ليكنـــــــــــــــــــې

ژبا ړن بازمحمد ( مسكو )

افغانستان او سپينه ماڼۍ

  د( ېخا مسكوا) دوو ژورنالېستانو ( شورد نادزې سوفيكا ) او (اولګا بېچكوا ) د وتلي ژورنالېست ( مېلور ستورېا ) سره د افغانستان په هكله مركه كړي ژباړه ېې د لوستونكو مخې ته ګدم

 سوال : د افغانستان نه به ېې پېل كړو، د امريكا جمهور ريس بارك اوباما د كانګرېس نه ۱۶۰مليارده ډالر د افغانستان د وسلوالو ځواكونود حاجت له پاره وغوښتل ،د دغه پېسو نه ۳۳ مليارده ډالره د روان كال  لګښت دې : زه نه پوهېږم چې دا ښه كار دې او كه ښه نه دې ؟

جواب : ستونزه همدا ده چې څوك نه پوهېږې په افغانستان كې كوم  كارښه دې او كوم بد .

  اوس مهال په افغانستان كې جنګ دې راځې وېې څېړو دا جنګ كوم جنګ دى، استكباري ، ازادونكې ، اشغال لونكى ، عادلانه ، غېرې عدلانه ؟ كوم جنګ دې ؟  امرېكاېان جنګ په دوه ډوله تعبېروي – حتمي جنګ ېعنې (تپل شوې جنګ )او انتخابي جنګ ، ېعنې چې ورته ېې خوښه  وي روښانه كوې : امريكا كولاې شول په عراق ګذار ونه كړي ، پلټنه وكړي چې هېواد ېې كېمياوي وسلې لري او كه نه ، دا كار ېې ونه كړه ا و نېغ په نېغه ېې په عراق ورودنګلې او جنګ ېې پېل كړه دې جنګ ته ( انتخابي جنګ ) واې او دا جنګ دوړوكې بوش خوښه وه، او په افغانستان كې چې امريكاېانو جنګ پېل كړې ورته تپل شوې ( ضروري ) جنګ واې په دې خاطر ورته تپل شوې جنګ واي چې بله لاره نه وه او هلته په افغانستان كې د القاعدې او طالبانو پټ ځالې و، د نړېوال قانون په چوكاټ كې جنګ هم په دوه ډوله ( تپل شوې جنګ اود خوښې ( انتخابي )جنګ تعبيروي خو دا د ستونزو د حلولو   لار نه ده ېواځې ځان ته بازي وركول دي.(( ضروري جنګ )) څه ته واي ؟ كه زه وواېم چې د منځكې په سر په هره نقطه كې(( ضروري)) جنګ ته اړتېا ده ددې نه څه په لاس راځي ؟

د دې نه په غېر په افغانستان كې امريكاېان جنګ په دوو مرحلو وېشي: لمړې مرحله: امريكاېان واي په افغانستان كې جنګ عادلانه جنګ دې په دې خاطر چې ترهګر( القاعده او طالب ) له منځه وړي ،

هغه القاعده چې په امريكا كې د راكړې وركړې نړېوال تجارتي مركزونه ونړول اوپه پېنتاګون ېې ملكې الوتكې ور مارش كړې، تر اوسه د طالبانو او القاېدې مشران په لاس نه دې ورغلي اوپه پاكستان كې د پښتنو په ساحه كې چې په غرونو كې اوسېږي پټ دي، دا چې نه ېې ملا عمر ونيو او نه ېې بن لادېن اوبېا هم دې جنګ ته دوې عادلانه جنګ واې ، عادلانه نه    بلكې رېښتېنې جنګ دې ، امريكاېان او نړېوال ځواكونه د دې له پاره نه دي راغلي چې بدل واخلي او ېا القاعداو طلبان له بېنه ېوسي بل مقصد لري او د هغې مقصد لاس ته راوړو لو له پاره  راغلي دي

 هلته په افغانستان كې اوس څه تېرېږي ؟ كه په واقېعت سترګې پټې نه كړود روسېي دولت هلته  په احمقانه حالت كې دى،  په روسېي كې عام خلك او مډيا په افغانستان كې د جنګ ضد د ي اوغندي ، او دولتي چارواكي بيا د امريكا او متحد هېوادونو سره چې په افغانستان كې په جنګ بوخت دي مرسته كوي: خپله خاوره ېې ورته په خدمت كې وركړې اود روسېي د خاورې نه افغانستان ته وسلې وړي ،دا هم په زړه پورې ده چې هېڅوك نه پوهېږي چې ددې جنګ ماهېت په څه كې دې، د روسېي دولت ته دا جنګ په څو دلاېلو په ګټه دې : اول – داچې امريكاېان په افغانستان كې راګېر دي د روسېي واكمنان خوشحاله دي ،  المانيان واې ( شاډ ېن فراېد) په زړه پورې : روسانو دا دوزخ لېدلې ،پرېده چې اوس ېې امريكاېان او دهغې انډېوالان ووېني.

