|
د
ډاكتــر ج ـــ س
ژباړه
د ملاريا د ناروغۍ د پېښو ريښتينې
كچه د ملگرو ملتو
له اټكل كړې اندازې،نږدې دوه هومره ډېره ده
د روغتيــــايي كارپوهانو د يو ه نړيوا ل ټيم په
وينا ، كېدا ى شي په نړ ۍ كې د
مـــلاريـا په رنځ اخته وو شمېـــــره د ملگرو
ملتو له اټكليزې اندازې ، په سلو كې پنځوس ډېره و
ي .
د
نوموړي ټيم څېړنې چې په
Nature
( پنځ ) نومې مجله كې خپرې شوې دي ،څرگندوي چې د
دو ۍ په گومان په نړۍ كې هر كال پينځه سوه ميليونه
وگړي دملاريا په ناروغۍاخته كيږي .
|
|
|
 |
|
|
د غو ماشې ټو ل ډولونه
ملاريا ناروغي نه لېږدو ي |
|
د څېړنو پايلې ولې توپير سره لري ؟ څېړونكي وايي چې د ملگرو ملتونود سازمان احصايې، روغتونونو او كتنځايونو
ته د ورغلوناروغانو دشمېرپر بنسټ ولاړې دي
او دا په داسې حال كې چې په ملاريااخته ډېريناروغان روغتونونو او كتنځايونوته سر نه
ښكاره كوي .
هغوۍ زياتوي چې دا شمېرنې په ځانگړي ډول د اسيا سهيل او سهيل
ختيځو سيمو په اړوند، چــــې د ملاريا ناروغۍ يوه خورا وژونكې
بڼه پكښې ډېره ليدل شوې ، د هاغه سيمو د ريښتينو شمېرنوسره سمون
نه لري . دغه څېړونكي وايي داسې يوه نقشه يې جوړه كړې ده چې په نړۍ كې په دغه رنځ د اخته سيمو ښودونكې ده او د ملگرو ملتونو روغتيايي ادارې سره بايد، تر
۲۰۱۰
ز كاله پورې
له دغه سيمو څخه د ملاريا د كمښت په پروگرام كې
په سلو كې پنځوس مرستندويه شي . په نايروبي د كينيا د طبي څيړنو له مركزه پوهاند باب اسنو
چې په (( نېچر)) كې د دغه خپرې شوې څېړنې له ليكوالو څخه دى وويل : (( د شمېرنو سم او ريښتينى اټكل مهم دى . د دې ستونزې د ريښتينې كچې په اړه نا پوهي ، د ستونزې د حل لپاره د مالي لگښت په اټكل كې زموږ د ځواك لاس لنډوي .))
ده زياته كړه : (( دا موضوع په ځانگړې
توگه د هاغه داروگانو په اړوند مهمه ده چې د
ملاريا سره په مبارزه كې ورته اړيو . د دې
داروگانو جوړول اسان كار نه دى او ښې ډېرې پيسې
غواړي . ))
نړيوال روغتيايي سازمان ، په نړۍ كې د
كال د
۳۰۰
ميليونو وگړو
په ملاريا اخته كېدو خبره كوي چې په سلو كې نوي
پېښې يې دافريقې په لويه وچه كې دي .
په ملگرو ملتو اړوند دا سازمان څرگندوي چې هر كال
له يوه ميليونه څخه زيات وگړي د دې ناروغۍ له كبله
مري .
|