د تل افغان وېب پاڼې په هكله د درنو دوستانو گروهې، مشورې اوپېرزوينې   ( ۱ ) 

 
 

 

 گردانندگان محترم سايت 28 - اسد

 برېښناليك پته

esteqlal_28@hotmail.com
     
 
 

 

گردانندکان محترم سايت تل افغان!

با مسرت فراوان آغاز سومين سال نشراتي سايت تل افغان را از صميم قلب بشما تبريک عرض ميداريم.
تل افغان بمثابه يک سايت غير وابسته ولي متعهد به اصل منافع ملي افغانستان طي دوسال فعاليت هاي  پر بار نشراتي خود در تقويت و ارتقاي هويت و غرور ملي افغانها ، افشاي جنايات گروه ها بزرگ و کوچک جنگ افروز، اشاعه انديشه هاي صلح وطني  ودوستي خلق هاي بلا کشيده افغان و ترويج ارزش ها و نورم هاي پسنديدهء جامعه ما، گام هاي مؤثر برداشته است.
بنظر ما موفقيت هاي حاصله تان ناشي از موقف سالم، پشتکار و ابتکار عمل تان بوده و يقين است  که سايت با تداوم اين شيوه کار، در ايجاد افغانستان آزاد،نيرومند و متکي بخود نقش ارزشمندي را ايفا خواهد نمود.

اجازه بدهيد، در سالي که پيشرو است و تمام سالهاي بعدي براي سايت انترنيتي تل افغان بمثابه عنصري از نهاد هاي جامعه مدني در جهت گسترش آزادي بيان، صلح ، دموکراسي و عدالت اجتماعي ، فعاليت مؤثر و موفقيت هاي درخشان آرزو بداريم.

با تقديم احترامات فائقانه
گردانندگان سايت 28 - اسد

 

 
   
 
 

 

ښاغلى بصير بهير وردك

 برېښناليك پته

baseer_baheer@yahoo.com
     
 
 

 

د تل افغان د ويب پاڼې درنو چلوونکو هر يو ښاغلي ډاکټر صاحب جمشيد سمون او ښاغلي نيک محمد ويال!
د زړه له تله  مې سلامونه او درناوي ومنئ
ستاسو د وېب پاڼې د کليزې د رادبره کېدو له امله تاسو او د دې وېب پاڼې ټولو ښاغلو او آغلو ليدونکو او لوستونکو ته خپلې مبارکۍ وړاندې کوم .ستاسو د دې لوی چوپړ په مقابل کې زه هسې کلمې نه لرم چې درته وړاندې يې کړم ستاسو ستايل زما له توانه وتلی کار دی .خو بايد يوه خبره وکړم هغه دا چې :ډېر خلک به کېدای شي دا ګمان وکړي چې پښتو ژبه يوه غني ژبه ده هر څه لري ولې زه بيا دا وايم چې پخوا يې نه لرل ولې اوس يې لري او هغه مهمه خبره دا چې تاسو پښتو نړيوالو ته ورپيژندلې او نړيوالو ته مو د پښتو خواږه توري او جملات وړاندې کړي دي
لنډه دا چې ستاسو د وېب پاڼې د يوه لوستونکي په صفت خپلې مبارکۍ بيا درته وړاندې کوم او ستاسو د دې چوپړ کولو د ستايلو په مقابل کې زه بل هيڅ نه لرم يواځې ستاسو د وېب پاڼې د دوهمې کليزې د لمانځلو په دې درشل کې د ملنګ جان يو بيت ډالۍ کوم:

خادم چې په رښتيا شي څوک د ملک او د ملت
وطن به يې پس له مرګه په مدفن فخر کوي


سوکاله ودان او آباد اوسئ

بصير بهير وردګ
دکابل پوهنتون د کمپيوټر ساينس دڅانګې استاد

 
   
 
 

 

ښاغلى هدايت الله هدايت

 برېښناليك پته

hedayat52@hotmail.com
     
 
 

 

 

د تل افغان و زړه سوانده او سپېڅلي چلونکي  محترم  ډاکټر سمون صاحب ته د مينې او اخلاص سلامونه وړاندې کوم !
 تاسو ، ستاسو همکارانو او ستاسو دښکلې پاڼې ليدونکو او لوستونکو ته د پاڼې د دوهمې کليزې په مناسبت مبارکي وايم .

