هېوادوال
دبې امنۍ
د
ډېرېدو يو څو
لاملونه
په
دې
وروستيو،ورځوكې
ناامني دهېوادپه ځينوولايتونوكې چې
پخواپكې امنيت ښه ؤ،زياته شوېده.دبې
امنۍ زياتېدل ډېرلاملونه لري،چې،كورني
اوخارجي عوامل په برکې نيسي.دلته هاغه
عوامل په ګوته كول غواړم،چې بهرني
اوداخلي عوامل يې لاپياوړي کړيدي.
مجرمانوته سزانه وركول:-
دهېوادپه ډېروسيموكې ډېرځلې داسې
شوي،چې له شواهدوسره يوکس په جرم نيول
شوی خوبياهم ورته سزانده وركړل
شوې.دڅولوړپوړيوچارواكيوله قوله،چې
كله يې كوم مجرم نيولى اومركزي دولت
ته يې سپارلى دی،مركزي دولت بې له
کومې سزاخوشې كړيدی.کله چې مجرم دوهم
ځلي دخپل فعاليت سيمې ته ستون
شوى،نوهلته يې بياهغوخلكوته،چې ددۀ په
نيولوكې يې له دولت سره مرسته کړې
وه،سرخوږی جوړکړی،چې ددې په نتيجه کې
ددولت دوستان هم په دښمنانوبدل شويدي.
دريفورم ترنامه لاندې بې کفايته وګړي
دندوته ننوتل:-
په لومړيوكې داسې هيلې وې،چې ريفورم
سره به وړاوكارپوه اشخاص پردندوپاتې
شي اوهغه كسان،چې په ګوندي اودخپلوۍ
پراساساتو پردندووګومارل شوي،به له
دندوګوښه كړاى شي.او په پوليسوکې به
اصلاحات رامنځته شي.خوبدبختانه داسې
ندي شوي اوداصلاحاتوپه نامه
خرابۍاوفسادراولاړشويدی.
دريفورم ترچترلاندې چې څوك راغلي هغوی
يوډول ځآنونه ازاداحساسوي اوكله چې
ترې نه داجراتو،دقانون دپلي
كېدا،دوسايلودحال اوګزارشونوپوښتنې
كيږي نوپه ځانونويې بده لګوي.
دكابل ولايت ددولسمې حوزې دجنائي
جرمونومديرسمونيارمرزاخان منګل
وايي،چې دريفورم ترنامه لاندې
دهېوادخادم اومجرب خوبې واسطې بچيان
گوښه
كيږي اوپرځاى يې بې تجربې اودهېوادله
شرايطوسره نابلدوكسانوته زمينه مساعده
شوېده.
دى زياتوي (( په هېوادكې دريفورم
پروسه بيخي ناكامه ده اوپه هيڅ وجه
دپوليسوترمنځ اصلاحات نشي
راوستلاى،ځګه پدې کې دهېواد ټول شرايط
په پام کې ندي نيول شوي.))
دوردګوولايت دامنيې قوماندانۍ يوتن
ډګروال چې دنوم له ښودلونه يې ډډه
كوله وويل چې دريفوم ترچتر لاندې په
پوليسوكې غله اواختطافګران ننوتلي چې
په هيڅ وجه ورته ريفورم نشوويلاى.
دحكومتي اداروترمنځ نه هماهنګي:-
دملي دفاع،ملي
امنيت،كورنيوچارووزارت،ائيتلافي
ځواکونواوځينونوروامنيتي
ارګانونوترمنځ دهماهنګۍ نشتوالى هم
دامنيت دخرابوالي يوه وجه ده. نوموړې
ادارې هريوپخپل سرعمليات كوي،چې
يولړستونزې يې راولاړې کړيدي.كه ټولې
ادارې سره هماهنګې وای اواختلافات يې
سره نه درلوداى نوپه هلمندكې به وضع
دومره
نه
خرابيدلای!
په ځينوځايونوکې دعملياتو په دوران کې
مخالفين دعملياتوله پيل کېدو نه
وړاندې خبريږي. همداشان په
ځينوځايونوکې بې ګناخلک نيول کيږي او
دنيولو په دوران کې ورسره ډېرناوړه
چلند کيږي.
دعصري وسايلوکمښت:-
له امنيتي چارواكيوسره دعصري
وسايلوكمښت هم دامنيت په ټينګښت كې
ستونزه ده.په ځينو ځايونو كې له
امنيتي ارګانونوسره دمخالفينوپه
څېروسلې نه وي.
دمعاشونوکمښت:-
دپوليسواومامورينومعاشونه ډېركم دي،له
همدې كبله ډېرکسان دزړه له كومې دندې
نه اجراكوي. هان له همدې کبله خپلې
دندې پرېږدي.دپوليسومعاشونه زياتول
پكاردي اوهمداشان څه امتيازي معاشونه
هم ورته ټاكل ضروري دي،ترڅودژوندانه
هغه لومړنۍ اړتياوې خو يې پوره شي.
دروزنې نيشتوالي:-
ځيني بې زده كړواوله پخوانيوجنګي
ډلوپورې تړلي كسان په امنيتي
ارګانونوكې ننوتلي دي.چې دوی په فوق
العاده توګه زده كړې اوروزنې ته
اړتيالري. دوی چې کله دپوليسوپه ډله
کې ننوځي نوبيايې هماغه دچوراوتالان
فكرونه په ککريوکې ګرځي راګرځي. او
دسمون پرځای وراني رامنځته كوي.
دامنيتي وضعې دخرابۍ ځينې نور لاملونه
هم شته،خوداهغه يودي،چې دولت په لوی
لاس رامنځته کړي او دحکومت
لژی
پاملرنې ته اړتيالري.