ليكنـــــــــــــــــــې

 

ژباړن:عبدالبصير

د  امريکا د متحده ايالاتو معاش خواره مسلمانان سربراهان

د رضا شاه پهلوی،صدام حسین، شاه حسین، غلام محمد او احمد ولی کرزی   دځان خوښونکو او د ډالرو  د  وږو یوه عبرت ناکه قصه

د دویم نړیوال جنګ څخه وروسته د آزادی، استحکام او کمیونزم د خطرې په بهانه جوړولو سره امریکا د آسیا، افریکا او جنوبی امریکا باچهی د راغورزولو او جوړولو کار خپله وظیفه وبلله. په دغه کار کی سی آیی آې یو تاریخی کردار اداکړی. په ۱۹۴۷ع کښی جوړې سوې دغه جاسوسی ادارې جمهوریت خوښونکی او د خپلو خلګو خوښ باچهانو په راپورزولو او د خپلی خوښی د یکتاتورانو په راوستلو کښی یوه ښه تجربه او جهانی پیژندګلوې لری او دغه کار اوس هم روان دی.

امریکایان خپلی ګټی په نظر کښی نیسی او د یوه ناپوه سړی انتخاب کوی او داهم نه ګوری چی دی څومره ظالم او جابر سړی دی.

د امریکایانو یو داسی خوښ مشر په تیرو میاشتو کښی هغه وخت و دنیا ته روښانه سو. کوم وخت چی د ٭نیویارک ټایمز٭ ورځپاڼی ولیکل چه دا محترم د تیرو آتو کالو راهیسې د سی آیی اې معاش خور دی.

 

احمد ولی کرزی

د ولس مشر حامد کرزی ورور ښاغلی احمد ولی کرزی یو معمولی سړی نه دی. هغه د قندهار د سیمی د پوپلزیو د قام خان دی. نوموړی و سی آیی اې ته د ځو لاری خدمت سرته رسولو په وجه د سی آی اې څخه ډیر معاش تر لاسه کوی.

دمثال په توګه د قندهار د مقامی فورس لپاره د سی آی اې له خوا سربراه ټاکل سوی دی.دغه مقامی فوځ د قندهار په سیمه کښی د طالبانو په لټه دی. په ۲۰۰۱ع کښی د قندهار په سیمه کښی موجود د ملا محمد عمر اخوند کور یی په خپله ولکه کښی راوستلی او تراوسه پوری د امریکایانو څخه ددغه کور کارنه اخلی.

په علاقه کښی د امریکایانو د اثر و رسوخ د زیاتولو په وجه د خپلی خولې ډالر تر لاسه کوی.

د نیویارک ټایمز راپور دا انکشاف هم کړی دی. چی احمد ولی کرزی د مخدره توکو د دورکړی او رانیولو تجارت هم کوی.ددغه راپور په لیدلو سره عامو امریکایانو غوږونه شک کړی دی او وایی چی په افغانستان کښی د مخدرو موادو سوداګران د امرایکا د حکومت ملګری دی. نو دغه سوداګران به ځنګه په افغانستان کښی امن و امان راولی؟ البته ددغه خبری یادول لازمی ګڼم چه په ۲۰۰۱ ع کښی یوازی ۱۸۵ ټنه تریاک په افغانستان کښی پیدا کیدل او اوس ۶۰۰۰ ټنه تاریاک په افغانستان کښی دکاله پیدا کیږی.چه په ټوله نړی کښی۹۲ فی صدی مخدره مواد په افغانستان کښی پیداکیږی. په بین المللی مارکیټ کښی د یوه کلو مخدره موادو بیعه دیو نیم لک ډالرو څخه بیا تردوو لکو ډالرو پوری ده. البته په افغانستان کښی قبایلی سرداران او نور مشران به له دغه کاروبار څخه څومره ګټه اخلی.