خدای دې تاسو دوطن سره ستاسو دمينې ، ژور احساس، د پښتو او افغانيت سره ستاسو ملي تعهد، دافغان ولس دښېرازۍ لپاره ستاسو افغاني او زړه سوانده هوډ او هلې ځلې تل  همداسې ژوندۍ ، فعاله او روانې  ولري .
تاسو په روسيه کې په خپلو مټو سره د يوې ملي او افغاني پاڼې تشه دتل افغان د دغې ملي افغاني پاڼې له  ﻻرې ډکه کړې ده، په دې هکله هم بايد مبارکي درته وويل سي . داچې دغه پاڼه څومره د خپل ارمان اوشوق سره سم خپله ټاکلې ﻻروهلې ده هغه به په يقين سره بايد ستاسو د محدودو امکاناتو په موجوديت او ستاسو د مينه والو د همکارۍ  په ساحه کې وارزول سي .
نن خو د انټرنيټ  جال او د افغاني سايټونو په دې دونه ښور ماښور کې ښه پاڼه هغه پاڼه ده چې و خپلو لوستونکوته ملي، وطني، افغاني او د ملي يووالي په روحيې
 سره خپلو خورو  ورو  وطنوالو ته دافغانيت دهسکې شملې  د  برم او عزت پيغام ورسوي . داسې پيغام چې بيا د نن ورځې د غوښتونو او ستونزو سره چې وطن مو په راز  راز  فتنو ، مرضو، او د خپل اوپرديو سره په  دښمنيو لاس او ګرېوان دی  مله وي   او خپلې خبرې ولري  . داسې پاڼې او دهغو په لړ کې ستاسو پاڼې ته به ښايي دغه دنده هم مخې ته پرته وي چې دغه جريان  يو له بله سره هماهنګه کړي او ټول   خپلو ملي او افغاني رسالت ته متوجه او هغه ته يې  را وبولي .اوسنى  وخت به ښايي داسې وخت وي چې د تل افغان غوندې بې غرضه او ملي پاڼې خپل وزرونه لا نور هم  وغوړوي او ټول خواره واره افغانان  په خپل غېږ کې راو نيسي ،  دبيا پخلاينې او دوستۍ لارې خلاصې  او د يوه او بل د زغم انساني اوافغاني ارزښتونه خپل کړي .  په رښتيا هم ديوې داسې پاڼې مخ ته بېول چې داسې لوی ملي ، انساني او افغاني هدف يې مخ ته ايښی وي اسانه کار نه دی ، د زړه غوښې غواړي چې بايد ورباندې وخوړل سي!
تاسو خو دغسې نيک او سپېڅلی کار شروع کړی دى، خو  د پاڼې د ﻻ غنا لپاره په کار ده چې  پاڼې ته زيات قلمي همکاران   را وبولئ او دليکنو او ژباړو زيات منابع ورته  تدارک کړئ . داسې همکاران چې دليکنو وزن يې داوسنۍ ﻻنجمنې وضعې و غوښتونو ته په مسؤليت سره ځواب ووايي  .   په لومړي سر کې په همدې روسيه کې ډېر وتلي او پر وطن مين ملي شخصيتونه شته چې دهغوۍ سره د تماسونو نيولو په صورت کې به تاسو و کړای شئ چې خپله پاڼه  سولې او ملي يووالي ته ديوه پٌل په توګه وکاروئ  او خپلې تحليلي، سياسي، فرهنګي او کلتوري ليکنې وهغې لوري ته رهي کړئ چې زموږ د وطن د دغو اوسنيو لانجو د رېښو دانعکاس  موارد پکې را وسپړل شي .

