|
|
||||||||||||||||||||||||
|
|
||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||
|
تل افغان
د ارواښاد كانديد اكاډميسين استاد محمد انور
نوميالي
د ارواښاد استاد نوميالي جنازه چې پرون د
مازديگر په درې نيمو بجو د اسلام اباد له لارې
د كابل هوايي ډگر ته په داسې حال كې رسېدلې وه
چې گڼ شمېر فرهنگي ــ ټولنيزو شخصيتونو : په
فرهنگي چارو كې د ولسمشر مشاور ښاغلى سر محقق
زلمي هيوادمل ، دفرهنگ او ځوانانو چارو د وزير
مرستيال ښاغلى غلام نبي فراهي ، د افغانستان د
ملي گوند مشر ښاغلى عبد الرشيد آرين ، پخوانى دولتي اوگوندي چارواكى ښاغلى عبدالمجيد سربلند،
د وروستۍ مخه ښې له مراسمو وروسته د ارواښاد جنازه وزير اكبرخان روغتون ته سپارله شوې وه ، نن د سهار په څلورو بجو له كابله د كندهار په لور ولېږدول شوه ، په يوولس نيمو بجو كندهار ښار ته له رسېدو وروسته په دوو بجو د كندهار پوهنتون په ساحه كې د ارواښاد علامه استاد عبدالشكور رشاد د مقبرې په انگړ كې چې د يو جريب په اندازه مځكه ده او د كندهار د سترو پوهانو د هډونو لپاره وقف شوې ده ، د جنازې د مراسمو په ترڅ كې خاوروته وسپارله شوه .
وروسته د استاد په ياد د كندهار پوهنتون په سالون كې يوه غونډه جوړه شوه چې پكې لومړى د قرآنكريم څو مبارك آيتونه تلاوت شول ،
بيا د كندهار د اطلاعاتو ، فرهنگ او ځوانانو رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي د غونډې د پرانيستونكې وينا په ترځ كې د ارواښاد نوميالي د شخصيت په باب څرگندونې وكړې ،
د استاد د مړينې له كبله د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد كرزي د خواشينۍ پيغام د كندهار د ولايت مرستيال ښاغلي ډاكتر همايون ولوست .
ورپسې په ترتيب د كندهار د فرهنگ او ځوانانو رياست ، د كندهار پوهنتون ، د افغانستان د علومو داكاډمې د ښاغلي عبدالهادي هاند لخوا ، د كندهار د پوهنې د رياست د كندهار دپوهنې د رئيس او د استاد شاگرد ښاغلي حيات الله رفيقي لخوا او همدارنگه د خواخوږې ټولنې د خواشينۍ پيغامونه ولوستل شول .
دغه مراسم د يوې دعائيې په لوستو د ماښام په څلورو بجو پاى ته ورسېدل .
د استاد اروا دې ښاده وي . يادونه:
|
||||||||||||||||||||||||
|
All rights reserved . |
||||||||||||||||||||||||