|
کانديد اکادميسين محمد ظاهر افق
د٢٠٠٦ ميلادی کال د دسمبرمياشت
(( نوميالی )) نه يوازې
دلوی کندهاردنومياليو څخه دی
،بلکې
دستر
افغانستان د ادبي- فلسفي نومياليو په
قطار
کې
ولاړ دی
پيل
:
١-د استاد نوميالی يوه لنډه پيژندنه
٢- داستاد پوهنه اوآثار
٣- نتيجه
هره ټولنه اوملت که وړوکی وي اويا هم ستر،
پرمختللی وي اويا هم شا ه ته پاته ، خپل
ځان ته وياړنې اوافتخارات لري ، دخپل
اجتماعی
–
اقتصادی نظام سره متناسب پوهان ، شاعران ،
ليکوالان ، هنرمندان ، قهرمانان
اوسياستمداران لري چې ولسونه يي پری وياړي
اوبايد پری ووياړي . ګران هيواد افغانستان
، چې په نړی کې دوروسته پاتی هيوادونو په
قطارکې درول سوې دۍ ، بيله شکه چې دنړی
دداسې غيرتمنو هيوادونو څخه دۍ چې ولسونه
يي تل خارجی تا ړالګرانو ته کلک اولازم
جوابونه ورکړی اوورکوی يې . زموږ ددې مهم
او ملی خصوصيته سره سم بيا هم انګليسي
استعمارګرانو وکولای سوای دخپلو شومو
اواستعماری هدفونو دتامينولو په خاطر بيلې
بيلې دسيسې پرمخ يوسي ، چې يوه يې له
همدغو دسيسو څخه ديو لړ غيرملی ملا ډوله
اشخاصو پرلاس دښونځيو اومعارف پرضد ددښمنۍ
څخه ډک تبليغات وو ، دا به يې په ماجتونو
اومحفلونو کې توضيح کول چې ګواکې مکتبونه
کفرراوړي اوخلک له دين اومذهبه څخه بيګانه
کوي . ځکه چې ولسونه کله کله ، ديولړ
فرهنګې او علمی کمبود يو سره مخامخ وي نو
يې ځينې خورا ژر ترنوموړو زهرناکو
تبليغاتو لاندې راغلل اوخپل اولادونه به
يې دښونځيو له حدود څخه ليرې ساتل ، خو
البته ، برعکس به يې خپل زامن دخپلو
ټاکليو هدفونو په خاطر جوماتونو ته په
پراخ تندی ليږل څو لوست پر مخ بوزي ،
دخدای په لاره برابر اوخپلو والدينو ته
خدمت وکړای شي . په همدغو وختونو کې به
ډيرو شاګردانو دخپل لوست پرڅنګ دليک
پروګرام که څه هم به نيمګړی و، پرمخ وړۍ
اوزيار به يې يوست ، ځکه چې دملا کتابونه
به په فارسی وو ، نو به پښتنو ليک اولوست
په فارسی کاوه .
څنګه چې بشری استعدادونه يو ډول نه دي
اوبيلې بيلې درجې لري ، نوبه زموږ يولړ
شاګردانودخپلو ښو استعدادونو په لرلو سره
دماجتونو لوست اوليک په لنډه موده کې پای
ته رساوه ، (( لنګوټه )) به يې ژرتړله
اوځينو به لا د (( فضلی )) لقب اودرجه هم
ترهغه وخت مخکې ترلاسه کړه کوم چې به ورته
ټاکل شوې وه. البته ، دهمدغه ډول مستعدو
اوځيرکو شاګردانو تلاښ به پر همدغه ځای
توقف نه کاوه ، نو به يې دماجتونو ترلوست
اوليک وروسته اويا يې پرڅنګ دخپلولياقتونو
اوفعاليتونو له مخې يا نويوعصری پوهنو
اوفلسفو ته مخ ورګرځاوه اويا به يې هم
دشعر اوادب جهان ته مراجعه کوله . هيره
نکړو چې په وروستيو وختونو کې ډيرې کورنۍ
اوفاميلونه دمعارف پلويان وو اوخپل
اولادونه به يې دکسبونو اوماموريتونو په
خاطر ښونځيو اوپوهنځيو ته ورليږل څو چې
دګټې خاوندان شي . نو په دې لړی کې داسې
هم پيښيدل اوپيښيږي ، يو لړشاګردان چې يا
يې دخپلو لوستونو اوتحصيلاتو په دوران کې
دزده کړو په اهميت نه پوهيدل ، هغه درسی
پروګرامونه چې په مکتبونو اوپوهنځيو کې
تطبيق کيدل يا نه زده کول اوپه نورو
مصروفيتونو به اخته وو اويا به هم ددرسی
مؤسسو اداری بې باکۍ اويا به هم ديولړ
استادانو بې کفايتۍ وی چې شاګردان به له
معارفه تښتيدل اوبې سواده به پاته کيدل .
خو بيابه هم دټولو ناخوالو اوبې نظميو سره
سره که به دجوماتونو په دننه اويا هم
دښونځيو په حويليو کې څرګنديدلې ، يولړ
افغانی استعدادونه که دمعارفو له تعليماتو
او ياهم دماجتونو له تدريساتو راوتلی دي ،
دادۍ دخپلو استعدادونو پرڅنګ دخپلو
زحمتونو اوتلاښونو په نتيجه کې دسيالانو
سر دي .