اوس خو روڼ اندي بايد دې ټکي ته رسېدلي وي چې ټول  پروني فکري تناونه چې افغانان يې يو له بله سره لېرې ساتلي وو  له  يوه سره شلېدلي  او افغانان يې پخپلو کې  يو اوبل  د وطن د نويو غوښتونو او ملي ګټو په خاطر سره درک کړي او يو کړي دي . دلته اوس ملي مصلحتونه او د ملي ګټو سوالونه پراته دي کوم چې تر هر څه لوړ دي او هېڅ مکتبي اوايديالوژيکي باورونه  او خنډونه  نه مني . نو کله چې خبره داسې وي ، پرېږده چې په تل افغان کې هر څوک خپله نغمه په پښتو او دري   واوروي  او دانغمه بايد پر ملي يووالي او ملي ښېګڼو او ګټو باندې  بنا وي او دولس ښېرازي يې لوی او لومړنی هدف  وي .

مقصد مې دادی چې تل افغان پاڼه هغه وخت ﻻ نوره هم ښه ځلېدلای سي چې د ليکوالانو دهمکارۍ لمن يې پراخه او په دې ﻻره کې خپل نوښت هم وکاروي څو دا کار شونی وګرځي.
گرانو ! ستاسو د تل افغان د خپرونو دوهمه کليزه دې مبارکه وي . هيله ده چې ستاسو په تلاښ  تل افغان پاڼه د نورو پاڼو په کتار کې  لا نوره هم د ټولو د خوښې په  پاڼه واوړي   .
ډاکټر صاحب پر کار او هڅو مو برکت سه
!

په درناوي
هدايت الله هدايت
اسټرليا
د کال ۲۰۰۶ د اګست پينځمه

 
   
 
 

 

 

 

 

( تل افغان ) د پښتو رسنيو په هسک کې يو روڼ ستوری

د تل افغان د جوړولو دا دويمه کليزه مو بختوره شه

د تل افغان د انترنيتي سايټ بنسټ ايښودونکی ، هڅاند ژورناليست او د پښتو او پښتونوالې د سمون او جمشيدي  برم ليوال  ښاغلی  ډاکټر جمشيد سمون !

د سلامونو او نيکو هيلو په بدرګه تاسو ، ستاسو فرهنګپالې کورنۍ ، ستاسو قدرمنو همکارانو او مرستندويانو ته د ( تل افغان ) د انترنيتي پاڼې د جوړېدو د دويم کال د پوره کېدو له امله د زړه د کومې مبارکۍ او شاباسی وړاندې کوم .

( تل افغان ) د پښتو رسنيو  په ځوان هسک کې د يو څو نورو ستورو تر څنګ داسې يو روڼ او ځلانده ستوری دی چې په ليدو يې د هر افغاندوست  زړه  له خوښيو ټوپونه وهي . دلته ستاسو په سايټ کې ډېر هغه څه شته چې ما په نورو پاڼو کې نه و ليدلي ، تاسو ډېرې داسې ښېګڼې لرئ چې د وياړ وړ دي .

-         ژبه مو سوچه ده

-         ډيزاين مو په  زړه پوری دی

-         موخه  او هدف لرئ

-          پښتو ادب او هنر مو هر اړخيز راچاپېر کړی

-         اړين توکي په خپل وخت خپروئ

-         ملي سياست مو غوره کړی

-         ملي يووالي ته ژمن ياست

-         په هېواد کې دننه ټينګې اړيکي لرئ او داسې نور

دا او دې ته ورته ډېرې نورې ښېګڼې شته چې ستاسو اونلاين کار يې له تېرې ورځې ، نن ته ښه کړی او باور دی چې  سبا به لا ښه شي .

