ليكنـــــــــــــــــــې

 

   
مسيح الله عصام      

 برلېن ديوال نړيدلى شي

 ٧ نومبر١٩٨٩ کال باندې ديوال برلن ونړيد ، هغه ديوال چې د نفرت کرکې ، حقارت او د بيلتون يوه نښه وه ، ددې ديوال نړيدل دجرمنى او اروپا يو ه داسې واقعه وه چې ، څومياشتې وړاندې يې چا فکرهم نشو کولاى ، جنورى ١٩٨٩ کال ترپاى پورى دجرمنى د ديموکراتيک پبلک ګوند مشر ايرک هونيکر په ډير ډاډه زړه داسې وويل : چې ديوال برلن به د ٥٠ کلونو پوري نه بلکې ترسلوکلونوپورى دوام وکړې ( پرخپل ځاى به وى ) ياد فکرپرخپل ځاى صحې هم ؤ ، مګر وشودهغې برعکس اودانسان فطرت  او په خټه کې داخبره اغګلې شويده چې ديوالونو نه خوښوې ، هغه هم يوازې د رڼا د بندولو لپاره چې ، ودرول شوي وي ، ترډيره وخته پورې دوام نشې کولې ، ختيځ المان ترنړيوال دوهم جنګ ترپاى پورې د روسې په قبضه کې د ورتللو وروسته دانساني ازادۍ د فکرکولو څخه محرومه کړاى شوه ، لويديزه جرمنى دخپل ځان لپاره اساسي قوانين پيل کړل اوپه تيزۍ سره يې دبريا په لور ګامونه واخيستل ، هغوې دخپل ځان لپاره مغربي جمهورې نظام په انتخابولو سره تعليم ، صحت اود ژوندپه نورو ډګرونوکې پرمخکې ولاړل ، بل پلوته ختيځه جرمني دهغوې د برعکس دکمونيزم په لاسونوکې ښکيل شول ، په برلن کې روسې د مشرقي جرمنې خلکو دلويديځې جرمني دترقۍ اوبرياو دنه ترسترګو کيدو له امله په ١٩٦١ ع کال د دواړو ترمنځ ديوال وکړ ، چې ورته ديوال برلن ويل کيده ، ياد ديوال يوازي ديوال نه بلکې د نفرت او حقارت يوه نښه وه ، داسې ديوال چې يوخوا يې رڼا ، ازادي ، تعمير و ترقي ، ژونداړينې اسانتياوي وې اوبلې خواته دصحت او صفايې څخه محروم ښار ، مات رامات سرکونه اود وروسته پاتې تکنالوژۍ فابريکې چې د غربت اونيستۍ نښې وې ، ياد ديوال  دنفرت اوپاتې والي سره ٩ نومبر١٩٨٩ ع کال زمکې سره يوځاى شو .

