|
پوهنمل حاجی محمد نوزادی د افغانستان کانونه : ګيدړې ته به خپل پوست بلا شي (دوهمه برخه )
دا وطن دکومی پیغلی تور اوربل دی دلومړۍ برخی په تړاو : په افغانستان کی د شوروی ماهیرانو په مرسته د جیواوجیکی نقشی اخیستلو ( نقشه برداری ) او کان پلټنی ډیر کارونه د شپیتمو او اویایمو کلنو په ترڅ کی ترسره شویدی ، نه په اتیایمو کلنو کی چی د پنتاګون راپور یی یادوونه کوی . دشورویانو ددغه وخت د ترسره شوو کارونو په سلګونو پنډ پنډ راپورونه او بیشمیره اړوند علمی اسناد په انګریزی او روسی ژبو اماده او د ریاست په ارشیف کی دکتالوګ سره ساتل کیدل چی یوه برخه یی د تنظیمی ناورین پرمهال د اور لمبو وخوړل او د نیکه مرغه زیات شمیر یی د وطنپالو انجیرانو او نورو کارکوونکو په مټ د ډیرو ستونزو په ګاللو سره و ژغورل شوه او په خیرخانه مینه کی چی د ریاست دتخنیکی خدمتونو څانګه او هغه وخت دامن سیمه وه په خوندی ځایونو کی ځای پرځای شوه . البته ددی جریان قصه د ارویدلو وړ ده خوداچی اوږده او ددی لیکنی له زغم نه بهر ده ځکه نو ور څخه تیریږم . لدی نه پرته دنوموړو ټولو راپورونو اواسنادو یوه یوه کاپی په مسکو او تاشکند کی هم ساتل کیده چی تر دا اوسه پوری هلته شته . داخبره پدی خاطر په ټینګارسره د یادولو وړ بولم چی افغان اوسنی چارواکی باید ورباندی خبر اوسی څو د اړتیا پرمهال یی هغه برخه چی تنظیمی چپاول وهلی ده ، رسما تری نه وغواړی . پدی خبره باندی له ما اویو څو د ګوتو په شمیر کسانو پرته چی پدغه پست کی یی کار کړیدی نور کسان خبر ندی . هیله ده د کانو او صنایعو وزارت و اړوندو اسنادو ته د لاسرسۍ په موخه دا امکان په پام کی ولری . دویمه خبره چی د پنتاګون په راپور کی پر ځای نه ښکاری هغه داده چی د افغانستان د معدنی زیرمو د یادولو سرچینه دوی پخپل راپور کی همدغه دشوروی کارپوهانو لخوا لیکل شوی راپورونه یاد کړیدی . داځکه چی ددغو راپورونو ډیره برخه د بیلابیلو سیمو د جیولوجیکی څرنګوالی او جیولوجیکی نقشو په هکله دی نه د معدنو د زیرمو . د یادونی وړده چی دمعدن د پیداکولو لومړی مرحله د سیمی د جیولوجیکی نقشی اخیستل دی . د جیولوخیکی نقشی پر مخ دځمکی دقشر داخلی جوړښت ، د طبقو ( لایو ) شکل ، دتیږو منرالی ترکیب ، دهغوی عمر او د مځته راتلو منشا او نور اړین معلومات ښودل کیږی . د همدغی نقشی له مخی یو جیولوجست کارپوه کولای شی په بیلابیلو سیمو کی د بیلابیلو معدنو دشتون اټکل وکړی اوبیا هلته ولاړشی ، خپله پوهه او د پیداکولو متودونه په کار واچوی چی دا بیا دکار دویمه مرحله ګڼل کیږی . که معدن پیداشو نو دریمه مرحله یی به اړوندو متودونو سره د کان د زیرمی محاسبه او دمقدار تثبیت کول دی . په څلورمه مرحله کی باید د کان تخنیکی– اقتصادی څیړنی تر سره شی . پنځمه مرحله د کانی موادو راایستل دی چی کیدلای شی مارکیټنګ یی شپږمه مرحله و بولو . تر ۱۹۸۰ کال پوری