زما دلوړ مقدماتی بحث له مخې وينو چې
خاصتا دشلمې پيړۍ دلومړی نيمايي څخه دپيړۍ
تر پايه يولړ علمی ، ادبی اوتاريخی پوهان
اوشخصيتونه چې نه يوازې دپښتو اوپښتنو
افتخارات دی بلکه دټول هيواد دغښتلو
پوهانو اوليکوالانو په قطار کې ولاړ دي .
همدغه شخصيتونه چې دجوماتونو ترسبقو
وروسته دخپلو شخصی مطالعو اوزحمتونو په
دوران کې يې حتی نه يوازې دکابل پوهنتون
شاګردانو ته درسونه ورکول بلکه دافغانستان
دعلومو اکادمۍ دتاسيس اوجوړولو په برخه کې
يې داسې مهمه علمې اوتيوريکه برخه اخيستې
ده چې حتی دځوانو پوهانو اوليکوالانو
دعلمې رتبو په ټاکلو کې يې هم ونډه روښانه
ده . ځينې وياړلی پوهان مو په ډيره لنډه
توګه عبارت دی له علامه عبدالحی حبيبی ،
ګل پاچا الفت ، عبدالشکوررشاد ، عبدالرؤف
بينوا ، صديق اله رښتين ، قيام الدين خادم
اوداسې نورو څخه. نوموړو پوهانو هريوه
پخپل نوبت دهيواد په ژبنيو
موضوعاتو،ادبياتو اوتاريخپوهنې کې ډير
کتابونه ، رسالې اومقالی ليکلی اوهم يې په
ډيرو نړيوالو کنفرانسونو ، سمپيوزيمونو
اوسيمينارونو کې داسې ونډې اخيستې دي چی
نن ټوله زموږ دټولنې دفرهنګ دسترې خزانې
يوه مهمه برخه جوړوي . تر نوموړی علمې
اوادبې روښانه نهضت لنډې زمانې راوروسته ،
دټولنې تقريبا دنويو شرايطو په غيږ کې
دادۍ اوس داستادنوميالی ، چې بيا هم دماجت
دلوسته څخه راپورته شوی دی ، په لنډه توګه
يادونه کيږي .
١
– داستاد نوميالی يوه لنډه پيژندنه
استاد محمدانورنوميالی چې دملا محمدنعيم
زوی اوپه خټه عليزی دی په کال ١٩٢٨ ،
فبروری په مياشت کې دکندهار ښار افغانپور
په کوڅه کې زيږيدلی اوپه کال ٢..٦ دنومبر
پرڅلورمه په دنمارک کې دزړه دحملې په سبب
وفات شوی دی . نوميالی په ونه ميانه جګ ،
سترګې يې تورې اوغټې ، پزه يې جګه ، دمخ
کاسه يې ښکلې ، تندې يې پراخ اودسرويښتان
يې تر پايه ډيراوګڼ پاته وو. په خبرو فصيح
اوخنده رويه ، دمباحثې اوديالوګ توانايي
يې
ځکه زياته وه چې په منطق پوهنه اواستدلال
کولو پوهيد. ، صداقت يې درلود، په مسالوکې
جدې ، دقيق اودغورڅښتن وسياست يې خوښ و خو
سازمانی سياست ته يې اوږه نه ورکوله، دوطن
اوخاورې اوپښتو سره يې مينه زياته وه ،
داشخاصو پرضد مې يې غيبت نه دی اوريدلی ،
پداسې حال کې چې ډير افغانان دځان صفت ،
دبل غيبت خوښوي . استاد که څه هم دژوند په
وروستيو کلونو کې دمتوسط اومسافرژوند څښتن
شو خودخپل مشکل ژوندشکايت يې هيڅکله ما نه
دی اوريدلی. ترسياسی بحثونو يې منطقی
اوفلسفی بحثونه خوښيدل . که څه
هم
دسازمانی سياست سره څه چپ اويا هم ښی ،
پوره مينه نه وه خوډيروختونه به يې دکيڼ
لاسو خوانيوله اوروابط به يې هم ، کله کله
ورسره ساتل ، قضاوت به يې هم منطقی
اوعالمانه و. پرشخصی انډيوالۍ اورفاقت
ټينګ اودخپلو اصولو اوعقيدې په څرګندولوکې
بې پروا ښکاريده . البته ،دنورو خلکو
افکارو اوفلسفو اوريدلو ته به يې هم مينه
درلودله . استاد علاوه پريو لړ پوهنو په
ځينو مهمو ژبو لکه عربی ، انګليسی ، روسی
، اردو ، فارسی اوپښتو دمورنۍ ژبې په څير
هم پوهيد. دنمارکی ژبه يې هم وروسته زده
کړې بولم . استاد نوميالی خپل لومړنی
سبقونه اولوستونه دجومات دحجرو څخه راپيل
اوزده کړې دی. خو ډير ژر به دنوموړو
درسونو څخه په برياليتوب نويو مطالعاتو ته
راووت اودخپل لياقت اوپوهنې پربنا يې
دماجت پرمنطق پوهنې دنورې زده کړې په خاطر
اوچت ګامونه پورته کړل ، بلکه دفلسفی په
بې پايه سمندر –
يې هم داسې ځان ورګډ کړ چې يو لړ
برياليتوبونه يې په نصيب شوی دي . له
همدغه ځايه څخه استاد دنويو پوهنو اوفلسفو
دڅيړلو اوتحليلولو پوره تلاښونه وکړل
اوډول ډول آثار يې وليکل . کله چې استاد
لا ځوان و، فلسفی اومنطقی استدلالونه يې
هغه وخت ما اوريدل چې دی به دکندهار ولايت
دمطبوعاتو مديريت ته دبانډارکولو په خاطر
راتله ، زه به هم چې دميرويس نيکه ليسې په
منځنيو ټولګيو کې په لوست اخته وم
،دکندهار دمطبوعاتو مديريت ته ورتلم ،نو
به مې کله کله استاد نوميالی هم ليده. په
ياديږی مې چې دکندهار دمطبوعاتوپه مديريت
کې محمد ولی زلمی دمطبوعاتو مدير اومطبعې
مدير محمد ابراهيم عطايی داستاد نوميالی
په ګډون دماپښين لخوا ډول ډول بحثونه
اومجلسونه کول . بايد ددې خبرې يادهم وکړم
چې په همدغه وخت کې لا نوميالی داستادلقب
ګټلی و، موږ ټولوبه استاد باله او په
احترام به مو دده خبرې اوريدلې . ددې خبرې
يادول پکاردي چې په همدغه بانډارځای کې
دنوميالی دنور انکشاف لپاره ښه زمينه ځکه
برابره وه چې حتې په ځينو نورو تعليميافته
کړيو کې به کله کله دده دنويو بحثونو
اومنطقو اورولو لپاره حوصله په غيرمنطقی
ډول کميده .
