پوهنمل
حاجي
محمد
نوزادي
دبن پريکړې
اودلوى څارنوال بېوسي
ددي
خبري
سره
سره
چي
په
افغانستان
کښي
دبن
دکنفراس
نژدي
ټولو
پريکړو
يوپه
بل
پسي
دټاکلي
مهال
ويش
سره
سم
دعمل
جامي
په
تن
کړي
،
خولاتراوسه
هم
دريو
لويو
بلاګانو
لکه
فساد
،
بي
امني
اوبيکاري
چي
دوي
پخپله
هم
يودبل
زيږنده
دي
،د
اولس
په
مرۍ
ئي
داړي
ښخي
کړي
او
ويني
ئي
زبيښي
.
دناخوالو
په
چاپيريال
کي
نوموړي
بلاګاني
ډير
ژر
بلاربي
او
ورسره
جوخت
ئي
دنشه
اي
توکو
دقاچاق
شبکي
او
وسلوالي
مافياوي
راوزيږولي .
دغه
اژدهاربياپه
خپل
وارداختاپوت
منګولي
ترلاسه
او
ددولت
په
درو
واړو
څانګو
کښي
ئي
ريښي
دومره
وغزلولې
چي
دمقننه
ارګان
په
لاندي
کولو
سره
ئي
اجرائيه
ا
رګان
په
ډار
کي
واچاوه
او
پدي
توګه
ئي
قضائيه
ارګان
بي
تاثيره
کړ
.
څارنوالي
چي
اصلي
دنده
ئي
دقانون
پرانفاذ
او
صحيح
تطبيق
باندي
څارنه
ده
،
که
څه
هم
داجرائي
اوقضائي
ارګانو
ترمنڅ
يو
ځانګړۍ
موقف
لري
خو
حقوق
پوهان
ئي
اوس
داجرائيه
قوي
يوه
برخه
ګڼي
.
داجرائيه
قوي
همدغه
برخه
ده
چي
دوظيفوي
صادقانه
هلوځلوبرياليتوب
ئي
دقانون
واکني
رامنځته
کوي
اوله
کبله
ئي
داختاپوت
زهرلرونکي
منګولې
ددولت
له
ګريوانه
لنډيږي
.
هغوکسانو
چي
پخپله
ئي
دشر
اوفسادتخم
پاشلې
اوپرپولو
ئي
اوس
اوبه
لګوي
،
کله
چي
ئي
داولسمشرۍ
په
ټولټاکنو
کښي
دښاغلي
کرزي
په
وړاندي
ماته
وخوړل
،
نوئي
دخپل
انارشيزحاکميت
په
وخت
کي
د
زيږولې
او
روزل
شوي
بچي
يعنې
اداري
فساد
دموجوديت
پړه
دکرزي
پردولت
واړول
او
ددي
ناوړتيا
دبرجسته
ښودلو
په
موخه
ئي
په
خپلو
رسنيو
کښي
دولت
ته
دپيغورونو
اوطعنو
لړۍ
پيل
کړي
. فسادئي
دټولوناخوالو
مور
وباله
) چي
په
واقعيت
کي
همداسي
هم
ده
( او
دولت
ئي
دهغه
دله
منځه
وړلو
په
چارو
کي
کمزورۍ
وښود
چي
ګويا
پر
ضد
ئي
جدي
ګامونه
نه
اخلي
او
ددي
کاردپاره
دثابتو
هوځلو
سره
يو
جدي
شخص
په
کار
نه
ګماري
.
