|
شرف
الدین عظیمي
له
مکعب شکل سره لوبې له مکعب سره لوبې د ماشوم د ژبې ځواکمنتیا ډیروي .د خبر د نړیوالې شبکې د یوه رپوټ پر بنسټ څیړوونکو په ۱۷۵ماشومانو چې عمر یې 5 / 1 تر 5 / 2 کلونو پورې رسیده په دوه بیلو ډلو کې څیړنه تر سره کړې او د هغوی د ژبې پّه اړه یې پر مکعب د لوبې په اغیزه ارزونه کړې . او دا پایله یې لاسته راوړې چې ماشوم شپږ میاشتې وروسته له پیداکیدو له مکعب شکل څخه په کارونه نظر نورو ماشومانو ته ۱۵ په سلو کې ژر د خبرو کولو په مهارت پیل کوي . د ماشومتوب پړاو د ماشوم په ذهني وده کې له یوه لو ی اهمیت څخه برخمن دی په دې ډول چې د یوه نوي پیداشوي ماشوم د مغزونو اندازه تر دوه کلنۍ پورې د درې برابره په حدودو کې وي ، نو له دې عمله په دغه پړاو کې هر ډول فعالیتونه د ماشوم په ذهني وده کې ډیر اهمیت لري . |