|
ژباړن : محمد کريم نور CNN ته د بېنظير بوټو ليك
ما دا ادعا ډېره مخکې کړې وه چې په پاکستان کې ښندواله او د اسلامي جګړیالتوب زیاتوالی بې د اوسنۍ ادارې له مرستې نه کېږي۔ پاکستان ته زما راتګ د دغه ښندیالانو ځواک ته چې د زورواکۍ په دوره کې یې خپلې ولۍ غزولې او ټينګې کړي دي، یو ګواښ دی۔ په هر بیه چې وي، دوی غواړي چې د ولسواکۍ د بېرته راتګ مخنيوی وکړي ۔ اوسنۍ دولتي ادارې بې وزله، نا امېده او غریب خلک وزبېښل، له دوی څخه یې ناوړه ګټه واخيسته او ښندیالانو ته یې یوه ښه موکه په لاس ورکړه تر څو وده وکړي۔ اوسنی واکدار ګوند داسې یو خپللاسي سیاسي ګوند دی چې د آی اېس آی په مرکزي اداره کې په کال ۲۰۰۲ کې جوړ شوی دی۔ د دغه ګوند اصلي مرسته د اتیایمې لسيزي د زورواکي ضیاالحق د سیاسي ملګرو او برخوالانو څخه راځي چې د افغان جهاد په پېر کې یې تر ټولو ډېر ښندیالان مجاهېدین په واک راوستل چې اوس یې ځانونه په القاعده، طالبانو او د پاکستان په اسلامي جګړیالانو اړولي دي۔ دغه ګوند په غونډو او لاریونونو بندیز لګولئ،او غواړي چې د هر هغه سیاسي فعالیت مخنیوی وکړي چې د پاکستان او نړۍ خلکو ته ښیي چې په رښتیا سره کوم ګوند د خلکو تر میځ ډیر ګرانښت و منښت لري ۔ زه چې تېره میاشت پاکستان ته راغلم، زما د ښه راغلاست لپاره ډېر ډېر خلک د باندې راووتل۔ او د اوسنۍ ادارې دغه غوښتنه چې پر سیاسي فعالیتونو د په ګرد سره بندیز ولګي، یوه شکمنه سرېزه، یا هم یوه جوته هڅه ده چې د راتلونکې ټولټاکنې څارنه او موټنیوی وکړي۔ ټول هغه خلک چې د ولسواکۍ په بهیر کروهه لري، باید دغه هڅې ردکړي چې په انتخاباتې مبارزه کې د د خلکو ګډون کم شي، ځکه چې اوسنۍ اداره غواړي چې داسې یو لوبغالی جوړ کړي، چې زما په ګومان به، هسې ټګماره ټولټاکنې وي۔ پر ما باندې د یرغل اوس دوې اوونۍ کېږي ، خو پولیس لا تر اوسه هم زما شکایت نه دئ لیکلئ۔ پرته لدې چې د پېښې هغه لیدوني وپوښتي چې په موټر کې سپاره وه، پولیسو خپل راپور ولیکلو۔ حال دا چې په دغه پېښه کې زما ۱۵۸ پلویانو خپل ژوند له لاسه ورکړ۔ وروسته لدې دولتي مقاماتو ماته وویل چې له شخصي وسلوال ساتندويو سره به نه ګرزم او په داسې موټر کې به نه سپرېږم چې شیشې یې تورې وي ۔ او زه ځکه په داسې موټر کې سپرېدم تر څو چې ما ترهګر ونه پېژني۔ کله چې زما د کور نه د باندې د پولیسو امنیتي پوستې خپل سرتېري کم کړل، او ماته یې دا هم وویل چې نورې حملې کېدونې دي، نو ما ته دا احساس پیدا شو چې دوی پر ما باندې خپل جال نور هم تنګوي۔ کله چې پولیسو او دولتي مقاماتو پر دې باندي خبرې کولې چې یو ځانمرګی او که دوه ځانمرګي په کارول شوي وه، لاسي بم او که موټربم وو، ما په خپله بده ورځ او غمجن حالت باندې فکر وکړ۔ ما تصمیم ونیو چې په خپل کور کې د یوې معنوي بندي په څېر پاتې نه شم۔ زه دخپل نيکونو کلي لړکانه ته و لاړم او د خپل پلار په مړېستون مې دعا وکړه۔ په هر ځای کې به خلک راغونډ شول او داسې خوسحالي یې کوله چی ماته یې له اندازې زیات د مېني او باور احسا س راکړ۔ دا ډېره سخته ده چې سړی په یقیني توګه ووایي چې په هغه حمله کې چا لاس درلود چې پر ما وشوه، خو زه پدې شک کوم چې هغه یو ځانمرګی برېد وو۔ وروسته لدې چې زه د ځينې زخميانو سره وغږېدم نو دا شک راته پیدا شو چې ددوی په وینا ترهګر په دې هڅه کې وه چې د یوه ماشوم څخه چې زما د ګوند د جنډې په رنګ کالي یې وراغوستي وه، ماته را نژدې شي۔ کله چې ترهګر پدې سره بریالي نه شول نو ماشوم یې زما د موټر څنګ ته وغورځاوه۔ ډیرو ليدونکیو ویل چې د ماشوم څخه یې بم جوړ کړئ وه، خو زه پرې ډاډه نه یم۔ وروسته چې څه پېښ شول یوه لویه چاودنه وه، چې ډېر خلک یې ځای پر ځاې مړه کړل، ډیر خلک یې وڅيرل او ویني یې ترې باد کړې او ان د موټر د ننه خو د اور لمبي راننوتې۔ له یوې لنډې شېبې وروسته بله چاودنه وشوه۔ راپورونه وروسته ویل چې دا یو موټر بم وو۔ کله چې ما په دوو تېر اوونیو باندې فکر وکړ، نو له داسې پوښتنو سره مخ شوم چې ماته د حیرانتیا وړ دي۔ · دغه موټر هلته څه کول؟ · ولې د سړک او کوڅوڅراغونه مړه شول؟ · آیا دا څراغونه دد لپاره مړه شول تر څو زما ساتونکي نژدې راتلونکی خطر ونه ویني؟ · آیا دا راپور رښتیا دی چې د دولت یوه لوړ رتبه کارکوونکي د څراغونو د مړه کولو امر کړئ وو تر څو چې تلویزیون پدې باندې ونه توانېږي چې زما او ددې خلکو دومره ډېره فلم ډک او خلکو ته وښیي؟ · ولې د پاکستان د حاکم ګوند رهبرۍ دا ادعا وکړه چې ګواکي په دغه برید کې په خپله زما ګوندغړو لاس درلود، تر څو د خلکو په منځ کې نوره خواخوږي او غمشریکي هم پیدا کړي؟ · ولې به څېړنه لمړی د څارندوی هغه افسر ته ورکول کېږي چې په کال ۱۹۹۹ کې د ده په شتوالي کې زما خاوندمرګ ته بلېګده (کړول) شوئ وو؟ لدې ټولو وروسته څه شی چې ما ډېره ورخطا کوي هغه دا ده چې کله اسلام آباد د FBI او د YARD SCOTLAND د عدلي څېړنو د ډلې مرسته ور رد کړه، حال دا چې په پاکستان کې داسې نړیوالې مرستې ته تل روړاندې والی ورکول کېږي۔ داسې څېرنډلې د لوی درستيز آصف نواز له سره ډک او ناڅاپي مرګ او همدارنګه د مصر د سفارت د نوییمې لسيزې بمي برېد د څېړلو لپاره هم راغوښتل شوې وې۔ ما هم نړیوال پوهان راوغوښتل کله چې زما ورور مرتضا په ګولیو مړ کړل شو۔ او دا هم زما په اند یوه دروهه وه تر څو زمادولت په ۱۹۹۶ کې کمزوری او بې ثباته کړي۔ دا زموږ ټولو لپاره د حیرانتیا وړ ده چې که د اوسني دولت په ګیره خس نه وائ او څه د پټولو شی ونه لري، نو ولې یې د FBI او YARD SCOTLAND نړیوال څېړونکو مخنیوی او د دوی مرسته یې ور رد کړه؟ د اوکتوبر د ۱۹ د ټولوژنې څېړنه او د حکمران ګوند هڅې چې په دغه ناورین باندې پانګه اچول غواړي، ماډېره نا آرامه کوي خو پر دې سر بېره زه دا نه وایم چې ګواکي مشرف د پدې کې سم لاس ولري۔ تر دا وروسته پورې مشرف هم شخصي او هم اعلني ژمنې وکړې تر څو دا باور او ډاډګېرنه رامنځه ته کړي چې پاکستان به د ولسواکۍ په لوري رهبري کړي، خو کله چې باید ده زموږ خلکو ته ښوولې وائ چې دی په رښتیا سره هم خپلواکه او روښانه ټولټاکنو ته اجازه ورکوي، نو ده بیړنی حالت اعلان کړ۔ او د ده دغه ګام یوازې په دې مانا دی چې دی خپل زورواکي نوره هم ځواکمنوي۔ موږ باید ټولټاکنې د یوې خپلواکې څارونکي دولتي او یوې بې پلوه اداري کارکوونکو ډلي چې د ټولو ګوندو باور لري تر څارنې لاندې وکړو۔ اوهمدارنګه باید دغه ټولټاکنې د یوه واکوال، خپلواک او تکړه انتخاباتي کمیسون تر څارنې لاندې وشي۔ اوس د دې وخت دی چې پاکستان د یوې داسې ځواکمنې انتخاباتي کړنلاري اسانتیاوې رامنځ ته کړي ، ملي او نړیوال دواړه، چې د ټاکنو د سپېڅلتوب ضمانت وکړائ شي او همدارنګه د ټولټاکنو پوهانو ته اجازه ورکړي چې د ملک نه بهر هم د پاکستان د خلکو رایې واخلي او د دې زمه ووهي، چې د رایوپه شمېرلو کې هېڅ ټګې ونه شي۔ اوسمهال د رېښتینې پخلاینې وخت دی تر څو زما د ملت ډېرکي منځلاري سمبال، جګړیال، تنګ الواکي او ښندیالان بې سېکه کړو۔ خو د دغه کار د کړلو لپاره لمړی جنرال مشرف دې ته اړ دی چې د پاکستان اساسي دوی (قانون) په کار واچوي او بیړنی حالت پورته کړي . |