|
ولی محمد نورزی د افغانستان د جمهوری ریاست د ارګ ماڼي د جنازو او فاتحو مرکزشو
د کوم وخت راهسې چه د جمهور رئیس مشاور او د روزګان پخواني والی جان محمد او د ولسی غړی وطنوال صاحب دیوه ترورستي برید لخواه یوځای پخپل کور کي ووژل شول .نووروسته بیا د جمهوری ریاست ماڼي د کرزی صاحب د پیر زویني او خواخوږی په منظور دهغو دواړو د مړو تا بُتونه او جنازه د ارګ ماڼی ته را وغوښتله او د تعذیت او درناوی مراسم یي سرته ورسول. ورو سته بیا دغه دواړه مړې په ډله ییزه توګه دخپلو نژدی دوستانو او خپلوانو په ملتیا په ځانګړی دود سره خاوروته وسپارل شول. ولی نن بیا هم د ربانی صاحب د جنازی ټوله مکمله لړۍ د ارګ په ماڼې کي تر سره شوه . داسي ما لومیږی چه د افغانستان د اسلامی دولت د ارګ ماڼې نه یواځی د ټول افغانستان د خلکو په استا زیتوب د جمهوری ریاست د کا رکونکو کاری اداره ده،او د کورنیو او بهرنیو میلمنو دهرکلیو او پذیریش ځای او مرکز دئ ، بلکه د ایرانی پیسو د امریکا یی ډالرو اواروپايی پیسو ِاورود کڅوړو د تسلیمولو او دهیواد په کچه د لویو چارواکو د مړو د جنازواو فاتحو ټاکلئ ځای هم دی.اوهمدا رنګه داخترونو اودجمعی د لما نځونود ادآکولومرکزهم بلل کیږي . چه دا کار دغازی آمان الله خان د پاچهی ددوری ، نادرشاه ، ظاهرشاه ، داؤد ، او تر هغه ورو سته د نورو دولتی مشرانو څخه نیولی بیا تر کرزی پوری هیچا نه دی کړي او نه هم د ا کار دخلکو د تا ئید وړ دئ . داسی ما لومیږی چه د ارګ چارواکي د خپلو ټولو ملګرو مارشالانو ، جنرالانو او توپک سا لارانو سره سره دغربی دو ستانو په ملتیا بیا هم نشي کولای خپلو خلکو ته چه ددوي په اصطلاح د انتخا باتی استازیتوب له لاری د قدرت واک ته رسیدلی دي د ارګ د کړکۍ څخه سر ورښکاره کړي او یا ددوي سره د نژدی نه د زړخواله وکړي . د افغانستان د ولت زورواکي چار واکي نن د خپلو خلکو څخه بیریږی. د هر یوه سره په لسګونو باډیګاردان ، ضد مرمی موټرونه او نورجنګی وسیلی مو جودی دي. ولی دوي بیا هم دغلو په شان د تګ او راتګ په وخت کی دلویولارو ترا فیکی بهیر په ټپه تړي. دری کاله مخکي د مجاهیدینو د مقا ومت د بریا وود جشن د لمانځنئ جشن د مخا لفي لورې په دوو یا درو راکټو سره داسی دړی وړی شو چه د ارګ د تشریفاتی ګارد دسپاهیانو دلګۍ دخپلو قو ماندانانو جنرالانوسره په منډو منډو د جشن محل او ځای داسی پریښودي چه ترشا یی هم ونه کتله اود تلویزیون په پرده کي میلیونونو افغانانو ددوي دمنډو او ځغاستو نندراي ولیدلی ، ولی د شرم او بد نامی یو کرغیړن نوم یی د افغا نستان ملی اردو ته پریښودي. چه دغه افغانی ملی اردو د ټولو افغانانو په تیر تاریخ کي د ویاړ ، پت ،عزتاو افتخار نوم ګټلی وو. او هیڅ کله یی میدان نه دی خو ښی کړی. په ا فغانستان کي د جمعیت اسلامی د رهبر او د کرزی د انتصابی سولی د عالی شورا رئیس ترور او وژنه د افغا نستان د کمزوری سیا سی کړ کیچن حالت په هیواد کې د ننه او بهر ډیری پو ښتني او ګر ویژنې را منځ ته کړې دي . د برهان الدین ربانی وژل نن په ډاګه کړه چه د مخا لفی ډلي سره د سولی او روغی جوړی خبری په همدغه لید لوری د هیچا په ګټه نه دي او نه هم دسولی داصلی اوجعلی استازو پیژندل دومره آسانه کاردی. څومیاشتي مخکی د پا کستان څخه کوم دکاندارد طالبانو د استازی په توګه کابل ته راغلی او د حکومتي لوړ پوړو چار واکو سره یی د کرزی په ګډون د سولی روغی جوړی خبری اتری وکړي .