خو د چارو د ښه سمون او لوړتيا لپاره زموږ وړانديزونه  ستاسو حضور ته په لاندې ډول  راټولوو :

-         که ستاسو دغه سايټ پوره يوې برخې ته نه  ځانګړی کيږي نو څه نا څه خپله  د زړه موخه مو زياته برجسته او ځانګړې کړئ

-          که له روسيې او شا او خوا هېوادو څخه د افغاني فرهنګيانو د ژوند او کار په اړه ژوندي خبرونه ولرئ نو د نړۍ په دې برخه کې  به دپښتو فرهنګ ښه معرف شئ .تاسو کولای شئ د پخواني شوروي اتحاد  په ټولو جمهوريتونو کې  د شوروي پښتو پېژندونکو  له هڅو سره موږ لا پسې اشنا کړئ .يا په بله وينا که دا ټوله نړۍ په څو برخو ووېشو نو د روسيې او شا او خوا هېوادو برخه به تاسو ته وسپارو چې  زموږ اړتياوې په همدې برخه کې ترسره شي

-         تاسو ته يو دوه خبريالان دننه په هېواد ګران افغانستان کې په کار دي چې له هېواد نه دننه تاسو ته ستاسو د اړتيا وړ توکي په ژوندئ توګه درکړي .

-         که په روسي ژبه د پښتو ادبياتو  يوه برخه ولري نو د چا خبره غوړي به لاپسې غوړ شي  او همداسې روسي تاريخ او ادبيات په پښتو ژبه .

 

-         د اوس لپاره همدومره  ، خو اجازه راکړئ ستاسو په دغه بختور جشن کې خپل ځان شريک وبولو  او ددغو بختورو ورځو له امله د خپلو مبارکيو مراتب  يو ځل بيا تاسو تازه کړو .

په ياد ولرئ  چې تاسو او د پښتو ژبې  نورو  انترنيتي  زيارکښانو زموږ د ګرانې ژبې هسک  په خپلو دغه شان وياړلو هستونو رڼا  رڼا کړ او دا دی نن سبا پښتو په رسنيو کې د بل هر چا سره ښه سياله شوه .الله مو مل شه

په مسلکي مينه

له ډنمارک څخه د خپلواکۍ دفرهنګي خپرونې په استازيتوب

يوسف هېواددوست

 

ښاغلى يوسف هېواددوست

 برېښناليك پته

hewaddoost@hotmail.com
 
     
 
 

 

 

 

 

دتل افغان د دوه کلنۍ په وياړ د مبارکۍ پيغـــام

 دتل  افغان پياوړو اوقدرمنوکارکوونکو سلام !

زه هم په خپل وارسره دتل افغان وېبپاڼې د خپرونود دوهمې کليزې د رارسېدو په تړاو ټولوکارکونکو، لوستونکواو مينه والو ته د زړه له کومي مبارکي وايم. هيله ده چې لراوبر افغانان دنوموړې ارزښتناکې ويبپاڼې دلا پياوړتيا لپاره خپل پوهنيزګډ کاراو مادي مرسته و نه سپموي . په دې اړوند غواړم چې خپل مثبت نظر په څوکرښوکې لنډ وليکم.

 ۱ ـــــ هغه پوهان  اوټول ليکوالان  چې د تل افغان په ويبپاڼه کې مضمونونه ، مقالې او شعرونه خپروي په لوړه کچه ملي ، وطنپال او په خپل مټ ولاړ شخصيتونه دي. داځکه چې هغوۍ دافغان ولس دطبيعي اوديموکراتيکو حقوقو څخه په ملي اونړيواله سويه دفاع کوي.  د بيلګې په ډول هر څوک چې يو مضمون ليکي نو ددې لپاره پوره وخت اود فکرکولو انرژي په کارده. په صنعتي نړۍ کې وخت د پيسو سره سم سيخ تړاو لري  . نوموړې کړنلاره د ملي شخصيتونود کرکتر يوه وتلې نښانه ده.

۲ـــــ افغان هر اړخيزې موضوعګانې لکه اسلامي پوهه، سياسي پوهه ، کلتوري پوهه، د طبيعي علومو پوهه ، ورځني تازه خبرونه او نور دټول افغان ولس لپاره وړاندې کوئ . دا په دې مانا چې دهرچا لپاره پکې ځاى شته اود خپل زړه موضوع پکې پيداکولاى شي.  دبېلګې په ډول کله چې يو بېګا ما د تل افغان ويبپاڼه خلاصه کړه نو مې سترګې دلراوبرافغانستان يو نامتوملي اوعلمي شخصيت خداى بښلي ډاکترکبير ستوري د مړينې په غمجن خبرتيا ولګېدلې ( اروا دې يې ښاده وي ).  سمدلاسه مې د ارواښاد دکورنۍ سره تليفونې اړيکې ونيولې.

