اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 
     
 

ډاكتر  جمشېد سمون                
مسكو، د
۲۰۰۶   ز كال  د اكتوبر څلورمه 

 

او يو ځل بيا د وير په ټغر كښېناستو !

 
 

 

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ  چې د هيواد  دروند فرهنګي شخصيت ، نامتو څېړونكى او پوه  کانديد اکاډميسين استاد  محمد انور نوميالی نن سهار  د نږدې ۷۹ كالو په عمر د ورپېښې  ناروغۍ ( د زړه د  حملې ) لامله  له هېواده لېرې د  ډنمارک  په هېواد کې په حق رسېدلی دی .

انا للـــــــــــــــــــــــه وانا اليـــــــــــــــــــــه راجعـــــــــــون

 

 

 

ارواښاد کانديداکاډميسين استاد نوميالى د حاجی ملا محمدنعيم اخوند زوى د غلام محى الدين لمسى  څه كم نهه اويا كاله وړاندې  ( د ۱۹۲۸ ز  د فبرورۍ  په ۱۹  مه ، د  ۱۳۰۶  ل ل  كال د سلواغې  د مياشتې په ۲۹  مه ) )  د كندهار په  ښار  کې د  معروف ولسوالۍ  په  اليزيو  پورې تړلې  په يوه  روحاني كورنۍ كې نړۍ ته سترگې  پرانيستې وې ،   د وخت  د متداوله  او مروجه علومو  زده كړې يې له خپله پلاره چې  ملا طبيعته سړى  تېر شوى دى  او همدارنگه د سيمې  له  نورو  استادانو څخه  او د جنوبي پښتونخوا په  مدرسو كې  تر سره كړې دي . ځواني يې  په طالب العلمۍ  او ملايۍ كې تېره شوې ده   ، د  كندهار ښار  په بيلابېلو  ښوونځيو او لېسو كې  يې د  اد ب او منطق  د استادۍ  سپېڅلې دنده درلوده . د وخت داستبداد  ناسم چلند او  دغه  راڼه ستوري ته ،  د كومې تعليمي ــ تحصيلي  موسسې د فراغت د سند  چې له دوستانو  سره  به يې  په مجلسو كې په هكله ورته   د   ((كاغذ))  خطاب   كاوه  ، د دغه  كاغذ د  نه درلودلو بهانه نيول   ،  او د تورتمپالو لخوا  د ده  د پرمختگ مخنيوى   د دې سبب شو  چې  د څه مهال لپاره  د انزوا او گوښه  نشينۍ حالت  اختيار كړي . راوروسته  كابل ښار ته په  راتگ سره  يې ،  څه موده په  گمرك كې دنده درلوده ، د پښتو څېړنو د نړيوال  مركز  سره يې  همكاري درلوده  ، د۱۳۵۷ بدلون څخه وروسته  د بيهقي د كتاب  خپرونې  موسسې  د رياست دنده ورپه  غاړه شوه  ،  د افغانستان د  علو مود  اكاډمۍ غړى شو ، څېړنو يې رسمي بڼه ونيوه او د علو اكاډمۍ  د ختيځ پېژندنې  د انستيتوت  غړى او بيا  مشر وټاكل شو ، د علمي  القابو  د وېش پر مهال  د كانديد اكاډميسين  پر لقب ووياړل شو ،   د  تېرې پېړۍ  د وروستۍ لسيزې په  لومړيو كې  دنورو څېړنو  لپاره  د منځنۍ اسيا  جمهوريتونو   ازبكستان  او تاجكيستان  ته لاړ ، دا  چې د دغه وروستي  جمهوريت   حالت او   زموږ  د  هيواد بد حالت   يو له بله په سيالۍکې  کم نه وو  نو  له  مجبورې ورځې  د  روسيې  د پتر بورګ  او بيا د مسكو ښار مساپر  شو  ،  هلته  يې  څو  ځله   خواره  واره  افغان فرهنگيان   راټول كړي دي  او  د  افغان  فرهنگي  ټولنو بنسټ  يې  ايښى  دى  . په كال  ۲۰۰۰  زېږديز    ډنمارك  ته  كډوال  شو، تر څو هورې مرگي  ارام  پرېنښود او د اجل  استازي ته يې لبيك ووايه .


ارواښاد  د انساني  ژوندانه په اړه  خپل  ځانگړى فلسفي ــ اخلاقي  ليد لورى  او دريځ  درلود ، په رښتينولۍ او سپېڅلتيا مين و،  د فكري استغنا څښتن و . د انسان لپاره  د انساني فكر او په  انسانستان كې د اوسېدو  ټينگ  پلوى و .

هوډمن   و ،  خوځنده و ، استراحت طلب
 نه و ، ان  په  دغسې عمر كې  چې  ډېري   د  راحت  په حرص اخته شي  ، ده  په نورو څېړنو  او د خپلو  پخوانيو ، د زلميتوب  د  نيمګړو او  نابشپړو   څېړنو په  بشپړېدو  پسې مټې نغښتې وې  .
د  باوقاره  ژوند په اوږدو كې
  يې  د هېواد د نورو ډېرو وياړمنو فرهنګيانو  د  استادۍ وياړ درلودلى و .
خپل ډېري
  اثار يې  د  ټايپي ــ طباعتي  غلطيو له ريسكه  ساتلي  او  خپله يې  په لاس په ښكلي ليك  كښلي دي ، چې  د پوره  حوصلې او ښه ذوق څرگندونه  يې كوي .
د افغان
  مطبوعاتو  سره يې په  ځانگړي توگه  د كندهار د طلوع افغانه  سره يې   له  هماغه  ځوانۍ  راهيسې  ښه پاللـــــه . د علومو اكاډيمۍ  په چوكاټ كې  د  څېړنيزو  پرژو سربېره  يې ،  پښتو ژبه په   نورو  ډېرو  ښو او ارزښتمنو   اثارو وپسوللــه . په پښتو ژبه  كې  د تخونو  يا  چستوشكو  د  ژانر د  زړو  په  ايښودو  او  روزلو كې  مخكښ شو . د څېړنو هاغو  برخو ته چې چا  د لاس وهلو او نږدې كېدو  جرائت  نه شو كولاى  ،  لاس ورغځاوه  او  په  ټينگ هوډ يې   تر سره كولې  .




