محمد نعيم كاكړ
دافغانستان ريښتينو شخړوته كتل په كاردي
لكه څنګه چى زموږ يو شاعر ويلى وو چى دافغانستان خاوره دطوفانو او لړځونكي خاوره ده دتيرو ديش پنځه ديش كلو كښې خو موږ هم دا وليدل لكه څنګه چي شاعر ويلى وو خو ددي دڅنګه به زه په دي خبره كښې داخبره هم ورګډه كړم چي په داخاوره باندي ډيرى دسيسي او سازشونه هم كيږي او دافغانستان په تخت ناسته هم داسي ده لكه څوك چي دزمري ياد پړانګ په ملا باندي ناسته او سواري كوي نو چي څنګه څوك دپرانګ
په ملا سواري كوي ياد دسيسو او ساز شو مخ نوي كوي ياد طوفانو مخ نوي كوي دابه هغه وخت كولي شې چي هغه هم په هر چل ول پوه وي او د هر چل ول جواب ورسره وي دا رښتيا خبره ده چي نن نړي او دنړي سياست ډير ولونه دي خو چي دچاسره چي رښتيا او صداقت ورسره وي هغه كله هم پاته نه راځي دڅه دپاره به دمشكل او خواري سره مخامخ وي خو بيرته هم ګټه او برخه د داسي چاپه نامه وي څوك چي د رښتيا او صداقت لمن ټنيګه ونيسي.
نن چي زه دافغانستان حالاتوته ګورم نو دنن حالات د ډاكټرنجيب و وروستيو حالاتوته ورته دي چي كله نړي والو ګاونډيانو او پخپله دده ملګرو دده په ضددسيسي او ساز شونه تيار كړي وو ډاكټر نجيب الله به هم ددي ټولو جواب ويلي وي خو ددي څخه يوه لويه تيره وتنه هغه وخت وشوه چي دوي په نړي والو دخپل حدڅخه زيات باور وكړي او د دوي داخيال وو چي نړي والو دجينوا لوظ تامه په ملګرو ملتو كښې لاس ليك كړي ده نو ځكه په دهغه لوظ نامه به عمل كيږي خو نړي والو ګاونډيانودده مخه څخه د دي لوظ مي څخه د سرغړوني پريكړه كړي وه ډاكټر نجيب الله وافغان ملى اردو ته هم ويلى وو چي دوي به د راتلونكو حكمرانانو په لارښود نه روان وي خو د ډاكټر نجيب تيروتنه وه چي دوي دانه وه سنجولي كه چيري داسي وشې لكه وچي شول نو به څه كوي؟ خودبده مرغه نوموړي ته خپله دخپل ګوند او سنګر ملګرو دهوكاوركړه او دي ې يواځي كړي نو ځكه چي دجينواد سولي نړي واله لوظ نامه ترپښو لاندي شوه دي په دي پوه شو نوځكه كيدي شي چي دخپلى حكمراني وروستى خبره دات وي چي افغانستان وران شو؟
اوس چي ښاغلى حامدكرزئى دلس كلو څخه دافغانانو ټاكل شوي ولسمشر دي دي هم دورته ناخوالو سره مخامخ دي لكه څنګه چي ډاكټر الله مخامخ وو كورني دسيسي او سازشونه هم هغه هغه ډول روان دي لكه د ډاكټر نجيب په وخت كښې چي روان وو باندني ناوړه عمل هم هغه پخواته ورته دي د ډاكټر نجيب په وخت كښې هم دمجاهدينو په نامه ګاونډ يانو راليږل او اوس هم دطالب په نامه دګاوندڅخه وسله وال را دننه كيږي او دوراينو وروسته بيرته هم هغه ځائي ته ځان رسوي دكومه ځايه څخه چي راغلى وو د ډاكټر نجيب الله په وخت كښې به هغه چا ډالري او روپى ترلاسه كولي چا چي به مړي كړي او دوي ته به شميرل دا اوسني ولسمشر په دور كښې هم داسي كيږي كه نه خو دومره څوم په پوهيږي چي دنوموړي دوخت په ومجاهد ينو او كډوالو ته خواست كوي په راډيو اورسېنو به دقرآن شريف آيايتو نه تيرول او وخپل وطن ته دراسيدو خواست په ورته كاوي وخپلى اعلان شوي ملي روغى جوړي ته په راغوښتو او كله كله به دچپاتى او دال پيغور به وركاوي كه څه هم ډاكټر نجيب په ورستيو وختو كښې څه كډوال ولاړو خو زياترو ددوي وخبره ته ارزښت ورنه كړي ولي چي ددوي خڅه ددوي د جهادي مشرانو په لاس كښې وو هغو هر يوه نه يواځي دكابل په تخت دكښتيتو خوب ليدي بلكى د دوي مهار هم دنورو په لاس كښې وو ولسمشر حامدكرزئى هم هر وخت وهه چاته دا خواست كوي چي دسولي بهير خپل كړي او دجګړو