دوهم : روسېي دولت د اسلامي بنېادګرانو نه وېره لري ، او همداسې د نېشه يي توكو نه چې په ټوله روسيه كې پې ځوانان محطآط دي  او ۹۰% هېروين د افغانستان نه روسېي ته راځي كه د امريكاېانو په واسطه د اسلامي بنېادګرانو او مخدره توكو مخه و نيسي مجبور دي خپله اقدام وكړو

سوال: كولاې شم داسې پوښتنه وكړم ؟ اوګورې تاسو واې چې په افغانستان كې جنګ د روسېي دولت په ګټه دې، بلې ؟ ځكه مونږ د هېروينو اواسلامي بنېادګرانو نه وېرېږو، دا سمه او د فهم وړ هم ده چې افغانستان زموږ ګاونډي هېواد دي،  تاسې وويل چې دا جنګ تپل شوې جنګ دې، سوال دادې چې امريكاېان ولې او د څه نه په افغانستان كې بېرېږي ؟

 جواب : اوس امريكاېان په هغه حالت كې قرار لري چې ېو وخت د روسېي دولت لره ، لاره ترې وركه وه چې په څه شان د افغانستان څخه پښې سپكې كړي، تاسې پوهېږې چې خبره په څه كې ده ؟ كله چې ېو هېواد په كوم بل هېواد وسلوال تېرې وكړي او وسلوال ځاكونه ېې هغه هېواد ته ورننوځي بېرته وتل ترې ناكامي ده او د ناكامې نوم هغه هېواد په ځان پورې تړلې شې چې زور نه لري ، كله چې امريكا د وېتنام څخه خپلې قواوې وېستلې دا د امريكا له پاره لوېه ماتې او د غم ورځ وه، او كله چې د روسانو لښكرې د افغانستا ن څخه وتلې سره له دې چې د ګروموف سور بېرغ  په مخكې ځلانده روان و بېا هم د روسېي له پاره ملا ماتونكې تراژېدي وه ، او دا امريكاېان نه غواړي ، روښانه خبره ده چې اوباما ېې هم نه غواړي ، كه اوس له افغانستان څخه قواوې وباسي د ټولټاكونو په دوهم تور كې هېڅ كله برېالې كېداې نه شي ،   مشهور سېاستي شنونكې (ګېري اوېلس) واي كه چېرې اوباما ېو لوي شخصېت وي ، باېد ددوهم ځل جمهوري رېاست  قرباني وركړي او  كلك هوډ وكړي او د افغانستان نه وسلوال ځواكونه وباسي

پوښتنه : چې داسې ده باېداوباما د اول  نه افغانستان ته پاملرنه نه وې كړي ، ځكه هغه د جنګ په  ضد  د شعار تر نامه لاندې جمهور ريس شو هغه نه شو كولاې چې افغانسان ته پاملرنه ونه كړي

پوښتنه : نه ېې غوښتل خو وې وېل.

جواب : اصل خبره په دې كې ده چې اوباما انتخابي جنګ غنده  د عراق جنګ چې بوش پېل كړې و د (بوش د جنګ )په نوم ېادوه ، كه چېرې اوباما ددې سره غبرګ وېلي واې (( چې راځې د افغانستان څخه قواوې وباسو)) په هغه وخت به ېې د هېلرې كلنټن چې وتلې او پېژندلشوې سېاست كونكۍ و ه په وړاندې ېې ټولټاكنې  بېللې ، كله چې وړوكي بوش په عراق د حملې تكل وكړه  هېلرې كلېنټن ورسره هم نظره وه او اوباما نه وو.هغه نه شو كولاې چې په ېو وار داسې دوه غټ وړاندېزونه چې (( مونږ د عراق اوافغانستانه وځو )) عملي كړي ، ډېره ستونزمنه وه چې دا كار ېې كړاې واې ، اوباما پوهېده كه دا كار وكړي ټولټاكنې نه شي ګټلاې ځكه په امريكاېانو خپل هېواد ډېر ګران دې او نه غواړي چې وسلوال ځواكونه ېې چې په كوم هېواد منګولې خښې كړي په اسانې پرېدي، او كله چې د جمهوري خوا ماكېن سره مقابله شو دلته ېې بېا غوړه مالي كوله، اوګورې كله چې اوباما تصميم نيوه چې افغانستان ته نور ۳۰۰۰۰ وسلوال ځواكونه ورننه باسي د ډېر فكرنه وروسته داسې ووېل (( چې زه دا قواوې افغانستان ته لېږم خودا واېم چې په ۲۰۱۱ كال كې به بېرته خپل هېواد ته راستنېږي )) .