۳ ـــــ دتل افغان ويبپاڼه دافغان ولس د   ځوانانوپه نوښت او ابتکار سره دوه کاله دمخه پيل شوه. په داسې حال کې چې زموږ ځوان نسل د جګړوپه اوږدو کې خپل وطن هيرکړی دی او حتى ځينې يې په مورنۍ ژبه هم نه پوهيږي خو په همغه کچه د  تل افغان ويبپاڼې ځوان روڼفکره  کارکوونکي د ستاينې او قدروړ  ملي او کلتوري شخصيتونه دي چې دلوى څښتن (ج) په الهام سره دا دنده ورته سپارل شوې ده او زه هم هغوۍ ته دزړه له کومي مبارکي وايم اولا برياليتوب يې غواړم.

۴ ـــــ په دې اړوند دومره ويلاې شم چې د بي بي سي(BBC)  پښتوڅانګې هم لا تراوسه دومره زړه ورتوب او يا نوښت پيدا نه کړ چې دافغان ولس ډيرکي پښتون قام  په يو ډيرمهم طبيعي حق يانې مورنۍ ژبې پښتو په هکله ددولت څخه ديوه ګردي ميز په خپرونه کې  داپوښتنه وکړي چې په کوم ملي او نړيوال قانون سره  دافغانستان په دفترونو ، سفارتونواو ښونځيو کې دپښتو ژبه نشته او نه ورته څوک اهميت ورکوي. په داسې حال کې چې دتل افغا ن ويبپاڼې  کارکوونکو دافغان ولس  دپښتو ژبې موضوع رامنځته کړه او په دغه ډول تګلاره سره يې د ټولې نړې پام يوې کلتوري نيمګړتيا ته راوګرځولو چې ګڼه  د ژبې موضوع دافغانستان دسولې سره سم سيخ تړاولري.

 ۵ـــــ څرنګه چې زما عمر اوس د شپيتو کالونو څخه اوښتی دی نوداسې اټکل کيږي چې په ټول افغانستان کې دپښتوژبې پلي کيدل په رسمي دفترونو، عالي مؤسسو اوورځني ژوند کې به هغه ارمان پاتې شي چې ګورته به راسره يوځاې ولاړ شي. د پښتوژبې موضوع د ډيرونامتو ملي اواصيلو پښتنوارمان په خپل ژوند کې پوره نه شو. د بېلګې په ډول اروا ښاد وزير صاحب محمد ګل خان مومند چې شعار يې داسې پيل کيږي: (پښتو ويل، پښتوليکل او پښتولوستل). همدارنګه زما يو ډير نږدې ملګری ارواښاد ډاکترکبيرستوری چې د خپل ټول ژوند مادي پانګه او وخت يې د پښتوژبې او کلتورپرمختيا او په هيواد کې پلې کول په کارواچولو نوموړي ارمان ګورته ور سره يووړ. داټوله غميزه ځکه منځته راغلې ده چې پخپله پښتانه د پښوژبې د ښمنان دي يا نې دځان وژنه کوي. په جنېتيک پوهه کې دغسې ناروغۍ ته اپوپتوزې يانې پروګرام شوې ځان وژنه وايي (Apoptose) . په دې اړوند درحمن بابا يو شعرته به غوږکيږدو.

درقيب علاج اســــــــــــــــــــــان دی بلا داده
 زه رحمـــــــــــــــان د خپله ياره نا ويســـــا يم
اوس مې ځای په دې جهان کې پاتې نه شو
چې اووښتی تر چهل او تر پنجـــــــــــــــاه يم

۶ ـــــ په اخير کې زه دومره ويلاې شم چې دافغان ولس دکلتوراوپه نړيواله کچه د روڼفکرانوهر اړخيزه ډلو يوځاى کول، دهغوۍ دفکرتحليل، او دپښتو ژبې دادبياتوزده کړه  د تل افغان ويبپاڼې د منځته راتلو سره سم پيل شوه. دا دومره غټ کار اووطن ته سپيڅلی خدمت دی چې حتى تراوسه پورې پخپله دافغانستان حکومت هم نه دی تر سره کړی. د بېلګې په ډول دډېرو مسلکي پوهانومضمونونه او همدارنګه زما د هستې فزيک لکچر نوټونه سم سيخ د کابل پوهنتون، دننګرهارپوهنتون د کندهار پوهنتون اود خوست افغان پوهنتون دزده کونکو له خوا د تل افغان ويبباڼې له لارې لوستل کيږي.