داکثرو افغان شنونکوپه آند چه د ریس څخه بیا تر اکثرو وزیرانو پوری ټول د مخدره موادو په تجارت رو‌‌ږدی دې اود مخدره موادو د آمدن څخه خپل بهرنی اکاونټونه ډکوی. و دریم اړخ ته یو عادی افغان د بې بسې او مسکینی شپې تیروی. البته د امریکې او نورو مملکتو څخه چه څه روپی د امداد په توګه حاصلیږی. د هغه زیاته برخه هم ددغه سردارانو لاس ته ورځی او یو عادی افغان ته ډیر کم څه شی رسیږی.که چیری د

له بله پلوه عادی امریکایان د خپل حکومت څخه دا پوښتنه کوی. چی د افغان حکومت زیاتره وزیران د مخدره توکو تجارت کوی. نو بیا له دوی سره همکاری او کومک ولی کیږی؟ دغه وجه ده چی افغان وزیران ټول قبایلی سرداران دی. ددی په کومک او همکاری سره امریکایان دلته میشت سوی دی. البته دا د امریکایانو مجبوری ده چی دوی ددغه سردارانو په غیر قانونی حرکاتو سترګی پټی کړی.شاید و امریکایانو ته دغه خبره نه وی معلومه چی د سردارانو په طرف داری سره وطالبانو ته تقویت رسیږی. و عادی افغانانو ته چې کوم وخت د حکومت له لوری انصاف نه ورسیږی نو بیا دوی د انصاف لپاره د طالبانو په لور مخه کوی او یقیناً د انصاف په معامله کښی طالبان تر افغان حکومت ډیر ښه دی.

د حامد کرزی پامیل په اول کښی د طالبانو طرف داره وو.خو لاکن په۱۹۹۹ع کښی چی په کوټه کښی دده پلار عبدلاحد کرزی د نامعلومو خلګو له خوا ووژل سو نو دوی ددغه قتل ذمه واره طالبان وبلل. نو له هم دې سره د طالبانو دښمن سو. خو له پټو رسنیو څخه دا څرګندیږی چه دا قتل د سی آی اې له خوا اجرا سوی وو.

په اصل کښی د امریکایانو لپاره په سیمه کښی د یو کار کوونکی ضرورت وو. البته د حامد کرزی پلار د پوپلزیو د قوم خان وو. نود امریکایانو سترګی پر هغه ولګیدلې. دده په قتلولوسره یی د طالبانو او د دوی تر مینځ اختلافات پیدا کړو او هم له هغه وخته راهیسې د حامد کرزی فامیل د امریکایانو ایجنټ و ګرزیدی.

شاه ایران

و کمو نستانو ته د ماتي لپاره امریکې و جهادی تنظیمونو ته کومک ورکول شروع کړی.په ۱۹۵۷ع کی په سپینه ماڼی(White House) کښی یوه غونډه وسوه. په دغه غونډه کښی جمهور ریس آیرن هاور، د سی آی اې د پلان ډایریکټر فرینک وایرنر د خارجه چارو زیر فوسټرډیمس او د فوځ جرنیلانو برخه درلودله.

په دغه غونډه کښی دا پریکړه وسوه.چه د سی آی اې تر سایه لاندی به یو فوځ تشلیله وو. او ددغه فوځ کار به و جنګياليوته امریکایی صلا، روپی او د جاسوسی معلومات ورکوی. په دغه غونډه کښی د ٭اپریشی آچکس٭ د ټریننګ په باره کښی هم خبری وسوې. چه په ایران کښی سوی وو. په مسلمانی نړی کښی د امریکایانو تر ټولو لوی ایجنټ شاه ایران٭ محمد رضا پهلوی٭ وو. په ۱۹۴۱ع کښی پر ایران باندی قبضه کولو وروسته انګلیسانو هغه تر تخت کښیناوه. ځکه چې هغه به په منطقه کښی د انګلیس د ګټو خیال ساتی. البته په ۲۸ اپریل ۱۹۵۱ع کښی محمد مصدق وزیراعظم سو او د ایران دشاه تخت یی ړنګ کړی. محمد مصدق یو پوهـ او محب وطنه شخصیت وو. ده غوښتل چه د قوم امانت ٭تیل٭ چی د ډیری مودی راهیسې د برطانویانو په ولکه کښی دی. باید د خرڅولو حق یی د ایرانیانو سره وی. نو ده ٭برټش اینګلو٭ کمپنی یی د ٭ایرانین آیل کمپنی٭ په نامه سره ونوموله. دغه کارپر برطانوی وزیراعظم چرچل اور بل کړ.

