ليكنــــــــــــــــــــــــــې

 

انجنيرسيدعبدالقادر

  دادمشرق خاوره ده ،قدم پكې  کرار ږده

داسی معلوميږ ي چې دنا توځواکونه لوى کند ها ر په ارا مه نه پر ېږ دي

په دې نژ دو ورځوکي دراديودلاري داسي يوخبرخپورسوچه دناتوځواک غواړي دملي اردوسره يوځا ي په تول افغا نستا ن کي پريوه وخت د(با ز) په نا مه يوسرتا سري عمليا ت ترسره کړي  . ولي په يوه جمله کي بايدوويل سي چه دابه ډيره لويه انساني فا جعه رامنځ ته کړي اوپه هغومنطقوکي چي لا اوس ځه نا ځه دامنيت څرا غا ن لګيږ ي هغه به هم دبي امنيوپه لمبوکي وسوځوي  . ځکه نودافغا نستا ن دولت ته په کا رده چه په دې حسا سه موضوع کي دلوړتفکراودخلګوپه مقا بل کي دډيرمسؤليت څخه کا رواخلي اودا مريکا ئي لښکرو او اوس دناتودځوا کونودپټوسترګوبمبا ردونوتجريبې اونتيجي با يد ومخ ته کښيښول سي اوکه نه نوبيابه دپښيما ني وخت  هم تيروي. . با يد وويل سي چه دوې ورځي مخ کي دکند هار  دولايت دژړۍ دولسوالۍ بي ګنا ه خلګ دبل ځل دپا ره دنا تودبي ر حموځوا کونوترهوائي بريدلاندي راغلل  .  دا ير غل په داسي وخت کي ترسره کيږ ي چه ددي ولسوالۍ دخلګوسترګي لاپه اوښکو لند ي وي چه خپل دکورني غړي اودوستا ن ئي ځوهفتي دمخه ددوي دبمبا ردونوپه نتيجه کي دلاسه ورکړيوه  . دانوي بمبا ردونه دچها رشنبي په شپ ه پردوؤ بجوبا ند ي په دا سي حا ل کي تر سر ه سو ل چي پا ک ما شوما ن په خپلوخوږوخوبونوکي غرق وه اودکورنۍ نورغړي ئي دروژي دپيشلمي دپاره تياری نياوه چی نا ببره داسمان پر مخ دناټودبې رحمو ځواکونوالوتکی را ښکاره او په خپلوبمباردونوئې ددې پاکوما شومانوښایستی سترګی دابددپاره د فانی دنیا څخه ورپټی اودکورنې دځینو غړوسره ئې په شهادت ورسول اونورو زخمیان ئې تر خرابو لاندی ، خولی واسمان ته نیولی چی دچا څخه دمرستي غوښتنه وکړی  ؟ ځکه ددولت لوړ چارواکی خو په خپلو ښکلو قصرونو کی دخپلو محترمو کورنیو اوشیرینواولادونوسره په ارام خوب کی لاهواوامنیت ئې امریکائې لښکرو اوملیشونیولی دی ، خوزوریدلی ملت دبا ندی وږی تږی  پروت اودپردوپه یر غلونوکی سوځی  او دوی يي پروا هم نه لری  ،ځکه ددوی دکورنیو محترم غړ ی په لمبوکی نه سوځی  .   هغه متل دی چی وائې  :   مځکه هغه سوځی چی اور پری بل وی  .   یوه سپین ږیری چی دسترګو څخه ئې پر سپینه پاکه ږیر ه  اوښکی روانی وی داسی ئې وویل  :     زموږ ګناه څه ده  ؟   په ټول ژوند کی مو ټوپک په لاس کی نه دی نیولی !   بمباردونه ئې راباندی وکړل  !   دکورنی څوغړی می شهیدان اودوه زخمیان راته پراته دې  .  دا خوزموږ خپل وطن دی پر که مه  ولاړسو !!! نوری خبری دتلویزیون له لاری څخه قطع سوی .   دابمبادونه په داسی شپوا ورځو کی تر سره سول چی پاکو ماشومانو دکوچينی اختر درارسیدو په خاطر خوشحالی او هوسونه کول  ،  دمور اوپلارڅخه ئې داختر دپاره نوی کالی  غوښتل  ، مګرددوی داټول حوسونه او ارمانونه  دنا ټو بې رحمو ځواکونو تر خاورو لاندی کړل  او په مقابل کی ئې په افغانستان کي دناټو دځواکونو قومندان ددی بشری جنایت دتر سره کولو په خاطر معذرت وغوښت .
اې جهانه
  !    دا کوم وجدان دی  ؟  دا کوم شرافت دی   ؟ او داکوم انسانیت  او عدالت دی  ؟  چی دمکر روبشری جنایاتودتر سر ه کولو په مقابل کی معذرت غوښتل کیږی  .   آیا که ددی بې رحمو انسانانو پر کورنیوباندی همدغسی خارجی یرغلګر بمباردونه وکړی دوی به ئې وبخښی  ؟       نه! هیڅکله به دا کار ونه کړی  . نو افغان لا س تړلی غیور ملت به هم هیڅ وخت ددوی دا دغروره ډک ،بشري ضد جنایات ونه بخښی او په خپل تاریخ کی به ئې دنورو یرغلګرو دجنایاتوسره یو ځای درج کړی  .  

 

 

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.