|
دخداى بخښلي کانديد اکاډميسين
استادمحمدانورنوميالي له
جنازې سره دوروستي ليده كاته
او مخه ښې مراسم نن
د جمعې په ورځ د
اکتوبر په ديارلسمې
نيټې د سهار
له
نهو تر لس نيمو بجو د
ډنمارك د البورګ
ښار د روغتون په يوه تالار كې تر
سره شول .
په دغو مراسمو كې لومړى
د جنازې لمونځ ادا شو
، ورپسې ښاغلي ډاكتر بادام شفق د
نوميالي صيب لنډه پېژندنه
(بيوگرافي)
ولوسته ، د ده په شخصيت يې
بحث وكړ ، د ارواښاد د كورنۍ
د غړو په استازيتوب يې ټولو راغلو دوستانو
ته د غمشريكۍ له امله
كورودانى ووايه او نورو
راغلو دوستانو ته يې د خبرو
بلنه وركړه، ورپسې ښاغلى
پوهنمل ډاكتر حاجي محمد نوزادي
د نوميالي صيب په باب وغږېد او يوه
مرثيه يې چې په دې هكله ليكلې
وه واوروله، ورپسې ښاغلي توكل شاه همكار
ته د خبرو وار ورسېد او په
پاى كې ښاغلي ډگروال رفيع الله مصلح
هم د كورنۍ د غړو په استازولۍ وغږېد
، مرثيه يې ولوسته او له
راغلو ټولو دوستانو څخه يې
مننه څرگنده كړه . وروسته د ارواښاد
نوميالي د ياد لپاره په
پرانيستي كتاب كې
دوستانو او مينه والو
خپل يادداښتونه
او خاطرات وكښل . له دعايې
وروسته د مرحوم د
جنازې لېږدونكى گاډى ( موټر ) د
ډنمارك پلازمېنې كوپن هاگن
د هوايي ډگر په لور په
حركت شو تر څو جنازه د
هېواد كندهار ښار ته ولېږدول شي او هورې خاوروته وسپارله
شي .






د ارواښاد جنازه
نن په
2:50
ځايي مهال
د كوپن
هاگن ښار هوايي ډگر ته په
داسې حال كې ورسېده چې
ډېر هيوادوال او د
استاد مينه وال يې
د احترام ، وروستۍ
كتنې او مخه ښې لپاره
راټول شوي وو . په دغه
تعزيتي مراسمو كې د
نوميالي صاحب دوستانو
او فرهنگيانو هر يوه ښاغلو
محمد آقا كوچي ، نصير سهام او
يوسف هيواددوست د هغه
ارواښاد په باب خبرې وكړې . د ښاغلي
رحماني لخوا دعائيه
ولوستل شوه او په پاى كې د ښاغلي
رفيع الله مصلح لخوا د كورنۍ
د غړو په نماينده گۍ له راغلو
دوستانو څخه مننه وشوه .
جنازه به سبا ورځ له
كوپن هاگن څخه د هيواد په لور
لېږدول كيږي .

د دغو وروستي
مراسمو انځورراپور تاژ (فوتوراپورتاژ)
د
دې كرښې په كښېكاږو ليدلاى شئ :
|