د ژبود زده كړې
  په باب  يې هېښوونكې  وړتيا درلوده  ،  د پښتو او پارسي  ژبو  سربېره يې  ، اردو  ،  عربي ، انگرېزي ، روسي  او ډنماركي ژبې  ښې   زده وې  ، داسې چې نه يوازې  يې  د دغو ژبو  له اخذونو څخه په خلاص مټ گټه  اخيستاى شوه ، كله كله به يې  په  دغو ژبو  د خپل شعر طبعه هم ازمويله .
د هېواد په  دننه او بهر كې يې د مطبوعاتو له لارې د چاپ شوو ليكنو او څېړنو شمېر ښايي  سلگونو ته ورسيږي . په دا وروستيو كې  يې  ليكنې پخپله  په كمپيوټر ټايپ او  بېلابېلو وېب سايټونو ته به يې  د خپراوي لپاره  استولې .
يو شمېر
  اثار يې  چاپ شوي دي ، او د  نورو ناچاپو اثارو  يې   د چاپولو  او خوندي كولو  هيله من  يم .
ماته
  يې دغه  چاپ  او ناچاپ  اثار  مالوم  (معلوم)  دي :

چاپ :

۱ـــ  انسان  او تكامل  ( ژباړه ،  په كابل كې چاپ )
۲
ـــ  هند   د لومړي کمونيزم څخه تر مر ئيتوب  پورې  ( ژباړه )
۳
  ــ  د پښتو ادبياتو د تاريخ يوه تيوريكه  طرحه   (  څېړنيز  اثر ، گستتنر ، كابل )
۴
  ــ  دوېش سيسټم ( څېړنيز  اثر ، گستتنر ، كابل )
۵
  ــ  دافغانستان توکمونه (ژباړه، سريزه او  تعليقات ، كابل )
۶
  ــ  د ميتودولوژۍ تاريخ   (  ژباړه، سريزه، لمنليکونه او تعليقات ، كابل )
۷
  ــ  د پښتنو د ټولنيز  تاريخ  مبادي  (  څېړنيز  اثر ، مسكو )
۸
  ــ  د كوډو سرنوشت  د علمي  پلټنې په رڼا كې   (  څېړنيز  اثر ، مسكو )
۹
  ــ  الپې  ليلا  يا  زر او يوه شپه ، لومړى ټوك ( د ختيځ  د نامتو ولسي كيسو  ژباړه ،  مسكو)
۱۰
  ــ  الپې  ليلا  يا  زر او يوه شپه ، دوهم ټوك ( د همدغو  نكلونو د ژباړې بله برخه ،  مسكو)

نا چاپ :

۱ ــ  الپې  ليلا  يا  زر او يوه شپه ، ( د همدغو ولسي كيسو د ژباړې پاتې  برخې  په  دريم   ټوك كې  د چاپ  لپاره  )
۲
ــ بانډار    لومړۍ مجموعه   ( د ده لخوا  په پښتو ژبه كې  د تخونو يا چستوشكو د  نوي  ژانر په قالب كې  د خوندور  نظمونو ټولگه   )
۳
ــ بانډار  دوهمه  مجموعه  ( د همدغه تخونو  دوهمه ټولگه  ده . )
۴
ــ هزار ويك قتقتك  ( د  تخونو  يوه  بله   ټولگه  ده . )
۵
ــ  هغه  پلا او دا پلا ( يوه سفر نامه ده . )
۶ ــ  زما دپوهنې حدود د حقيقت په مخ كې (  د ژوندانه په باب  د ده  د فلسفي  نظريو يوه ټولگه ده  چې  له نن څخه  پنځوس كاله پخوا  يانې  د  ۱۹۵۶ ز  كال ليكنه ده  . )
۷ ــ د افغانستان د ايتنوگرافۍ په باب يوه پلټنه
۸ ــ د مختلفو موضوعاتو په باب  يو شمېر نا چاپه  ليكنې .

څه د پاسه دوه كاله وړاندې د (( زر  او يوې  شپې ))  د  دوهم  ټوك  له  چاپېدو سره   ،  د بي بي سي نړيوالې راډيو  پښتو څانگې  د  پېلوزې ادبي كلتوري  پروگرام  ،   د يوه گردي مېز  په ترڅ كې د دغو كيسو د ژباړې  ژبه او  د دغه كار اهميت ارزولى و ، د  بي بي سي  راډيو  د پښتو څانگې څخه مو   دغه  څپرونه هماغه مهال  ثبت كړې وه چې  درانه  لوستونكي او مينه وال يې  د لاندې نښې   په كښېايستو  اورېدلاى شي :

 يوه شېبه دمخه د امريكا غږ  اشنا راډيو پښتو خپرونې  هم  د  استاد نوميالي صاحب په ياد  د  ښاغلي فرهنگي محمد معصوم هوتك  سره   خبرې درلودې  چې  تاسې  يې د دې كرښې په كښېايستو  اورېدلاى شئ :

 

 

 

 
     
 
     
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.