نوميالی چې په اقتصادی لحاظ دمشکلاتو سره
مخامخ اوډوډۍ پيداکولولپاره يې کوم معتبر
سند نه درلود ، نو به يې دخپلې نوې زده
کړې انګليسی ژبې په زور په بيلو بيلو ځايو
کې زياريوست اوډوډۍ به يې ګټله . ترکومه
ځايه چې زما په ياديږي دده لومړنی مزدوری
اوماموريت دصوفی ولی محمد چې دخپل وخت
دروښانفکرانو څخه و، دپرزو خرڅولو په
پلورنځی کې دميرزا په حيث داسې مقرر شو چې
هم يې ترجمانې ورته کوله اوهم يې دفترې
مشکلات پر غاړه ورته اخيستی وو. داستثمار
کلمه پخپله اصلی معنا په دغه وخت کې داسې
طرحه وه چې که صوفی ولی محمد دمترقی
روښانه فکرڅښتن وي نو ولی استاد ته هغومره
معاش نه ورکوي څومره چی کار کوي . په
هرصورت ، صوفی چې دابتکار خاوند و ډير ژر
–
يې پيسې نورې زياتې شوې اوديخو فابريکه يې
دټولنې دضرورت پر اساس راوايستله . پدغه
پروژه کې هم دنوميالی مرسته اوخواری ډيره
وه ، خو سيدمصطفی شاه چې دپښتونستان
دآزادۍ په هدف هيوادته را اوښتی اوروښانه
فکر يې درلود ، دصوفی په فابريکه کې يې
کوټه دژوندکولو لپاره وموندله ، دفابريکې
کارونه يې پرمخ وړل اودهمدغه روښانه فکر
دکړۍ يو کلک مدافع هم شو . البته ،په
وروسته کې چې محمد علم بڅرکی اوآغا محـد
کرزی په مطبوعاتو کې بيل کارونه پيل کړل
داستاد نوميالی دافکارو اوتحليلاتو سره
ځينی تازه فکرونه ګډ اواستدلالونونورهم
پراخوالی وموند. په همدې توګه عبدالرشيد
آرين چې دماجت له حجرو څخه په پوره زحمت
اواستعداد راپورته شوی و دځوانۍ برخه يې
دکندهار دمطبوعاتو مديريت کې دمطبعې په
حروف چينۍ غوندې کارونو کې تيره کړې
اودنوموړی فکرې تحولاتو په تحرک کې يې
خپله لازمه ونډه لرلې ده . په هرصورت
دکندهار دمطبوعاتو ذکرشوی فکری جريان چې
ديوې نوې فکری مدرسی حيثيت لري ، مؤسس يې
استاد نوميالی دۍ. ددې خبرې يادهم پکاردۍ
، استادنوميالی دمحترم عبدالرحيم هاتف چې
دهيواد تکړه ، منور اوتعليميافته شخصيت دۍ
، په تجارتخانه اوبانډارځای کې هم پوره
برخه درلوده.
زه چې په ١٣٤٣ کال دکابل پوهنتون څخه
فارغه سوم ، نومې دانکشاف پرمسيرسپرې
پروژی لکه خارج ته تګ ، غوړماموريت اوداسې
نور امتيازونه په لغته و وهل اودکندهار په
ميرويس نيکه ليسه کې مې دښونکی په حيث
دخپل هغه ولسی اوعالې ارمان په خاطر
کارپيل کړ چې اوس هم راته مقدس اوترپخوا
لا هم راته ارزشتمن شوی دۍ . دپشتو ژبې
ترلوست مې اضافه دمنطق پوهنې لوست هم ورته
پيل کړ. ددې تدريس په نصاب کې دصوری منطق
پوهنې زده کړه شامله وه. خو ما علاوه
پرنوموړی نصاب دفرانسس بيکن اونولسمی پيړۍ
نوی منطق پوهنه دځينو ګرموسياسی مسالو سره
يوځای توضيح کول چې دې کار مې
د ((
سرکارقاطرې وتورولې ))نويې ډيې ژر تريوه
کال خدمت مخکې تبديلا کابل ته وليږلم ، په
همدغه زمانه کې استادنوميالی په همدغه
ليسه کې دښونکی په حيث تقرر وموند اوزما
ترتګ وروسته يې دمنطق پوهنې لوست وده ته
وسپاره . که څه هم به دليسې شاګردان
داستادسره مخامخ کيدل خو ده به پخپله ټوله
بزرګوارۍ سره لوست پرمخ وړۍ اوخپله پوهه
به يې
دشاګردانو څخه نه سپموله.
