|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|
انجنيرسيدعبدالقادر دخپلواکۍ٩١يمه کاليزه د امريکايي اشغال په٩کلن درشل کې ! وطنوالو ! هـره سيـــمه دوطـن زمـوږ وطـن دي پکـتـيکا کــه کنـدهـار کــه قطـغن دي ټول قومونه دلته ژوند کړي لکه وروڼه که پښـتون دي که تاجک که ترکمـن دي هيــڅ يـو تـر بـل بهـتـره نـه دي دلتـــه ځـکه ټــولــو اوبــه کــړي دا چمــن دي دنفـاق آواز کـه څــوک دلتـــه راباســي دغــه زمــوږ دافــغانــانـو ګـډ دښمـن دي دبرتانوي استعمار څخه دافغانستان دخپلواکۍ اخيستل ، ديوه داسي مدبير او پر آزادي مين ځوان پا چا امان الله خان تر مستقيمي لارښووني او قوماندي لاندي ، اوهم زموږ پر وطن مينو پلرونو او نيکونو په بي ساري قربانيو سره ، زموږ دوطن دپرمختګ او دافغان ولس دهوسا ژوند د برابرولو له پاره دتاريخ يوه نوي پاڼه راواړه وله ۰ ځکه نو هر ريښتني افغان په دي وياړيږي ، او دا حق لري ، چی دخپل وطن هغه ريښتينې خپلواکي دوطن دننه او بهرکي دزړه له کومي دخوښي او ولولو څخه په ډکو غونډو کي ولمانځي ۰ولي متاسفانه د خپلواکۍ تر اخيستلو وروسته دانګليسي دولت سره دافغانستان دمتقابل احترام پر نړيوالو اصولو ولاړو اړيکو رسمي پیژندني بيا هم ونه کړايسوای چی دسره انګليس توطيو ته دپاي ټکي کښيږدي ۰ځکه نو داماني دولت دپر مختګ دهر پلان په وړاندي برتانوي استعمارچيانو دخپلو انګليسي او افغاني اجنټانو په زريعه په پټه او ښکاره په مختليفو بڼو خنډونه جوړول ، او رامنځ ته کول يي ۰ څو نيژدي دلسو کلونو په موده کي برتانوي استعمار وکړايسواي چی دا ځوان پر خپلواکي مين دولت په خپلو غير مستقیمو توطيوومحاصره او را چپه کړي ۰ چی دا ټول واقعيتونه دافغانستان تاريخ په خپلو پاڼو کښي له ځانه سره د خپلو نوي نسلونو له پاره ساتلی دي ۰ چی دا نوي نسلونه بيا د تاريخ دهم دې پيښو په نظر کي نيولو سره ، په راتلونکو وختونو کي دخپل ولس دپر مختګ او دپردو څخه دخپل وطن د هر اړخيزي ساتني له پاره ګټه واخلي ۰ اوس نوداسي اساسي سوال رامنځ ته کيږي ، چی آيا په اوس مهال کي د افغانانو له پاره ښايي ، چی دخپلواکي دغه ۹۱ يمه کاليزه په شاندارو مراسمو باندي بي له دې څخه چی دافغانستان پراوسني امريکايي اشغال باندي خپل تر منځ نظرونه وړاندي ، تبادله او دحل دسياسي لاري وړانديز وکړي ، ولمانځي ؟ داځکه چی نيژدي دنهو کلونو راهيسي پر افغانستان باندي دامريکا او انګليس تر رهبري لاندي نيژدي د۴۴ هيوادونو له خواه په نوي بڼه داسي وحشتناکه يرغل سوي دي ، چی په يقيني ډول سره به د۲۱ می پيړي راتلونکي تاريخ به بل داسي يرغل له ځانه سره ونه لري ۰ دا ځکه چی تر اوسه پوري دغه يرغلګرو هيوادونو ته دافغان بي ګناه ولس په وړاندي ، داسي کومه تو جيه په لاس نه ده ورغلي ، چی د دوي دغه وحشتناکه اشغال ته چی په ۹ کلن درشل کی قرار لري ، لږ تر لږه يوه حقوقي بڼه او جوازورکړي ، ځکه نو په هغه وخت کي : « کوفی عنان » د م ، م مخکنی سرمنشی په دی باندی چه امریکا حق نلری چه د موجوده کړکیچ په ګتی اخیستنی سره د طالبانو حکومت چه د امریکا د اقتصادی پروژی ( پایپ لاین ) سره په مخالف دریځ کی واقع شویدی ، لنګ کړی ، تینګار وکړ۰ او هم : کوفی عنان د سپتامبر په ۲۴ ، عمومی اسامبلی ته د خپل کلنی راپور د وړاندی کولو په ترڅ کی وویل چه امریکا ته د نویارک د پیښی له کبله رارسیدلی تاوان ، دا حق نه ورکوی چه د تروریزم سره د مقابلی په پلمه په هر عمل لاس پوری کړی . دی د « ای، بی، سی » په یوه تلویزیونی پروګرام کی د یوه امریکایی خبریال « دیان سویر » د یو سوال په ځواب کی وویل : « ... د م ، م مخکنی پریکړه طالبانو دیته اړکوی چه بن لادن