|
له
utro.ru
روسي نشراتي منبع څخه
د
حبيب
الله غمخور
ژباړه
يوله عجايبو څخه
يو څلوېښت
کلن مانو ايليو آريبې چې په مکسيکو کې
اوسي ،دځانگړې غذايي رژيم په برکت وکولاي شول خپل وزن
90
کيلوگرامه
کم کړي .
|
|
|
 |
|
|
غذايې رژيم يا(
پرهيز )زماسره مرسته
وکړه چې
90کيلو
گرامه وزن مې کم شي .
|
|
نوموړى دمکسيکو
په شمال دمونتېر يه (
(Monterreyپه
ښارگوټي کې اوسيږي. هغه مخکې
520
کيلوگرامه وزن درلود
. هغه دا پنځه کاله نه شول کولاى
چې له چپر کټ څخه پورته شي . دملي تلويزيون له
لارې يې په ډيره غمجنه او مايوسه کونکې لهجه
له ډاکترانوڅخه دمرستې غوښتنه وکړه .
دغذايي رژيم دټاکلو روغتياپوهانو (ډاکترانو) دهغه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب
ووايه ،او هغه ته يې دډنگرېدو په خاطر دمرستې لاس وروغځاوه .دغه ډاکترانو هغه ته
دخوړو ( پرهيز)
داسې يو پروگرام چې دپروتيني موادو له پلوه غني و تر تيب کړ .
ددغه غذايي رژيم ياپر هيز په پايله کې د د آرېبي داډول بېساري ډنگريدل دولتي
روغتيا يي موسسو دحيرانتيا وړ وگرځيده ،د آرېبي داډول بېساري ډنگريدل يې دعجيبې
پېښي )دډنگريدو
د ريکارډ) په توگه ثبت کړه .
مانو ايليو آريبې
خپل ډاکتر(( باري سيرسو)) ته چې دده سره مرسته کوي او اوس دده دليدنې اوحالت
دپوښتنې دکنترول لپاره راغلی و، وويل ((
لدې وروسته چې90
کيلوگرامه
ډنگر شوم اوس ځان يوه اندازه ارام احساسوم ،کيداى شي يو څه ځان وښوروم اوځان ته
حرکت ورکړم )).
مگر نه شو کولاى ووايو
چې داربې ستونزه کاملأ حل شوې ده ،اوس هغه
يوازې کولاى شي په کټ کې کښېني او له څادر
(روجايي) نه دځان دپټولو استفاده وکړې .
هغه اړيکې دبهرنۍ
نړۍ سره دکمپيوټر او تلويزيون
له لارې ټينگوي ،دانترنټ دپاڼې دبدلېدو لپاره هغه
دکټ دپښې له سر نه استفاده کوي .
په راتلونکی کې هغه
پلان لري چې نور
350
کيلوگرامه
وزن کم کړي
، تر څو په
ځان کې دحرکت ورکولو توان پيدا کړي . هغه په وړکتوب کې له نورو توپير درلود ځکه هغه
وخت يې وزن
100
کيلو گرامه و .
آرېبي وايي زما وزن
له
1992
زکال راپدې خوا په بېساري توگه په زياتې چټکۍ سره مخ پر زياتېدو شو ،اربي وايي
ممکن خلک چې ماته وگوري داسې فکر وکړي چې که زه يو ه غوا هم وخورم موړ به پرې
نشم ،هغوۍ پر حق ندي
(داسې نه ده ) ،او لويه اشتباه کوي ،ستونزه دزياتو خوړو په خوړلوکې نده ،
بلکه پرابلم دهارمونو دی .
پخوانى ميخانيک آرېبي په نظر کې لري چې پر هيز يا دهغې معينې غذا خوړلو ته دوام
ورکړې کوم چې د ډاکترانو له لورې ورته سپارښتنه شوې ده ،که چېري دغه پرهيز کول دهغه
سره مرسته ونکړي په هغه صورت کې به دجراحي عملياتو په مټ خپل د دغه زيات وزن
دراکمو لو هڅه وکړي .
|