دادې ۲۰۱۰ كال ورپسې ۲۰۱۱كال ددې امكانات نه شته چې اوباما دې خپلې قواوې د افغانستان نه وباسي خو اټكل ېې سم دې ځكه په ۲۰۱۱ كال كې د دوهم ځل له پاره د ولسمشرې ټولټاكنې پېل كېږي او ددې شعار تر نامه لاندې كېداې شې ټاكنې وګتې اګر چې ورته ګرانه به وي ځكه همدا اوس د ستونزو سره لاس و ګرېوان دې (( كه ده په اول كې وېلې واې چې د افغانستان څخه قواوې باسم ځكه لاس ته راوړنې نه لري )) اوګورې څو ورځې مخكې په لندن كې د افغانستان له پاره نړېوال كنفرانس رابلل شوې و څه نتيجه ېې وركړه ؟ وې وېل راځې طآلبان په پېسو راونيسو او د ځان پلوېان ېې كړو

پوښتنه : د لندن په كنفرانس كې زمونږ پشنهاد د خندا وړ و زه ځان ته دا اجازه وركوم چې ددې خندا وړ سوال پوښتنه له تا وكړم ...

جواب : د لندن په كنفرانس كې د روسېي دولت وړانديز عملي بڼه نه لرله ېواځې پروپاګندي اړخ ېې لاره زمونږ وړاندېزونه د لندن په كنفرانس كې د كنفرانس د ګډنوالو د خندا وړو اومونږ ته دلت د خندا ..

پوښتنه :د روسېي دولت وړاند يز دا و (( كه امريكا او ناټو هېوادونه پېسې وركړي مونږ په افغانستان كې خپلې ورانې ويجاړې پوروژې بېرته په پښو ودرو )) ډېر ښه .

جواب : بلې په افغانستان كې شوروي اتحاد د فرهنګ او كلتور( دوم كولتور ) ستره  ودانې ودانه كړې وه مونږ تل په نورو هېوادونو كې ېواځې كولتوري او سپورتې ودانې ابادوو .

.پوښتنه :او كتابخانې ..

جواب : مونږپه كابل كې د( دوم كلتور) ودانۍ اباده كړه ،  تاسو پوهېږې چې اوس دهغې سترې ودانۍ  سرنوشت څه دى ، هغه ستره ودانۍ نن ورځ په نړې كې د نېشه ېانو د راټولېدوسترمركز دې،په رېښتيا هلته نن ورځ نه څوك ټنګټكور كوې او نه نڅاګانې، ېو وخت و چې هلته د روسېي مشهور هنرمند (كابزون ) به په افغانستان كې د مېشتو وسلوالو ځاكونود سربازانو او افسرانو د مورال لوړلو په خاطر كنسرتونه وركول چې اوس هغه ښكلې ودانې زېر زميمي ده كله چې هلته ور ښكته شې ېواځې د هېروينو او مور فوينو محتاط  په كې رغړي چې په لېدو ېې د سړي غونۍ رازېګېږي.

پوښتنه : دا مانا چې هلته اوس ډېران دې ؟

 جواب : بلې دا په رېښتيا دوزخ دې ، ځما په فكر زمونږ وړاند ېز د لندن په كنفرانس كې تبليغي اړخ لاره ، مخكې به مونږ د ملل متحد غونډو ته د سولې د پيشنهادونو سره  ورتلولوچې نړې بې  جنګه او بې وسلې وي، كه ريښتيا ووېل شي هغه كار مونږ اوس نه كوو ځكه چې وسلې ونه لرومونږ ته څوك د سوپر( ستر) ځواك په سترګه نه ګوري

پوښتنه : بلې . اوس خو دامريكا د سېاست كونكو ډله راغلې چې شعار ېې هم دادي چې وسلې باېد نه وي

جواب : خبره په دې كې ده چې د امريكا جمهور ريس اوباما د بې وسلو كولو پلوي دې له ده نه مخكې ( ېزېن خاو) د امريكا لمړې جمهور ريس و چې د بې وسلو كولوپلوې و خو( ېزن خاو) هغه وخت د   بې وسلې كولو خبرخپوركړه چې د واكمنې دوره ېې پاې ته رسېدلې وه دوهم جمهور ريس( ريګن ) و چې د ا ېس لېند په پلازمينه رېكاوكې كې د بې وسلو كولوخبر وركړه او( ګر بچوف ) ورسره ومنله هغه وخت د امريكا جمهور ريس سره په خوا كې د مشورې څوك نه ودواړومشرانو د  وسلو بندول ومنل او وې وېل چې ټولې زروي وسلې  به له منځه وړو خو كله چې رېګن دا خبره خپل خارجه وزير( شولڅ ) ته وكړه هغه حېران پاتې شو چې دا كار دې څنګه وكړه او د همغه ځاې نه پېل شوه او اوس برعكس اوباما واي چې مونږ (( ته لازم دي چې د وسلو نه ځان خلاص كړو)) او زمونږ جمهورريس مېدوېدف  واې (( نه))

.

