اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 

 

 

 
 

 

په خندا كې ژړا

 د تورو شپو په دربېلو كې زنداني ومه زه
د جاروتلو ځنځيرانو قرباني ومه زه
لاس مې تړلي  ، خوله گنډلې د شكنجو په چور كې
د ځوكلېدو، د ځورېدو په دوزخي تنور كې
ساړه آهونه مې ياغي  سوه  د اسمان پر لورې
سره اوسېلي مې شهابي د كهكشان پر لورې
غمونو سر واخيست چې نور نو د زغملو نه وه
د رنځېدلي زړه په غېږ كې د گاللو نه وه
سركښه هيلې په سينه كې نورې نه ځائيدې
لېونۍ كريږې د زگېروي په شانې وخوځېدې
گوره چې چا مې د زړه پټه ناره واورېدله
يا بې حيا زگېروي يې زما ناشكري وگڼله
د كايناتو په تالاركې يوه غوغا جوړه سوه
داسمانونو په دربار كې  ماجرا جوړه شوه
له سرو بلاووسره تورې هم راوبهېدې
په هره تړه كې له خښمه څخه وغړومبېدې
نه پوهېدمه چې يو څوك  زما نجات ته راځي
او كه د داد په پلمه زما ومجازات ته راځي
ټولو زما د بېچاره وجود هډونه مات كړه
هم يۍ پر ما باندې پېچلي ځنځيرونه مات كړه
د ځنځيرونو ماتېدو ته يې  خندېږمه زه
 خو د وجود ټوته كېدوته بياژړېږمه زه
 

 
     
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.