|
تیمورشاه یوسف
زی چاچې ورانی وکړ وزارت ته رسيږي پدې پوهیږم چي د عنوان دلوستلو سره به سمدستي سوال درته پیدا سوی وي چي چا ورانی وکړ او بیا وزرات ته ورسید. دابه لږ وړاندي تاسو ته څرګنده سي چي څه ورانی سوی او څوک وزارت ته رسیدلی دی، په دې مطلب مي هغه وخت غوښتل چي د قلم څوکه روانه کړم، کله چي ښاغلي حامد کرزي خپل د کابینې ټول وزیران راغوښتي وه، تر څو افغانستان کي د لرغونو ځایونو دساتني په هکله خبري اتري ولري، خو آیا کرزی په دې نه پوهیدی چي په دې ډله کي هم داسي څوک سته چي په لوی لاس یې په خپله د لرغونو ځایونو و دیوالونو ته ټېله ورکړې ده..... ځواب به هرومرو هو وي، چي کرزی او هم یې د کابینې وزیران ټول پوهیدل ...... په هر صورت را به سوو دې ته ، چي دا ورانی کوم ځای کي ترسره سوی دی. دا ورانی چي مخکي مو یاد کړ، د امیر شیر علی خان د مقبره ورانول دي، چي د طالبانو نه وروسته واکمن لخوا ترسره سوی دی،داچي ولې یې چا مخه نه ده نیولې په دې هکله څه نه سم ویلای... خو ما ته لاندي پوښتني پيداکیږي، چي ولي دهرات خلک ورته پټه خوله ناست وه؟ آیا د وخت وزیر (اطلاعات او کلتور) خبر نه ؤ چي په هرا ت کي څه تیریږي؟ آیا په ځانګرې توګه کرزی په د ې نه ؤ خبر؟ خبره به اصل ځای ته وځغلوم، او هغه داچي دامیر شیر علي خان قبر چي د افغانستان له ویاړونه څخه یوشخیصت دی ، له منځه یووړ، داچي ولې او د څه دپاره له منځه یووړل سو، په دې هکله یوازي او یوازي کوم مالومات چي زما سره دي، هغه دادي چي څو روسان و پخواني واکمن ته ورغلي اوورته ویلي دي چي د امیر شیر علی خان قبر ته څیرمه زمونږ د لاورنیکه ګانو هډوکي دي ، هغه راباسو ......(داچي ددې ترشا نور څه عوامل کیدای سي، داداسي دولت غواړي چي بل څراغ پسي واخلي او نښي نښاني یې پیداکړي.) پسله یې د نوموړي قبر له منځه یووړ.... خو داهم ویل سوې وه چي بیرته به د نوموړي قبر سموي او بیا به له افغانستان څخه خپلي پښي سپکوي، خو روسان دادي کلونه پوره سول چي د افغانستان څه تللې، او قبر په هغه خپل مخکني حالت پروت دی او بس...... دښاغلي امیر شیر علي خان قبر د هرات د لرغونو منارو او ګوهر شاد بیګم ومقبرې ته نږدې موقعیت لري ،دا چي امیر شیر علي خان څوک دی، زه به یوازي هغه څه چي ما په ښوونځي کي لوستي دي درته بیا ن کړم. تر دې وړاندي چي په افغانستان کي عصري روزنه پيل سي ، ښوونه روزنه وه، او هغه هم په عنعنوي بڼه وه، خو عصري نه وه ، کله چي په هېواد کي عصري ښوونه شتون ونه لري ، دډېرو چارو برخي نیمګړي او حتی دنشت سره برابروي، ځکه چي عصري ښوونه منظم تعلیمي نصاب لري او په هغه نصاب کي دژوند هري برخي دتجربو پوره پوره لارښوونه کیږي، ځکه انجینر ، رنځ پوه، زراعت پوه، ..... .د یومنظم او ځانګړي رشتي دنصاب له مخي روزل کیدای سي، چي داکار ټول په لومړي ځل د امیر شیر علي خان په دوره کي ترسره سو.. دنوموړي په دوره کي ډیر هغه کارونه چي د افغانستان په ګټه بلل کیږي ترسره سوه چي دلته یې زه یوازي یو څو بېلګې راخلم. زمونږ هیواد دمطبعي خاوند سو. دشمس النهار اخبار د لومړي ځل دپاره خپور سو. پوستي ټکټونه چاپ سول . عصري لښکر (اردو) جوړه سوه . لومړي ځل دپاره کابینه چوړه سوه . عسکري القابو باندي کار وسو .
هم دغه فکر کوم بس وي، چي نوموړی شخصیت معرفي کړي..... ولې په دې هکله هیڅ څه نه دي ترسره سوې ، او اطلاعاتو کلتور وزرات له هر څه کولو نه ډډه کړې ده. آیا کرزیه ، تا د خپل دکابینې له جګ پوړو څخه هم پوښتنه کړې ده ، چي دامیر شیر علي خان قبر چا وران کړ، او ولې یې وران کړ، کله چي ستا په کابینه کي داسي شخص وي، چي افغان تاریخ او ویاړ له منځه وړي ، نو د پاکستاني بابر څخه هم ګیله مه کوه.... |