په ۱۹۵۳ع کښی چه آیرن خاور صدر اعظم سو نو ده د ښاغلی مصداق د حکومت د راپرزولو ملا وتړله. د پخوا په ځیر یی داځل دا کار بیا و سی آی اې ته وسپاری. او ددغه کار لپاره یی په لکونو ډالره ورکړه. په منځنی ختیځ کښی د سی آی اې ناظم کرمټ روزویل په جون ۱۹۵۳ع کښی په پټه ایران ته ولاړی او هلته یی د شاه ایران او فوځی سربراه جنرل زابدی سره د ٭ آپریشن آجکس٭ په حقله خبری اتری وکړی. او په ایران کښی د مصداق د حکومت دراپرزولو لپاره هلی ځلی شروع کړې. مصداق یې د کمونسټانو ایجنټ او د ایران دښمن په توګه تورن کړی. دده په خلاف یی پر مواد چاپ کړل. او و خلګو ته یی د مظاهرودراویستلو لپاره روپی ورکړې. په ایران کښی یی په خپل لاس بد آمنی جوړه کړه. دغه بد آمنی یی یوه بهانه جوړه کړه اوپر ۱۹ اګست د شاه پلوی فوځیانو محمد مصداق را وپورزاوه او پر ځای یی شاه پر تخت کښینول سوو. له مخه دی د قوم پرستو څخه د ویری له کبله پاريس ته تښتیدلی وو. تر دغه وروسته شاه د امریکایانو نه هم زیات د امریکې د حکومت خیر خواه جوړ سو. د ایران ۴۰فیصده تیل برطانیه ته ۴۰ فیصده تیل و امریکې ته تله. ددغه تیلو چی به څه ګټي راتلی. دهغه غټه برخه به شاه په خپل اکاونټو کښی اچوله. ددغه اکاونټو په وجه نن دشاه اولاد په بهرنيو مملکتونو کښی د عیش و عشرت ژوند تیروی. یقیناً په تاریخ کښی د شاه دوره د ایران لپاره یوه توره دوره وه.

شاه حسین

داردن شاه حسین ۴۶ کاله د خپل ملک د سپینو او تورو خاوند وو. په دی موده کښی پر ده باندی په ځو واره تور ولګیدی.چی ګواکی دی د سی آی اې معاش خوره سربراه دی. دغه خبره سل په سلو کښی رښتیا وه.

شاه حسین په ۱۹۵۶ع کښی د سی آی اې ترسایه لاندی هغه وخت واک ته ورسیدی. کوم وخت چی ده د فوځ څخه برطانوی آفسران وویستل او پرځای یی امریکایی غوښتنو ته غاړه کښیښودله.نو سی آی اې هم وده ته دکاله ۱۰ لکه ډالر ورکول.دغه معاش تر ۱۹۷۷ع پوری روان وو. کوم وخت چی صدراعظم کارټر واک په لاس کښی ونیوه نو یی د شاه حسین معاش بند کړ.

شاه حسین په منځنی ختیځ کښی د امریکایانو جاسوس وو. له هم دې کبله مصری صدراعظم انورلاسادات او د شام صدر حافظ الاسد چی کوم وخت پر اسراییلو باندی د جنګ تکل وکړ نو یی دا خبره دده څخه پټه وساتله. خو بیا هم وده ته د خپلو ایجنټانو په واسطه دا معلومه سوه. نو ده ژر و اسراییلی وزیراعظم ګولډ امیر ته خبر ورکړ. پر شاه حسین باندی دا تور هم لګول سوې دی.چې ده د فلسطینیانو د آزادی و تحریک ته ډیر تاوان رسولی دی. په ۱۹۶۷ع کښی د جنګ په دوره کښی په زرهاوو فلسطینیان و اردن ته مهاجر سول. په ۱۹۷۰ ع کښی شاه حسین د ٭فلسطین دازادی تحريک ٭ خلاف سوو. په دغه کار کښی جنرل ضیاالحق هم دده ملګری وو. خو البته دا خبره هم واضع سوې ده. سی ده په اردن کښی و فلسطینیانو ته د اسراییلو خلاف د کار کولو اجازت نه ورکاوی.