له دې نه معلمومېږي چې جمهور ريس مېدوېدف غواړي چې مونږ سوپر ځواك اوسو ، دلته وېلاې شو چې مونږ په رېښتېا د امريكا نه نه وروسته اول او ېا دوهم د اتمي وسلو ستر قدرت يو

پوښتنه : سوال داسې مطرح  كوم : د افغانستان مسله ېوه داسې مسله ده چې په د ې مسله كې امريكا او روسېي دولتونه په زړه پاك نه دي ېو بل ته دوكه وركوې ، امريكا افغانستان ته راغلې غواړي خپله ستراتېژي پلې كړي بلې؟ نو په دې خاطر دا د هغوې له پاره رېښتينې جنګ دې، د امريكا سره د ترهګرو،  نېشه ېې توكو او داسې نورو  تشويش نه شته ، او زمونږ لمړې ستونزې د افغانستان سره مخدره توكي دي چې په ډېره پراخه پېمانه زمونږ هېواد ته قاچاق كېږي،ځكه مونږ دلته د افغانستان سره په جغرافېايي موقيعت كې نژدې يو، امريكا له پاره دا سوال دومره د تشويش وړ نه دې ، ولې چې د افغانستان نه ډېره لرې پرته ده.

جواب : بلې د هغوې ستونزې د كلومبيا او لاتني امريكا سره دي

پوښتنه : بلې . د ستونزو د حل لارې شته ، كه هر ېو ستونزو ته د خپلې زاوېه نه ګوري نو د حل لاره ېې هم بېله ده ، لكه چې تاسو ېاداوري وكړه چې د لندن كنفرانس د افغانستان په هكله جوړ شوې و د ېو بل نظرونه سره ورته نه و.

  په روسېي كې متل دې واي ( زه په اېوان او ته په احمق ) ؟ (( په پټي كې اقطي او په كېف كې كاكا )) څه شې  اوكوم ېو په زړه پورې دي زمونږ نظر ېو د بل سره سر نه خوري خو ېو بل ته اړېو ، ځما مطلب د امريكا او روسي هېواد  نه دې هر ېو غواړي  ېو بل ته دوكه وركړي .

پوښتنه :  د ا ېواځې په  افغانستان كې د دوې نظرداسې دې او كه په نورو هېوادو كې هم ؟

جواب : په صورت عموم سره ، خو دلته مونږ د افغانستان په باره كې خبرې كوو دلته له وراېه برېښي : چې ېو بل ته په زړه كې خېرن دي  په دې هم پوهېږو چې ېو بل ته اړ هم دي، د روسېي دولت غواړي د امريكا په لاس په افغانستان كې چټل او ناولي كارونه تر سره كړي ، امريكا واې چې د روسېي دولت دې هم  زمونږ سره په دې ناولي او چټل سېاست كې راګډ شې او ځان دې په كې ناولې كړې.

پوښتنه : زمونږ اصول څه د ي ؟

جواب : واضح خبره ده چې مونږ د خپلو اصولو پلوېان ېوغواړو په خپلو لاسونو ځان ناولې كړو او هغوې غواړې چې  مونږ خپل لاسونونه دهغوې په اصولو ناولي كړو

پوښتنه : تر څه وخته ؟

جواب : ېوه تجربه او بس .