زه چې دکندهاره کابل ته راغلم ، نو مې
يودرسی کال دغازی په ليسه کې تيرکړبيا
تبديلا درحمن بابا ليسې ته وليږل شوم .
دلته مې هم چې لا دری مياشتې نه وې تيرې
کړې څو چې دکابل ددولسمو ټولګيو شاګردانو
دمظاهرې په کولو سره جبری تقاعد ته سوق
شوم. ترڅو کلونووروسته چې سردارمحمد
داودجمهوريت بريالی اوسلطنتی مؤسسه ړنګه
شوه،بيا له لنډ ې مودې وروسته دپښتوټولنې
درئيس محمدصديق روهی په مرسته اوپيشنهاد
دپښتو ټولنې دعلمی غړی په حيث مقرر سوم.
خو استاد نوميالی دميرويس دليسې دبحران په
دوران کې دليسې دمدير محمد نبی خان سره
يوځای دکندهار دنجونو ليسی ته ولاړ ،زه چې
په پښتو ټولنې اووروسته دافغانستان دعلومو
داکادمۍ کې په ليکنواواکادميکو فعاليتونو
بوخت وم چې استاد نوميالی کابل ته راغلی
اواغلبا دخپلويولړ دوستانو په مرسته ، په
کابل کې دبيهقی کتاب چاپولو مؤسسه کې يې
په کار پيل کړی دۍ. که څه هم زموږ پخوانۍ
انډيوالی اوآشنايي لږ وه ډيره تازه شوه
خوزما دوخت دمحدوديت په خاطر مولږسره ليدل
. يوه ورځ چې مې وليد نو يې د ف. انګلز
ديوه مشهور کتاب دترجمې يوه کاپی دکتلو
اونظر وړاندې کولو لپاره راکړه . دنوموړې
کتاب په باب داستاد په زړه پورې کيسه
موجوده ده : کله چې استاد دصوفی ولی
محمدسره ميرزا و،دشوروی اتحاد يو لړ
مالونه به دترانزيت په توګه دتورغنډۍ ،
بيا کندهار له لارې هندوستان ته تيريدل ،
څو يوه ورځ يې له کوم تړک موټرڅخه يوشمير
کتابونه ولويدل . په کتابونو کې يوهمدغه
دانګلس مشهور کتاب (( کورنۍ،خصوصی ملکيت
اوددولت منشآ )) و. خو يوه لاروی نوموړی
کتابونه ښار ته راوړل اوداستاد په لاس کې
کښيوتل. استاد هم دخپلې زياتې علاقی پر
اساس دنوموړی کتاب ترجمه پيل اووروسته له
څه زمانی يې پداسې خوږه پښتو ژبه چاپ کړ
چې نه يوازې پښتانه استفاده ځينې کولای شي
بلکه زموږ درې ژبی هيوادوالو ته هم پوره
ګټور دی .
دتيرې پيړۍ په اتيايمو کلونو کې چې
دافغانستان دعلومو اکادمۍ دودې او انکشاف
په خوا ګامونه پورته کول ، نو استاد
نوميالی دخپلو علمی ، ادبی اوفلسفی ليکنو
اوترجمو دښودلو په نتيجه کې داکادمۍ علمې
غړی اوکانديد اکادميسين علمې رتبې څښتن
اوپه همدغې اکادمۍ کې مقررشو . وروسته له
هغه موږ په دغه مؤسسه کې سره ليدل خو نه
په منظمه توګه . دتيرې پيړۍ داتيايمو
اواخر اونوييمو اوايل دټولنې داسی سخت
کلونه دی چې داخلی جنګونه نورهم شديد اوپه
اصطلاح مجاهدين چې دکفر دله منځه وړلو
اوخپلواکۍ دحصول په بهانه يې دنړيوال
امپريالزم په اراده ، ټانکونو اوثروتونو
خاوره ټوکر ټوکر اوافغانان يې په ډيره بې
رحمۍ شهيدان کړل . څومره دشرم خبره ده چې
پرون يې دکفر اوغلامۍ پرضد دبيګانه
ګانوترقوماندې لاندې افغانان وژل خو اوس
يې دنوموړو امپريالستی بيګانه ګانو په زور
نه يوازې دخپلواکۍ اوآزادۍ حتی مفهوم لا
ترپښو لاندې کړی بلکه په ډيره ناځوانۍ
دولس ټولې هغه برخې په وحشی توګه وژني
کومو چې دخارجی استعمارګرو قوتونو دايستلو
په خاطر خپل سرونه پر لاسونو ايښی دي .
