ليكنـــــــــــــــــــې

 

زرغون
پکتیکا

د انوري صيب منطق (دا کلا لکه چې هم لوټوئ)

په بېنوا ویب پاڼه کې مې پر اطلاعاتو کلتور وزیر د هرات د والي شدید انتفاد لیکنه ولوستله. د اطلاعاتو او کلتور پر وزیر  د والي نیوکه د هرات  ولایت  په اختیارالدین کلا کې دیوه شخصي موزیم له جوړولو سرچینه اخیستې. داسې چې د  احمدشاه سلطاني په نوم کوم افغان چې په برتانیه کې یې د هېواد ځینې تاریخي اثار را نیولي غواړي چې د هرات په اختيارالدين کلا کې شخصي موزيم جوړکړي.  .
خو د اطلاعاتو او کلتور وزيرعبدالکريم خرم وايي چې په هرات کې د ښاغلي سلطاني د موزيم له جوړولو سره هيڅ راز مخالفت نه لري، خو د اختيارالدين په کلا کې يې  ځکه د جوړولو مخالف دی چې
۱-                  د اختيارالدين په کلاکې د افغان او بهرنيو لرغونپوهانوله لوري د تاريخي اثارو لپاره کيندنې روانې دي اوپه دې کار کې د ملګروملتونو يونسکو اداره هم دخيله ده.
۲-                  اختیارالدین کلا  د افغانستان ملي شتمني ده،نو په ملي شتمنۍ کې د شخصي موزیم جوړول نامناسبه خبره ده. مګر هغه کولى شي د هرات په بله هره برخه کې چې دى غواړي موزيم جوړکړي
۳-                د افغانستان له قوانينوسره سم هرڅوک کولى شي شخصي موزيم ولري خوشرط دادى چې د موزيم اثار يې بايد ثبت او راجسترشوي وي ، خو ښاغلي سلطاني د خپلو اثارو له ثبتولوسره سخت مخالفت کوي
دا د کلتور د ښاغلي وزیر استدلال دی او ډېر پرځای هم دی په دې چې ملي ملکیت یا شتمني د شخصي کار او یا په شخصي توګه کارول  نه یواځې چې نامناسبه ده بلکې یو لوی جنایت او د ملي ګټو او اساسي قانون خلاف ګام پورته کول دي. بل د اثارو نه ثبتول  له اساسي قانون څخه دوهمه سرغړونه ده.
خو د هرات والي د دغو دو سرغړونو باوجود یوه بله لویه سرغړونه کوي او په درې قانوني سرغړونو سره د کلتورپر وزير سخته نیوکه کوي. ان داسې استدلال کوي چې ډېر احمقانه برېښي. دومره احمقانه چې په خپله د والي پوهه، شخصیت  تر پوښتنې لاندې راولي او د نوموړي خبرې په خپله د ولایت مقام ته یو سپکاوی دی او په لویه کې اوسمهالی دولت او ان د هېواد حیثیت ته یو لوی زیان دی. ځکه له سړي سره دا اندېښنه پیدا شي چې د هېواد یو لوړپوړ چارواکی یانې والي داسې استدلال او بې مسولیته خبرې کوي نو د هېواد د نورو ټیټ پوړو چارواکو او ان  د عادي وګړو د منطق او استدلال ژبه به څه وړ وي؟
دا دی د هرات د والي ښاغلي انوري  د خولې ملغلرې(؟؟؟؟!!!!) : (ښاغليه خرم تا د اسلامي حزب دغړي په حيث افغانستان وران کړ، نوبيا څنګه پرموږ تور پورې کوې چې زورورو د هيوادپه هرګوټ کې دولتي شتمنۍ لوټ کړي دي اولا يې هم لوټ کوي. افغانستان هغه بانډ وران کړ چې ته يې غړى وې،ته اوس پرموږ تورلګوې؟