پوښتنه : ولې ؟

څومره چې زه پوهېږم ،هغوې وائې چې مونږ داسې سره نه دي وېلي ؟

 جواب : په دې خاطرهغوې چې څه واې او مونږ ېې و نه منو بېا غوسه ورځي او هر څه له مونږ نه انګري ، دادې په راتلونكې نژدې كې اوباما او مېدوېدف سره لېده كاته كوي، او د ا سوال  به ددوې د خبرو موهم ټكې وې ، هغوې به مونږه خطا باسي او مونږ به هغوې : اوباما به واې : (( اجازه راكړې چې درته په ګوته كړم چې نن په روسېه كې د مخدره توكو محطاط  ځوانان مخ په زېاتېدو دي ،  او د روسيې په شمالي ولاېتونو كې حالت كړكېچن دي، حتې څو ورځې مخكې د اېنګوشېت د كورنېو چاروپه وزير وسلواله حمله وشوه ، او تاسې مونږ ته په خپله خاوره كې د التولو اجازه نه راكوې، اګر چې په دې موافقه شوې او دواړوجمهور ريسانو ، د روسانو د قواوو لوي درېستېز او همداسې د متحدو قواواو د امريكا لوې قوماندان په  خط لاس ليك كړې دې ، نه پوهېږم چې ستونزه په څه كې ده؟ او مونږ به بياهغوې ته واېو( چې تاسې په افغانستان كې د ترهګرو په وړاندې جنګ نه بلكې د عامو خلكو په وړاندې جنګ پېل كړې دې ، تاسو دلته غواړ خپلې نظامي اډې جوړې كړې او دا دې پاكستان ته مو پښه اوږده كړې )) او داسې نورې نيوكې.

په رېښتيا مونږ نه غواړوچې د امريكا نظامي هډې دې په افغانستان كې پرتې وي ؟ مونږ ته اسلامي بنېاد ګران دومره خطرنا ك نه دي لكه چې د امريكا نظامي اډې ، مونږ هلته په چكسلواكېه او پولېنډ كې د دفاعې سېستم سره موافق نه ېو او دوې دلته په بغل كې راته پخې نظامي اډې جوړوي.

پوښتنه : او دا هم ورته واېو چې په افغنستان كې د شوروي اتحاد جوړې شوې پروژې چې ړنګ شوي په خپلو پېسو ابادې كړې.

جواب : بلې .

پوښتنه : كه چېرې د شوروي اتحاد وختونو ته لاړ شو او د روسانو د سرو لښكرو ورننوتل او بېرته وتل د امريكا د وسلوالو ځواكونو سره پرتله كړو ډېر اړخونه ېې ېو بل سره لګېږي ، تاسو ددې په هكله كومه پيش بېني كولاې شې ؟

جواب :  كه تاسې د افغانستان د جنګ په هكله د عامو خلكو نظر راټول كړې ډېر ورته والې لري، په تعصب سره باېد وواېم چې دلته په روسيه كې دافغانستان د جګړې سره ېواځې دوه قوتونو مخالفت لاره : اول قوت د هغه سربازانو مېندې وې چې په افغانسان كې جنګېدلېي و او دوهم قوت( ساخر) او د هغه ملګري و، كه ستاسو په ياد وي ساخر ېې په دې تورن كړه چې وطن پلورونكې دې ، د وكيلانو په كنګره كې ېو سرباز چې د افغانستان په جنګ كې دواړه پښې له لاسه وركړې وې په ساخر تور ولګاوه چې وطن پلورونكې دې ، واكمنو د اسې معېوب چې دواړه پښې غوڅې شوې وې  له كومه را پېدا او د ساخر په مقابل كې ودراوه ،ساخر هغه ته هېڅ نه شو وېلاې ځكه هغه د لوړ شخصېت او كركترخاوند و هغه دې بې پښو انسان ته نه شو وېلاې (( چې په ما ګرانه تا خپلې پښې ځما په خاطر له لاسه نه دي وركړي تا خپلې پښې د هغه چا په خاطر له لاسه وركړي چې ته ېې افغانستان ته استولې وې ، زه وطن پلورونكې نه ېم ، وطن پلورونكې هغوې دي چې ته ېې د افغانستان  دوزخ ته چې وسپنې په كې وېلې كېږي استولاې وې ))

پوښتنه : زمونږ سربازان او د امريكا سر بازان چې په افغانستان كې جنګېدلي د هغوې او دوې سره څه ډول برخورد كيږي ؟

جواب : تاسې پوهېږې چې هلته په افغانستان كې څه خبره ده ؟ هلته اوس عام خلك واي چې روسان د امريكاېانو په  پرتله ښه خلك و

پوښتنه : افغا نان اوس په ېاد راوړي چې روسان د امريكاېانو په پرتله څوځله  ښه و ؟.

