|
محمد معصوم هوتك
/ كاناډا
کانديد اکادميسين استاد
محمدانور نوميالی
د ژوند له مېنې
کډه سو
نن د ٢٠٠٦ ع کال د اکتوبر د
مياشتي پر څلرمه (د ١٣٨٥ش کال د ميزان ١٢مه)
د چارشنبې په ورځ د افغانستان متفکر پوه،
تکړه محقق، ليکوال، مترجم او شاعر د
افغانستان د علومو د اکاډيمۍ غړی په
ډنمارک کي د زړه د ناروغۍ له امله مړ سو.
استاد محمدانور نوميالی د هغو ګوتو په
شمار پوهانو څخه و، چي د هغه د مړيني له
خاطره راپيداسوې علمي خلابه په جګړه ځپلی
او د خپل و د پردي له خواپه ترټلي او نتلي
افغانستان کي پېړۍ وغواړي، چي ډکه سي.
کانديداکادميسن نوميالي د ١٣٠٥ش کال په
شاوخواکي په کندهار ښارکي زېږېدلی و. د ده
نيکه ګان د ارغسان د ماروپ له سيمي څخه د
کندهار ښار ته رالېږدېدلي ول. پلار يې
حاجي محمدنعيم عليزی نومېده او د کندهار
ښار په پوښلي چارسو کي يې د پزي د نصوارو
دوکان کاوه. بې آزاره او ملا طبيعته سړی
و. ارواښاد نوميالي خصوصي تحصيلات کړي وه
او ديني زده کړي يې د بګړۍ تړلو تر درجې
پوري بشپړي کړي او په ځواني کي د کندهار
په ديني حلقو کي د يوه ځيرک ملا په توګه
پېژندل سوی و. له ارواښاد مولوي عبدالغفار
بريالي سره يې د ملايي د وختو يارانه وه
او ويل کېده چي دوی دوو يو د بل په سلا او
مشوره خپل تخلصونه ټاکلي ول، خو حوادث
داسي راغلل چي مولوي عبدالغفار خپله لار
ونيوله او ملا انور بيا يوه بله. استاد
محمدانور نوميالي په فلسفه او عصري علومو
کي د خپل ذاتي نبوغ په زور پراخه مطالعه
وکړه او د يوه ټاکلي فلسفي روش لار يې
ځانته وټاکله. خارجي ژبي (انګرېزي، روسي)
يې د مورنۍ ژبي په شان زده کړې. او له دې
دواړو ژبو څخه يې خورا ډېري پخې او درنې
ترجمې پر پښتو ژبه ولورولې. د ده فرهنګي
فعاليت د کندهار له طلوع افغانه او د
کندهار له مجلې راپيل سو او وروسته چي د
افغانستان د علومو اکاډيمۍ غړی سو، له
علمي شخصيت او آثارو سره يې د افغانستان
په ګاونډيو هيوادو کي هم علمي ټولني اشنا
سوې.
زه له استاد محمدانور نوميالي سره د خپل
وړوکتوب له وختو اشنا يم. دی زموږ د کورنۍ
له مشرانو سره محشور و. وروسته مي بيا د
کندهار په ميرويس ليسه کي د ده د مستقيمي
شاګردۍ وياړ وګاټه. زما په ذهن کي د استاد
لومړنۍ څېره د ١٣٣٥ ش شاوخوا کلونو څخه
پاته ده. دغه وخت استاد
نوميالي د کندهار ښار د کابل دروازې
دباندي په (اراکوزيا پرزه فروشي) کي د
مستخدم په توګه کار کاوه. دغه دوکان د
کندهار د يوه سياسي شخصيت او پانګوال صوفي
ولی محمد ملکيت و. په دغه وخت کي استاد
نوميالي تکه توره اوږده ږيره درلوده او
سپينه بګړۍ يې تړله، چي د يوه مهذب ملا
جوله يې وربخښلې وه. دغه وخت زه د کندهار
د ده خوجې د لومړني ښوونځي زده کونکی وم.
غرمه چي به له ښوونځي څخه کور ته تلم،
هرو مرو به مي د دغه دوکان لوحې ته په دې
ارمان کتله، چي کشکي ما هم دغه شان ښکلی
ليک کښلای سوای. دغه لوحه د استاد نوميالي
په قلم خطاطي سوې وه.