د خبرو وروسته څرګنده شوه او داسی ویل کیږی چه نوموړۍ د طالبانو اصلی استازی نه وو. ولی څومیلیونه ډالره یي د افغا نستان دولت د چار واکو څخه تر لاسه کړي او بیر ته پا کستان ته و لاړي. ددی ټولو بی غوریو څخه داسی څرګندیږی چه د افغا نستان دولت د امنیتی اداره دغوره تدا بیرو او دځانګړو څیړنو د تشخیص او څارني وړتیا نه لری ، او ډیر ه کمزوری ده. کوم وخت چه کرزی او دهغه مشاورنو د مخا لفو طالبانو سره دخبرو او اړیکو پر بنسټ د سولي عالی شورا جو ره کړه او دهغه په سر کی یی برها ن الدین ربانی د رئیس په تو ګه وګماری. نو هر ویښ او هو ښیار افغان ته داسی پو ښتنه را منځته شوه چه د ربانی او دهغه د ډلۍ لخواه به هیڅکله طا لبان د خبرواترو بنډار ته زړه ښه نکړي او نه به هم ددوي تر منځ یو عادی ریښتیا ګوني اړیکي ونیول شي . دا ځکه چه ربانی په وارو وارو د همدغو طا لبالنو سره په خړپ او شړف جګړي کړي دې او اوس هم ددوي سره د جګړو په حال کې دي. دسولی استازی باید بی طرفه هغه صادق وګړی وټا کل شي چه ددواړو خواوو د قبول او تآ ئید وړ وګرځې. ولی ربانی صاحب او دده دملګرو د خپل منځي جګړو له کبله د کابل تاریخی ښکلې ښار داسی وران او ویجاړشو چه د هر افغان د تشویش او نا امیدی د هیلو یوه نه هیریدونکې او وحشتناکه خا طره پاتي شوی ده. د افغانستان دیرش کلنې کورني جګړۍ دیوه میلیونه څخه دزیاتو بیګناه وو افغا نانو ککري وخوړلي او دهیواد دکلنو کلنو هستی او شتمنی یی ټولي تاراج او لوټ شوي. ولی ددغو جګړو ګټی هم د ځینو مُفت خورو ، بی همتو او بی غیرتو افغانانو لاسته ورغلی. دروسی یرغل په وخت کي ځینو باغیرتو افغانانو داسی پا ک سپیڅلۍ جهاد وکړي چه تاریخ به یی هیڅ وخت له یاده ونه باسي ولی دجهاد یانو په منځ کي بیا داسی دوه مخی ، تورمخی د پردیوغلا مان مجا هدین پیداشول چه د خپلو شخصی ګټو لپاره یی په هیڅ شی کي کمی رانه ووسته اودخپلوبادارانودخوشا له کولولپاره يی خپل وطن په اوربدل کړي. او خپل وړونه افغانان یی د سرو وینو په ویالو کي لاهو کړه. د جهاد دمقدس نوم ترعنوان لاندی د غه جهادیانو لمړۍ د پردو په لمسون خپل افغانان په خپلو لاسونو له منځه یووړه او بیا یي د ګرده افغا نستان په استازیتوب ددولت رسمي چوکاټ ته ور ننوستي .دوي د سترګو په رپ کي د ټولو مظلومو خلکو نما یشی دولتي استازی شول.