ليكنـــــــــــــــــــې

 

    ژباړن : اوڅار افغان

هوږه څه ګټه لري ؟

    په دې وروستيو كې په ډېرو هېوادو كې د كيمياوي دارو درملو پر ځاى طبيعي داروګان ډېر كارول كيږي. پوهان وايي چې اوسنى انسان د لرغوني انسان په پرتله د بدن پاكولو ته ډېره اړتيا لري؛ ځكه خو بايد دده په خواړو كې سابه ، تركاري ، په تېره بيا هوږه ، چې په خپلې ميكروبي او باكتريايي ضد ځانګړنې سره مشهوره ده ،  شتوالى ولري.

    هوږه د پيازو له نسله (  Allium ) ګڼل كيږي. هغه په خپل تركيب كې د شتو موادو لكه البومينو ، قندو ، عضوي تېزابو ، منرالي مالګو ( په ټوليزه توګه د كاليوم پوتاشيم او مګنيزم ) ، د  B  او  C  ګروپونو ويټامينونو ، يد ( يود ) ، سلولوز ، د اثيرو ( ايترو ) غوړو په لرلو سره سارى نه لري. له هوږې نه د والګي ، د ګېډي ساري ناروغۍ ، د نو لرونكو ټپونو او دانو ، په بدن كې د ويټامينونو د كموالي د وقايې او درملنې لپاره كار اخيستل كيږي ؛ همدا راز د غاښو د ناروغۍ اسقربوط " څينګه " مخنيوى كوي او د بدن دفاعي سيستم "ايمونيتېت" پياوړى كوي. هوږه د وبا ( كولرا ) ، "سالمونېلېزا"  او لويې تبې ( محرقې ) په درملنه كې اغېزمنه ده.

    د سابو او تركاريو روغتيايي ځانګړنې انسانانو ته له پخوا نه جوتې وې. هغوى د كاربن هايدريتونو ، ويټامينونو او منرالي موادو د سرچينې په توګه چوپړ كاوه ، چې تر ټولو نه په لوړه كچه يې په هوږې پورې اړه لرله او لري يې. د هغې د روغتيايي ( طبي ) ځانګړنو نه لا لرغوني مصريان هم خبر وو ، چې له ميلاد نه درې زره كاله مخكې يې لا په خوړو كې له پيازو او هوږې نه كار اخيست. پرته له مصريانو نه ، د نړۍ په نورو لرغونو تمدنونو كې هم د هوږې له ګټو نه خبر وو. د بېلګې په توګه د مراكش پاچا دوهم " بالادان " په نړيوال تاريخ كې د هوږې او پيازو د پالېز په لرلو سره نامتو دى. پاچا " بالادان " ته خپل د هوږې او پيازو پالېز دومره ګران و ، چې ان معبد ته يې هم اجازه ورنكړه ، چې د هغه پر ځاى ودان شي ، تر څو چې يې د سابو او تركاريو بل لوى پالېز سمسور نكړ.

    پر روغتيايي ځانګړنو سربېره ، هوږه د خواړو د يوې ډېرې خوندورې او په زړه پورې مسالې په توګه نامتو وه او ده. اوس هم په بېلابېلو هېوادو كې د ساوس ( روب ) ، سلاټې په جوړولو كې ، همدا راز د قورمې ، پټاټو ، غوښې ، پلو ، د مرغانو غوښې ، ښوروا ، سوپ او نورو بېلابېلو خواړو په پخلي كې د خواړو د لا خوندوركولو لپاره ترې كار اخيستل كيږي. هوږه تازه هم خوړل كيږي ، همدا راز له هغې نه اچار ( ترشي ) هم جوړوي چې له خوړو سره يې كارونه اشتها زياتوي. د هوږې شنې اوږدې پاڼې  د  B  له ويټامينو شتمنې دي چې سلاټ ترې جوړوي او په ځينو هېوادو كې اچار هم ترې جوړوي. په نړۍ كې هسپانويان د هوږې تر ټولو ډېر لوى مينه وال ګڼل كيږي او په نړۍ كې د هوږې تر ټولو ډېر لوى توليدوونكي هم دوى دي.

    هوږه تېز بوى لري او له خولې نه ژر نه لري كيږي ، همدا يواځينى لامل دى چې ډېره وختونه انسان د تازه او اومې هوږې له خوراك نه ډډه كوي.    

 سرچينه : ګ . پ . شالاېووا ، و . پ . سيتنيكوف ، ت . م . كولياديچ. د ټوليزو مالوماتو انسكلوپېډيا، ۱۶ ټوك ، ۸۵ – ۸۸ مخونه ، د ۱۹۹۹ ز كال ماسكو ټاپ.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.