ليكنـــــــــــــــــــې

 

ژباړن : محمدالله وفا

موږ ولې تږي کيږو؟

زموږ د بدن له ٥٠- څخه تر ٦٠ سلنې پورې برخه له اوبو څخه تشکيل شوې ده . کله چي موږ په جسمي فعاليت،کار او يا حتى ساه ايستولو بوخت يو،زموږ بدن اوبه له لاسه ورکوي . دغه اوبه بايد بيرته تر لاسه شي، د انسان په مغزو کي يوه نقطه ده چي د تندې (تشنګي) مرکز نوميږي نو کله چي د انسان بدن اوبه له لاسه ورکوي نوموړې نقطه متوجه کيږي او د ستوني حجرو ته کومانده ورکوي ، وروسته لومړى موږ ته داسي احساس پيدا کيږي چي ګواکې زمونږ ژبه او ستونى وچ شوي ،بيا د تندې احساس کوو .

د يوه بالغ انسان بدن پنځه ٥ ليتره وينه لري چي درې ليتره يې اوبه دي . پرته له دې چي موږ څومره تږي يو يا مو څومره اوبه څښلي دي؟ په وينه کي د اوبو اندازه هرومرو ثابته پاته وي .

 يو بالغ انسان په ورځ کي دوه ليتره مايعات څښي،چي کيداى شي اوبه ،مشروبات، چاى او نور وي او يو ليتر نور مايعات له خوړو نه ترلاسه کوو . سابه،هګۍ،غوښه او نور هم د اوبو درلودونکي دي . 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com