|
((د ناروغيو د كنترول او مخنوي له پاره مركز))
نومــــې
ټولنــــــې لــه خپـــــــرونو څخــــــــــه :
ژباړه او
زيــــــاتونه :
ډاكتــــر
ج- سمـــون
|
پــــــــــــــه دارو كــــــــې چـــــــــې ښـــه نيــــــت
وي
دارو نـــــــه وي
عبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــادت وي
عبــــــــــــــــــــــــــــــادت پـــه روغ صــــــــورت
شـي
ګڼــــــــــــــــه كلـــــــــــــــــــــه
عبــــــــــــــــــــــــــادت شي
|
|
( سترخوشال خان خټك)
د انتي بيوتيكـــو د سمـــې او نا
سمـــــــــې
كارونـــې په هكلـــه څـو لنـــــډې يادونــــې :
كله چــې چاته ځـان ناسـازه او نا جـوړه وبرېښـي نو خامخا به
غواړي چـې روغتيـــا- سلامتيـــا يــې ژرتر ژره بېــرته
راوګرځـــي .
په ياد ساتــئ چــې د ټولــــو نا خـوالـــــو او
رنځــونو ځـواب دا هم نـه دى
چــې څوك دې ارومروانتــي
بيوتيـك(Antibiotic)
دارو وكــــــــــــــــاروي
.
دا لارښـودپاڼه به
له تاســـې سـره دا مرستـــه وكـړي چــې څه وخت انتـي بيوتيك
وكارول شـي او څه وخت يـــې كارول هســې عبث خـــواري ده . كـه
يــې په نورو خبــرو ځـان پوهــــول غواړئ نو خپــل نــږدې
روغتون يا كتنـــځي تــه لاړ شـــئ ، لــه رنځپــــوه- روغتيـا
پال ( ډاكتـــره ) څخه مو هيـــله وكـــړئ چـــې په دې برخـه كـې
درته تــــر ټـــولو ښـه لاره او ګودر وښيــــي ، او يـا موږ په
خپــل برېښناليك (E-mail)
كې وپوښتـــئ ،
ځواب به يـــې تر هــــاغه ځـــايه چــــې زموږ د وس لاس پرې
بر وي ، په همدې جالپــــاڼه(talafghan.com)
كـــې تر
لاســـه كــــــړئ .
د
بكټرياوو لا ځواكمنـــي، د يو خطــــر په حيث :
د
انتـي بيوتيــكو هر وخت او بېځايه كارونــــه څــــه
ستـــــونـــزه زېـــــږوي؟
د انتـي
بيـوتيــكو بېـځــــايه كارونـــه د دې سبب ګرځــــي چــې ځينـــې
بكټرياوې دې ځـــان د انتي بيـــوتيكو په مقـــابل كــې ځواكمــــن
كړي . كلــه چـې بيـا دا ځواكمنـــې باكټــرياوې د نــا روغۍ لامل
وګرځي ،خورا ډېـــرې غښتـــلې وي او انتـــي بيوتيكونه يــې بيا
په اسانۍ نه شي وژلاى . په بـــدن كـــې د داســې غښتـــلو
باكټــــرياوو شتون د داســې سختـــو ناروغيـــو سبب كېداى شــــي
چـــې په انتي بيوتيـــكو يـــــې هـم درملنــــــه نــــاشونې
شـــي، نـــورې پيــــــاوړې درملنـــــې تـه اړتيــــا پيدا
شـــي او خبره ان د روغتون كټ پرېــــوتو ته، رسېـدلاى شـــي
.
د
انتي بيوتيكو په مقـــابل كې د ځواكمنــــو باكټـرياوو د انتان (
ناروغۍ ) څخــــه د مخنيـــــوي لپاره په كار دي چــې د انتي
بيوتيكـــو د بېځــــايه او بې وخته كـــــارونې څخـــه ډډه
وشــــي .