په هرصورت ، کله چې زه په کال ١٩٩. دپلچرخی زندان په فولادې دروازه
ورننوتم بيا مې نو استاد نوميالی ونه ليد
اوکله چې دشلوکلونو په بند محکوم شوم
اوددوو شاقه کلونو تيرولو دډاکتر نجيب
ترسقوط وروسته راووتم ، دټولنې حالت دوحشت
داسی نوی رنګ اخيستی وچې هر څوک پوهيده
امپريالزم دامريکا په لارښونه په شعوری
توګه د (( مجاهدينو )) دولت لا هم نه غوښت
اودايې غوښتل چې بايد افغانان يو اوبل سره
ووژني اودکافر په نامه يوبل سره ناتوانه
کړي څودوی دخپلو پښو ځای ومومي ځکه يې نو
د(( مجاهدينو )) دولت ته شاه ورواړوله
اوجګړو ته يې ادامه ورکړه . البته همدغه
جنګيالی دبيګانه ګانو په دغه اصل (( تفرقه
واچوه ،حکومت وکړه )) نه پوهيدل. په همدغه
وخت کې استاد نوميالی نسته اوخبرشوم چې تر
همدغه اړودوړو مخکې دعلمې څيړنو لپاره
مسکو ته تللی دۍ هلته پاته اوخپل علمی
اوفرهنګی فعاليتونو ته يې ادامه ورکړه
اوديوه فرهنګې کميټې په مشرۍ هم ټاکل شوی
دۍ. وروسته له څو کلونو څخه دنمارک ته
راغی اوهلته هم دده دلياقت اوفعاليت له
مخې ديولړ افغانانو دمجلس
مرکز
وګرزيدی ،
همداسی يې خپلو ليکنو اوفرهنګی فعاليتونو
ته په مينې سره ادامه ورکړه.
استاد دروان کال دنومبر پر څلورمه نيټه ددنمارک په ( البورګ ) ښار کې
دزړه دتکليف اوډاکترانو دبې غورۍ پر اساس
له دې فانی جهانه څخه سترګې پټې کړې اوموږ
يې يوازې پريښودلو. کله چې دی يوه ورځ
مخکې دسينه بغل په ناروغۍ اخته ونومعالج
ډاکتر ، اغلبآ ، بيله دې چې دده دزړه
ناروغی ډيره جدې په نظرکې ونيسي دوا يې
ورکړه ، څوپه سبا کې وفات شو . خدای دی
وبخښي . البته دمرحوم محمد علم بڅرکی مرګ
هم په هالند کې دنوموړې دمرګ سره ورته
والی لري ، کله چې بڅرکی ناروغه اودزړه
تکليف يې ورولاړ سو ، داکتر بيله دې چې په
روغتون کې يې بسترکړي کورته يې رخصت کړ څو
چې هلته دنوميالی په شان ددوستانو په بې
خبرۍ کې وفات شو. دغه حوادث چې اورم نو
زما دانګليسی ژبې ديو بې احتياطه معلمې دا
خبره هره لحظه ديوه واقعيت په څير را په
ياد شي چې ويل يې (( موږ ته والدين کاربچ دی خو
اولادونه موپه کاردي )) ګواکی پدې لنډه
جمله کې يې دخپل استعماری اومتجاوزنظام ښه
نمايندګی کړيده .
داستاد دمړينی اوښخونې مسآلې ته به لا يوه اشاره وکړم :د استاد ترمرګ
وروسته دده ځينو دوستانو اوخپلوانو په
اخبارونو اوويب پاڼو کې پردې مسآلې بحث
وکړ چې مړی به يې وطن ته وړل کيږی اوکه په
دنمارک کې خاورو ته سپارل کيږي ؟ ځينو يو
څه ويل خوځينو بل څه!دوطن دوستانو عقيده
پردې ده چې ټول افغانان چې دولس اوخاورې
سره مينه لري بايدچې مړی يې په وطن کې
خاورو ته وسپارل شي ، البته که يې په توان
کې وي .خودنوميالی استاد په شان شخصيتونه
بايد په هر قيمت چې وي ترخپل کور اوګوره
ورسيږي. داهم ځکه چې خپلوان ، ملګری ،
پلويان اوشاګردان يې هر وخت ګورته ورتلای
شي ، دعا ورته کولاي شي ، ددوستۍ اواستادۍ
پخوانۍ خاطرې يې ورپه يادولای اوساتلای شي . که څه هم يولړ اشخاص چې ځانونه
منور اوروښانفکره بولی ، ښايي ووايي چې
څوک مړشو ، نوخاورې کيږي په هرځای کې چې
وي . اوبله ډله دهمدغې فرقی پلويان بيا
مسخرې په ګډوي اووايي چې (( مړسو ، نوپړسو
)) دغه ډول اوهمداسې نور مشابه عقايد چې
دوطن اوولس سره د مينې اواړيکو ځلا
اوروښنايي ونلري ، اوانسان يوازې يو
بيولوژيکی اوفزيکی موجود بولی ، انسانی
اړيکې اواجتماعی
– تاريخی خصوصيات پکښی نه ليدلای سي
، نو ګواکی دنولسمې پيړۍ دجرمنی مشهور
فيلسوف فيورباخ ( ١٨.٤- ١٨٧٢ م ) دهغه
انتروپولوجيزم په هغه
وچه فلسفه کې يې په ناپوهۍ اوغير شعوری
توګه ځان بايللی دی کومه چې انسان صرف
بيولوجيکی موجود ګڼي اوټولنيز _ تاريخی
مشخصات يې يا نه ويني اويا يې نشي ليدلای
. په داسې حال کې چې انسان برعکس ، د((
ناطق حيوان )) په څير دخپلو تاريخی
– ټولنيزو خصوصياتو پربنا د(( اشرف المخلوقاتو )) په حيث دخپل پخوانی
حيوانی جهانه ځان را جلا کړی اودخپلې ژبې
، توليد اواجتماعی شعور دتکامل په نتيجه
کې خپل تير اوزاړه مدنيتونه دنويوسره تړلی
اوتړی يې . دنوموړی اصل پربنسټ بايد قوم
اوملت خپل ځان دساتلو يرڅنګ دخپلو پوهانو
، ليکوالانو ،قهرمانانو ، رهبرانو
اوافتخاراتو آبدات ، مقبری اوډول ډول
نښانی ، کتابونه اوآثار ولري ،څودتاريخ په
اوږدو کې خپل تاريخی ،ټولنيز اومدنی تسلسل
ديوه نسله تربل اوديوه مدنيته تر بله
وساتلای شي. البته ، دبشريت دغه روښانه
پراتيک يو مهم انسانی پراتيک دۍ چی بشريت
دحيوانيته اوانسان له حيوانه را جلا کوي.
