ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

 

نيك محمد ويال-مسكو

د ايډز ناروغۍ په وړاندې  ۸۰ نوي  جوړ شوي درملونه

د امريكا د درمل جوړونكو د اسېمبلۍ مشر په خپله وينا كې وويل چې فعلا په نړۍ كې په ۸۰ و نوو دواګانو كار روان دى چې په هغوۍ كې ۱۵ واكسين هم شامل دي.

دا دواګانې اوس په روغتونونو كې په ناروغانو ازمويل كيږي ، نوموړي زياته كړه چې له دې ډلې څخه يوې ډلې دواګانو ښه نتيجه وركړي ده چې په دا لنډ وخت كې به د عمده استعمال لپاره بازار ته راووځي . همدا ډول يې وويل چې تر ټول لوړ رول واكسينو ته وركړل شوى دى هغه دا چې دا واكسينونه د ايډز ناروغۍ په وړاندې خاص معافيت جوړوي همدا ډول د ناروغۍ ويروس ته په وجود كې د نشرېدو مخه نيسي.

لټونكى تل ميندونكى دى د ويلو ورسته يې د لومړي ايډز ويروس ضد درمل (ازيداتيميدين يا زيدوودين) په هكله خبرې وكړې چې د ناروغۍ د لومړي ځل  پيدا كېدو نه څلور كاله ورسته جوړ شوى دى.

دواګانې خو ډېرې دي ، داسې معلوميږي چې د ايډز ويروس د مرګ خوند نه څكي هغه دا چې په نړۍ كې هره ورځ څه نا څه ۱۵ زره تنه د ايډز په رنځ اخته او په دا وروستيو څلورو كالونو كې تقريبا ۶ ميليونه تنه د ايډزويروس د مرګ كندې ته اچولي دي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.