|
آيا چټکې ښاري کېدنې ته تيارى لرو؟
د نړۍ نيم نفوس (3.3بليونه) وګړي اوس په ښارونو کې ژوند
کوي، چې دا شمېره به په ۲۰۳۰ کال کې پېنځه ميلياردو ته
ورسېږي. ښار ته د سېلاب په شان د خلکو بې کنټروله راتګ په
شلمه پېړۍ کې اوج ته ورسېد او له ۲۲۰ نه ۲۸۰۰ ميليونو ته
لوړ شو. په ۲۰۳۰ کال کې به د پرمختيايي هېوادونو د ښارونو
نفوس د ټول ښاري نفوس ۸۰٪ برخه جوړوي .
دا رښتيا هم ده، چې ښار ته راتګ فرصتونو او امکاناتو ته
راتګ دى؛ خو که د پلان او منظمې ستراتېژۍ له مخې وي، او که
نه وي؛ نو ډېرې سترې ستونزې او چيلنجونه ورسره یو ځای شته
.
که څه هم دولتونه بايد د غريبو خلکو د ښاري کېدو حق پايمال
نکړي او په زور او غير طبيعي ډول يې مخه ونه نيسي؛ خو د
لاندې چيلنجونو بې پلانه پرېښودل د راتلونکو احتمالي فاجعو
په وړاندې بې تفاوتي او حتى ګناه ده :
افغانستان په ځانګړي ډول داسې هېواد دى، چې د وګړو ۶۸٪ يې
ځوانان دي او ښارونه به يې هم د ځوانو وګړيو ځوان ښارونه
وي . دا چې د ځوانانو د کار، پوهنې، روغتيا، ټولنيزو
اړيکيو، سلوک او روزنې مسايل ځانګړې توجه او پاملرنه غواړي؛
ددې لپاره زموږ مسووليتونه لا پراخوي .
په افغانستان کې د چټکې ښارې کیدنې د بدیل په توګه د
کوچنیو ښارګوټو جوړول ډیر ګټور او ضروري دي چې عملي هم دي
او د تمدن او ثبات پر لور د ملت د تللو سره مرسته کوي . په
دغو وړو ښارګوټو کې اوسیدونکې به له یوې خوا اساسي خدمتونو
ته په اسانۍ لاسرسی ولري، له بلې خوا به یې له خپلو
کلیوالو خپلوانو سره راشه درشه او اړیکې دوام وکړي، چې د
دوی د اولادونو د تعلیم یافته کېدو په صورت کې به کلیوال
هم وهڅیږي چې په ښارګوټو کې له خپلو خپلوانو سره په دې
برخه کې مثبته سیالي وکړي .همدا راز دا به د کلیو د
تولیداتو لپاره د لنډو بازارونو په رامنځته کولو کې مرسته
وکړي . د ښارګوټو اوسیدونکو ته به معلومات او خبرتیاوې هم
په اسانۍ رسیږي . په دې توګه به د هیواد دایمي ثبات سره
مرسته وشي .
څومره چې فکر کېږي؛ افغانستان نه دې مسئلې ته په جدي نظر
کتلي، نه يې ورته تيارى نيولى او په داسې بې پلانۍ کې نه د
دغو چيلنجونو د مقابلې توان لري .
په نورو هېوادونو کې دولتونه د ښاريتوب پروګرامونه د
بېوزلۍ پاى ته رسولو لپاره عملي کېږي او د ښارونو د منظمو
پراخولو لپاره منظمې پاليسۍ جوړ وي؛ خو زموږ د ښارونو
پراختيا په داسې ډول روانه ده، چې د کابل ښکلى ښار اوس د
۸۰٪ بې نقشې ودانيو او د نفوس د انفجاري زياتوالي له امله
د نړۍ کثيف ترين ښار شو، او متاسفانه د ښارونو چټلي یوه
داسې لویه ستونزه ده چې د بشریت د راتلونکو تر ټول سترو
ستونزو څخه به وي . د راتلونکو فاجعو مخنيوى په هغو پاليسيو، ستراتېژيو او تصاميمو پورې اړه لري، چې اوس بايد ونيول شي . |