د مړکیدو په وخت کښی هم ده وخپل بادار(امریکې) ته د تابعداری سر خوځولو څخه هم ډډه نه وکړه. د شاه حسین کوچنی ورور شهزاده حسن د تیرو ۴۶ کالو راهیسې ولی عهد وو. خو سی آی اې و امریکایی مشر کلنټن ته راپور ورکړ چه شهزاده حسن د اخوان المسلمین او نورو اسلامی تنظیمونوسره اړیکی لری. نو فوراً کلنټن وخپل مزدور شاه حسین ته ووییل: چی د شهزاده حسن پر ځای دې شهزاده عبدالله ولی عهد مقرر سی. نو ده فوراً د خپل بادار و منلو ته غاړه کښیښوده او د شهزاده حسن پر ځای یی شهزاده عبدالله راوستی.

 صدام حسین

د منځنی ختیځ یو بل باچا چی و سی آی اې ته ډیر وفاداره وو. صدام حسین د بعث ګوند يو رکن وو. په ۱۹۵۸ع کښیعراقی جنرال عبدلکریم قاسم د باچهی تخت هغه وخت ړنګ کړ. کوم وخت چې عراقی شاه فیصل د امریکې او برطانې یوه آله جوړسوې وو. جنرال عبدالکریم قاسم چی کوم وخت اقتدار تر لاسه کړی. نو یی سمدستی د روسيې سره روابط سم کړو د ٭بغداد پیکټ٭ څخه یی ځان خلا ص کړ او اعلان یی وکړ چه د تیلو ټول شرکتونه به د عراقی حکومت تر تسلط لاندی وی،دده ددغه قدم اخستلو سره امریکایان ډیر خواشینی سو. او سم دستی یی وسی آی اې ته حکم وکړ چی د قاسم حکومت ړنګ کړی. په دغه کار کښی د ٭بعث ګوند٭ څخه د کومک غوښتنه وسوه. په دې جریان کښی د بعث ګوند شپږ کسانو د عبدالکریم قاسم د وژلو یو پلان جوړ کړخو د څه وجوهاتوله کبله دوی ناکامه سول. په دغه شپږ کسانو کښی دووېسشت (۲۲) کلن صدام حسین هم شامل وو.

د پلان د ناکامیدو سره سم صدام حسین قاهرې ته فراره سو. او هلته سی آی اې دده میاشتنی معاش ورشروع کړی. په دغه وخت کښی سی آی اې د خپلو جاسوسانو په مرسته په عراق کښی حالات خرابول شروع کړل. ددغه حالاتو خرابولو څخه په فوځ کښی شامل غرب خوښونکو لوړ پوړو چارواکو په ۱۹۶۴ع کښی بغاوت شروع کړی. فوځی چارواکو ته د سی آی اې مکمله کومک حاصل وو. په دغه جریان کښی یی د سی آی اې په وينا عبدالکریم قاسم وه وژل سو. عبدالکریم قاسم په خپلو خلګو کښی ډیر د یو اتل په توګه پیژندل سوی وو. تاریخ د بعث ګوند دجنرال سیکرټری دغه وینا چی ده دعبدالکریم قاسم د وژل کیدو وروسته یی کړی ده راوړی ده:

٭موږ د سی آی اې په ریل ګاډی کښی کښینستو او تر واکه پوری راورسیدو٭

اوس نو سی آی اې صدام حسین بغداد ته راوستی او د عراق د جاسوسی ادارې مشر یی وټاکی. امریکایانو و صدام حسین ته د هغه خلګو لیست ورکړی. پر کومو چی د کمونست شک وو. په یو څو میاشتو کښی د صدام حسین ملګرو تر پیځه زره(۵۰۰۰) زیات معلمان، ډاکټران، انجنیران، هنرمندان او عام عراقیان د کمیونسټ په نامه د مرګ و کندی ته وروغورځول. په ۱۹۸۰ع کښی د عراق ، ایران جنګ شروع سو. په دغه وخت کښی امریکایانو و ایران ته د شکست په خاطر و صدام حسین ته د ملینونو ډالرو وسله ورکړه.

په ۱۹۹۰ع کښی چه د شوروی زوال شروع سو او نوی حالات راځرګند سو نو صدام حسین د سی آی اې لپاره یو لاس پاک جوړ سوی وو. دغه حالات پر صدام حسین باندی ښه نه لګیدو. او د خپلو بادارانو نافرمانی یی شروع کړه او بالاخرهم ددغو بادارانو له خوا په دار و ځړول سو.

