|
په افغانستان کې د عدالت غوښتنې ډیوه په مړه
کېدو ده
په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي خدمتونه
مرکز ( خپلواکۍ ) اعتراض لیک
د عدالت خوښونکي لوی خدای په نامه
په داسې شرایطو کې چې په افغانستان کې د عدالت
، دموکراسۍ ، بشري حقوقو ،حقدار ته د حق د
رسولو په موخه دطالبانو پر دولت له ځمکې او
هوا نه د ټولې نړۍ د زبر ځواکونو حملې او
یرغلونه پیل شول او موږ افغانانو یې هرکلی وکړ
،په داسې شرایطو کې چې د جرمني د بن د
تاریخي کنفرانس نوښتګرو او سره راټول شویو
یارانو افغانستان او افغانانو ته د یو له
انصاف نه ډک واک او ځواک جوړونه ترسره کړه او
دښاغلي حامد کرزي تر مشرۍ لاندې یې یو نوی
دولت افغانانو ته صادر کړ او دغه دولت خلکو
ته د عدالت او هوسا ژوند زیري ورکړل ، په
داسې شرایطو کې چې د افغانستان لنډ مهالی ،
منځمحالی او د خلکو لخوا انتخاب شويو دولتونو
یو په بل پسې د حق ، عدالت او انصاف شعارونه
ورکول او د هر دردیدلی افغان له هرکلي سره
مخامخېدل ، په داسې شرایطو کې چې نړېوالو او
په ځانګړې توګه د ملګرو ملتو ادارې او ټولې
لویدیځې نړۍ په افغانستان کې د عدالت د پلي
کولو په پلمه د وسلو او پیسو کاروانونه د
افغانستان پر لور راوخوځول او افغان مظلوم ولس
یې د مننې نارې او سورې دلته او هلته پیل کړې
، په داسې حال کې چې د افغان ملت بچیانو د
عدالت د ټیګتیا او د خپلو شهیدانو له قاتلینو
او د کابل ښار او نورو ښارونو د لوټونکو او
تباه کوونکو څخه د حساب او کتاب د غوښتنې په
تمه د ښاغلي حامد کرزي مشری ته رایه ورکړه او
د هغه په ظاهر کې دموکراتیک اساسي قانون ته
یې لاسونه پورته کړل ، په داسې حال کې چې د
کابل ښار د لوټمارانو له ظلم او وحشیانه تېریو
څخه د متضرره کورنیو بچیان د خپل ښار ، خپل
کور او خپل مالت د ورانېدو پوښتنې لري او
همدا نارې وهی چې ای خدای ناترسه وحشي
جنایتکارانو ! ولې مو کابل لوټه لوټه کړ؟ ولې
مو زموږ میندې او پلرونه شهیدان کړل ؟ ولې مو
زموږ ناموسونه بې پته کړل ؟ ولې مو د خلکو
شخصي او د هېواد ملي شتمني چور او تالان کړه ؟
ولې مو هېواد ته د مرستې ډالري چکونه په خپلو
جیبونو کې واچول او دا دی اوس مو پرې ماڼۍ
ګانې او قصرونه آباد کړي ؟ او دې ته ورته
نورې پوښتنې هره ورځ په خپلو ذهنونو کې بې
ځوابه ګرځوي، په داسې شرایطو کې چې د عدالت په
نوم د پخوانۍ یوګوسلاویا مشر سلوبودان
مېلاسویچ د هاک محکمې ته راکشول کیږي ، په
داسې شرایطو کې چې د لکونو انسانانو وژونکی
پنوشه د عدالت محکمې ته راغوښتل کیږي ، په
داسې شرایطو کې چې صدام حسین د هغه د عسکرو
لخوا د یو څو تنو د وژلو په تور اعدامیږي ،
له بده مرغه په افغانستان کې جنګي جنایتکاران
، قطاع الطریقان ، غله ، سړي وژونکي او
لوټماران د افغانستان د ولسمشر لخوا د معافیت
سند ترلاسه کوي ؟!!!دا په داسې حال کې ده چې
ددغو جانیانو له لاسه متضرره کورنۍ چیغې وهي
چې ګرانه ولسمشره ! زموږ حق راکړه ، موږ خو
تا ته رایه درکړه چې د مظلوم پوښتنه وکړي ،
خو تا زموږ په رایه ظالم په شا وټپاوه او د
ټولو جنایتونو څخه یې ورتېر شوي ،د څه لپاره
؟ په کوم حق ؟ دې سړي خورونکو خو په
کانتینرونو کې زموږ پلرونه او ورونه د هوا
د نشتوالي له امله مړه کړل ، د شلمې پېړۍ او
یوویشتمۍ پېړۍ دغو آدم خورو خو د خلکو پر
سرونو میخونه وټکول ، دغو بدمعاشانو خو په
خپل هر راکټ باندې په هر کور کې ماتم جوړ کړ
، دې پاټکیانو خو د ناجایزه مال او شتمنۍ د تر
لاسه کولو لپاره هر غیر اسلامي او غیر انساني
عمل ترسره کړ او د هر پردي نوکري یې وکړه ،دوي
خو په لکونه خلک مهاجرت ته اړ وېستل ، دوي
زموږ حق خوړلی او تاسو دا ټول وروبښل ؟!!!ملت
دا نه مني ، ملت اعتراض کوي . هوکې ! نن د
افغان ملت په هر کور کې همدا د اعتراض غږ
پورته دی او د
( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز هم له خپلو خلکو او
نړېوالو سره خپل دغه شان اعتراض غبرګوي او په
افغانستان کې د وروستیو دېرشو کلونو د هر راز
جاني او سړي وژونکي معافیت د منلو وړ نه
بولي . له دې سربېره موږ فرهنګیان په دې
عقیده یو چې دغو جنایتکارانو چې یو شمېر یې
همدا اوس هم په واک او ځواک کې دي له هماغه
پیل نه بیا تر ننه د افغانستان د لرغوني
مدنیت او تاریخ ډېرو مهمو ارزښتونو ته د
یادونې وړ زیان رسولی .تاریخي آثار یې غلا کړي
، د هېواد د قیمتي ډبرو د ناقانونه خرڅلاو تر
څنګ یې د افغانستان ملی موزیم لوټ کړ ، ملي
آرشیف یې په پردیو خرڅ کړ ، د آی خانم ، طلا
تپې ، مندیګک ، سیاه سنک ، قره کمر ، بامیانو
، هډې او داسې نورو بې شمېره تاریخي ځایونو
آثار یې تر امریکا او اروپا خرڅ کړل ، او څه
یې خپلو روسي ، ایراني ، پاکستاني ، عربي
او نورو بادارانو ته په سوغات ورکړل چې دا
ټول د سترو جنایتونو په کتار کې راځي او هېڅوک
حق نه لري دغه شمېر غله او جانیان معاف کړي
.دوي د افغانستان ملي ارزښتونه تر پښو لاندې
کړل ، ملي فرهنګ او ملي تاریخ ته یې سپکاوی
وکړ او په فرهنګ وژنه کې ځانته د اتلوالی
لقبونه ورکړل .
موږ په داسې حال کې چې د جنګي مجرمینو د بښلو
دغه طرحه او د هغه توشیح په کلکه غندو ، لوی
خدای نه دا غوښتنه لرو چې حق خپل حقدار ته
ورکړي
آمین یارب العامین
یوسف هېواددوست |