نوګواکی له حيوانه څخه هرډول صابون
جوړيدای شي چې هيڅ ياد يې هم بيا نه کيږي
،خو انسان دټولنې يو مهم رکن اومدنيت
ساتونکی داسې موجود دۍ چې پاته نسلونه
اومربوطين به يې په خاطر اتو کې له ځانه
سره تل لري . په هرصورت دنوميالی استاد
جنازه چې دښاغلی شيرحسن په ميړانه کندهار
ته رسيدلې اومقبره يې معلومه سوې ده ډير
ښه کار يې بولو ، نور دې هم شيرحسن بريالی
وي .
٢- داستاد پوهنه او آثار
استاد دماجت په حجرو کې دخپلو دينی سبقونو
اومنطقی فصلونو وروسته دعربی ژيې ترڅنګ
دمنطق پوهنې دنورې زده کړی اوڅيړنې لپاره
علمی کوښښونو ته نوره هم ادامه ورکړه ،
دانګليسی ژبې د زده کړې په موازات يې نويو
ټولنيزو اوفلسفی پوهنو ته کلکه ملا وتړله
اولازم انکشافات يې پکښی وموند.
دارسطو( ٣٨٤- ٣٢٢ م ) فلسفی پوهنې چې په
(( اورګانون )) کې يې تمرکز موندلی دۍ
دارسطو دزمانې څخه بيا تر اوه لسمۍ پيړۍ
پورې
خپل اعتبار په پراخه پيمانه دلاسه ندی
ورکړي ، خو کله چې په نوموړی پيړۍ کې
دانګلستان دمشهور فيلسوف فرانسس بيکن (
١٥٦١- ١٦٢٦ م ) له خوا تطبيقی
منطق پوهنه د(( نوی ارګان )) په نامه
اثرخپورشو ، دايې توضيح کړه چې اوسنۍ
زمانه دتطبيقی منطق پوهنې اودطبيعت
دقوانينو دکشفولو اواستفادې کولو زمانه ده
، نور نو صوری منطق پوهنه دانسانانوعلمی
اړتياوې نشي ورپوره کولای . وروسته له دغه
نوې منطق پوهنې څخه د ارسطومنطق پوهنه
دموده ولويده اواهميت يې کم شو.
استاد نوميای دنوموړی ارسطويی منطق پوهنی
سره پيژندګلوی درلوده اود ( ايسا غوجې )
په نامه مهم منطقی اثرچې تقريبآ دری سوه
کاله ترميلاد مخکې سترمنطق پوه ( فرفريوس
) ليکلی اوددوهم( اورګانون ) حيثيت يې در
لود ، په اسلامې اوعربي تعليماتو کې يې هم
اعتبار څرګند و ، داستاد په زده کړو کې
وختې لا شامل شوی دۍ . په همدې توګه ،
استاد داتلسمې پيړۍ دمنطق پوهنې سره آشنا
يي لرله اودنولسمې پيړۍ په ډيالکتيکی
اصولو اومنطق پوهنې کې يې زياتې څيړنې کړې
اوپوره يې برخه من دۍ .
استاد دخپلو څيړنواوتحقيقاتوپه لړ کې
دفلسفې پوهنې په ډيرو مهمو موضوعاتو کې
پرمخ تللی اوپه زړه پورې ابتکار ي ليکنې
يې پرې ايښی دي . فلسفی څيړنې که څوک دزړه
له کومې ونکړي اوورته متوجه نشي ، نو بيله
شکه په زده کړه کې به يې مشکلات ډير وي .
خو برعکس ، استاد دځوانۍ څخه پرفلسفی
موضوعاتو ، مباحثو اومطالعو کې مينه او
زيات استعداد درلود چې نه يوازې يې مطالعه
اوبحثونه کول بلکه دقدر وړ ليکنې اوترجمې
يې هم پرې ايښې دي .