دجنورى ترپايه پورې مشرقې جرمني حکومت ډير مضبوط ښکاريده چې دهغوې په ښارکې مات رامات سرکونه ، عام وګړو دژوند د اسانتياو نه شتون ، اوزړى فابريکې د کمونستانو معارف کړي قوانينوشتون لره ، اوروسيې ته خپله لوي لوي ستونزي پرمخ پرتي وى اوسياسي حالات يې ډيرخطرناک ډګرته رسيدلي ؤ چې په هغې کې دومره توان نه ؤ پاتې چې مشرقي اروپااو په ځانګړي توګه مشرقي المان کې سياسي تحريک وزپي لکه څه ډول چې يې په هنګري او چيکوسلواکيه کې تحريکونه زپلى ؤ ، په ١٩٨٩ کال په پيل کې حالات ډيره تيزۍ سره بدليدل پيل شول ، په هنګرى ، چيکوسلواکيه اوپه ځانګړې توګه په مغربي جرمني دمشرقي جرمني لپاره دخلکو احساساتو زور واخيست ، دبانديني فشار له امله په مشرقي جرمني کې ګډوډيو او فکري پاڅون پيل شو،خلکو دمشرقي جرمني له حکومت څخه د اساسي انساني حقونوپه غوښتولو پېل وکړ، دکومو حقونوچې هغوې د ٥٠ کلونو څخه محروم ؤ جنوري ١٩٨٩ کال باندې په ماسکوکې داسلحې د دور د ختمولو اوپه پوځې چاروکې د خرچ کمولو په ويوې معاهدې لاسليک وشو ، په دغه معاهدې کې مهم دعامو وګړو بيرون هيوادونوته سفر کول ؤ په ٢ مۍ ١٩٨٩ کال باندې په دهنګرې په پوله باندې ساتونکو د اسټريا ته لګول شوې سيمې خادار وغورځاوه، او ددې سره سملاسې په مشرقي جرمني کې لاريونونه پېل شول ، او خلک سرکونوته راووتل ، په مشرقي جرمني کې حکومت په خپل ځاى لاپاتې ؤ پردغه مهال لاريونکونکو مشرقي برلن کې مغربي جرمنې د تحريکونو لپاره ترخپل ولکې لاندې راوستله ، اولدې سربيره يې په هنګرې ، چيکوسلواکيه ،پولينډ اود مغربي جرمني په سفارتخانو باندې قبضه وکړه ، په زرګونو د مشرقي جرمني ځوانانو دهنګري څخه دچيکوسلواکيه دلارې په مغربي جرمني کې ننه وتل ، ١٠ ستمبرباندې دهنګرى حکومت دمشرقي جرمني عامووګړو د اسټريا سره نښلونکى خپله پوله برسيره کوي ، دمشرقي جرمني حاکم ګوند S.i.d   ته تردغه وخت پورې په پراګ ، ( چيکوسلواکيه ) کې حمايت حاصل دي ، اود چيکوسلواکيه حکومت دمشرقي جرمني عامو وګړو ته اجازت نه ورکوي چې هنګرى ته داخل شې چې ، له امله يې لس زره لاريونکونکو په پراګ کې دمغربي جرمني باندې قبضه وکړه ، چې حکومت دي خبري ته اړکړې چې د مشرقي جرمني وګړو ته په  مغربي جرمني د ورننوتلو ته اجازت ورکوي ، ٣٠ دسمبرباندې ايرک هونيکر ماتې خوري اوخلکوته دمغري جرمني ته د ورتګ اجازت ورکوې ، اوپدي حالاتوکې هم دمشرقي جرمني حکومت په خپله دريزباندې کلک ولاړ وى ، مشرقي جرمني دچک حکومت سره خپله پوله تړي هونيکر د زور په کولو  هڅه کوي په مقابل کې دسخت دريز او تګلارې څخه کاراخلي ، حالات ورځ تربلې خرابيږي ، لاريونونه په دوامداره توګه پيل کوي ، اود هونيکر دريز د لاريونکونکو لپاره نورهم سختيږي اود ايرک هونيکر د سخت اقدام کولو په اړه پوځ مخالفت کوي ، په ١٧ اکتوبر باندې ايرک هونيکر دخپلى چوکۍ څخه لري کيږي اوپرځاى يې ايګون کونز راځې ، اوهغه دحالاتود قابوکولو لپاره اقدامونه کوي ، مګر حالات د کنترول څخه وتلې وې ، دحکمران ګوند پرخلاف په ټول هيوادکې لاريونونه پيل کيږې ، په لکونو خلکودازادانه ټاکنو او اپوزيشن په ازاده توګه د کولو غوښتنه کوي ، بلکې دلاريون کونکو سخت والي په ټوله نړۍ کې محسوسيږي ، خپله په مشرقي جرمني کې د حالاتودتريخ والي احساس د حکومت د لويو چارواکو ته رسيږي ، مشرقي جرمني کې حاکم ګوند د مرکزي ګوند سره ٣ ورځنۍ غونډه کوي اوپه پاى کې حاکم ګوند استعفا کوي ،

اوپه ٩ نومبر١٩٨٩ کال د جرمني تاريخ کې لوي بدلون راځې اوديوال برلن غورځول کيږي اود لکونوخلکو په کلکه اراده بآندې ديوال برلن رنګيږي ،

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com