څخه لاس واخلي او خپل هيواد دورانولو په ځائي دي خپل هيواد دسوكاله خو ولسمشر حامدكرزئى ودي خبري او غوښتنه ارزښت نه وركوي لكه چي ديخواني ولسمشر وخبري ته ارزښت نه وركاوي ډاكټر نجيب به ويل چي زما په خوله كښې خپله غوښتنه راكړي كه څه هم حامدكرزئى مخامخ داخبره نه دكړي خو دوي ته هم څه ورڅرګندشوي دي خو حامدكرزئى دخپلو وګړو د باندنيانو يا دخپلو په لاسو هم دومره خواښني دي لكه يوبل افغان ځكه چي دهغه وخته څخه دوي په باندنيو ځواكو كلكي نيو كوي او هر وخت دا د ژنى ور په ګوته كوي او دايو نه منونكي عمل بوبى چي دولسمشر او باندنيالو منځ دورځي په تيريدو باندي دهغه اړيكي نوري ګډي وډى كيږي او باندنيان په دوي نيوكي كوي زما ددي ليك ومطلب او مخه دانه ده چي زه د ډاكټر نجيب الله او دولسمشر حامدكرزئي ترمنځ پرتله وكړم بلكي زما په اندچي ددواړه ولسمشران ويوبل ته ورته شخړو سره مخامخ وو كه څه هم ددواړو يه سياست كښې دمځكي او آسمان فرق و نو ځكه كه داخبره وشې چي دافغانستان لانجي داشخاصو سره نه دي تړلي بلكي ددي خاوري سره تړلي دي او هر افغان چي ددي هيواد دسوكالي پرمختيا او يووا لي ږغ پورته كوي هغه ونړي والو په ځانګري ډول وګاونډيانو او پخپله په افغانستان كښې وځينو كړ يوته ومنلو وړنه وي نوځكه چي ددو يه ضددسيسي او سازشو نه كيږي ولي چي افغانستان يو داسي ټاټوبى دي چي دهر چاخوله او په ورته كوي او زړه ي غواړي چي پخپلو منګولو كښې راولي او تاريخ هم داښو ولي دي خو يو پوه زيرك او په خاوره او ولس مين مشر كولي شي چي په يوه وخت كښې ددهغه ټولو ناخوالو مخ نوي وكړي خو ددي دڅنګه يوه پياوړي ډله چي هغه هم د وطن په خاوره ځان جاروي ښه پياوړي پوځ مخبري شبكه او دولس ملاتړ دځان سره ولري ډاكټر نجيب ددي وړاندي شو وارزښتونو څخه ځيني ارزښتونه لكه پياوړي پوځ پياوړي مخبري شبكي لږو ډير دولس ملاتړ لرلي خو دملګر و بى وفائي چي بل نوم هم وركولي شو خو ترټولو پوئى ګو ځار وو او بيادكيميونسټ نوم نوموړى ته ټكان وركړي او يوه بله پيښه داچي دوي ډير ناوخته په ځان پوه شو چي او په تر ورځ اوښتي وي كه څه هم ډاكټر نجيب په وخت د شوروي ځواكو دافغانستان څخه كوچ وكړي.
ولسمشر حامدكرزئي زموږ په تاريخ كښې تر چاپاته نه دي بلكي ډير مخ په وړاندي ډير ښه سفارت كار او په هره چاره پوه دي خو ددوي دا ټول ارزښتو نه په داسي وخت كښې ودي ازموينو سره مخامخ شو چي دافغانستان يواځي نوم پاته وو نور نوپيره ډګروو چي ټولي چاري دنورو په لاس كښې وي چي هر څوك په دي ښه خبر دي هو ددي دڅنگه باندنى او كورني دسيسي دلومړي ورځي څخه ترننه رواني دي خو بيا هم دوي تر ډيره پكښې بريالي دي چي داد جو ده هر او جرات دي چي دهغه ناخوالي سره اړه وي راړوي كله ستونځي ور باندي زور وري شې خو دوي غړي نه دي ورته اچولي.
خو ددي ټولو كارو سره سره دولسمشر حامدكرزئى په لس كلن دور كښې داسي كارونه هم شوي ددي چي هغه ولس نه يواځي خوابدي كړي دي بلكى ودوي ته ومنلو وړهم نه دي بى عدالتي نابرابري من ماني درواغ اداري فسابرلاسي او داسي يو شميرناخوالي چي دخوارولس ورسره مخامخ دي خودابه وروورو هغه وخت ومنځ څخه وړل كيږي چي يوه داسي كاري تړون وي چي په هغه كښې داسي په خاوره مين كسان راټول وي چي هغه پلورل كيږي نه ماتيري نه ويريږي نه پټږي او يوه افغانى نظر ددوي مخه وي په هيواد كښې داسي تګلياليان بى شميره دي چي دوي كولي شې چي دخپل ولس پقه ملاتړ دهغه ټولي كوني او باندني شخري يو په بل پيسي دمينځ څخه يو شې.