|
باز محمد
د افغانستان دلوی څارنوال صاحب سره زړه خواله
ښاغلی څارنوال صاحب! کله چې کرزی صاحب د امريکې د لښکرو سره راغی اودولت ئی اشغال کړ ، داسې،
احساسېده
چي ګویا اداري فساد،نړېوال تروریزم مورینه یوازې
طالیبان دي او ددوی په له منځه
وړلو سره به په سېمه کښې د اداري فساد ،رشوت
ترورېزم ، اواخوانېزم پدېدې ختمې
شي،مونږ پدې فکر کې وو، چي ښاغلی کرزی صاحب او د
هغه سره راغلي ملګري به د تېرو
دریو،ځلورو لسېزو د مرکزي حاکېمت د مختلفو دورو
ټولو دولتي
منسوبېنو،مشرانو،کادرونو،کارمندانو،دوسلوال
پوځ
افسرانو،استادانو،کارپوهانو،روشنفکرانو،منورېنو،
پخوانیو سېاسی ګوندونو او ټولو
فعالېنو او متعلېقېنوته چي په هېواد او ېا بهر کې ژوند کوي،
وړاندېز وکړ ي،چې هېواد
د ژغورنې اوبيا رغونې په پراخ دموکراتيک بهيرکې له
زړه له کومي فعاله ونډه واخلي خو
داسې ونه شوه. کرز ي د بن د کنفرانس نه رانيولې
تردې مهاله پورې حکومتي واګي يوازې
په قومي ژبني،مذهبي او تنظمي وسلوالو ډلود يوځای
شوو ماجراجويانو د دلاسه کولو د
پاره د غوړې مړۍ تقسيم وه او د کار د اهليت نورمونه پکې تر
پښولاندې شول ، او
همداسې بايد شوي وای ، او دا کومه نوې خبره هم نه
وه ،ددې هيواد په تاريخ کي دولتي
قدرت يو د بل څخه يا په خپل زور يا د بل په زور
نيول شوی دی او دحکومت واګې په لاس
کې اخيستي دي همدا سبب دی چې پدې هيواد کې سوله مشکله ده چي
راشي اوهم مشکله ده چي
اداري فساد له مینځه ولاړ شي او يایې څوک مخه
ونيسي، ځکه دلته هرڅوک په زور سياسي
قدرت ته رسيږي، زوروالان نو بيا هیڅ چاته
دا حق نه ورکوې ،چې ميدان ته راشي ښاغلی
ځارنوال صاحب ، همدا سبب دی چه نه قانون شته نه
امن شته نه تله د انصاف شته اونه
دچا پدې هيواد زړه سوځي ،او په رڼوسترګو ورته ګوري
چي هيواد یې ورانيږي کلي کور او
بانډې يې د خاورو سره خاورې کيږي عامه دارائي او ملي پانګه ېې
چوريږي د پو ښتني څوک
نشته او نه څوک پيدا کيږي چي دا مجرمين د قانون
منګولو ته وسپاري که تاسو ته خدای
دا توان او قدرت درکړي لږ تر لږه يو څو مجرمين د
قانون منګولو ته وروسپاری چي سزا
وويني زه پدې باور لرم دهيواد ټول وګړی به تاسو ته
د سترګو په ليمو کي ځای در کړې
او درناوی به مو کوې خوز ماسره دا پوښتنه ده، او پدې هم نه
پوهيږم چي د چا په وزرو
الوزۍ او په کوم جرائت تاسو دې ناشوني کار ته اوږه
ورکړې ده ،که د تلويزيون ، راديو
او نورو خبری سرچينو ومنو داسې څرګنديږي ،چې شا ته
مو د افغانستان اسلامې جمهورېت
،جمهور ريس حميد کرزی ولاړ دی، که دا ريښتيا وي او
باورپرې وکړو نوويلای شو چي تاسې
خپله خپل ځا ن تيرباسې، يو متل دی،چې وايي ( طالب
زوړشوخو ملا نشو)تاسې څوک د قانون
منګولو ته راکشوۍ، په داسې حال کې چې دښاغلي کرزي صاحب په دولت
او ولسي جرګه کې ټول
ټوپکسالاران ( جنګسالاران ) ،پاټکيان ( غله )
