ليكنــــــــــــــــــــــې

 

فضل اکبر ودان
کابل پوهنتون 

  د انيس ورځپاڼې يوه بله ملي ضد هڅه

 
د انیس ورځپاڼه چې له بده مرغه ځان ته ملي ورځپاڼه وایي د پښتنو فرهنګیانو پر ضد د یوه ماهرانه کمپاین په ترڅ کې د تبلیغاتو لړۍ پیل کړې ده او ددې لړۍ یوه بیلګه د ۱۳۸۵ کال د قوس ۱۶ نیټې په ګڼه کې د هېواد نامتو او پیژندل شوي شاعر، لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز شخصیت ښاغلي عبدالغفور لېوال په هکله غیرمسئولانه او له تعصب څخه ډکه تبصره ده، چې د یوه کمسواده شخص له خوا لیکل شوې ده. په دې لیکنه کې ښاغلي لېوال له ژورنالیستیکو اصولو څخه ناخبره بلل شوی او د لیکوال له نظره له خپل موقف څخه یې، چې نوی ورته رسیدلی، ناسمه ګټه اخیستې ده. ما په دې اړه همدا چې په دغې ورځپاڼې کې لیکنه ولوسته ښاغلي لېوال صاحب ته ټیلیفون وکړ او د پیښې جریان مې ورڅخه وپوښته، نوموړي ځواب راکړ، چې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز  چې ښاغلی لېوال یې مشرتوب پر غاړه لري   د یو سیمینار په لړ کې د امن د سیمه ییزې جرګې په اړه هیلې او اندیښنې وڅیړلې او پریکړه یې کړې وه چې ددغه سیمینار د مقالو مجموعه له وروستیو سمونونو څخه وروسته چاپ کړي، له دغه سیمینار څخه د ښاغلي عبدالرشید وزیري چې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مسلکي سلاکار دی، لیکنه په غیرقانوني توګه اخیستل شوې ده او پرته له دې چې په خپله لیکوال یا د مرکز مسئولین خبر ويِ د انیس ورځپاڼې په غیرقانوني توګه چاپ کړې ده او د لیکوال نوم یې هم نه دی لیکلی، یعنې په دې توګه د انیس ورځپاڼې د مقالې د غلا کولو هڅه کړې وه.
موږ د مرکز د مسئولینو په حیث د انیس ادارې ته تیلیفون وکړ چې ولې دغه مضمون پرته له دې چې د لیکوال نوم ورسره ذکر شي او یا د هغه اجازه واخیستل شي چاپ شوی دی؟ د انیس مسئول مدیر سخی منیر په داسې حال کې چې په ډیر تند لحن ځواب راکړ ویې ویل چې:
دا مضمون د شینواري په نوم کوم چا موږ ته راوړی او موږ یې د هغه په نامه چاپوو، تاسو به خپل مضمون ساتلای وای چې چا نه وای درنه غلا کړی .... ښاغلي لېوال زیاته کړه چې د انیس مدیر څه نورې له نزاکته لرې خبرې هم وکړې چې اوس یې ماته خپل فرهنګي او ادبي اخلاق د تکرارولو اجازه نه راکوي.
د انیس مدیر په دې بسیاینه ونه کړه او پر سبا یې د ښاغلي لېوال په اړه هغه څه ولیکل چې د هر عاقل لوستونکي حیرانتیا راپاروي زه د ښاغلي لېوال له مسلکي صلاحیته خبر یم، د امریکې په متحده ایالاتو کې د ژورنالیزم له هغه نړیوال پوهنځي څخه چې ښاغلي لېوال په ژورنالیزم کې خپل تخصص ترلاسه کړی د انیس ددغو کرښو لیکوال هلته څوک د مبتدي شاګرد په توګه هم نه نیسي او په هغو لوړو مطبوعاتي ملي څوکیو چې ښاغلي لېوال کار کړی د انیس اداره یې په خوب هم نه شي لیدلای، زما په نظر د انیس ورځپاڼه د ښاغلي لېوال د اهانت حق نه لري او دا کار د پښتنو فرهنګیانو پر ضد یوه دسیسه ګڼم، خو تر دې هاخوا جالبه خبره دا ده چې ما له ښاغلي لېوال څخه وپوښتل: "تاسو ولې د انیس ددغې ماشومانه لیکنې ځواب ورنه کړ؟  دوی راته وویل: "د انیس چلوونکي په دې لیکنه غواړي له ما سره ځان مواجه کړي او په دې توګه ځان شهرت ته ورسوي، له بلې خوا په لومړۍ ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال ما ته ډاډ راکړ چې زه په جریان کې یم او د انیس ادارې ته به لازمه توصیه وکړم لطفاً تاسو ځان مه په تکلیفوﺉ او همداراز هغه وخت چې ما په دې اړه له خپلو فرهنګي مشرانو سره مشوره وکړه راته ویې ویل چې ډیرې لویې ملي او فرهنګي چارې در په غاړه دي، دداسې اشخاصو په اوتو بوتو پسې مه ګرځه، ځکه خو نه وزګار یم او نه هم له دومره عادي اشخاصو سره ځان مواجه کوم."
ما چې کله د ښاغلي لېوال دومره لویه حوصله او د انیس د ادارې لنډپاري ولیدله پر خپلو فرهنګي شخصیتونو مې آفرین ووایه. په هر صورت زما په نظر موږ پښتانه فرهنګیان دنده لرو چې د خپلو فرهنګي څېرو د اهانت په وړاندې ودریږو او اجازه ور نه کړو چې پښتون ضد ارګانونه هغوۍ ته سپکاوی وکړي.
زه په دې اړه د درنو دوستانو نظرونو ته په تمه یم.
 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.