|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|
پوهنمل حاجی محمد نوزاددی ایا د ځمکې کره د ژوند لپاره ډیزاین شوې نه ده ؟ ( لومړۍ برخه )
ماته تجربی ښودلی چی د کتاب لوستل په ترانسپورتی وسیلو کی د سفر پرمهال وخت ډیر لنډوی . دشوروی نظام په وخت چی لا زلمۍ او په لوړو زده کړو لګیا وم ، د کتاب لوستلو فرهنګ هلته خورا پرمخ تللی وو ، د اروپایانوسره خو یی دا ځانګړتیا اصلا د پرتلی وړ نده . په ښاری بسونو ، مترو او نورو وسیلو کی به خلګ د یوه مخه په کتاب ، ورځپاڼو ، مهالنیو او د نورو چاپی رسنیو په لوستلو لګیا وه . څو ورځی وړاندی دلته په ډنمارک کی ښاری بس ته وختم او پر یوی چوکۍ کښیناستم ، څنګ ته می پر خالی چوکۍ یو براشور له چانه پاته شوی پروت وو . ماته چی دکتاب لوستلو سره مینه د ځوانۍ له وخته پاته او لاهم د نیکه مرغه کمزوری شوی نده ، هغه می را واخیست او ورقی می پرله واړولی . د براشور نوم ( ایا ژوند یو خلقت دی ؟ ) وو او منځپانګه یی دا وه څو د علمی دلایلو پر بنسټ وښئی چی دځمکی کره په پلانیزه ډول د ژوند کولو د پاره ډیزاین شویده نه داچی دیو لړ طبعی پیښو تصادفی پایله ده . داچی زه یو معدن پوه یم او دځمکی پیژندنی په څیړنو کی می ټوله ځوانی تیره شویده نو د براشور هغه برخه چی ددغی موضوع سره یی تړاو درلود راته په زړه پوری و ایسیده او په ځیر می ولوستل ، وروسته می پښتو ته وژباړل او د کمپیوټر حافظی ته می وسپارل . تیره ورځ زما یوه فرهنګی دوست او وتلی فلسفه پوه ډاکتر شیراقا حرکت د تل پشان خپله نوبتی لیکنه چی د فلسفی بحث لړۍ ده ، دبریښنالیک په مټ ګویا د ارزونی په موخه راولیږل . دلوستلو سره می خپله هغه نوموړی ژباړه رایاده شوه چی تازه می ژباړلی او د کمپیوټر په ارشیف کی می پرته وه . دا ژباړه راته دده ددغه فلسفی بحث د پخولو په موخه اړینه ښکاره شوه او و می پتییل چی دهغه په تړاو یی نشر ته وسپارم . ځمکه د میلیارډونو کهکشانونو په ډله کی د یوی ذری په توګه هغه خلقت دی چی موږ ته یی د معرفت توان را په برخه شویدی او په همدغه موخه یی د نوموړی فلسفی بحث سره تړاو ور کول بیځایه کار نه بولم . هیله ده حرکت صاحب یی ولولی او د خپل پیل کړی فلسفی بحث سره یی اړینوالی یا نه اړینوالی و ارزوی . حرکت صاحب د خپل دغه بحث پیل داسی کوی : « په دې جهان کې دټولو خلقتونو نشئت او اغاز د الاهي ذات پورې اړه لري . الاهي ذات یواځې د الاهي خلقتونو له مخې ، چې د الاهي علم په بنیاد قانونمند پېدادي ، دانسان لپاره د انساني مقدراتو په کچه د معرفت وړ ګڼل کیږي . . . . . انساني معرفت په حقیقت کې له مختلفو لارو عملي ګڼل کیږي : ۱) ټولنیز چاپېریال ،چې مونږ ترې په شعوري لحاظ متأثر او متحسس او ارتباط کې یو . . . . ، ۲ ) طبیعي چاپېریال دې ،چې زمونږ د ژوند وسایل او شرایط برابروي . . . . . . . همدغه عالم الاسباب دې چې دالاهي علم له مخې قانونمند پېدا دي ، قانونمند پایي او قانونمند بدلون او تکامل مومي . . . . » تر لوړی لنډی سریزی وروسته چی د یوه خلقت په توګه یی د ځمکی د کری او ورباندی سمبال شوی ژوند تړاو د حرکت صاحب دفلسفی بحث سره په ګوته کاوه ، دا تاسی او دا هم د هغه براشور څخه پښتو ته ژباړل شوی متن : د ځمکی پر کره باندی ژوند د یوه لړ فکتورونو له برکته منځته راغلی دی چی بیله دغو فکتورونو څخه یی تصور هم د امکان نه وتلی کار وو . که دغه فکتورونه ( یو نیکمرغه تصادف ) وګڼو، ډیره برخه یی ترشلمی پیړۍ پوری هم لا هم ناپیژندل شوی وه . ۱ – د ځمکی ایډیال ادرس : که څوک غواړی خپل ادرس چاته ورکړی ، نو تر ټو مهم توکی به یی داوی – د هیواد نوم ، دښار نوم او د کوڅی نوم چیری چی ژوند کوی . که وغواړو د ځمکی د کری ادرس ولیکو ، هغه به خامخا داسی وی : هیواد ( کهکشان ) ، ښار ( لمریز نظام یانی لمر او ورسره تړلی سیاری ) او کوڅه ( هغه مدار چی ځمکه یی په دغه نظام کی لری ) . د استرونومی ( ستوری پیژندنی . ژباړ ) او فزیک د پرمختګ له برکته اوس څیړونکی پدی پوهیدلی دی چی په بی پایه جهان ( فضا ) کی د ځمکی