دولت
هم
خپله
دغه
بيوسي
په
هيڅ
ډول
پټولاي
نشوه
اودغه
نيمګړتيا
به
ئي
تل
هم
داولس
او
هم
دخپلو
سياسي
حريفانوپه
وړاندي
دپزي
پيزوان
وو
. هغه
وو
چي
په
پاي
کښي
دښاغلې
عبدالجبار
ثابت
په
څيره
کښي
يو
په
رښتني
توګه
باثباته
،
مسلکي
او
دهوډمنو
مټوڅښتن
وموندل
شوچي
پخپل
ټول
توان
سره
ئي
ددغه
ښامار
و
وژلو
ته
توره
ترملا
کړه
. کله
چي
دنوموړي
ښامار
زيږونکو
اوروزونکو
خپل
بچۍ
دمرګ
تر
خطر
لاندي
وليد
نوپدي
پوه
شوه
چي
دهغه
مرګ
دوي
دڅو
تاوانونوسره
مخامخ
کوي
: :
۱
ـ
داختاپوت
منګولې
ئي
ددولت
له
ګريوانه
خيژې
.
۲
ـ
وسلواله
مافيا
ئي
کمزوري
کيږي
.
۳
ـ
داکاربيا
دامنيت
ټينګولوته
لاره
خلاصوې
.
۴
ـ
او
په
پايله
کښي
ئي
ددوي
دسياسي
حريف
اولسمشر
کرزي
مخ
دده
دانتخا
ب
کوونکو
په
وړاندي
سوروالۍ
مومې
.
له
همدغه
کبله
ووچي
نوموړو
کسانو
په
دووکارونو
لاس
پوري
کړ
:
۱
ـ
دلوي
څارنوال
ښاغلې
عبدالجبار
ثابت
دشخصت
دټيټولوا
و
تخريب
دپاره
ئي
په
لويولګښتونوسره
ناري
سوري
پورته
،
پدي
موخه
ئي
خپلې
ټولې
ميډيايي
رسنې
پکارواچولې
اودده
پرضد
ئي
ناروا
پروپاګنډي
پيل
کړي
.
۲
ـ
دقانون
دتطبيق
او
انفاذ
ارګانونه
چي
لا
پخوائي
په
خپلو
کسانو
ډک
کړيوه
،
دپنځم
ستون
په
توګه
ئي
و
دي
ته
وګمارل
تر
څو
په
سبوتاژ
لاس
پوري
،
دلوي
څارنوال
دقانوني
حکمونو
څخه
سر
وغړوي
او
پدي
ډول
دهغه
دهغو
هلوځلو
مخه
ونيسي
چي
په
نه
کولو
سره
ئي
ترپرونه
پوري
دولت
تورناوه
. دوي
غواړي
پدي
کارسره
لاندي
هدفونه
ترلاسه
کړي
:
الف
ـ
دوي
غواړي
په
دولت
کي
دناخوالو
په
ساتلو
سره
اولس
ناراضه
وساتي
.
ب
ـ
داولس
دناراضي
توب
پربنسټ
دناامنيو
وپراخولوته
لمن
ووهي
.
ج
ـ
پدي
کارسره
غواړي
دکرزې
دولت
ناکامه
وښئي
.
د
ـ
دوي
هيله
لري
چي
پدي
توګه
خلګ
وهڅوي
ترڅو
وپخواني
زاړه
کفن
کښ
ته
دعاوي
وکړي
.
ه
ـ
دلوړوموخودلاسته
راوړو
له
امله
به
دليوه
دزړه
ارمان
چي
باد
او
باران
دي
ترسر
کړي
.
په
خواښينۍ
سره
بايد
ياده
شي
چي
دوي
تر
لويه
بريده
هم
پدي
کار
کښي
دټاکلو
برياوو
څخه
بي
برخي
ندي
،
باثباته
ثابت
ئي
هم
خپلې
بيوسۍ
ته
په
اعتراف
کولومجبوراوپه
کږه
غاړه
ونړيوالوته
ئي
دمرستي
غوښتنې
پخاط
لاس
اوږد
کړ
.