استاد دخپلو نورومروجه علومو تر څنګ په
ډيرو مهمو فلسفی موضوعاتو لکه معرفت
پيژندنه،وجود پيژندنه دفلسفی ويش اوداسې
نورو مهمو موضوعاتو کې بحثونه اوليکنې لري
، خودفلسفې پرتاريخ يې زما سترګې ندې
لګيدلې ، ښايي ،که يې ليکلې وي په ناچاپه
آثارو کې به يې پيداکړای شو. استاد
پرمختلفو وختونو کې داسې بيلې بيلې علمې
اوفلسفی مقالې ، رسالې اوکتابونه تاليف
اوترجمه کړي چې په خاصه توګه دپښتو
اوپښتنو لپاره ستر خدمت دۍ خو په عام ډول
د ټول افغانی فرهنګ دغنا لپاره يوه ستره
پانګه بلل کيدای شي . که څه هم داستاد
ټولې ترجمې اوتاليفات دقيق اوارزښتمن دي
خو بيله شکه چې د(( انسان تکامل ))او((
دکورنۍ ، خصوصی ملکيت اودولت منشآ ))
ترجمې چې چاپ شوې دي ، جاودانې آثار بلل
کيږي . په همدې توګه يې په تاليفاتو کې ((
دپښتودټولنيز تاريخ مبادی )) يوداسې
ابتکاری اثر دۍ چې که په غورولوستل شي
ډيرې نوې خبرې پکښې زده کيدای شي. اوس به
يې دنمونې
په توګه د(( کورنۍ ، خصوصی ملکيت ... ))
پيژندنې لپاره څوعبارتونه وړاندې کړم :
(( دکورنۍ ، خصوصی ملکيت اودولت منشآ ))
دنولسمې پيړۍ يودهغو سترو فلسفی اوابتکاری
آثارو څخه دۍ چې ف. انګلس ( ١٨٢.
–
١٨٩٥ م ) دخپل عمر په وروستيو کلونو کې
ليکلی دۍ . همدغه اوداسې نور درانه
اوابتکاری آثار چې په جرمنې اواروپا کې
خپاره شول ، نه يوازې
يې په فلسفه کې انقلاب راوست بلکه اعلان
يې وکړ چې اوس نودجهان دتفسير پر ځای
دجهان تغيير ته ضرورت دۍ . نوموړی کتاب چې
په کال ( ١٨٨٤ م ) دجرمنې په زوريخ کې په
جرمنې ژبه له چاپه راوتلی دۍ هغه اصول
اوقانونمندۍ يې توضيح کړې ، دکومو پربنا
چې کورنۍ ټولنې ،قومونه ، دولتونه
اوهمداسې انقلابونه منځته راغلی اوادامه
يې موندلې ده . په نوموړې اثرکې ، چې
استاد نوميالې دانګليسې نسخې څخه پښتو ته
اړولی دۍ ،دغه لاندې مهم ټولنيز اوفلسفی
موضوعات په پراخه پيمانه اوابتکاری توګه
تحليل ، تفسير اوتوضيح شوې دي : ((
دبشر
په تاريخ کې مهم فکتور دورځنې ژوند توليد
اوبيا توليد دۍ چې دوه خصوصيتونه لري ، يو
يې دوسايلو توليد ، دډوډۍ، کاليو ، کورونو
اوضروری اسبابونو پيداکول ، خودوهم يې
دبشريت پيدايښت ، تکثير اوډيرښت دۍ . په
همدغه توګه ، ټولنيز مؤسسات چې دانسانانو
په ټاکليو تاريخې مرحلو اوپه ټاکليو
هيوادونو کې ژوند کوي ،په دوو ډولو
توليدونواړه لري ، يويې دکاردتکامل په
مرحلې اوبل يې هم په کورنۍ پورې تړلې دي .
کله چې دکارجريان ظهوراووده و کړه، بيا نو
دهمدغه کاردجريان ، ټولنيزوثروتونو ،
دتولداوتناسل پروسه ، ټولنيز جوړښت چې بيا
هم په نوموړې پروسې اړه لري ، خصوصی ملکيت
اواموالو تبادله رامنځته شوه اووروسته له
هغه په ثروتونو کې توپير ونو مخ ښکاره کړ،
دټولنيزو کارونو ، امکاناتو دايمې
پراخوالی وموند اوپه پای کې ټولنيزې
متضادې طبقی راپيداشوی ، نوی ټولنيز داسی
عناصر دنسلونو په ادامه کې راڅرکند شول
،څو دطبقاتو ترمنځ دطبقاتی ګټو ترمنځ
دطبقاتی ګټو پر اساس طبقاتی مبارزه راپيل
اودولت ډګر ته راووت . ګواکې همدغه دولت
اوطبقاتی مبارزی زموږ انسانانو واقعې
اوليکلې تاريخ را جوړکړی دۍ.
))
استاد
نوميالی نوموړی اثر اودداسې نورو آثارو
دمطالعاتو په رڼا کې ددې صلاحيت وموند چې
يولړ مهمو فلسفی اوسوسيولوجيکی موضوعاتو
باندې په مسؤليت سره ليکنې وکړي ، نويې په
دلاورۍ سره خپله افغانی اوپښتنې ټولنه
دتاريخ په رڼاکې څيړلې اود(( پښتو دټولنيز
تاريخ مبادی )) په نامه يې ارزښتمن
اثرليکی چې نه يوازې يولړ نوې پښتنې
ټولنيزموضوعات پکښی زده کيدای شي ، بلکه
دسيمی يو لړ حوادثو په څيړلو کې هم مرسته
کولای شي . نوموړې اثر چې فشرده اوکښيکښلی
ليکل شوی دۍ دمطالعی په وخت کې ځکه
لازمی غور اوتوجه غواړي چې داخباری ،
افسانوی اوژورنالستيکو ليکنو سره يې توپير
ډير دۍ . نوموړې کتاب چې اغلبآ په ١٩٩. کې
ليکل شوی دۍ خودچاپ ځای يې مسکو او کال يې
١٩٩٧ دۍ . ددې لپاره چې پرکتاب څه وويل شي
، زه به يې د(( ټولنيز تاريخ )) ترعنوان
لاندې يولنډه کۍ متن دنمونې په توګه راوړم
چې په هغه کې ليکوال ټولنيز تاريخ داشخاصو
دتاريخ اويا نکلونو څخه جلا کوي . دی دخپل
اثر په دولسم مخ کې داسې ليکي : (( ...