د هرات د والي ښآغلي انوري  او د کلتور د وزیر ښاغلي عبدالکریم خرم څرګندونې، منطق او استدلال که تاسو درانه لوستونکي په غور ولولئ او فکر پرې وکړئ نو رسا به وپوهېږئ  چې ښاغلی انوري څومره ککړفکر او شالید لري او ښآغلی عبدالکریم خرم څومره سپېڅلی او پر ملي ګټو مین دی، دا خبرې باور وکړئ چې له ښآغلي عبدالکریم خرم سره د هیڅ ډول خواخوږي له مخې نه کوم، ځکه له نوموړي سره زه هیڅ ډول شخصي اړیکې او پېژندګلوي نه لرم . مګر د هېواد د یوه روڼ اندي، ملي شخصیت او د هېواد د کلتور وزیر په توګه ورته دومره درناوی لرم چې څومره ښايي.
د ښاغلي انوري په خبرو کې یوه بله ستونزه داده چې دی له قانون سره په ټکر کې ګړېږي په دې چې د هېواد اساسي قانون حکم کوي چې جرم فردي عمل دی او دیو چا په جرم د هغه کورنۍ او خواخوږي پړه نه بلل کېږي، بلکې له اساسي قانون څخه بې خبره او ان د قانون او ملي ګټو ضد انوري د یوه ګوند په جرم د هېواد یو سپېڅلی شخصیت پړ ګڼي او ورته وایي چې ستا ګوند هېواد وران کړی او تاریخي اثار یې غلا کړي.
اول خو د اساسي قانون له مخې ښاغلی خرم د ګوند په جرمونو پړ نه شي ګڼل کېدلی او که بیا هم والي صیب په خپل احمقانه استدلال ولاړ وي نو بیا د ده ګوند کوم ګلان کرلي؟
ایا د همده ګوند د بې وزلو افغانانو په سرونو کې لس، اتلس او دوه دېرش سانتي مېخونه نه دي ټکوهلي؟
ایا ښاغلی انوري له دې سترګې پټوي اویا منکر دی چې ناوړه ګوند یې د هېواد پلازمېنه کې د بې ګناه افغاني مېرمنو سینې نه دي پرې کړي؟
ایا انوري له دې منکر دی چې ګوندیانو یې پتمنۍ افعاني  مېرمنې نه دي بې پته کړي؟
ایا همدا انوري او د ده د ګوند نور ناوړه کسان نه وو چې په مړو به یې نڅاوې کولې؟
ایا د نیم کابل ودانۍ،او کورونه همدې انوریانو نه دي نړولي.
همداسې په سلګونو لوی او واړه  جنایتونه د همدې انوري ګوندیانو نه دي کړي؟
چې اوس یې ځینې د ولسمشر مرستیالان، ځینې وزیران، ځينې والیان، وکیلان او په نورو دندو کار کوي. انوري او نور پنډتان یې له  همومره ککړ او چټل ماضي  سره بیا هم ځاڼونه  د دې هېواد معنوي واکداران او خدمتګاران  ګڼي نو ښآغلی خرم ولې په دروغو تورن ګڼل کېږي.
په پای کې د هېواد ولسمشر او د سولې د کمیسیون مشرښاغلي مجددي ته زما وړاندیز دادی چې ښاغلي انوري په خبرو ښه غور وکړي په دې چې دا څو لوی زیانونه لرلی شي؟
لومړی دا چې د هېواد د لوړپوړي چارواکي ښآغلي انوري احمقانه استدلال په خپله د دولت د کمزوري او ګډوډي یو ثبوت ګڼل کېدلی شي.
دوهم د نوموړي دا وړ سرغړونې له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده نو چې والي قانون ته درناوی  ونه لري نویو عام وګړی به یې څه پروا ولري.
دریم د انوري دا وړ څرګندونې د سولې پروسه هم له ستونزو سره خنډ کوي په دې چې مخالفین به هم دا وایي چې دوی خرم ته پېغورنه ورکوي نو که موږ ورشو نو ښايي تردې هم بد چلند راسره وکړي.
څلورم د انوري خبرې د هېواد د ورورڼو قومونو تر منځ د نفاق خپرولوناوړه هڅه ده نو همدې ته په پآم سره دې ولسمشر ورته ووایي چې ښاغلی انوري په وړه خوله لویې خبرې مه کوه هسې نه چې څوک دې خوله در وڅيري.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2008.