جواب : بلې .  افغانانو چې د امريكا او متحدو ځواكونو بد كارونه ولېدل اوس د روسانو ارمان ورځي، دا روښانه ده ، چې مونږ نه پوهېږو اونه شوكولاې چې حالات درست او علمې وسنجو او عمل پې وكړو ، لكه چې امريكاېان ېې كوي ، مونږ غوښتل په افغانستا كې په ېو وار سوسېاليزم جوړ كړو خو هغه وسله چې د سوسېاليزم له پاره په كار وه استفاده مو ترې  ونه كړه ېواځې مو وزپوو ، مونږ باېد بل ېو څه كړي واې ، ځكه هلته د كمونستانو څو رهبران و چې په نوبت سره به برېژنف ترې چپې اخسلې او زمونږ خاص ګارد به بېا په نوبت سره ترې ژوند اخيسته ، په اخر كې چې كله د افغانستان څخه ووتلو بيا موهلته نجېب الله د ېو وخت له پاره پرېښود ، نجيب الله ېې ونېو، وې واژه  او بياې سر ښكته كونه پورته وزړاوه ،كه چېرې د امريكا وسلوال ځواكونه له افغانستانه ووځي طالبان كابل ته راځي او كله چې طالبان كابل ته راننوتل او كرزي په وخت سره غرب ته پښې سپكې نه كړې د نجيب الله په سر نشت به اخته وي.

پوښتنه : د امريكا له پاره په افغانستان كې تاسې كوم روښانه وريانټ وينې؟

جواب : روښانه وريانټ هغه دې چې د اوباما لېبرال دېموكراتان ېې واې (( كه چېرې اوباما په رېښتېا لوي جمهور ريس وي حتما باېد غټ ګام پورته كړې او د دوهم ځل د جمهوري رېاست په فكر كې نه شې او لاړې ورتوكړي او وسلوال ځواكونه له افغانستانه وباسي )) دا ېې علمي اړخ نه دې .

پوښته : كه هغوې خپلې قواوې وباسي هلته څه پېښېږي ؟ جواب :  طآلبان بېرته كابل ته راځي

پوښتنه : سل به سلو كې ؟

جواب : بلې .  د شرېعت قانون به پلې وي او بيا به همغه  دېګ او همغه ټېپر وي لكه چي د امريكاېانو نه دمخه و.

 پوښتنه : او د اوباما له پاره؟ داسې ګېنې كېږي ؟ كه تاسې د امريكا د هرجمهور ريس سېاسي دريز له نظره تېر كړې هر ېو د جنګ پلوي دى په دې خاطر چې خپله امبار كړې وسلې په مصرف  ورسوي هغوې مجبور دي چې دا كار وكړي ، د هغوې له پاره دا  ېو تاريخ دې، اوباما باېد چېرته وې، دلته ېا هلته ؟

جواب : نه زه دا فكر نه كوم چې اوباما دې د وسلو جوړونكوته دا پرست وركړي چې د وسلو له لارې ېې په پيسېو خېټې وپړسېږي ددې كلمې د وېلو  نه عفه غواړم ، دا سمه ده چې د امريګا ټول جمهور ريسان د جنګ پلوېان وه ، د (وېلسون ) په واكمنې كې اول نړېوال جنګ پېل شو  ، د (روزوېلت ) په واكمنې كې دوهم نړېوال جنګ د (ترومېنا) په واكنې كې په  كوريا كې او بيا جونسن او نېكسن په وېتنام كې ، غټ بوش په عراق باندې اوله حمله وكړه او وړوكې بوش د دوهم ځل له پاره په عراق او افغانستان ور ودنګلې ، او اوس په حقيقت كې د افغانستان جنګ د اوباما جنګ شو،اوس اوباما نه شي كولاې چې د چا په حواله چې زه ملامت نه ېم په افغانستان كې چې جنګ پېل كېده زه جمهور ريس نه وم .

يولسم د سپتمبر نه وروسته كله چې امرېكاېانو په افغنستان راودنګلې او په زرګونو افغانان ېې له تېغه تېر كړل بهانه ېې دا وه چې دا زمونږ دشمنان دي له بېنه وړو خو كله چې په توره بوره كې د القاعدې او طالبانو رهبران پرېښودل اوپاكستان د سېاست مېدان ته راووت دا بل سوال دې.

داهم له ېاده ونه باسو چې په پاكستان كې واك لړزانه دې باور پې نه شته ددې امكانات ډېر دې چې هره لحظه سېاسي واك دېو او بل ګوتو ته ورشي او دا هم له ېاده ونه باسو چې پاكستان  اتمي ځواك دې او دلته په منطقه كې كه حالات له كنترول نه ووځي خطرناك عوا قب د ځان سره لري .