دغه موقعیت ځانګړی ښیګڼی ورته اماده کړیدی لکه : لومړی داچی زموږ لمریز نظام یو ایډیال ځای لری چی نه دکهکشان مرکز ته ډیر نژدی دی او هم نه ډیر ورڅخه لیری دی . څیړونکو دا معلومه کړیده چی که لمریز نظام بیله دغه بل هر ځای پروت وای ، هلته به د ژوندی موجوداتو د پیدا کیدو او پایښت امکان نه وای ، ځکه یی نو یوازی دغه موفعیت د « داستوګنی ساحه » بللی ده . یوازی همدغه ساحه ده چی د ژوند د پاره ټول اړین عناصر ( Elements) دکومو بیله شتون څخه چی ژوند امکان نلری ، ور پکښی را ټول شویدی . که لدغی ساحی نه په زیات لیری واټن کی زمو ښار ( لمریز نظام ) پروت وای نو دنوموړو عناصرو ډیره لږ برخه هلته منځته راتلای شوه او که چیری بیا لدغه اوسنی واټن نه مرکز ته نژدی پروت وای نو هلته به د ژوند امکان پدی خاطر نه وای چی د وژونکو تشعشاتو کچه ډیره لوړه ده . دا هغه څه دی چی په ( Scientific American ) ژورنال کی راغلی دی . پدی توګه ویلای شو چی زموږ لمریز نظام د ژوند دپاره په ډیره ایډیاله ساحه کی پروت دی . ۲ - د استوګنی دپاره ایډیاله کوڅه : زموږ د اوسیدلو کوڅه یانی په لمریز نظام کی د ځمکی د کری مدار همدارنګه ډیر ایډیال موقعیت لری . دا مدار دلمر څخه نژدی ۱۵۰ میلیون کیلومتره واټن لری . که لدغه واټنه نوموړی مدار زیات لیری وای نو هلته به دومره یخنی وای چی د ژوند امکان یی له منځه وړی او لدی نه که زیات نژدی وای نو د ډیری ګرمی له کبله به ژوند هلته امکان نه درلودلای . داچی د ځمکی مدار د لمر پر شاوخوا دایروی ته ورته لاره وهی ځکه یی نو واټن د لمر څخه د کال په ټوله موده کی تقریبا په برابره کچه پاتیږی . لمر بیا پخپله یو ایډیال برقی سټیشن ګڼلای شو چی مناسب لویوالی لری او د ژوند د پاره په اړینه کچه انرژی تولیدوی . په همدی خاطر پر ځای خبره ده چی د « ځانګړی ستوری » پنامه یاد شویدی . ۳ - یو ډیر مناسب ګاونډۍ : ښه ګاونډۍ د اوسیدلو د پاره مهم شرط دی . که چیری د ځمکی د کری دپاره یو ښه ګاونډۍ انتخابول پکار وی نو تر سپوږمۍ پرته به بل مناسب ګاونډۍ پیدانشی . د سپوږمۍ قطر د ځمکی د قطر نژدی څلورمه برخه دی . په لمریز نظام کی د نورو سپوږمیو په پرتله زموږ سپوږمۍ د ځمکی دکری په تناسب ډیر مناسب او ایډیال لویوالۍ لری . ددی ګاونډی ګټورتوب دبیلګی په توګه دادی چی د سپوږمۍ له برکته په بحرونو کی مد او جزر منځته راځی کوم چی د ژوندنی چارو پخاطر د چاپیریال د پاره ډیر اهمیت لری . لدی نه پرته سپوږمۍ ددی لامل هم ګرځیدلی ده چی دځمکی د څرخیدو محور ثابت ساتل کیږی . دسپوږمۍ پرته چی ګویا دځمکی سره ګنډلی ده ، ځمکه به متزلزله پر مدار ګرځیدلای او دا امکان یی هم وو چی پر یوه اړخ چپه شوی وای .. دی کار کولای شوه چی د اکلیم او مد وجزر د پاره خطرناک تمام شی . ۴ - د خمکی ایډیال میلان او څرخیدل : پر خپل شاوخوا باندی د ځمکی د څرخیدو محور نژدی ۲۳،۴ درجی میلان لری او دا شی ددی لامل ګرځیدلی چی د کال څلور فصله منځته راشی ، مناسبه د حرارت درجه تامین شی او د اکلیم بیلابیل زونونه پیداشی . د« Rare Earth- Why Complex Life Is Uncommon in the Universe » پنامه کتاب کی لیکل شویدی چی پدغه کچه د میلان درجی ځمکی ته ډیر ایډیال حالت ورکړیدی . بل ایډیال شی دلته د ورڅی او شپی اوږدوالۍ دی چی دځمکی د وضعی حرکت ( پرخپل شاوخوا څرځیدلو ) له کبله منځته راځی . که ددغه څرخیدو چټکتیا له اوسنۍ کچی نه ټیټه وای ، د ورځو اوږدوالي زیاتیده او د ځمکی هغه برخه چی لمر ته څیرمه راتله ، ډیره زیاته به ګرمه او هغه مقابل اړخ به ډیر زیات سوړ وای . که چیری د څرخیدو چټکتیا له اوسنۍ کچی نه ډیره زیاته وای نو د ورځو اوږدوالۍ به دشپو په پرتله کم وای ، نه دریدونکی توپانی بادونه او نوری زیان رسونکی پدیدی به منځته راغلی وای . د لومړۍ برخی پای نوربیا |
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
Copyright © talafghan.com 2004-2012 All rights reserved. talafghan@gmail.com |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||