غلام محمد

دخپلو ګټو په خاطر٭ خپل خپلوان یا ملګری سره د جنګولو٭ چم په اصل کښی امریکایانو له انګلیسانو څخه زده کړی دی.کوم وخت چی دانګريزي سلطنت لمر پټ سو او په امریکا کښی راوختی نو د شیطانی ټولی حربې هم هلته منتقلی سوې.اوس نو مسلمان او کمیونسټی مملکتونه د امریکایانو په سترګو کښی خیره وو. په ۱۹۵۵ع کښی امریکايی مشرد سی آی اې سربراه او د سیکیورټی کونسل په مخ کښی په خپل تقریر کښی وویل:که چیری تاسی دعربو(مسلمانانو) سره یو ځای هستوګنه وکړی نو تاسو ته به دا احساس وسی چه دوی د ازادی او انسانی عزت په حقله زموږ خیالات نه قبلوی البته دوی پر خپل سر د حکومت چلوولو قابل هم نه دی.

په دغه وخت کښی د شوري اتحاد او امریکې تر مینځ جګړه شروع سوه. د سی آی اې د یو مشر وینا اوس هم اوریدلای سو چه وییلی یی وو. ٭کوم اسلامی مملکتونه چی د آمریکا سره همکاری نه کوی. س آی اې په قانونی توګه دا حق لری چه هغه راوپرزوی٭.

د پاکستان لومړی وزیراعظم لیاقت علی خان، خلګ په دې وجه غندی چی ده دیو طاقتور ګاونډي هيواد (شوري اتحاد )پر ځای و امریکا ته د ملګرې لاس ورکړی. خو دا خبره هم حقیقت ده چی دده په مرګ کښی هم د امریکا لاس وو. کوم وخت چی ایرانی وزیراعظم محمد مصداق د تیلو صنعت د برطانویانو څخه وګرزاوه.نو جواباً برطانویانو پر ایران باندی حمله کول غوښتل. د حملې لپاره د پاکستان د خاورې ضرورت وو. خو لیاقت علی خان و برطانې ته د خاوری ورکولو خواب ورکړ. په دغه وخت کښی د برطانې ملګری امریکې و وزیر اعظم ته خط واستاوی. او لیکلی یی وو. که چیری تاسی د حملې حمایت او د حملې لپاره و برطانې ته ځمکه ورنه کړی، نو امریکا به د کشمیر په حقله چی کوم تړون له پاکستان سره کړې دی هغه به مات کړی. په تړون کښی دا وو چی امریکا به دکشمیر و پاکستان ته د ورکولو هر ممکن کوښښ کوی.

خو لیاقت علی خان په ځواب کښی ورته وویل: چی موږ نیمی کشمیر ستاسو د کومک نه پرته تر لاسه کړې دی. نو پاتی برخه هم تر لاسه کولای سو. او دایی هم ورته وه ویل چه امریکا دی پاکستانی هوایی اډې هم خالی کړی. کومی چی یی د یوه قرارداد له مخی و امریکا ته ورکړی وې. دغه خبره د امریکایانو ډیره ناخوښه سوه. ولی چې ددغه امریکایی اډې په وجه امریکایانوشوري اتحاد لاری ځارلې. خو البته امریکا ابرطانې دواړو د لیاقت علی خان د راپرزولو لاری چاری وسنجولې. نو دغه کارونه ایم ۱۶ او سی آی اې ته ورپه برخه سوو. دواړو ګروپونو د لیاقت علی خان مخالف خلګوسره لیده کاته شروع کړه. نو په شپاړلسم اکتوبر ۱۹۵۱ع کښی د برطانوی د جاسوسی ادارې پخوانی غړی اکبر خان لیاقت علی خان په ګولی وویشتی. خو دراز د نه ښکاره کولو په خاطر اکبر خان هم پر هغه ځای په ګولی وویشتل سو. ګواکی د پاکستان لومړی وزیر اعظم په قتل کښی د برطانویانو لاس وو. او تر ځنګ سی آی اې هم ورسره وه. ددغه کار اثبات دهغه تومانچې څخه وسو له کومی څخه چی ګولی ویشتل سوی وې. دغه یو قیمتی تومانچه وه. او عموماًً امریکایی افسرانواستعمالوله. او په پاکستان کښی یی اخیستل او رانیول هیځ نه وو.