 

پوښتنه : كولاې شو وواېو له دې وجې  به اوباما ته به  په بهرني او كورني سېاست او په داخل د ګوند كې ستوزې را وزېږېږي ؟

جواب : تاسو پوهېږې ؟ كله چې اوباما سپينې ماڼې ته راغې په هغه وخت كې د امريكا په وړاندې ډېرې ستونزې پرتې وې، اقتصادي بحران و بېا جنګ و او د خلكو په منځ  كې اختلافات اوج ته رسېدلې  و كه اوباما په ځاې (روزوېلت ) هم وې ددې توان ېې نه لاره چې هر څه كنترول او اداره كړي ، اوبآما چې څه امكانات په وس كې لرل په كارواچول او د اقتصادي بهران نه د وتلو لاره ېې پېدا كړه اګر چې تر اوسه د مالي سپما په ساحه كې ډېرې ستونزې لري چې له ځينو غوښتونونه هم تېر شو خوسره له ستونزو په دې وتوانېده په كانګرېس د صحېې بېمې عام قانون منظور كړي ، اوباما اوس هم دا وائې چه په عراق كې باېد جنګ نه وي، په داسې حال كې چې په عراق كې امريكاېې وسلوال ځواكونه پراته دي، خو نورې دندې تر سره كوي : هغوې اوس مخامخ د دښمن سره نه جنګېږي، ېواځې خپل ځان ساتي او نور تربيه كوي ، افغانستان د اوباما له پاره په سېاسي ژوند كې د مرګ او ژوند خبره ده سره له دې د بوش په پرتله ځان ته تسلي وركوي او واې چې په ۲۰۱۱ كال كې د افغانستان څخه قواوې وباسو)) څه فرق كوي ۲۰۱۰ كال او كه ۲۰۱۱ كال ؟ اوباما داسې فكر كوي چې د ۲۰۱۱ كال پورې به القاعدې او طالبان له منځه ووېسي ؟ طالبان هغه نه شي له بېنه وړلاې – اوباما ېواځې دا كولاې شي چې په افغانستان كې ډېر زېات عام خلك له بېنه ووېسې او ټول پښتونستان په ګولېو هوار كړي ، زه نه پوهېږم ټول باېد ووژني، او كه نه بله لار نه شته .

اوباما كوم خاص وړانديز نه وړاندې كوي چې دحل لاره ولري هغه ((كله واې چې افغان دولت ددې توان پېدا كړي چې هرڅه كنتول كړاې شي ، او وسلوال ځواكونه ېې د دطالبانو سره مقابله وكړاي شي)) او داسې نورې ... تاسو  پوهېږې چې هلته څه تېرېږي؟ هلته په افغانستان كې پوليس په وظېفه ټاكل كېږي ېو څو وخته وظيفه اجرا كوي ، پېسې د جبه كړي بېا په خپل سر دنده پرېږدي څو وخته وروسته بېا راځي  او ((واي چې زه بېا غواړم په پوليسو كې وظيفه اجرا كړم )) هغه ته بېا معا ش وركوي آو ېا  واې چې زه  په اوردو كې وظيفه اجرا كوم ، كله چې وسله وركړه بېا د وسلې سره تښتي او طالبانو ته ورځي دا لړې روانه ده پرمختګ نه ليدل كېږي، او د كرزي په ارتباط ،هغه مطلق بې صلاحته ولسمشر دى ، خو د هغه ورور د افغانستان د مخدره توكو پاچا دې .

پوښته : چې داسې ده ولې امريكاېان ملاتړ كوې ؟

 

جواب : په دې خاطرېې ملاتړ كوې څرنګه چې واې بديل نه لري ، كه چېرې هغوې ددوې په سېاسي پروسه كې ښكاره  لاس ووهي سېاسي كړكېچونه راتود وي او لاس ته راوړنې نه لري  ، او نن د امريكا حالات زمونږ د وخت حالاتو ته ورته دي، اول نورمحمد تركې د هغه نه وروسته بل كوم ېو، بيا ببرك كارمل او په اخر كې نجيب الله ټول  ووژل شو او په دار وتړل شول .

پوښتنه : هر څه چې و ټول تېر شو ...

جواب : بلې ټول تېر شول د ګروموف د بېرغ لاندې .

پوښتنه : ماته ډېره په زړه پورې د ه چې د بارك اوباما په باره كې ستا نظر واورم ، هغه د ېو ښه  قسمت خاوند دې چې   ناڅاپه واكمن شو ، بلې .؟ بارك اوباما تور پوټكې ، ښكلې او ښه ځوانې لري ، آو د امريكا خلك ترې څومره غوښتنې لري،  تاسو مخامخ د هغه او د امرېكا د ټولو واكمنانو د سېاسي او شخصي ژوند څارنه كړې اوباما ېو غښتلې جمهور ريس دې ؟

جواب : بلې ، هغه عجېب و غرېب مقناطسي خصوصېات لري ، كله چې هغه د ماېكروفون څنګ ته راښكاره كېږي د ټولو اورېدونكي ېې خبرې د زړه په مينه اوري او اومېدونه ېې را ژوندي كېږي ...