دناامنيوجوړونکواودسبوتاژ
سناريو
ليکونکو
چي
دا
وارويده
نو
ئي
ترتلو
لاندي
اوربل
اوخبره
ئي
بل
پلو
واړول
تر
څويواربيا
دبلې
خوانه
دهيوادوالو
احساسات
راوپاروي
چي
ګويا
دايوه
داخلې
افغاني
مسئله
ده
اوخارجيان
دلته
ومداخلې
ته
رابلل
دافغانې
اخلاقي
دود
نه
ليري
يوغيرقانونې
عمل
دي
. اما
کله
چي
دغو
کسانو
دامريکا
) ب
(52
بم
غورځونکي
الوتکي
رابللي
ترڅو
دطالبانو
سنګرونه
دړي
وي
اوورپسي
هره
ورځ
په
لسګونو
بيګناه
کسان
ددغو
الوتکو
په
بمونوسره
په
وينو
کي
لامبې
،
داکار
بيا
دافغاني
دود
اوټولو
قوانينو
سره
برابراوپرځاي
عمل
بولې
.
خوکله
چي
وتحقيق
ته
ديوه
مجرم
په
راحاضر
ولو
کي
دنومو
ړوخارجي
قوتونو
نه
مرسته
وغوښتل
شي
بيانوخبره
پربلي
خوا
کش
کړي
. ددي
دپاره
چي
پوه
شو
اياپه
افغانستان
کښي
ميشت
خارجي
قوتونه
دفساد
په
له
منځه
وړلو
کښي
دمرستې
کولو
حق
لري
کنه
،
ضرورده
دي
موضوع
ته
له
درو
اړخونو
څخه
وګورو
:
۱
ـ
دموضوع
حقوقي
او
قانونې
اړخ
.
ددي
خبري
سره
سره
چي
ځينې
څيړونکې
ددغوخارجي
قواوو
شتون
په
افغانستان
کښي
قانونې
نه
بولي
،
خوبياهم
اکثريت
څيړونکي
پدي
عقيده
دي
چي
دملګرو
ملتونو
دامنيت
شورا
دپريکړي
له
مخي
د
دوي
حضور
خپل
لازم
مشروعيت
ترلاسه
کړيدې
.
دنوموړو
قوتونو
اساسي
دندي
دبن
دکنفرانس
نه
ريښي
اخلې
چي
په
افغانستان
کښي
دقانون
حاکميت
ټينګښت
ددغو
دندو
ستره
برخه
ګڼل
کيږي
. ترڅوچي
اداري
فساد
له
منځه
نه
وي
تللې
،
په
دولتې
چارو
کښي
دسبوتاژ
مخنيوې
سخت
کاردي
او
دسبوتاژ
په
شتوالې
کښي
بيادقانون
حاکميت
محال
بريښي
. ځکه
نو
دحقوق
پوهانو
په
نظر
دوي
داقانوني
حق
لري
هغه
موانع
چي
دقانون
دحاکميت
په
لاره
کښي
خنډ
) اداري
فساد
(
ګرځيدلې
دې
،
له
منځه
يوسي
اوداکار
بيا
ددي
مستلزم
دي
ترڅو
دوي
دلوي
څارنوال
ملاوتړي
او
ومحاکمي
ته
دمفسدو
جنايتکارانو
په
حاضرولو
کښي
مرسته
ورسره
وکړي
.
۲
ـ
دموضوع
فزيکي
اوعملې
اړخ .
دقضايي
دعووڅيړل
څوپړاوونه
لري
چي
ترټولو
لومړۍ
ئي
دمتهم
يامدعي
عليه
حاضرول
دي
چي
داکار
دامنيتي
ارګانوپه
ځانګړي
توګه
دپوليسو
دنده
ده
.
بل
پړاوئي
داتهام
په
اړه
پوښتني
او
تحقيق
دي
چي
داکاربيا
پخپل
وار
دڅارنوالې
دنده
ګڼل
کيږي
.
اخيرنۍ
پړاو
قضايي
پړيکړه
ده
او
داکار
دقانون
له
مخې
دمحکمي
او
قاضيانو
پرغاړه
د
ي
. دايساف
قوتونه
يوازي
په
لومړي
پړاويعني
دمتهم
په
حاضرولو
کي
مرسته
کولاې
سي
او
بس
.