تر لیاقت علی خان وروسته بیا تر یوځو وزیراعظمانو ماسیواه ټولو د امریکې تر سایې لاندی کار شروع کړی. او عموماً خلګ په ښکاره و دوی ته د امریکې ٭مزدوران٭ وایی.

د جنرال غلام محمد څخه بیا تر اوسه پوری ټول د امریکې پر تګ لاره روان دې. کوم وخت چی ذوالفقار علی بټو د امریکی په تګ لاره تګ ګول نه غوښتل نو هغه هم دمخه وویستل سو. د لیاقت علی خان د مرګ نه وروسته یو بنګالی سړی خواجه ناظم الدین وزیراعظم سو. او د ګورنر جنرل واک یی و غلام محمد ته ورکړه، په ۱۹۵۳ع کښی د ٭بغداد پیکټ٭ خبری شروع سوې. کوم چی د شوروی اتحاد پر خلاف وو. او پاکستان ته هم پکښی بلنه ورکول سوه. نو وزیر اعظم داو غوښتل چه دا ټکی دی هم پکی اضافه سی. چی که چیری یو ملک پر پاکستان باندی حمله وکړی، نو په معاهده کښی به ټول مملکتونه د پاکستان سره دریږی. خو امریکایانو د دې خبری منلو څخه انکار وکړی.د امریکایانو د انکار په وجه خواجه صاحب اعلان وکړی چه پاکستان به په بغداد پیکټ کښی نه داخلیږی. دغه خبره و جنرل ایوب خان ته ډیره بده ښکاره سوه. ولی چه ده د امریکایانو سره نژدې اړیکی درلودې.

البته په۱۷اپریل ۱۹۵۵ کښی د فوځ په مرسته جنرال غلام محمد خواجه ناظم الدین د ځوکی څخه برطرفه کړی. حال دا چې ده په قانونی توګه دا حق نه درلودی.

وروسته بیا په فروری ۱۹۵۵ع کښی پاکستان د امریکایانو د خوشحالولو په خاطر په بغداد پیکټ کښی شامل سو. د خواجه ناظم الدین د لیری کولو څلور میاشتی وروسته سی آی اې په ښکاره د ایراني اولس مشر محمد وصداق د لری کولو کار شروع کړی. محمد مصداق د خواجه صاحب رنګه د ملک خیر خواه او د عوان خوښوونکی وزیر اعظم وو او د بغداد پیکټ خلاف هم وو.د محمد وصداق د لیری کولو وروسته شاه ایران پر تخت کښیناسته او په خوشحالی سره یی بغداد پیکټ ومانه.

خواجه ناظم الدین نه غوښتل چه په پاکستان کښی دی بد امنی او یا سیاسی کړکیچ جوړ سی. نو هم له دې کبله هيران کښیناسته. خو یو بل بنګالی شیخ مجیب الرحمن و فوځ ته د سر ټیټولو څخه انکار وکړی. نو په نتیجه کښی په ۱۹۷۱ع کښی پاکستان پر دوو برخو وبیشل سو.

کوم وخت چه ذوالفقار علی بټو د ایټم بم د جوړولو تکل وکړ. نو دامریکایانو غوږونه ځکه شک سول. چې دغه کار د دوی ډیر ناخوښه وو.خو دوی ډیر کوشش وکړ. چه بټو ددغه کار څخه لاس واخلی. خو بټو انکار وکړی. د انکار په صورت کښی دوی د بټو ضد تنظیمونه را وپارول. او یو وار بیا سی آی اې د ایران په ډول په پاکستان کښی هم خپل کار شروع کړی. د بهټو ضد تنطیمونو د سی آی اې په مرسته په پاکستان کښی بد امنی جوړه کړه. نو بیا جنرل ضیاالحق دغه بدامنی یوه بهانه جوړه کړه او د ذوالفقار علی بهټو حکومت یی ړنګ کړ. او د حکومت واګی یې په خپل لاس کښی واخستلې. دا خبره هم رښتیا ده. چه د ۵ جولایی ۱۹۷۷ ع د" مارشل لا" لګولو له مخه ضیا په اسلام آباد کښی د امریکایی سفیر سره په پټه لیده کاته کول. د جنرال ضیاالحق په دوره کښی په فوځ کښی د امریکایانو اثر ورسوخ ډیر زیات سو.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com