۷ ـــــ زه پخپله د تل افغان ويبپاڼې سره د راتلونکي وخت لپاره هم خپله هر اړخيزه مادي ،معنوي او مسلکي مرستې ملاتړ په ډاګه کوم اوهمدارنګه نورووطنوالوته هم  بلنه ورکوم چې  سمدلاسه  خپله مادي ، علمي او کلتوري مرسته د نوموړې ويبپاڼې سره پيل کړي.

 ۸ ـــــ پښتنوپه ټول تاريخ کې ددې وس پيدا نه کړ چې لکه دنوروژبو په څير په پښتو ژبه کتابونه او اثار وليکي. په خواښينۍ سره بايد ووايو چې پښتنودزرګونو کالو څخه راپدې خوا دژوند ټول وخت په جګړوکې تېرکړاو ژبې او کتاب لپاره يې يا داچې وخت پيدا نه شو اوياداچې دناپوهۍ له سببه دپام څخه وغورځوله .  په دې اړوند دپښتون قام نوميالی شاعر، فيلسوف اواسلام پوه رحمن بابا داسې وايي:

ما چې خال داستا د وريځوپه ميان وليد

نه بل هسې رنګ امام شته نه محـــــــراب

يوکتـــــــــــــاب هم په سړبن کې چاوه نه کړ

بې رحمــــــــــانه چې يي ا وکړ دا کتــــــاب

                                         رحمـــــــــــــن بــابـــا

۹ ـــــ څرنګه چې   تل افغان ويبپا ڼې په سل ګونومقالې ددووکالو په موده کې   دانټرنيټ له لارې خپرې کړې دي دا جوته کوي چې تاسود پښتون قام هغه  ميړنى افغان نسل ياست چې د پښتوژبې د ارمان بيرغ به اوچت ساتئ او په ټول هيواد کې د پښتوژبې پلي کول د تاسو په غاړه ولويده. خو بيا داهيله کوم چې دغسې نېک خبرزما قبر ته هم راورسوئ .

 ۱۰ ـــــ دا نټرنيت لاره تر ټوله اسانه ، ارزانه، چټکه اواغيزمنه لارده چې په ټوله نړې کې  خواره واره افغانان سره يوځاې کوي او دفکر راکړه ورکړه چمتو کوي.

۱۱ ـــــ په پايله کې زه دزړه له کومې دتل افغان ويبپاڼې ټولوکارکونکو ته دنوموړې سپيڅلي ملي او ولسي کارپر مخ بوولوکې لا نور برياليتوبونه او پياوړتيا غواړم. هيله ده چې دا لړۍ همداسې پايښت ومومي.

 

په درناوی
د كابل پوهنتون د طبيعي علومو پخوانى استاد
  دافغانستان داتومي انرژۍ سازمان  (AAEC) پخوانی  مشر
 د هستوي  فزيک متخصص
پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ
 جرمني

 

 

ښاغلىپوهنـوال ډاکتر
نظر محمد سلطانزی ځدراڼ

 برېښناليك پته

n.sultansei@gmx.de

 
     
 
 

 

 

 

 

دتل افغان مسئول چلونکى ډاکتر صاحب سمون !
دتل افغان دويب پاڼې دوهمه کليزه درته  نيکمرغه اوسه .  
اجازه راکړئ تر هر څه دمخه دتل افغان ويب پاڼې  دفرهنگي ،سياسي علمي او ادبي چوپړ ددوهم کال دتېرېدو  له امله تاسو ،ستاسو قلمي همکارانو ، لوستونکو اومينه والوته په افغاني او انساني مينه  خپل دزړه له کومي مبارکي اونېکې هيلې  وړاندې کړم   .