بل وخت مي استاد ليدئ چي په کابل بازار
کي يې د ليلامي سوداګرو له پاره په
انګرېزي ژبه مکتوبونه کښل او له دې لاري
يې د اولاد روزي پيداکوله. د اوخت نو
استاد د سپيني بګړۍ ږيرور نوميالی نه و،
بلکي ښوی ښالاکه سر تور سری، ږير خريلی
فيشني نوميالی صاحب و. دغه وخت ماته د شعر
ويلو او څه ليکلو اشتها را ولاړه سوې وه
او په طلوع افغان اخبار کي مي يو شعر خپور
سوی و. استاد پر هغه شعر باندي د تبصرې په
ترڅ کي زه ادبي نړۍ ته هڅولم. استاد تر
اوږدو سرګردانيو او محروميتو وروسته د
کندهار په ميرويس ليسه کي د پښتو ژبي او
منطق د استاد په توګه د تدريس کار پر غاړه
واخيست او ما يې د بالفعل شاګرد په توګه
وياړ وګاټه.
ما دا خبره په هغه وخت کي هم احساسوله،
چي استاد نوميالی که څه هم د ليسې د هغه
وخت په موجود کدر او په مجموع کي د ټول
کندهار په سطح د علم او پوهي په حساب سيال
نه درلود، خو د رسمي اسنادو، چي ده ورته
(کاغذ) وايه، د نه درلودلو په وجه تل له
ناوړه چلند سره مخامخ و. تر ده يوه
بېسواده کاغذ لرونکي ليسانسه! ته په درنه
سترګه کتل کېدله.
استاد زموږ سره په هغه علمي سفر کي ملګری
و، چي له کندهاره مو په دوولسم ټولګي کي د
زده کړي پر وخت مزار شريف ته کړی و. استاد
به د لاري په اوږدو کي د خپل شاعرانه ذوق
په پيروۍ کله_کله له ما سره د فی البديهه
شاعرۍ مسابقه کوله. استاد نوميالی يې يو
وخت د همدغه کاغذ نه لرلو له امله جبراٌ د
دوهم ټولګي د ښوونکي په توګه وټاکه. استاد
دغه ټولګي ته د نوي ښووني او روزني د
اساساتو له مخي تدريس کاوه. څه موده
وروسته له کابل څخه مفتشين راغلل او د
استاد ټولګی يې د ټول کندهار د معارفو په
سطح کي ډېر لوړ ارزيابي کړ او له استاد
څخه يې د دغه برياليتوب راز وپوښت. ده د
معارفو له چارواکو څخه د ناراضۍ څرګندولو
په ترڅ کي وويل:
ٌ زه
دغه ټولګي ته د يوه بې جرمه مجرم په توګه
زنداني رالېږل سوی يم. لکه يو بندي، چي د
زندان ماحول د ځان له پاره سمبالوي، که
زمينه ورته برابره وي، ګل و کرونده پکښې
کوي، مځکه يې اوپاشي کوي او په دې ډول د
زندان ستومانوونکی محيط ځانته د ګوزارې وړ
ګرځوي. ما هم دغه ټولګی د يوه زنداني په
شان د ځان د سر ګرمۍ له پاره تنظيم کړ، څو
دا وښيم چي زه د ښووني او روزني د يوه
متخصص په توګه کولای سم د کندهار په
وروسته پاته معارف کي د نوي ښووني او
روزني عصري اصول پلي کړم او د وزارت مفشنو
او ساټ وباټ لرونکو ماهرانو ته وروښيم چي
تاسي به د کاغذ لرونکي ياست، خو د عمل خلګ
مو نه بولمٌ. استاد نوميالي په ټولنيز
چاپيريال کي هم د خپلو فلسفي عقايدو د
لرلو په وجه د ښهاني ورځ نه وه ليدلې او
ډېر کړېدلی و. په داود خاني جمهوريت کي
استاد د کرني په بانک کي کار کاوه او د
غوايي په لومړي اړو دوړ کي کابل ته کډه سو
او د بيهقي کتاب چاپولو د موسسې د مشر په
توګه يې کار پيل کړ او په دغه وخت کي يې د
افغانستان د علومو اکاډيمۍ غړيتوب هم تر
لاسه کړ او په يوه ټوپ يې د کانديد
اکادميسينۍ علمي درجه وګټله چي په رشتيا
سره يې هم مستحق و. ده د وخت له انقلابي
دولت سره تيوريکي مشکلات نه درلودل خو له
سياسي شودګۍ څخه يې په هماغه اول سر کي لا
هم سرټکاوه.استاد
د خپل ځان له پاره د دغه وخت له نسبتاٌ
مساعدي زمينې څخه ښه پوره استفاده وکړه.