دتوليدی چارو په رابطوکې رايوځای شوی
ټولنه چې دهمدې روابطو په وجود کې يې
تناسلې دودونه ، کلتوری پيوندونه ، ژبنې
اشتراکونه ، اعتقادی چلندونه ، سياسی
هويتونه اوداسې نور په لسهاوو تاريخې
–
اجتماعی بعدونه دتشکل اوتکامل ناپايه لاره
په خوله ورکوي ، نودغه ټول څو اړخيزه
متحرکه اومتحوله مجموعی پروسه له سره څخه
تراوسه دټولنيز تاريخ په نامه ياديدای شي
.)) استا نوميالی خپلې ليکنې ته ديوه
معتبر قاموس په حواله ادامه ورکوي اوداسې
اضافه کوي : (( دټولنيزو روابطو
دبدليدونکې شبکې دټولنيزو مؤسساتو دودې
اوټولنيزو خيالاتو اوارزښتونو په برخه کې
داوښتنو څيړنې ته ټولنيز تاريخ ويل کيږي .
)) دهمدې لارې استاد داشخاصو تاريخ
دټولنېزتاريخ څخه ځکه جلا بولی چې
دپاچاهانو اوقومانوانانو تاريخونه صرف
نکلونه دي اودټولنو دتاريخ څخه يې بالکل
جلا ګڼي .
دا خبره پوره يو واقعيت دۍ چې دولسونو
تاريخ يوداسې ټولنيز تاريخ دۍ چې ولسونه
اودهغوی پراتيک يې ورجوړوي . البته اشخاص
هم په تاريخ کې يو ټاکلی مثبت او يا منفی
رول لري چې هغه به هم بيله شکه دخپل ملت
اوخپل ولس يوه ټاکلې يرخه اوزمانه څرګندوي
.
داوو په ډيره لنډه توګه داستادنوميالی
دپوهنو ، ليکنو اوترجمو وړوکې نمونې چې که
يې مينه وال وغواړي پوره يې مطالعه کړي
،کولای شي چې کتابونوته
يې مراجعه وکړي . اوس به يې دتاليفاتو
اوترجمو لنډ لست وړاندی کړم .
١- ليکنې
١-دافغانستان اتنوګرافی
٢- سفرنامه
٣- دويش سيستم
٤- تخنونې يا جستونه
٥- دکوډو سرنوشت دعلمی څيړنو په رڼا کې
٦- دپښتو دټولنيز تاريخ مبادی
٢- ترجمې
٧- دکورنۍ ،خصوصی ملکيت اودولت منشآ
٨- دافغانستان توکمونه ( دوالتر بيليو )
ليکنه
٩- دمتودولوجۍ تاريخ ( اکادميسين ژوکوف
تاريخ )
١. –
هنددلومړی کمونيزم څخه ترمرئتوب پورې ( ا.
س. ډانکی )
١١- الف ليلا ،زرؤيوه شپه ( ١..١ ) شپه
١٢- انسان اوتکامل ( جان ډيوی ) اونور...
نتيجه
څرګنده ده چې موږ پخپل هيواد کې پخپلو
ټولنيزو اوتاريخی شرايطو کې يولړ پوهان ،
ليکوالان ، مؤرخين اوداسې نور لرو چې
واقعآ يې موږ دخپلې ټولنې اوهيوادوياړنې
اوافتخارات بولو. خو په تاسف چې دفلسفې
اومنطقی پوهنو عالمان اوليکوالان مولږ
اودګوتو په شمار دي . دادۍ دنمونی اوپه
ډيره لنډه توګه دمحمد قدير تره کې دآثارو
څخه ددوی سترفلسفی اثر (( تاريخ فلسفه ))
داستاد بيتاب دآثارو څخه (( علم منطق ))
دغلام حسن مجددی دآثارو څخه (( مبادی علم
منطق )) اوبهاوالدين مجروح دآثارو څخه ((
دجبر اواختيار ډيالکتيک )) غوندې مهم آثار
يادوو ، چې هر يو په ټاکلی متود اوخاص سبک
سره ليکل شوی اوچاپ شوی دي .
نوپه همدې توګه ، استاد نوميالی هم چې
دليکنې دخاص طرز څښتن دۍ دفلسفی اومنطقی
پوهنو استاد ، مؤلف اوترجمه کونکې دۍ ،
ټاکلی داسې علمې ، فلسفی اوادبی مقالې ،
رسالې اوکتابونه يې ټولنې ته وړاندې کړی
دي چې اوس نو استاد نوميالی نه يوازې دلوی
کندهار دفاضلو نومياليوپه لړ کې بلکه دستر
افغانستان دعلمی –
فلسفی نومياليو په قطار کې ولاړ دۍ . ددې
لپاره چې داستاد نوميالی له آثارو
څخه هم پوره استفاده وشي لازمه ده چې
ليکلی اوناچاپ سوی آثار يې چاپ ،خو چاپ
شوی آثاريې تريوه انتظام لاندې بازارونو
ته دمطالعې اواستفادې لپاره وړاندې شي .
ددې اقدام په خاطر بايد نژدې دوستان
اوپلويان تريوه ګډ پروګرام لاندې داشخاصو
اومختلفو فرهنګې ټولنو دمادې اومعنوی
مرستو څخه استفاده وکړي .
پای
|