 که څه هم تاسو ډاکتر ياست پوهېږم چې په همدغه داوسني اوسېدوپه ځاى کې هره لحظه له څومره ناخوالوسره لاس اوپنجه نرموې ،بياهم  ستاسو پراخه حوصله او دخپل هيواد د ولس  له راتلونکي سره  علاقې په رښتياسره تاسو ته خداى پاک داسې يوه عاطفي انرجی او قوت  درکړى چې پر يوه سر ډير ارزښتمن  اطلاعاتي ،علمي ،تاريخي ،سياسي ،حقوقي ،هنري او فرهنگي مطالب او انځورونه دخپلو هيوادوالو دسياسي او اجتماعي شعور دسطحې دلوړتيا اوپوهاوي لپاره  دهمدې ويب پاڼي  له لارې هره ورځ پر خپل وخت خپروئ  . هر بااحساسه او بادرکه افغان به ستاسو دا  ملي او انساني چوپړ هيڅکله هير نکړي او تل به دقدرپه سترگه ورته گوري . 
تل افغان ويب پاڼه دخپل فرهنگي او اطلاعاتي چوپړ دپيل نه چې اوس يې دادی دوه کاله پوره شول ،په رښتياسره ديو بې پرې او ناپېيلې ويب پاڼې په توگه  وکولاى شول  خپلو لوستونکواو مينه والوته پر خپل وخت   ډير په زړه پورې  سياسي ،اجتماعي ، فرهنگي مطالب او ورځنيزتاوده او مهم مسايل ورسوي . 
په رښتياسره پدې کمه موده  کې ستاسو د فرهنگي او وطني زيار له امله  تل افغان ويب پاڼې ډير لوستونکي مينه وال  او قلمي همکاران پيدا کړل . تل افغان ويب پاڼه اوس دهېواد په دننه او له هيواد نه بهر يوه له وتلو او پيژندل شويو انترنټ پاڼو څخه ده اود هرې ورځې په تېرېدو سره يې لوستونکي او مينه وال  زياتيږي  .
دتل افغان ځانگړنه  پدې کې ده چي پدې پاڼه کې دهر ډول سياسي ،اجتماعي ،اقتصادي
  ، فرهنگي اوعلمي  څېړنو او معلوماتو په هکله نوي او په زړه پورې مطالب  بې له اډيالوژيکي ،سمتي ، قومي ، مذهبي او ژبني لوړ تيا غوښتنواوتوپير نه په خلاص لاس  خپريږي . ستاسو دابې پرې  موقف تاسوته دخپل ولس په منځ کې دوړ او ښه اعتبارلرونکی ځاى در په برخه  کړی دی  .
 په تيرودوو کلونو کې تاسو و توانېدلاست   هيواد وال په دوامداره توگه  دنوو مقالو، شعر، ادب ،طنزونو او نورو ليکونو په خپرولو
 ونازوئ . پدې پاڼه کې دنوو کتابونو او علمي انځورونو په هکله پوره ،کره او پر خپل وخت او زمان د معلوماتو خپرول دستاينې وړدي .
زه دا واک او صلاحيت نلرم ددې ويب پاڼې د  دوه کلن فرهنگي چوپړ ارزونه وکړم
 ،خو يوه ټکي ته ستاسو اوستاسو دقلمي ملاتړو  پام رااړوم :  دا يو څرگند واقيعت دى چې قلمي همکاران کولاى شي يوه انترنت پاڼه ، مجله ، جريده ، ورځپاڼه اوداشان نورې خپرونې داسې مشهورې کړي چې لوستونکي ،ليدونکي   يا اوريدونکي  يې ټول ولس وي . اويا يې دخلکو په ذهنونو کې داسې وټکوي چې بيا يې څوک نوم پر خوله نه اخلي .  زموږ په جگړه ځپلي هيواد کې تاريخي  تجربوداثابته کړې ده  هر هغه  تکل