م ، م ته تسلیم کړی . که طالبانو دغه غوښتنی ته هرکلی نه وایی تر تعزیراتو لاندی به راشی . اما د سیاسی نظام بدلون د افغانانو کار دی نه د بهرنیو قوتونو » . په داسي حال کي چی د۹ کلونو داشغال په دې درشل کي دامريکا تررهبري لاندي د ائتلاف او دناټو ځواکونو افغان بي ګناه ولس د( تروريزم اومخدره موادو پرضد ) دمبارزي تر نامه لاندي دونه ځورولي اوټکولي دي ، چی په پايله کي يي دادي بيا دميوند د جنګ په څير دوطن په مختليفو ګوټونو کښی د قهرماني ملالي غوندي پر وطن مينو میرمنو دخپلو خلګو تر څنګ دوطن اوعزت دساتلو له پاره دغليمانو پر مخ وردانګل ۰ چی ژوندي مثال يي دفبروري دمياشتي په دوهمه هفته کي دنادعلي اومارجي پر سيموباندي ديرغلي ځواکونود وحشت څخه د ډکو بمباريو په ليدو سره قهرمانه ( شهيده عابده ) خپل افغاني احساس ودې ته وهڅه وله ، چی دغليم په وړاندي دخپل وطن ددفاع له پاره خپل ډک ټوپک خالي کړي ، چی وروسته داهم دغليمانو له خواه په شهادت ورسيدله ۰ دا هغه واقعيتونه دي چی هره ورځ ديرغلی ځواکونو او افغانی ګوډاګي واکمنانو ومخ ته تيريږي ۰ ولي دخوښي ځاي دادي ، چی دافغان ولس د۹ کلونو دبي ساري مقاومت پايلو دغربي نړي ولسونه هم راويښ ،او په دې واقعيتونو باندي خبرکړل ،چی ستاسو بي رحمه واکمنان زموږ په وطن کي دتروريزم سره دجنګ ترنامه لاندی کومي مخي مخ ته بيايي ۰ ځکه نو دوي په دې وطن کښي دواقعيتونو په ليدو او اوريدو سره هغه ولسونو هم دخپلو واکمنانو په وړاندي سياسي فشارونه رامنځ ته کړي ، اود افغانستان ددې نا معلومو مخو دجنګ څخه دخپلو عسکرو دراستنيدو جدي غوښتنه کړی ده ۰ اوخپل واکمنان يي دداسي سياسي ستونځو سره مخامخ کړی دی ، چی په پايله کي يي دادي په ځينو هيوادونو کی يي حکومتونه دړنګيدوسره مخامخ کړي ، اوځيني يي ړنګ سوي هم دي ۰ځکه نوپه دې اړوند ضرور ده چی داوباما سره دجمهوري خواهانو يوه کانديد ،دکانګريس غړي او لوي سياست وال ډاکټر ( ران پاول ) دهغه دوينا لږ څه لیکلي برخه چی دجولای پر ۳ يمه دامريکا په کانګريس کي واورول رانقل کړم ، دوينا په يوه برخه کي يي داسي ويلي دي :
.
زموږ مشرانو پر عراق
باندی د حملې لپاره موږ ته درواغ ویل او د افغانستان د نیولو
لپاره یې موږ
خطاایستلو .
انسانان وژل کیږی ، بمونه اچول کیږی ، زموږ پوځیان وژل کیږی او وژل کوی ۰دوينا په بله برخه کي بيا دواقعيتونو په ويلو سره داسي مخ ته ځي : همدا نن د عراق حکومت زموږ دی کټ مټ لکه افغانستان چی زموږ دی . په افغانستان کی موږ د طالبانو یعنی هغو کسانو سره جنګیږو چی خطرناک دي او په خپلو وسلو سره د خپل هېواد د دفاع لپاره راسره جنګیږی ۰ آیا موږ ته نن د دې جنګ د پراخولو په حصه کی یو ځل بیا هغسی درواغ نه ویل کیږی لکه په ۱۹۶۰ لسیزه کی چی د ویتنام د جنګ د پراخولو پر مهال راته ویل کېدل ؟ اودوينا په وروستي برخه کي يي بيا يي داسي ويلي دي :
هو ، دا واضح ده چی په
افغانستان کی پوځی ماتې زموږ په برخه ده . د تګلارې یا
تګلارې جوړونکو
د بدلون څخه پرته یوازی د جنرالانو بدلون زموږ مصیبت نور هم همیشنیً
کوی او صرف هغه
څه ځنډوی چی هرومرو پیښېدونکیً دﺉ
.لویه غمیزه لا
دا چی دا جګړه زموږ خپل پر ضد ده ، زموږ د ارزښتونو پر ضد ده ،
زموږ د اساسی
قانون پر ضد ده ، زموږ د مالی جوړښت پر ضد ده او باالاخره زموږ د
سلیم
عقل پر ضد ده .
او په کومه طریقه یا اندازه چی اوس موږ پکښی دخیل یو ، انجام به یې
ډیر بد او ناوړه
وی . |
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
Copyright © talafghan.com 2004-2010 All rights reserved. talafghan@gmail.com |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||