 |
|
|
|
|
|
د لوى شاعر او ليكوال
ښاغلي
اكاډميسين
سليمان لايق دا ليك چې د
۱۳۸۴
ل ل كال په مباركباد كې
يې خپل دوست محمد انور نوميالى ته استولى و، له هغې دوسيې څخه را اخيستل شوى دى چې ارواښاد استاد نوميالى په خپلې ځانگړې سليقې دخپلو
دوستانو ليكونو ته
ځانگړې كړې وه .
|
|
|
|
|
|
|
|
نوى كال دې مبارك شه !
پر ما گرانه نومياليه فيلسوفه؛
د انسان د تاريخ پر غځېدلي واټ چې پيل او
پاى يې د ابهام په لړو كې ورك دى، د
تلونكو اوراتلونكو په شور ماشور كې، د
تشويشونو، ناخواليو او دشرمونو د احساس
له درانه پېټي سره ، د
۱۳۸۴
كال د ناليدلى ښار دروازې ته راورسېدم .
غواړم د ځمكې په دې نوي برېځر كې په داسې
يو سړي باندې چې د نفس له شرموونكو هوسونو
او خيرنو انديښنو څخه د خپل زړه محراب ته
راغبرگ شوى وي، د لمر په څېر يو تود او
زرين سلام واچوم او په سندريزو الفاظو چې
د مينو زړونو له شعر او موسيقي څخه
راپورته شوي وي، د لمر د ټولواكمنۍ د نوي
ميلاد مباركي وركړم . خو ما لا خپلې جامې
او د زړه تا خانې نه دي مينځلې او خوله مې
د پسرلي د لومړني برېځر د لمانځه تكبير ته
نه ده جوړه. لكه
«سردار
اكا»
زموږ د تېرو نيكونو يو شپون چې تر هر
لمانځه وروسته به يې خوله چړپوله او ويل
به يې :
«
نه دى قبول شوى
»
او كړى لمونځ به يې تر هغو تكراراوه، تر
څو به د اجابت قناعت ته ورسېده او په لوړ
آواز به يې وويل :
«
قبول شو».
زه كټ مټ هماغسې، د خپل احساس د تسكين
لحظې ته سترگې په لار ولاړ يم تر څو په
پاك زړه او پاك تن لمر وستايم او تاته د
هغه د ميلاد مباركې وړاندې كړم .
كه زه ونه توانېږم چې د ځمكې پر باړخو
باندې د لمر تر لومړنۍ مچې وړاندې د هغه
په وړانگو كې ولامبم او پخوا تر دې چې زړه
او جامې ووينځم، د لمر ټولواك پر منظومه
باندې د وړانگو د زرتارو كېږدۍ وغوړوي او
ځمكه لكه د گبيني مچۍ د رڼايې او تودوخې
سحرنۍ شوده تر پايه وزبېښي، زه به تاته د
نوى برېځر د مباركۍ لپاره د كوم لمر د
گلانو په زرينو پاڼو كې د خپل لېوال او
لېوني زړه د اخلاص سوغات وړاندې كړم!
كله چې د نوى كال د لمر لومړنۍ څېره ، د
سليمان د غره پر هسك تندي باندې د لمر
زرين جمدر ولگوي، او ما خپل زړه او ضمير د
اعتراف په ترخو زهرو وينځلي وي، هماغه
مهال به زه د انساني مينې د گلانو له
كاروان سره يو ځاى ستا فلسفي عارف په درشل
كې ولاړ يم، تر څو د خپل نسل تر ټولو
سپېڅلي او مستغني قلندر ته ، د مباركۍ او
درناوي آداب وړاندې كړم .
زه غواړم هغه سږنۍ ترانه چې زه يې هر كال
خپلو خلكو ته د دعا او ښو هيلو په مقصد
ليكم، له تاسره په گډه وبولم او د قبول
لپاره يې ستا د پاك زړه او خولې بركات
راوننگوم :
اى د رڼـــايـې ربــــه
مـــوږ ړڼا ته وباســـه
پاى كړه دا تياره څپه
موږ ســبا ته وباســه
زموږ ويده راپاڅوه
پاى يې كړه للو للو
ورځ ته يې را لنډه كړه
لاره د كـــــلو كلــــــو
كاشكې دا گونگى وطن
ستورى د سندرو شي
كاڼي يې لالونه شـــي
خاوره يې د زرو شي
كاشكې د شبنم څــاڅكي
يو شي دريابونه شــــي
كاشكې چې ټول وچ اغزي
شنه شي او گلـــونه شــي
اې د رڼـــايـې ربه
مـــوږ ړڼا ته وباســـه
پاى كړه دا تياره څپه
موږ ســبا ته وباســه
ولفرات، جرمني
۱\۱\۱۳۸۴
ستاسو خپل مخلص
سليمان لايق
|