ليكنـــــــــــــــــــې

 

نجيب الله زاخېلوال     

 دطب مجلې ګيله

خدای  شته زړه مې نه کيږي چې دخپلوستونزو په اړه خوله ورانه کړو٠ خو بس کله چې انسان ديوې ستونزې سره لاس اوګرېوان شي او بيا يې څوک لاسنيوی ونکړي نو ضرور يې ګيله کيږي٠

داچې دطب مجلې له نومه ښکاري چې دا يوه روغتيايي مجله ده٠ دهيچا سره په هيڅ  سياسي برخه کې اړېکې نلري٠ موخه يې يوازې روغتيا يې خپرونې دي اوبس!

چې ځان ته مو همدغه جنجال جوړ کړی چې دکوم خان لالا په دربان کې موځان نه دی تړلی.

 موږ ددوه عمده ستونزو سره مخ يو چې يوه ستونزه مو دطبي ليکنو دکموالی ستونزه ده. په دې ماناچې دليکنې لپاره دکوم ډاکټر صاحب دروازه وټکوو اود طب مجلې کچکول ورته د مضمون دخيرات لپاره وړاندې کړو. نو خيرات راته (وخت راسره نشته ) په کچکول کې واچوي. او بياچې همدغه ډاکټر صاحب سره کېنې. بس افلاطون، سقراط او بقراط به په خپلو شاګردانوکې هم نه شميري.

هو! رښتياده چې دچاماديات موخه شي نودخدمت اوټولنيز ژوندڅخه يې زړه وګرزي. او يوازې دمادياتودپيداکولوپه فکر کې وي. اوپه همدې فکرکې دورېځو اوښان جوړه وي. هره ورځ دځان دمشهورتيا لپاره لوحه بدلوي کله دځان نه متخصص جوړ کړي. کله په لوحه د ٣٦٠ ناروغيو نومونه لکه د حکيمانو وليکي او دځان نه پروفيسور جوړ کړي٠٠٠٠٠٠

 که چا ته دمادياتولپاره کچکول وړاندې کړو بس دا خو شين کفر دی ځکه خيرات غوښتل حرام دي. او نن سبا خو خيرات، صدقات، زکات او فطرانه ورکول هم ځانګړو خلکو (مجلو) ته ورکول کيږي. یانې هغه مجلو ته ورکول کيږي. چې د خيرات په بدل کې څه پر ځان منلی شي. که نور هيڅ نه وي نو دلالا ٢٠ متره په ٢٠ مترو کې رنګين عکس به ضرور په مجله کې د هغه دتوصيف سره خپره وي.

خو په هر حال!موږچې کله طب مجله پیل کوله. نو خدای شته داميدونو سره په څنګ کې مو پر ځان دمادیاتو ستونزه منلې وه. چې زموږ خپرونه به ټکنۍ، ټکنۍ ياپه نوې استلا مهالنۍ به خپريږي. خودامونه وه اټکل کړې چې دمادیاتو دستونزوسربېره به دمضامينودقحط اووچکالۍ سره هم مخ شو.

 خوداخبره موږپه زغرده کوو. موږد خدای په توکل اوپه افغاني غرور او دخواږو په اميد پيل کړی. چا ته اسره نه کوو خودچاله خيرات څخه مخ هم نه اړه وؤ . بياوايود خپل هوډ څخه تېرېدونکي نه یو. تصمیم دبري لمړی شرط دی.

موږ دغه خپرونه درې کاله وړاندې په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنګي مرکز په مرسته په ننګرهار کې له چاپه راوويسته. ددې خپرونې څلور مهالنۍ ګڼې چاپ شوې. چې دروغتيا او د روغتيايي ستونزوپه اړه پکې پکې بېلابېلې پوهنيزې ليکنې خپرې شوې. مګردڅه مودې راپردېخوا دغه خپرونه داقتصادي ستونزو له امله د چاپ جوګه نه ده.

يانې تشه لاسه ته مې دښمن يې. که غواړئ چې د نوموړې باارزښته خپرونې څخه افغانان دخپلې روغتيا په اړه ګټه واخلي. اودغه خپرونه سقوط نشې کولی شئ پخپلو مرستو يې ژوندۍ وساتئ. راشئ او په دغه صدقۀ جاريه کې کډون وکړئ . خپلې هر اړخيزه مرستې په لاندې پتو راستولی شئ٠ 

Plus Giro: 1060478-3

Reciver ( Mottagare) : Afghankst Akademiskt kulturcentrum (AAKS)

Tel : +46 40 132541

Mob: +46 735827865

 لوستونکي کولی شي طب مجله پدې ويبپاڼه ولوولي.

www.tolafghan.com/mojale/theb.html

 خپلي ليکنې او مشورې موږ ته پدې برېښناليکونو راولېږئ.

teb.jbd@gmail.com

najibullahzakhilwal@yahoo.com

ستاسي دمرستو او همکاریو په هيله

 

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.