ده د غوايي تر اړودوړ وړاندي د خپلو ليکنو
د سرنوشت په باب يو ځای کښلي دي: ٌ . . .
نور
نو د ناتمام فرهنګي اختناق په مقابل کي
زما حوصله تمامه سوه او زړه مي له هر راز
ليکنو
څخه تور سو، نو مي وغوښته چي د ستړي زړه د
هوسايي له پاره خپل قلمونه مات کړم او د
کاغذ پاڼي څيري يا له ځانه ليري کړم . . .
بيا نو په ١٩٧٩م کال کي، چي د ثور له
انقلابي ډکې سره د سرکاري زند و بند
نهادونه ويجاړسوه . . . خپل مات قلمونه
مي له نوي سره پتلېس کړه او قلمدانونه مي
د سپېرو دوړو له ابدي محکوميته څخه
راوايسته، د سپيني ږيري په زاړه عمر کي مي
دبرندي ځوانۍ فرهنګي روحيه راوخوځېده او
تر پخوا لا په زيات جديت د يو شمېر مسايلو
په دقيقه څېړنه او کره پلټنه لګيا سوم . .
. .
ٌ (د
کوډوسرنوشت ـــ ب ، ج ، مخونه ).
استاد چي د وخت د حکامو او
د بيروکراسۍ د ناخوالو له اسيته قلم په
جيب کي ايښی او له ليکني وڅېړني سره يې
مخه ښه کړې وه، د دغي
نسبي مساعدي زمينې په برابرېدلو سره يې
بيا په قلم کي ساه وچوڼېدله او دا وار يې
نو د آثارو په خپرولو تر يوې اندازې پوري
ارمان وخوت. تر دغه وخته پوري استاد په
فرهنګي حلقو کي د يوه سيمه ييزليکوال په
توګه ځينو کسانو پېژانده او ارواښاد بېنوا
په اوسني ليکوال دريم ټوک کي معرفي کړی هم
و، خو اوس نو استاد نوميالی د هر علمي
سيمينار او غونډي سرګرم غړی سو او د کابل
فرهنګوالو د ده ليکني او څېړني د يوه
متفکر او صاحب نظر ليکوال په توګه ګڼلې او
حساب يې پر کاوه.
په څېړنه کي د استاد نوميالي استنباطونه
او نتيجه ګيرۍ زياتره د ده د خپل مغز
محصول دي. د ده ځيني ټولنيز، تاريخي او
ادبي نظريات
منحصر په فرد نظريات دي. استاد نوميالي په
پښتو ژبه کي د يوه صلاحيت لرونکي مترجم په
توګه ډېر کار کړی دئ. د ژباړي سليقه او
لهجه يې د يوه دانشمند او متفکر ليکوال
سليقه او لهجه ده. د ليکني ژبه يې د ځينو
په نظر سيمه ييزه ده او بايد هم همداسي
وي، خو ما يو وخت له ده څخه اورېدلي وه،
چي د ده ژبه کابلۍ او مکتبۍ پښتو ورمسخه
کړې نه ده. ده د ارواښاد الفت ژبه هم همدا
شان يوه ژبه ګڼله. د ده عبارتونه او جملې
د هماغي پښتو دي، چي د ده ټول ژوند ورسره
تړلی و. البته علمي مفاهيم او لغتونه به
پردي پکښې وي، خو ژبه يې زما په خيال هيڅ
پښتانه ته پردۍ نه ښکاري. زه د ده په
وروستيو ليکنو کي د هغو خېښيو او نورو
ټولنيزو اړېکو اغېزه وينم، چي استاد يې د
پښتو د نورو لهجو له ويونکو سره په نژدې
ارتباط کي ساتلی و. استاد له لويه سره د
ژبي د سوچه کېدو پلوی نه و او د ژبي
محدوديت يې يو راز جفا ګڼله. له دې ټولو
خبرو سره_سره يې د ليکني ژبه پر هيڅ
لوستونکي باندي درنه نه تماميږي او د الف
ليله
خو يې د پښتو ژبي د يوې ډېري لوړي سويې
نثر بېلګه کيدلای سي.