او ددولت ددریو ګونو قواوود سرسالارانواوسپاه سالارانوپه سرکی ودریدل. پرون می د آریانا په تلویزیون کی د انتخاباتو د بد نام کمیسون درئیس فضل احمد معنوی وینا په دي ډول وواریده چه هغه وایی: جهاد باید د اسلام په شپږم رکن کی شامل شي . ولی د شمالی ټلوال د نظار شورا بل زور واکی د بلخ والی عطا محمد نور بیا وایی : د سولی عالی شورا هیڅ معنی نلری ځکه له شیطان صفته او خونخوارو خلکو سره خبری کول هیڅ مفهوم نه لر ي او باید دسولی پروسه ژر تر ژره بنده او په ټپه ودریږی. د نظار شورا بل غوړغو ښن فیشن داره آماتور د تغیر او امید موډی رهبر ډبل عبدالله عبد الله بیا د ربانی په وژنه کي د کرزی حکومت پړ ګڼی ،اووایی چه کرزی د ربانی د ترورمسؤل دی او باید ددی وژنی عا ملین پیدا اود قضاوت منګولو ته دي وسپاری شی . کرزی چه په خپله هم د شمالی ټلوال په لومه کی را ګیردي او د هیواد دامنیت ټول امنیتی ارګانونه او چاری د کورنیوچارو وزارت ، دملی دفاع وزارت اود امنیت لوی ریاست نه نیولی بیا د کابل ښارد امنیه لوی قوماندانی پوری ۸۰٪ اتیا فیصده دهمدغو شمالی ټلوالانو په لاس کي دي اوپه سرکی دوي قرارلری اویا ددوي ترڅارنې لاندی دي. کرزی د ربانی د ترور په وخت کي د خپل رسمی کاری سفر موده هغه وخت را لنډه کړه چه د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کي یی باید خپله وینا اورولی وای ،ولی د ربانی دوژلو په هکله یی خپل کاری رسمی سفر لغوه کړی. او بیر ته هیواد ته راستون شو چه د ربانی د جنازی په مراسمو کي برخه واخلی. مګر د ربانی ډله کرزی ددی پیښی مسئول ګڼی او په دي هکله د ربانی ډیرو طرفدارانو د هیواد د تلویزیونونوکی په پردو کي خپله کرکه او نفرت د کرزی ددولت په مقا بل کې په ښکاره ډول سره بیان اوڅر ګندي کړي دی . ددی ټولو خبرو په درشل کي باید دي نتیجې ته ورسیږو چه دغه دولت ،دغه پارلمان اودغه کا بینه دسولی اولویوجرګو دفرما یشی استازو په موجودیت کی هیڅ کله مخ ته نشی تللې اونه به هم اصلی او واقیعي سوله کوم چه افغانان یي غواړی لاسته راشی. دغربی هیوادو نوآ ما توری قضاوت هم مونږ افغا نان د ژوری اند یښني د سوچ او فکر په ټال کی هک پک په حیرت کي اچولی یوو . چه دوی ولی دهمدغو بی غوریو او ننداریو مخه نه نیسی او د کرزی د حکومت پر ټولو نیمګړتیاوو ستر ګی پټوي . که چیری دغه لړۍ نوره هم په همدغه بڼه او شکل سره پر مخ ولاړه شي نو ډیر ژر به افغان ویښ اولس په ښکاره ډول سره د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره د شوراو ځوږ د فریاد چیغي او ناری ووهی .او د یوی ملی ارمان په خاطر به ددغه ګو ډاګی دولت او دهغه د ملا تړو ځالګۍ دړی وړی کړي .چه دا کار د افغان اولس په تیر پنځه زره کلن تاریخ کی څو واره لیدل شوی دي ، او دلوی سکندر، چنګیز او تیمور لنګ د ظلم او وحشت ځواک یی په ګوډو کړیدي اودوي یی دخپلی خاوری نه په زوره شړلي دي. مونږ افغانان د ټولو هغو دوستوهیوادونو د کومک او مرستي د اخلاص د ریښتیا ګونو لړي ته هر کلی وایو او هغه مرستی د سر په ستر ګو منو. ولی ددی تر څنګ د مرستو په بدل کی د هیڅ معاملی اونا وړه تړون چه زمونږ د ځمکنی تمامیت ، ملی حاکمیت او ملی استقلال ګټی په خطرکی اچوی په کلکه سره غندو اوپه دي لاه کي دسنګراومورچل له لاری دخپلی خاوری نه په زغره او میړانه دفاع کوواود پردیولاس وهنه دیوه هدف اومقصد په منظور په خپل هیواد کی نه منو د ستر متحد یو افغانستان د آبادی او سوکالي په لور |