انتي بيوتيكونه تل غوټه پرانيستونكي(علاج) نه وي:
د ډېـــري
ناروغيــــو لامل دوه ډوله جراثيم (ميكروبونه) وي ، يو ډول ته
يـــې پـه انګرېــــزۍ ژبـــه بكټريا (Bacteria)
او بـــل ډول ته يـــې وايرســـــــــونه (Viruses)
وايي .
انتي
بيــــــوتيك دارو يوازې د هاغو ناروغيـــــو لپاره وي چې
د بكټــــرياوو له كبلـــه پيدا شوې وي ، نه د وايـــرس
زېږندو ناروغيـــو د درملنې لپــــاره .
ستونى يا مرۍ خوږ
، د سينه و بغل(Pneumonia)
ځينــې ډولـونه او د مخ او كـــــوپړۍ د هډوكو د منځــــنۍ
برخې يا(Sinus)
انتانات د بكټــــرياو څخه پيدا كېږي ، چـې انتي بيوتيك دارو
كارول ورته ، د ســــــــــول ( عقل) كار دى.
يخنۍ وهل يا باد
وهل (Common cold)،
رېزش (Flu)
او ډېري ( اكثره) ټوخي چې د وايرسونو له كبله پيدا كېږي، نه
ښايـي چــې څوك دې ورنه د خلاصـــــون لپاره له انتي
بيـــــوتيكو مرستـــــه وغواړي .
كه د
وايرسي انتان له پاره څوك انتي بيوتيك كاروي نو:
-
د
انتــــــان درملنــــــه به يــــې ونه شــــي .
-
د
تللــــې روغتيــــا د بيـــا راګــرځــونـــې ســره به يــې
څـه مرستــه ونه كړي .
-
نـورو تـه به يــې د نــاروغۍ د لېږدونـې د مخنيوي په
باب مرستــــه نه وي كـړې .
يو ځل بيـا درته
د يخنۍ وهلو او رېزش
د عـــلاج لپاره ، د
انتــي بيوتيكو د
نه كــارونې
سپــارښتنـه كــوو!!!
كه
چېــرې د داســې باكټـريايـي نـاروغـۍ لكه ستوني خوږ لپاره، انتـي
بيـــوتيك دارو درته ډاكتــر ليكلـــي وي نو په يـــاد ساتئ
چــې دارو تــر پـــايه ( تــر خلاصېـــدو) وكـــاروئ . د دارو
څـه برخه كـــارول به د بكټريايــي انتــان يـــوازې د يو
څــه برخــې ، نه د ټول انتان يا ټـــــولې ناروغــۍ درملنه وي
.
د ټـــولو
درملـــــو تر پـــايه نه اخيـــستنه او نه كـــارونه، درملـــو ته
د ځواكمنـــو باكټــــرياو د ودې لپاره ، مـرستـه ده .
د دې لپاره
چــې پــوه شئ ناروغتيـــــا مـو د وايرس له كبله ده او كـه
كومه باكټــريايـي ناروغي ، ښــه بـه دا وي چــې خپـل
روغتيـــاپال (ډاكتر) وپوښتـــئ او چــې څـــه هغـه درته وايــي،
هم هغســـې وكړئ .
هوښيار
اوسئ:
-
انتي
بيوتيكونه زورورې دواګانې دي ، خو د ټولو ستونزو حل نه دى .
-
په نا سمه
توګه كارونه يې ، د روغتيا لپاره ستونزېږنتيا ده .
-
انتي
بيوتيكونه د ډېري بكټرياو لپاره درمل ، خو د وايرس لپاره هېڅ
هم نه دي .
-
بكټرياوې
وژني ، نه وايرسونه .
-
كه ناروغه
شئ ، انتي بيوتيكونه تل مرستندويه نه وي
.
څښــــتن
تعالى ( ج ) مــو ستـــــر رنځپــــوه او رغـــــــونكى دى .
|