ارواښاد نوميالي په ژوندکي ډېري سړې وتودې
ليدلي وې. او د وخت له فرهنګي اختناقه يې
ډېري څپېړي خوړلي وې.
دندي:
د خداى بخښلي نوميالي لومړنۍ دنده د
كندهار ښار په ښوونځيو او دارالمعلمين كي
د ښوونكي سپېڅلې دنده وه، ډېر كلونه يې د
هېواد ډېر ځوانان په ډېرو برخو كي وروزل.
څه موده پر كور كښېنستئ، خو د ژوند اړيو
او د استاد خپل خوځنده فطرت دې ته وهڅاوه
چي د كابل پر لور رهي سي، د څه مودې له
پاره د كابل په ګمرك كي په دنده بوخت و،
په
۱۳۷۱هـ
ش كال كله چي په كابل كي د پښتو څېړنو
نړيوال مركز جوړ سو، د خپلي دندي تر څنګ د
دغه مركز علمي مرستندوى (همكار) په توګه
وګمارل سو.
په۱۳۷۱
هـ ش كال د بيهقي د كتاب خپروني موسسې د
رياست دنده ور په
غاړه سوه، په
۱۳۷۱
هـ ش كال كله چي د افغانستان د علومو
اكاډيمي جوړه سوه، استاد نوميالى د دغي
اكاډيمۍ د ختيځ پېژندني د
څانګې (انستيتوت) علمي غړى او وروسته د
دغي څانګي مشر وټاكل سو.
د۱۳۷۱هـ
ش كال په پاى كي يې د علمي څېړنو له پاره
ازبكستان ته سفر وكئ. استاد نوميالى لا په
خپلو څېړنو په تاشكند كي اخته و چي د
۱۳۷۱
هـ ش كال د غوايي په مياشت كي د نوي
ناورين څپه پر كابل او بيا پر ټول
افغانستان خپره سوه، استاد د پردېسۍ څپو
پسي واخيست او كله په تاشكند او دوشنبې
كي، كله په لنينګراد او مسكو كي، تر څو چي
د ژوند وروستي پردېس شپږ كاله يې په
ډنمارك كي پر تېر سوه او په دغه پردېسۍ كي
يې په هېواد او اولس پسي ساه وركړه.
د
۱۳۷۱
هـ ش كال ناورين د ډېرو كورنيو له پاره له
كابل څخه د تښتېدو پيلامه وه، د استاد
كورنۍ هم چي په كابل كي اوسېده نور يې د
زغم پياله ډكه سوه، پر كډه يې سوټى
راوګرځاوه، د استاد د دريمي لور په وينا،
د نوميالي صاحب د كتابتون ټول كتابونه يې
د افغانستان د علومو اكاډيمۍ ته وسپارل، د
هغه تر څنګ د استاد ډېر ارزښتناك علمي
اسناد او ياداښتونه د دوى د غيابت پر وخت
په دفتر كي پاته سوي وه چي د علومو
اكاډيمۍ د يو علمي غړي او يو اداري
كاركوونكي ("با فرهنګه" ستميانو) له خوا
په اور پسې سوه.
د ژبو زده كړه:
استاد نوميالى سربېره پر خپلي مورنۍ ژبه
(پښتو) په پاړسي، اردو، انګريزي، عربي،
روسي او ډنمارکي ژبو هم
پوهيدئ. د ژبو په زده کړه کي يې ځانګړى
استعداد درلود، د ښاغلي عبدالهادي هاند په
وينا: استاد نوميالي په اکاډيمۍ کي د روسي
ژبي زده کړي ته نيت وکئ، په شپږو مياشتو
کي يې په خپله د ځان سره
روسي ژبه دوني زده کړه چي له روسي متونو
څخه يې ښه استفاده کولاى سواى.
