ليکوال :
ايفگېنې باي ( ( له واشنگتن څخه ))
له ايزويستيا نه
ژباړونکى : حبيب الله غمخور
CIA
له يوشمير رازونه پردۀ پورته کوي
دامريکامرکزي استخبارات
CIA
خپل چټل کالي ننداري ته وړاندي کوي .
دامريکادمرکزي استخباراتوادارې
CIA
اوسنئ رئيس مايکل حايدن اعلان وکړ چې په نژدې راتلونکی کښي به په سلهاو هغه
اسنادله محرميت نه وباسي اودعلاقمندانو ننداري اواستفادې ته وړاندي کړی کوم چې
په هغه کښي به دامريکادڅارگري ادارې داجنټانو ډيري پټې اودقانون خلاف هغه کړنې
رسوا شي ،چې دشلمې پېړئ پۀ پنځو سمواو اويايموکلنوکښي تر سره شوی دي .
دامريکا تاريخ
پوهانو ،څېړونکو،ژورنالستانواودمختلفودسيسودتيوريسنانوډير پخوا ددغو پټو اسنادو
نه داستفادې اجازې ترلاسه کولوپه لټه کې وه . حقيقت خودادئ چې په مختلفو
وختوکې يولږشمير پټ اسناد دامريکادڅارگرئ دادارې
CIA
دتصميم پر اساس
علني شول .
اوس بحث دهغو
((۷۰۰))
ورقوبېخی ډيرقوپټو اسنادو په هکله دی کوم چي په
۱۹۷۳
م کال کې دامريکا دمرکزي استخباراتو درئيس جمس شليزينگير ((Джеймс
Шлезингер))
چې دخپلوکارمندانودغيرقانون کړنويعنی دواټرگيټ مسلې چې له مخې
ريچاردنيکسن استفا ته مجبورسوئ و،دومره ډارکړئ و،چې وه ئې غوښتل په هرحال دځان
دتبريې (بېمې )په خاطر ددغوپټواسنادو دراټولېدوهدايت ورکړ ي .
شليزهغۀ وخت
غوښتل دا اسناد دعلاقمندانوداستفادې لپاره دهغوي په واک کښي ورکړي .مگر هغه
وخت امريکايي چارواکوداجرأت نسوکولاي چې داپټ اسنادعلني سي . په هغه وخت کي
دامريکادبهرنيوچارووزير هينري کيسنجر وويل : ددغو پټو اسنادرسوا کول به
دهيوادلپاره خپله دواترگيټ ترمسلې ډير خطرناک تمام سوئ واي .
دڅارگرئ
دپټومعلوماتو له هغې دوسې نه چې جمس شليزينگير ((Джеймс
Шлезингер
)) ئې دټولېدو هدايت ورکړئ ويوسلسله معلومات دواشنگتن پست لاس ته ورغلي دي
،دبېلگې په توگه دبهرنيو ليډرانودوژلوپلان لکه دفيدل کاسترودله منځه
وړلوعمليات ،داعمليات دامريکا دلوي څارنوال ((روبيرت کېندي ،
Роберт Кеннеди
))لخوارهبري کېدل ،په کانگو کې دپاتريس لوممبااود دومنيکان په جمهور يت کي
رفائيل توخيلودوژلوپلان . فدل کاسترو خپله څوځله څرگنده کړې ده چې
دامريکادڅارگرئ ادارې دهغه پرخلاف ((۷۰۰))
ځله دهغه دله منځه وړلولپاره تلاښ شوی دی . دجون
۲۷دروسې
تلويزيون دوهم کانال له خبرونه
علاوه پردې په
علنی سوو اسنادوکې ويل کيږي چې دامريکادڅارگرئ سازمان CIA
مخامخ قانون ترپښولاندي کاوه .هغوي ددو مشهوروامريکايي ژورنالستانو((روبرت
الېنا Роберт Алленa
اوپولاسکوتا
Пола Скота))
دتليفونی مخابرو اوخبروداورېدولپاره ځانگړی دستگا وي نصب کړي وې .
