ليكنـــــــــــــــــــې

 

عبدالجبار كاكړ

افغان جغرافيايي موقعيت نه  ، دمشرانو موقعيت يې سم نه دی

په تيره اونى كښى موږ  دهغه پريكړو په  اړه خبره كړي وه چىد پښتو ليك دود اوپرمختياد دپاره دلراوبر افغانانو پوهان  په خيبر پښتو نخوا  او په كابل كښى په واروو اروناستي او غونډي كړي وي اوځيني پريكړي ې كړي وي كه په رښتيا هم په شووپريكړ وعمل وشې او پښتو ليك دود هم ددي لاري وشي نو به پښتونه يواځى نړى واله ليك دود لري بلكى ديوي سيمي ليكوال به هم دستونځو سره نه مخ كيږي خودبده مرغه زموږ ځيني ليكوالان ودي پريكړوته پاملرنه  نه كوي چى په زړه ي ورغلو هغه په ليك كښې راوړي چى زما په اند دا وپښتوژبى ته ګټوركار نه دي ځكه چى يو ليكوال دشووپريكړو څخه سرغړونه وكړي نو بياونورته هم ورايله شې ددي سره سره چى ځيني باندنيان هم داهڅه كوي چى پښتانه په يوه ليك دود باندي پښتوونه ليكى خو موږ  خپله پښتو پخپله پالو او ځخورو به ې دبده مرغه نن دپښتو شميرني په بشپړه موږ دلاسه وركړي دي چى دايوه  لويه  ناخواله ده په كاردي  چى ټوله  پښتانه په زياته بياد پښتو چوپړوهونكي ليكوالان او شاعران ودي ته ځانګړي پاملرنه وكړي دوي نه يواځى په عام خبرواترو كښى دپښتو شميرنى (ګنتى) ګار كړي بلكى په ليكلو كښى د اكړو په ځائي په تورو كښى راولي(د۲۵په ځائى دي ښځويشت وليكى) چى ددي لاري به تريوځايه موږ څه ترلاسه كړو كله چى دمردان پاڅون مجله ګورم نو دوي دپښتو شميرني داكړو په ځائي په تورو ليكى چى ډيرخوند كوي او كه دپاڅون په تګ لاره موږ هم ولاړ شونو به ډير څه دلاسه كړود پښتو شميرنى دپښتو په ځائي په اردو دښوولوناروغي دډيورنډ كرښى ودي خوا ته او سيدونكو اخستي ده  كه ودي خواته موږ پاملرنه ونه كړه نو به نوري ناروغي هم په موږ پوري شې.

                                   پښتو چى زموږ مورني ژبه ده څوك ښه ډير ليك لوست پكښې وكړي نو هغه تيروتني چى موږې كوو هغه موږ خپله درك كولي شو په دي اړه زه خپل ځان دبيلګى په حيث تاسوته وړاندي كوم زه چى دتيرو ديارلس كلو څخه د ځلاند ورځپاڼي سره تړلي يم دومره ليك به هيچاپه پښتو كښى نه وي كړي لكه ما چى كړي دي چى هره ورځ څوك يوه ورځياڼه ليكى نوتا سو خپله اټكل وكړي چى څومره ليك به زماترلاس تير شوي وي نو ځكه چى موږ په خپله مورنى ژبه كښى څومره ليك لوست كوو نو دپښتو عكس اوارزښت نور راته روښانه كيږي ځكه چى ماپه وارو وارو په دي باندي ليك كړي دي او بياچى زه دخپلو تيرومشرانو پريكړي وګورم نوټكى په ټكى هم هغه ته ورته وي خودمشرا نو او پوهاندو په پريكړو په كار دي چى عمل وكړوځكه چى ديوه سړى خبره دومره ارزښت نه لري او موږ هم ارزښت ورنه كړو.

سياست او ادب يودبل سره تړلي دي نو ځكه چى سياسي خبري هم ايله دي دتاريخ په اوږدو كښى پښتون افغان ولس نه يوبشپړه ملت جوړ شونه پښتو ديوه خپلواكه ملت ژبه وګرځول شوه كله انګريزانو دهغه ملت او د ده خاوره ويشي او كله بيا شوروي دافغانانو دځخور لو دپاره خپلى لښكري ويوه خپلو اكه خاوري ته داخل كوي خو چى بياددهغه لښكرو داستلو دپاره مبارزه كيږي هغه هم افغانان په ځان پوري تړي خودټولى نړي څخه هر همااو شمارا غواړي چى افغانستان څخه باندنيان وباسي چى كله دنړى والو ګټو دخوندي ساتلو دپاره او ددوي په مرسته باندنى شو روي  لښكرو وتلوو ته اړ كيږي او افغانستان خالى كوي هم دهغه مبارزه كونكي باندنيان دومره په خپل  هيواد كښې خپلواكه كوي چى دافغانستان مشرهم دباندنيانو په خوښه ټاكل كيږي مشر څه چى يوبل ناتار په دهغه ولس باندي راځي چى ترشورو يانو هم زياته مرګ  ژوبله په څو ورځو  كښې كوي خو بيا هم دوي نه په كراره كيږي دنوروناخوالو وروسته دامريكا په مشري كښى دنړي نزدي نپځوس ملكونه وافغانستان ته راغواړي   ددي دپاره چى افغانان و ځخوري داهم هغه څوك دي چى دشوروي دمداخلى په ضدې ټوله نړي په افغانستان ورسمه كړي وه څوني مسخره ده پخپله ځان ته افغانان ويونكي كوم جواز ځان ته    وړاندي كوي چى زموږ جغرافيائى موقعت داسي دي خودانه وائى چى زما موقعت سم نه دي

                         ايران هم يووړوكي هيواد دي په دي ملك كښى هم ډيري پيښي شوي دي په ايران كښى هم لږكي په لوئى شميرپراته دي كله دوي باندنيانو ته بلنه وركړي ده چى راشي موږ  و ځخوري دوي نه يواځى خپله خاوره ځخورلي ده بلكى نن دخپلو ګټو دساتلو دپاره دنړى دلويو ملكو سره ټانټى وهي نن ې نه يواځى خپل هيواد مخ  په وړاندي روان كړي دي بلكى دافغانستان وارو ملكو كښى مخامخ لاس وهنه كوي او نخدي  لوتهى د ډالرو  و افغان مشرتابه ته دده په كوركښى وركوي ددي دڅنګه ې خپله فارسي ژبه دومره مخ په وړاندي وړي ده چى په افغانستان ې كلتوري چپاؤ وروړي دي  ځكه چى په ۷م جون۲۰۱۱ء كښى دكتابو يو دومره نندارتون په مزار شريف كښى پرانستلى چى په لكاؤ دفارسي ژبى كتابونه ورته را رسول او دا ډول دفارسي ژبى دكتابو نندارتونونه په كابل هرات او نور ښارو كښى هر كال كوي خو زموږ پښتو چى دافغانستان ډيركي ې وائى هم په هغه افغانستان كښى څه ورسره روان دي داسي  نه چى داخبري دچاپه  ضدباندي څوك كوي بلكى دارښتيا او حقيقت دي نو رښتيا بايد هر څوك وا ورى كه څوك دخپل حق په غوښتنه تورن كيږي  سل واره دي تورن شې ولي كه څوك رښتيا وائي يو سړي به تورن شې سل به تورن شې خوبلى خواته چى څوك رښتيانه وائى رښتيانه اوري هغه ټول ملت خپله ژبه خپل دود او خپله خاوره وكندي ته ورپو روي چى دا وچاته دمنلووړنه شى كيدى؟

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com