ډاکټرخوشال
روهي
چــا ته فـــــــريـــاد وکـــړو ؟
بسم الله الرحمن الرحيم
له
ناورين د پاسه ناورين ، له تورتم د پاسه تورتم او د غم له پاسه
غم
!!! دلته خو په رښتيا ، چې غم هېڅ له غمه نه شرميږي او هغه کور او
کلي ته ورروان
وي
، چې لا دمخه په وير اخته وي
.
نه
پوهېږم ، چې ولې زموږ په کاله کې هيلې ګلان نه راوړي ؟ نه پوهېږم
ولې
دلته هيله لا سمه غوټۍ نه وي ، چې بيا د غم او ناهيلۍ سېلۍ پرې
نازله شي او تر
سپړېدو د مخه يې وچه کړي ؟ نه پوهېږم دا د چا شامت دی او د چا قصور
؟
هره
ورځ
بې
شماره هيلې دي ، چې خاورې کيږي او هره ورځ بې شمېره سرونه دي ، چې
بې درېغه قلم
کيږي . له يوې خوا اورو ، چې نن مو دومره طالبان ووژل ا و له بلې
خوا اورو ، چې
دومره مو پوليس او دومره هم ملي اردو ووژل . خو دا چې طالب څوک دی
او پوليس څوک ؟
او
دا چې د دوی کونډې او يتيمان بيا د چا تر غاړې دي ؟ د دې خو څوک نه
فکر کوي او
نه
هم تپوس .
که
د حالاتو له هغو مجبوريتونو او لاملونو څخه ، چې دوی يې پوليس کېدو
او طالب
کېدو ته اړايستلي تېر شو ، نووبه
وايو ، چې دوی پخپله د جګړې لار ټاکلې هم بل وژني
او
هم ځان وژنې ورته ورکوي . خو دهغو انسانانو څه ګناه ده ، چې نه
يوازې جګړه نه
کوي
بلکې تر ې کرکه کوي او ترې په تېښته دي ؟ د خدای ( ج ) د شنه اسمان
تر چتر
لاندې دومره ځای نشته ، چې دوی پناه وروړي ، نه خو يې د اسلامي
ورورولۍ مدعي
ګاونډیان مني ، نه خو يې د الله (ج ) د لارې طالبان اونه هم د بشري
حقونو او
دموکراسۍ ټېکه داران پخپلو جونګړو کې په کرار پرېږدي . هو ! جونګړې
يې ورته ورانې
کړي
، ښځې ، پلرونه ، ميندې او ماشومان يې ورته ووژني ؛ بيانو يوې خوا
ته د الله د
لارې هغه طالبان ، چې د همدوی پرکورونو ورننوتي او د دوی له جونګړو
يې مورچې جوړې
کړي
وايي ، چې ملکي خلک دې له پوځي ځايونو او کاروانونو څخه لرې اوسي !
او د
دموکراسۍ ټېکه داران وايي ، چې که څه هم په جګړه کې حلوا نه وېشل
کيږي ، خو بيا به
هم
موږ د پېښې په اړه پلټنه وکړو او که چېرې ډېره خواخوږي يې درلوده ،
نو بيا پخپلو
کې
سره وايي ، چې بايد د ملکي خلکو د تلفاتو مخنيوی وشي ، هغه هم پدې
دليل نه ، چې
دوی
د ژوند حق لري بلکې پدې دليل ، چې دا به د طالبانو ليکې نورې هم
پياوړې کړي .
دملي ( !؟) دفاع وزارت هم ، چې ډېره باتوري وکړي نود وژنو د
مخنيوي لپاره طرحه وړاندې کړي او بس
.
خو
همدا چې دوی د ملکي خلکو له ژوند سره د پام ساتنې ژمنه وکړي پر
سبا
يې د هغې دوه چنده بياووژني . همدا څو ورځې د مخه ناټو په بروکسل
کې پرېکړه
وکړه ، چې هماغه د پورتني لحاظ له مخې به د ملکي خلکو له ژوند سره
پام ساتي او دفاع
وزارت هم خپله طرحه ورته ورکړه ، خو دادی لا يې اوونۍ پوره نه ده ،
چې په پکتيکا کې
يې
تنکي ماشومان او د ارزګان د چوره په ولسوالۍ کې په لسګونو بې ګناه
انسانان له
خاورو سره خاورې کړل
.
نه
پوهېږو ، چې موږ چاته مخ ورواړوو او چاته استغاثه وکړو ؟
هغه
حکومت ته ، چې يوازې د څېړنې هيأتونه ټاکي ، هغه ولسي جرګې ته چې
يوازې د خپلو
معاشونو د زياتوب په فکرکې دي او يا هم ګوري ، چې پر چا خپله رايه
وپلوري او يا هغه
ملي
ګوندونو ته ، چې نوم يې شته خو نښې يې نه ! که نه آيا دغه په
سلګونو انسانان ،
د
دې ارزښت نه لري چې له امله يې د دفاع وزير ، د داخلې وزيراو يا هم
د ولايت والي
استعفا وکړي او يا لږ ترلږه د استعفا ګواښ وکړي . ايا دهمدې بېګناه
افغانانو وينه د
دې
ارزښت نه لري ، چې وکيلان د پارلمان له غونډو سره تر هغوپرېکون (
بايکاټ ) وکړي
،
مګر داچې :
۱
ـ د
وژنوعامل ځواکونه رسماً بخښنه وغواړي
.
۲
ـ
عاملينو ته
د
نړيوالو قوانينو له مخې سزا ورکړل شي
.
۳
ـ
دقربانيانوکورنيو ته د نړيوالو
معيارونو له مخې تاوان ورکړل شي ( نه دا چې د دوی دقرباني بيه به
دوه مليونه وي او
زموږ د قرباني بيه به پنځوس ډالره
) .
۴
ـ
رسماً ژمنه وکړي ، چې دا ډول بې
پروايي به بيا نه تکراريږي
.
نو
بيا کېدای شي ووايو ،چې زموږ پارلمان ملي او
غړي
يې په رښتيا د ولس استازي دي . خو له بده مرغه دا ټول د کنګل پر مخ
د هيلو کښل
دي
. له بده مرغه په موږ کې هم دومره تومنه نشته ، چې خپل غمونه په
ګډه وژاړو او
خپل
فريادونه سره شريک او همغږي کړو
.
نو،
اې لويه خدا يه ! موږ نه پوهېږو ، چې ستا له درباره پرته چاوته
فريادکړو؟