تروريستان ، ترهګر اودنشه يي توکو
،هيروينو او مخدره موادو سوداګران چي د نړيوال
مافيا سره ملګری دي جوړ شوی دی ، که
په ياد مو وي څو ورځې وړاندې خپله تاسو د ملي
تلويزيون په مشر نجيب روشن د۴۰۰۰۰۰
امريکايی ډالرو غلا، او هم مو په صديق چکري نيوکې
کړې وې پايله به ئې درمعلومه شوې
وي، چي څومره په خپلوهيلو کې بريالي ياست،او له بله پلوه زه
سوچ کوم او سر مې هم
پرې نه خلاصيږي، چې تاسو به کوم يو قانون ته
ورپورې وهی ،هغه چا چې هېواد راته په
کنډوالو بدل کړې قتل عام يې کړې د هېواد ملي شتمني
ېې تالا کړې مونږ او تاسې ټول
ددې شاهدان يو چي د کابل د موزيم تاريخي او قيمتي
اثار چا يوړل او چيرې دي مونږ
اګاهي لرو چي دولتي خزانې د سروزرو خښتې چا د ځانه
سره وړيدي مونږ لدې هم خبر يو چې
د بالاحصار موزيم چا چور کړ او اثار ئې چيرته وليږدول شوه،
بلاخره د افغانستان
دهوائې قواوو چورلکې چيرې ولاړې دي لنډه دا چې اوس
د انصاف تله د همدې خلکو په لاس
ده هغوی د سزا ورکولو حق لري. ښاغلی ځارنوال صاحب
! نور نو خدای پوهيږې اوبيا تاسو
،زمونږ مشورې به هغه وخت ستاسو په درد دوا شوي وای
چي ستاسو ملي ستراتيژي ، چي د
اداري فساد په وړاندې مبارزه او جهاد دی ، څومره
ددې هيواد د ولس په ګټه ده معلومات
او اګاهي نه لرو ،خو دا چي اوس زمونږ هيواد خارجي
قوواو نيولی دی ، سياسي قدرت نلرو
،نو خپل برخه ليک پخپله هم نشو ټاکلی ،ځکه نظامي
قوت نلرو نشوکولای خپله خاوره
پخپله وساتو همدا دی چي دظلم کاڼي او ډبرې را
باندې اوري، پيسې نشته ، نشو کولای
خپل وږي او بربنډ ماړه اوپټ کړو مونږ خو لا څه کوې
زمونږ دچارو چارواکي او سياستوال
هم پدې نه پوهيږي،چې د دې افغان ولس غميزه به څه وخت پای ته
رسي او له بلې خوا تاسو
ويلي که کرزی او پارلاما ن ستاسو ملاتړ ونکړ
استعفا به وکړ ۍ، له يوې خوا په خپله
ملي ستراتيژي کار کوۍ او له بلې خوا دکرزي او دهغه
د پارلامان ملاتړ غواړۍ،نو اوس
سړی نه پوهيږي چي تاسې څه غواړی : د کرزي ملاتړ او
که د خپل ملي ستراتيژې په هکله
مشوری. خودومره درته ويلای شم که په رښتيا تاسو
دکرزي د حکومت او پارلامان په مرسته
او همکارې د اداري فساد په وړاندې مبارزه او جهاد بري ته رسول
غواړی دا کار ناشونی
دی ، د غلو څخه غله مدت غواړی، تر هغو چي د کرزي
صاحب په حکومت
کې تغيرات نه وي راغلي ، دا
ارمان به بلي دنيا ته د ځانه سره يوسۍپرته له دې
که بله کومه دحل لاره چاره تاسو
وينې خو ښه او که نه غلي کينی او د ډوډۍنه خوړلو
اعتصاب هم مه کوی، ښه ښايسته ځان
مړوۍ،مونږ ته خو دا يوه خيټه را پاتې ده نور څه خو
نلرو. بل مې دا ويل که کولای شی
کرار پر کور کښینۍ، دا تا ويلي ما ويلي کومه ګټه نلري ېوه مړۍ
ډوډۍ به خدای درسوي
دخپلو بچيانو سره ېې په خو ښې خوره. د هاتيانو سره
ټانټې مه چيچی،او نه په يوه ګل
پسرلی کيږي او نه دا وړۍ په دې ډول شړۍکيږي
.
|