ديادولووړده چي دنړئ په ټولوقوانينوکې دمخابراتودمسؤنيت په هکله ځانگړې ماده
شته ،خوپه عمل کې هغه نه پلې کيږي ،دنړئ په ټولوهيوادوکي له يوه سره چې دڅارگری
سازمان يې وغواړي دهرچااوپه هرمقام کښې چې قرارولري تليفونې خبري ئې اورېدل
کيږي . ژباړن
همداډول
CIA
مشهورجيک
اندرسن Джек Андерсон
اودواشنگتن پوست راپورتر مايک گيتلير Майк
Гетлер
)) تر
تعقيب اوڅارنې لاندي نيولي وه .
دپنځوسموکلنودپيل نه بياتر
۱۹۷۳کال
پوري CIA
ټول پوستي مراسلات چې له روسې اوچين څخه امريکاته رسېدل له يوه مخه څارل .
دهغه جملې نه څلور شکمن ليکونه دامريکادمشهوري اکتريسې اودويتنام دجگړې مخالفې
((جين فوندي Джейн Фонде))
په پته لېږل شوی وه .
دکينيدي په
هوايي ډگر کې يوه ډله گمارل شوې وه چې له روسې نه ټول پارسلونه اوليکونه کنترول
کړی . دجون ۲۷
دروسې تلوېزوندوهم کانال خبرونه
له
بدمرغه داکاراوس دافغانستان استخبارات هم ترسره کوي ،اوافغانستان ته لېږل شوی
ټول پوستی پاکټونه اواوپارسلونه سپړي . د افغانستان په اساسي قانون کې هم
دمخابراتواوپوستي مراسلاتومسؤنيت تظمين شوئ دی ،مگر په عمل کې دافغانستان
استخبارات دافغانستان داساسي قانون اوټولونړيوالوقوانينوخلاف عمل ترسره کوي
،له ما ژباړ و نکی سره ددې خبرې دثبوت لپاره پوره او انکارنه منونکی اسناد شته
.
په
۱۹۶۹کال
CIA
دڅارگرئ ادارې دخپل پټ پروگرام له مخې په امريکا کښې دجگړې سره دمخالفوسازما نو
دبهرنيو اړيکودموندلواوراسپړلو لپاره ددغوسازمانوپه ليکوکښې خپل جاسوسان ځاي پر
ځاي کړل .
دجگړې څخه هدف دويتنام جگړه ده ،اوله بلې خواداپروگرام په ځانگړې توگه دشوروي
اتحاد اوپه نړئ کښي دشوروي پلوه رژيمواوچپوگوندونوپرخلاف عملي کېده .ژباړن
دڅارنې داپټ
عمليات هغه وخت پيل شوه چې په امريکا کښي دجگړې ومخالفوسازمانوته دشوروي اتحاد
لخوا مالي مرستي رسېدلې .
ددغه
اوډيرونوروپټو عملياتوڅخه چې په غيرقانوني بڼه ترسره کېدل ،CIA
غواړي
پدې نژدې ورځوکي پرده پورته کړی .
دامريکادڅارگرئ
ادارې اوسنئ رئيس مايکل حايدن وايي : ((ددغو پټو
عملياتوداسنادومطالعه به له خلکو سره کاملأ ديوې بلې څارگرئ ادارې ،دبل وخت
اوزمان په هکله معين تصورتمثيل کړی .
مگرله مايکل حايدن سره دملي امنيت دارشيف رئيس توماس بلينتون هم نظره اوموافق
ندئ هغه وايي : دحايدن دلايل اوهڅه دپوهېدو وړده،هغه غواړي چې ((هډوکی)) دCIA
له الماريونه ليری کړی .
که څه هم تر اوسه لاکيداي شوه ددغوپټو عملياتوسرته رسونکی بيا هم زموږپه
دردخوړلي واي .
که دامريکادڅارگرئ سازمان رئيس دخپلې ادارې يوشمير المارئ له پخوانيو
اسنادوپاکه کړه ،پرځاي ئې ډير نورداسي اسنادشته چې په هغوپوهېدل اودهغوي څېړل
دبشري ټولنې لپاره حياتي ارزښت لري . داچې دا المارئ به بيا کله اوکوم رئيس
پاکې کړي څوک نه پوهيږي . ژباړن
دايزويستياورځپاڼه د۲۰۰۷م
کال دجون
۲۶
نيټه