د پښتو څېړنو نړيوال مرکز په "پښتو" مجله
کي يې ډېر مضامين په انګريزي ژبه خپاره
سوي دي.
څېړني
او ليکني:
استاد نوميالى ډېر زيارکښ، هڅاند، روږد
(متشبث) او نوښتګر څېړونکى او ليکوال و، د
ځوانۍ له کلونو راهيسي يې د مطبوعاتو سره
اړيکي درلودې، ډېري ليکني يې د تاريخ،
ټولنپوهني او اتنوګرافۍ په برخو کي کړي
دي، په څېړنه او پلټنه کي ډېر دقيق او
حساس دى، د خپل سبک او اُصولو سره سمي
ليکني کوي، پر داسي ټکو او موضوعاتو باندي ږغېږي
چي هم نوښت په کښي سته او هم کله_کله لا د
ټولني د دوديزو او
عقيدتي پابنديو څخه د بغاوت څرک په کښي تر
سترگو کېږي.
اثار:
نوميالي
صاحب د پنځوني او ژباړي په دواړو برخو کي
لوى لاس درلود، تر ننه پوري ماته څرګند
اثار يې دادي
:
د پښتو د ټولنيز تاريخ مبادي (چاپ)
د کوډو
سرنوشت د علمي څېړنو په ړنا کي (چاپ)
تخوني يا چستوښکي (کيسۍ ډوله نظمونه)
(ناچاپ)
سفرنامه (ناچاپ)
د افغانستان اتنوگرافي (ناچاپ)
د وېش سيسټم (چاپ
_
د گستنر په بڼه)
ژباړي:
انسان او تکامل (چاپ)
الف ليلا يا زر او يوه
شپه_لومړى او دوهم ټوکونه (چاپ)
الف ليلا يا زر او يوه شپه_دريم او څلورم
ټوكونه، په نا اوډلې بڼه (ناچاپ)
د افغانستان توکمونه (د والتر بيلو اثر)
ژباړه، سريزه، تعليقات
د ميتودولوژۍ تاريخ (د اکاډيمسين ا. ژوکوف
اثر) ژباړه، سريزه، لمنليکونه او تعليقات
هند (د لومړي کمونيزم څخه تر مرئيتوب
پوري) (د ا. ش. ډانکې) اثر
د پورتنيو مستقلو اثارو تر څنگ په لسوو
مقالې او شعرونه يې د کندهار په طلوع
افغان، د پښتو څېړنو نړيوال مرکز په
"پښتو" مجله، د علومو اکاډيمۍ په "اريانا" ،
"خراسان"،"كابل" مجلو او د هېواد او له
هېواده دباندي په نورو موقوتو خپرونو او د
انټرنټ پر پاڼو خپاره سوي دي.
علمي القاب
:
د علومو اکاډيمۍ د ختيځ پېژندني په څانگه
کي د سرمحقق تر علمي رتبې پوري رسېدلى او
په ١٣٦٦
هـ ش کال د اکاډيمسين کانديد علمي لقب هم
ورکړه سوى دى.
شخصي ځانگړتياوي:
ارواښاد نوميالى،
زړه سواند، سپېڅلى، رښتينى، هوډمن، هڅاند
او پر انډيوالۍ ولاړ وو. پراخ او ژور فکر
يې درلود، د لويي فلسفې څښتن و، د يوې
مختصري جغرافيې په حدودو کي نه اوسېدى، د
اولسو، نژادو، قومو او نورو محدوديتو
دباندي په يوه پراخه نړۍ کي يې اوسيده
غوښته، د عامو وگړو د فکري طرز او علمي
سلوک څخه دباندي، يوه داسي نړۍ يې
انسانانو ته په ذهن کي جوړوله، چي د ژوند
عمل يې د ټولو انسانانو پر گټو ولاړ وي او
علم يې له طبيعي حقيقي احساس څخه ترکيب
سوى وي.
ژوند يې په خپله طبيعي ساحه کي د ژوند له
پاره غوښتئ، په انسان کي يې د سړيتوب غلبه
پر څارويتوب غوښته. په پاى کي د ستر او
سپېڅلي څښتن (ج) څخه د خداى بخښلي نوميالي
صاحب روح ښاد، درنې کورنۍ او د ده ټولو
ارادتمندانو ته د زړه صبر غواړم.
|