سوال : زورور جمهور ريس نه دې ...؟

جواب : هغه ېو اوښېار او د پوهې خاوند دى تعليم ېافته او عقل مند دې ، سره له دې بېا هم دده لپاره لېكنې دوه ځوانان چې ېو ېې په عمر ۲۹  كلن او بل ېې ۲۳ كلن ځوانان دې لېكني كوي او دا بېا هغه لېكنې په داسې هنر لولي چې ټول اورېدونكې د تا ثير لاندې راولي ، د خلكو سره ېې برخورد د مينې ډك دې ېو ورځ ېې ځما د مېرمنې لاس چپ كړې و چې تر اوسه ېې په زړه كې ځاې لري.

پوښتنه : تاسو هم د هغه سره لېده كاته كړي ؟

جواب : بلې ما خپله د اوباما سره لېده كاته كړي دي نو ځكه ېې ځما د مېرمنې لاسونه چب كړي، هغه ېو داسې لېډر دې چې خلك ځانته راجلبوي، د هغه د جزب  قوه ډېره زوروره ده، او د ې او س باېد داسې كار وكړي چې دخلكوزړونه خپل كړي  داچې امريكاېان دهغه څخه څومره تمعه او توقوع لري ، واضح خبره ده چې هغه تمه چې ترې كېږې پوهېږې ، هغومره امكان نه شته لكه چې ېو شاعر واي ( كه څوك ډ ېر كار وكړي بېا هم داسې معلومېږي چې هېڅ ېې نه دي كړي) او دلته هم داسې.

پوښتنه : هغه تا مايوسه كوي ؟

جواب : نه هغه ما نه نهيل( ماېوسه)  كوي ، ځكه ما ډېر سېاست پوه لېدلي چې د خلكو په زړه كې ځاې لاره چې ځينې په سېاسي ډګر كې ناكام او ځينې برېالي راوتلې دي او ځينې بېا ېو دولتې عادې كاركونكې ، د مسال په توګه ګرباچوف او ېلسن  مقاېسه كوو ېلسن خارقلعاده خوصوصېات لرل ، اوګورې نتيجه ېې څه وه ، د او باما او د ېلسن حالات ېودي ، كه اوباما د ېلسن سره پرتله كړو ، ېلسن چې هر څه غوښتل هغه ېې كولاې شول – او اوباما بېا هغسې نه شي كولاې : هلته په امريكا كې كانګرس دې ، هلته قانون او محكمه ده ، هلته مطبوعات چې د قانون څلورم ركن دې ، هر څومره چې وغواړي او د دېكتاتورې مېتود نه كار واخلي ،د دېموكراتې سستم ورته اجازه نه وركوي ، د تعجب خبره دا ده چې دلته دا ډموكراسي منفي رول لوبوي .

پوښتنه : ستاسو په نظر هغه تراژېدي فيګور دې ؟

جواب : بلې د هغه نه  تراژېدي فېګور جوړېږي، تاسې پوهېږې د تورو پوټكو خلك هم دا سې نظر لري او ورته واې چې  (( تا څه شې مونږ ته راكړل ؟ كله چې ته د امريكا جمهور ريس شوې زمونږ په ژوند كې بدلون نه دې راغلې ژوند مو بدبخته دې))

پوښتنه : ولې يواځې د هغوې ؟

هغوې داسې فكر كوي چې اوباما ددوې تورپوستې دې هغه باېد حتما ېو څه وكړي ، د مسال په توګه په شوروي اتحاد كې ستالېن د ګورجېستانېانو له پاره څه وكړل، تاسې پوهېږې چې ګورجستان د ستالېن د دېكتاتورې په وخت كې د ټولو نه زېات   زېان لېدلې دې ؟ لكه  چې ناپېلېون كورسيكو ته په بده كتل ، دلته تورپوستان نه پوهېږي چې د هغه په لاس كې هېڅ نه شته او نه څه كولاې شي .هغه غواړې چې ېو څه وكړي خو نه ېې شي كولاې ځكه بېا خلك ورت واې چې.(( ته د ټولې امريكا جمهور ريس نه ېې ته د تورپوستانو جمهور ريس  )) نو په دې خاطر هغه د تورپوستانو سره نثبت سپين پوستانو ته سخت چلند كوي ، ټول په دې نه پوهېږي خو غټ سېاست كونكې په دې ښه پوهېږي ،پاوېل چې تورپوست و پوهېده چې ولې داسې كېږي ځكه هغه هم يو وخت غوښتل چې جمهور ريس شي خو عادي تورپوستان بېا دا درك نه لري.

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com