دلوي
څارنوال
شکايت
دادي
چي
فساد
د
مافياوي
ډلولخوا
په
پلانيزه
ډول
رهبري
کيږي
،
دغه
په
فساد
کي
شکيل
لوي
مجرمين
وسله
والې
مليشي
لري
اوپوليسي
ارګانونه
په
دوو
دليلونو
دهغوي
په
حاضرولو
کښي
پاته
راغلې
دي
. اول
داچي
په
نورو
امنيتي
چارو
کښي
دبوختيااوکافي
امکاناتو
دنه
لرلو
په
بهانه
ودي
کارته
ځانونه
وزګار
نه
حسوي
.
دوهمه
اوترټولو
مهمه
خبره
داده
چي
دپوليسو
ډيره
لويه
برخه
په
لوړه
کچه
ديادوشوو
مجرمينو
سره
پخواني
مليشه
اي
تړاوونه
او
خواخوږي
لري
ځکه
نودهغوي
په
مقابل
کښي
جديت
نه
ښئي
،
په
يوه
او
بله
پلمه
هغوي
ته
دتمردچانس
برابروي
. که
چيري
دايساف
قوتونه
ددغو
وسله
والومليشو
په
بي
وسلي
کولو
کي
خپله
دنده
ترسره
کړي
،
هغوي
بيادا
توان
دلاسه
ورکوي
چي
وتحقيق
ته
دحاضريدو
څخه
سرغړونه
وکړي
.
۳
ـ
دموضوع
اخلاقي
اوعاطفي
اړخ
.
دتحقيق
او
پوښتني
پخاطردخارجي
قوتونوپه
مرسته
دلويو
مجرمينو
دحاضرولو
په
کار
کښي
ترټولو
مهمه
خبره
همدغه
دافغاني
دودونو
اواخلاقي
توکو
درعايت
کولو
موضوع
ده
. زه
دا
منم
چي
هيڅ
يو
خارجي
شخص
ته
بايد
په
خپل
منځي
افغاني
چارو
کښي
دمداخلي
کولو
فرصت
ورنکړل
شي
. خو
راشي
يوه
ترخه
واقعيت
ته
هم
په
پرانيستوسترګو
وګورو
: له
بده
مرغه
همدا
اوس
اوس
هره
ورځ
زموږ
افغاني
مظلومي
کورنې
په
ډير
بد
شکل
دخارجي
قوتونو
دمنفي
مداخلې
سره
لاس
او
ګريوان
دي
لکه
پخپل
سر
کورونوته
ننوتل
،
دنارينه
وو
اوښځو
تلاشې
،ډله
ايزه
وژنه
او
بندي
کول
،
دبيګناه
وګړو
بمباري
او
داسي
نور
ډير
دافغاني
دستور
نه
ليري
کارونه
. ددي
ټولو
ناخوالو
مستقيم
مسئوليت
دتنظيمي
انارشيزم
پرغاړه
دي
چي
دمنځنيو
پيړيو
فوندامنتاليزم
ته
ئي
لاره
پرانيستل
،
په
نتيجه
کي
د
۲۰۰۱
کال
دسپتمبرد۱۱
نيټي
پيښي
منځ
ته
راغلې
او
خارجي
لښکرو
زموږ
دهيواد
په
هر
ګوټ
کښي
خيمي
ووهلي
.
پداسي
حال
کي
چي
دافغانې
اخلاقي
معيارونوپه
خلاف
دخارجيانو
داټولې
ناروا
او
نادودي
دمنفي
مداخلو
سره
زغملاي
شو
،
بيابه
نوڅه
ټکه
راباندي
ولويږي
چي
دښيګڼو
پخاطر
ئي
دقانون
دحاکميت
دټنګښت
دپاره
يوي
بلي
مرستندويه
مداخلي
ته
هم
غاړه
کښيږدو
.
ددي
ټولو
خبرو
دپايلې
په
توګه
بايد
داومنو
چي
دنوموړو
کسانو
دپاره
دافغاني
ارزښتو
نو
درناوۍ
مطرح
ندي
بلکه
دخپلو
ناروا
ګټو
دساتلو
په
موخه
دخلګو
په
سترګو
کي
خاوري
پاشل
مطرح
دي
.
پاي