دافغانستان ټوله ځمکه د یو پر پنځه سوه زره (۵۰۰۰۰۰ /۱ ) په مقیاس جیولوجیکی نقشی و پوښل چی دا دهغه وخت یوه ډیره ستره لاسته راوړنه وه ، داځکه چی تر دغه وخته پوری د افغانستان ګاونډیانو لکه ایران ، پاکستان او هند دخپل ټول قلمرو د پاره پدغه مقیاس جیولوجیکی نقشه نه درلوده . په ۱۹۸۰ کال په پاریس کی د جیولوجستانو په نړیوال کانګرس ما دافغانستان د استازی په توګه دغه نقشه په ډیر ویاړ سره وړاندی کړه چی ګډونوالو ته په نه منونکی ډول په زړه پوری وګرځیده ځکه دوی په افغانستان غوندی وروسته پاته هیوادکی د داسی یوی نقشی درلودلو فکر هم نشو کولای . دنوموړی نقشی سره یوځای د ټول هیواد د ځمکی په کچه دکانو نقشه هم له چاپه را ووتل چی هغه دمحرمو اسنادو په ډله کی راوستل او د پاریس کانګرس ته می له ځانه سره وانه خیستل خو پخپلو څرګندونو کی دهغی دشتون یادوونه وکړه . دکانو دنقشی دا مقیاس که دټول هیواد په کچه لوی مقیاس دی خو دیوه ځانګړی معدن د څیړلو د پاره ډیر وړوکی او کافی ندی . معدنی سیمه باید لدی نه په ډیر لوی مقیاس سره یعنی د یو پرلس زره ( ۱۰۰۰۰/۱ ) څخه تر یو پر زر ( ۱۰۰۰ /۱ ) مقیاس پوری و څیړل شی جی کله کله لا لدی هم و لوی مقیاس ته اړتیا لیدل کیږی . ددغو دوو نقشو سره زما ډیری خاطری تړلی دی چی کاشکی یی د یادولو موقع یو وخت پلاس راشی . تیرکال ما د محترم عزیزالله کهګدای دیوی لیکنی په اړه دافغانستان د جیولوجیکی نقشی په باره کی یو لړ اړین معلوماتونه لیکلی دی چی مینه وال کولای شی د افغان – جرمن پورتال د لاری یی زما په ارشیف کی و لولی . تر ټولو د خوښۍ خبره داده چی د لوړی نقشی له مخی د پنتاګون په راپور کی د یادو شوو کانو په ګډون د مندلیف د دوره ای جدول د نژدی ټولو عناصرو شتون څرګند شوی دی . که څه هم پخپله داکار په راتلونکی کی د هیواد د اقتصادی لوړ پوتنشیال یو نیکمرغه زیرۍ دی ، خو د معدن په توګه ددغو ټولو عناصرو یادول لا تر اوسه د وخت نه وړاندی خبره ده . راشی وګورو چی معدن څه ته وایی او ایا دهر عنصر ښکاره کیدل د معدن د شتون مانا ورکوی؟ دافغانستان دمعدنی زیرمو په قانون کی چی د جوړولو مشری یی اصلا زما پر غاړه وه ، معدن ( که څه هم داګړۍ زما ټکۍ په ټکۍ په یاد ندی ) په ټولیز ډول داسی تعریف شوی وو : معدن د اړتیا وړ منرالونو او تیږو ( ډبرو ) هغه شتون دی چی په طبعی ډول د ځمکی دقشر په یوه برخه کی سره راغونډ شوی اود بشپړ مقدار کچه یی دومره وی چی په اقتصادی لحاظ د راایستلو ( استخراج ) په لګښتونو و ارزی . که څه هم نوموړی قانون اوس دافغانستان د تقنینی دود سره په نا انډول ډول نوی شویدی خو دغه په ټولیزه توګه د معدن علمی تعریف دی چی هیڅوک پخپل سر بدلون نشی ور کولای . د لوړ تعریف له مخی د هر عنصر شتون که هر څومره قیمتی هم وی که دلوړ تعریف سره سر ونه خوری ، معدن ګڼلای نشو . دبیلګی په توګه که په یوه پراخه