشو نوځکه یی پیاوړې کوي.مخدوم رهین خو خپل د فاشیستی ستمیزم او فاشیستی خر اسانیزم څخه فطرتا مجبوره دی چې د افغانانو ژبه،کلتور او تاریخ له منځه یوسي او پر ځای یی ایرانی ژبه، کلتور او تاریخ په افغانستان کې رواج کړي،خو دا زمونږ ټیکه دار صیب حامد کرزی د څه شي نه مجبوره دی چې دا ستمې ایرانې جاسوس د کاره نشي ګوښه کولای.زه خو وایم زمونږ ټیکه دار صیب حامد کرزی دې بیا یو لپه زهر وخوري چې د دې بیغیرتۍ څخه خلاص شي. په درنښت |