سیمه کی د سرو زرو سل ټنه زیرمه پرته وی او تخنیکی– اقتصادی څیړنی یی و ښيی چی د اوسنی تخنیک د امکاناتو په مټ ددغو سلو ټنو سرو زرو د را ایستلو پر چارو باندی دومره لګښت راځی چی دغه سل ټنه تر لاسه شوی طلا یی هم جبرانولای نشی نو دغه طلایی لویه زیرمه هم د اوس دپاره معدن ندی . تر هغه ځایه چی زما په یاد دی د اتیایمو کلنو تر پیل ( دشوروی اشغال ) پوری د هیواد په شمال کی د لاجوردو ، ګازو ، تیلو ، د خوړو مالګی ، ډبری سکارو ، یولړ ساختمانی موادو اویو شمیر نورو وړو کانو صنعتی زیرمی ، په لویدیز کی دهرات د مرمر او رخامو ، په مرکز کی د حاجیګک د اوسپنی دکان ، په جنوبی او ختیزو سیمو کی د هلمند د یورانیمو ( خانشین ) ، مرمرو او رخامو کانونه ، د پنجشیر د زمرودو ، د جګدلک د یاقوتو ، د ماماخیل ( ننګرهار ) د تالک ، د لوګر دکرومایټ ، د زر کشان ( غزنی ) د طلا کان زیرمی تثبیت شوی وی . دعینک دمسو دکان د زیرمو ډیره برخه داشغال په کلنو کی محاسبه او تثبیت شوه . دنوموړو کانو له ډلی نه د حاجیګک د اوسپنی کان د اسیا تر ټولو لوی او په نړی کی د لومړیو لویو په کتار کی او دعینک دمسو کان دنړی د څلورو سترو کانو په کتار کی پروت دی . د ګازو زیرمی ستری دی ، د ډبرو سکارو زیرمی د هیواد د اړتیاوو بسنه کوی او دتیلو زیرمو د اویایمو کلنو په کچه د اړتیاوو یوازی ۱۷ ٪ پوره کولای شوه چی ډیری لږ وی او راایستلو ته یی لا تصمیم نه وو نیول سوی ، دتیلو اوسنی اړتیاوی خو لا څو برابره زیاتی شویدی . لدی یاد شوو معدنو پرته یو لړ نور مواد هم دمعدن تر کچی پوری نژدی څیړل شوی وه چی په راپورونو کی مو دمعدن پنامه یادول . د بیلګی په توګه : د نورستان بیروج ، د غور سرب ،سیماب او جست ، دغوربند بیرایټ ، دهرات د ډبرو سکاره ، مس ، قلعی ، ګچ ، مالګه او بیرایټ ، د ارزګان فلورایټ او شاه مقصود ، د بدخشان اوسپنه او طلا ، دلوګر ازبست او په دربند کی مس ، د زابل مس او المونیم ، د کندهار په دره نور کی سرب او جست او په خاکریزکی طلا ، د فراه قلعی ، د کڼر بیریل ، دبلخ په البرز کی سلفر ، د ماهیپر شامقصود ، د خوست کرومایټ ، دپکتیا په میرزکه کی طلا او یو لړ نور واړه معدنونه چی ارزښت یی دیادونی وړ نه وو . لکه څنګه چی می لوړ یاده کړه تر اشغال وروسته هیواد د جنګ د اور په لمبو کی کړیدی ، نه یوازی داچی کوم بل نوی کان کشف نشو ، پر پخوانیو کشف شوو معدنو باندی هم کار کول بند شول . د پنتاګون په راپور کی د هیواد دجنوبی سیمو د معدنی زیرمو ارزښت یو میلیارډ ډالره ښودل شویدی . مګر دافغانستان دکانو او صنایعو وزیر بیا دهیواد دمعدنی زیرمو ارزښت دری زره میلیارډه ډالره وښود . زما په اند دا دواړه رقمونه دقیق ندی ، دا ځکه چی : ۱ – د ټولو کشف شوو عناصرو شتون لاتر اوسه د معدن نومولو تر کچی څیړل شوی ندی . ۲ – ددغو معدنو زیرمی تر داګړیه په دقیق ډول محاسبه شوی ندی . ۳ – پر نوموړو معدنو باندی تخنیکی – اقتصادی څیړنی تر سره شوی ندی . زه په دی باور یم چی که و اړوندو معدنی موادو ته د نړۍ په کچه مخ پرزیاتیدونکی اړتیا، د قیمتونو ورځ تر بلی جګوالۍ ، داستخراجی تخنیک مخ پر ودی بدلون او داسی نوری چاری په پام کی ونیولی شی ، نو په تاکید سره ویلای شم چی ارزښت یی له درو زرو میلیارډ ډالرو څخه هم لوړ دی . دا ځکه لکه وړاندی چی می یاده کړه دافغانستان د جیولوجیکی نقشی له مخی ددغی خاوری ترځکمی لاندی جوړښت لوړ معدن زیږونکۍ پوتنشیال لری . که چیری داپوتنشیال د نوی پرمخ تللی تخنیک په مټ و څیړل شی ، احتمالی موجود معدنونه کشف او د کشف شوو کانو د زیرمو په محاسبه کی پرمختللی تکنالوژی وکارول شی او ترلاسه شوی پانګه یی د اولس د سوکالی په موخه د علمی پلانونو سره سم په کار واچوله شی ، نو بیله شکه افغانانو ته د ځمکی پرمخ دجنت خوبونه رښتیا کیدلای شی . خو تر دی ګړیه پوری می د بده مرغه د وطنپال شاعر او پیاوړی دیپلومات عبدالرحمن پژواک داشعر د ذهن پر مزو ټالونه وهی : دا وطن دکومی پیغلی تور اوربل دی چی باد لا وهلې نه وی تارومار شی د امریکایانو په راپور کی دیاد شوو کانو د ذخیرو د محاسبی په اړه باید ووایم چی درسنیو دمعلوماتو له مخی امریکایی کارپوهانو د شوروی جیولوجستانو لخوا دلیکل شوو راپورونو تر لوستلو وروسته پر ډیرو اړوند سیمو باندی څیړنی دالوتکو په مټ له هوا څخه ترسره او بیا یی پرمختللی تکنالوژی د هوا څخه په کار واچول او دغه معدنونه یی په دری اړه خیز ( سه بعدی ) ډول وڅیړل . ښایی د پنتاګون لخوا خپور شوی راپور به د همدغو وروستیو څیړنو پایله وی . پدی کی هیڅ شک نشته چی ددی ډول څیړنو دلاری د معدنو په هکله ډیر اړین معلومات تر لاسه کیدلای شی مګر تر هغه ځایه چی زه د جیولوجی دیوه شاګرد ( جیولوجی ډیر ژور او پراخ علم دی ) په توګه پوهیږم دغه څیړنی سره لدی چی اړینی دی خو بشپړی او کافی ندی . دمعدن د زیرمو دقیقه محاسبه لدی ټولو برسیره و ځای پر ځای نیغ په نیغه کار ، کیندنو او حتی برمه کاریو ته اړتیالری چی داکار لا تر سره شوی ندی . که زیرمی په علمی متودونو سره دقیقی محاسبه نشی نویی مقدار یوازی اټکلی بڼه غوره کوی او پانګوال پر اټکلی زیرمو باندی و پانګی اچونی ته په ډاډمنه توګه زړه ښه کولای نشی . دا وی هغه څو اړینی خبری چی د پنتاګون د راپور سره یی تړاو درلود . اوس به را شو پخپله دافغانستان دمعدنو په اړه دعام پوهاوی وړ لنډ معلومات ته . معدنونه دبیلابیلو پرنسیپونو له مخی پر ګتیګوریو یا ډولونو ویشل کیږی ، د بیلګی په توګه د پیداکیدو دمنشا له مخی ، د کارولو د اړتیا له مخی او داسی نور . دمعدنو منشا ژور علمی بحث دی او لدی مسلک نه بهر کسانو دپاره د پوهیدو وړ ندی ځکه نو غواړم دهیواد معدنونه و دوی ته د اړتیاوو د څرنګوالی له مخی لوستونکو ته په لاندی ډول ور وپیژنم :
د دویمی برخی پای |