|
ننګيالى بڅركى
مړونه مري خو نومونه يې پاتيږي
داچي په ټوله معنا مرګ او مړينه د هر انسان دپاره يو حق شی دی او د ژوند ادامه ده، نو معنا ټولوته دغه لار سته او هيڅوک هم د مرګه څخه چاره نه لري، خو فرق او توپير د مړيني په دې درو ډولونوکي خلاصه کولای سو.
١ـ چي ځيني خلک مري او نومونه يې هم ورسره پناه کېږي.
٢ـ خو ځيني بيا مري او ټولني ته بد او د شرمه وړ نوم پرېږدي چي بشري نړۍ په هغه باندي شرم کوي او پاته دوستان يې د نوم په اخيستلو لا هم شرمېږي خو بد نوم يې تر ابده پوري پاته وي.
٣ـ ځيني کسان بيا هم سته چي هغوی مري ليکن نومونه يې په تاريخ کي په زرينو کرښو ليکل کېږي او يا پرګنې او ولسونه يې په ډېر احترام سره کليزي نمانځي.
نوکه يوه انسان په خپل ژوندکي د معاصر وخت يا د خپل وخت او زمان چي دی په کښي ژوند کوي د خلکو دپاره يوڅه وکړه او ځان يې په دې لاره کي ستړی ستومانه کړى وي او د راتلونکي نسل دپاره يې يوه لاره پرېښوده او څه نا څه يې په خپل ژوند کي يو نوع مبارزه د راتلونکي خوشبختۍ دپاره وکړه يا کړې وه، نو پرګنې او ولسونه به د هغه نوم په خپلو زړونو کي د ځانه سره ولري او يا بې تاريخ په زرينو کرښو سره نوم وليکي چي و دغسي ډول مړيني ته په واقعيت کي مرګ يا مړينه نه ويل کېږي او د هغه نوم به د تل دپاره ژوندی وي.
مرحوم محمدانور نوميالی يو د هغو اشخاصو د جملې څخه دی چي نوم به يې ټول عمر د افغانستان د خلکو په زړونو کي پاته وي او د ده نوم به همېشه زموږ په ادبي تاريخ کي ژوندی وي.
مرحوم محمدانور نوميالی په ډنمارک کي له وطنه ليري په پردېسۍ کي د روان کال يعني دوزره شپږم کال ـ د اکتوبر پر څلورمه نېټه د چهارشنبې په ورځ په خپل کورکي د زړه د ناروغۍ په وجه او د ډاکټرانو د بېغورۍ په سبب د شپې په ناڅاپي توګه د زړه د درېدو له کبله تقريباً د نهه اويا کلونو په عمر د دې پاني دنيا څخه سترګي پټي کړې او په حق ورسېدئ. ((روح دې ښاد وي))
مخکي له دې چي د زړه عاجله حمله پر مرحوم نوميالي باندي راسي هغه د دې ناروغۍ احساس هم کړی و او د معمول سره سم و خپل معالج ډاکټر ته هم تللی و، خو نوموړي ډاکټر و مرحوم ته د رېزش يا زکام او ستوني د درد دارو يا پنسلين ورکړي وه، چي نوموړې بې پروايي د دې سبب سوه چي زموږ نوميالی يې له موږه جلا کړ.
مرحوم محمدانور نوميالی د افغانستان يو وتلی نوښتګر، شاعر، ليکوال ژباړونکی او په لاتيني ژبو پوه او د پښتنو په سجره پوه او په عربي ژبه کي د ځانکړي مهارت او پوهي څښتن وو، هغه په روسي ډنمارکي اردو پوهېده او په پښتو، انګليسي، عربي فارسي يې خبري ليکني او ژباړي کولای سوای.
مرحوم نوميالي صاحب د ژبو په زده کړه کي حوصله او استعداد درلود، نو ځکه هرځای چي به مهاجر سو د هغه ځای ژبه به يې ډېر ژر ياد او زده کړه. هغه د ديني علومو څخه خپله زده کړه راپيل او بيا يې په نورو ټولنيزو علومو کي هم زده کړه وکړه او په مختلفو برخو کې يې کتابونه وليکل چي يو هم د کوډو د سرنوشت ترعنوان لاندي کتاب دی، کوډي يوه مذهبي او دوديزه مقوله ده هغه په دې باب و خپل ځانته داسي حق ورکوي چي ليکي:((ما چي د خپل ټولنيز اعتقاد په حکم يو وخت په دې ډول مسايلوکي يو څه زمانه لاس وهلی دی او بل وخت مي بيا د علمي هڅي په سليقه د هغو د تاريخي ماهيت په باب ځيني اساسي پلټني کړي دي نوطبعاً په داسي دريځ کي ځان وينم چي دغه شان موضوعات د يوې مقولې په څېر تر يوه حده څېړلای سم)).
مرحوم نوميالی صاحب چي د ليکني خورا اوږد تاريخ لري په کندهار کي د طلوع افغان د ورځپاڼي همکار او په کندهار مجله كي يې د نولس سوه اته شپېته اونهه شپېته په کلونو کي علمي مضمونونه خپرول او بيا خپله په کابل کي د بيهقي د مؤسيسې رئيس وټاکل سو او بيا يې په علومو اکاډمۍ کي علمي دندي ترسره کولې او په علومو اکاډمۍ کي د کانديد اکاډمېسن و علمي رتبې ته ورسېدئ او په دې وخت کي يې بې شماره مقالې او يو لړ کتابونه وليکل، په نړيواله کنفراسونو کې برخه واخيسته او هلته يې يو مشهورکتاب چي په خپل وخت کې ډېر شهرت درلود د انګليسي ژبي څخه په فارسي ژبه وژباړه
((ميتودولوژي تاريخ)).
دی د دې کتاب پر اهميت د خپل سرليک په يوه برخه کي داسي يادونه کوي:((درجهان کنونى که مساله مهم اعمار جامعه نوين بشرى مطرح بوده و رسالت آن به عهده نيروهاى مترقى و پيشرو ګذاشته شده است اين ضرورت را به ميان اورده که بايد شناخت عينى پروسه طبعى تاريخ جامعه در دسترس سازندګان تاريخ قرار بګيرد تا از طريق توسل به ان بتوانند پروسه هاى اجتماعى جهان را دګرکون ساخته و آنرا در راه ايجاد جامعه نوين هدايت نمايند)).
مرحوم نوميالي صاحب هم د نورو افغانانو په څېر د ټولني داړو دوړ کړاوونو څپو وهلی او د يوه ځايه يې بل ځای ته مهاجر کړی دی، خو د ستونزو لويه برخه يې هم پسله هغه وخته را پيل کېږي چي په افغانستان کي خپل منځي جنګونه راپيل سوه. که څه هم مخکي له دې چي د مجاهدينو حکومت افغانستان ته راسي، نوميالی صاحب په يوه رسمي او څېړنيز سفر ازبکستان ته تللی وو. او بيا د هغه ځايه څخه د وخت د خرابو شرايطو په اساس بيرته هيواد ته نه سوای را ستونېدای، نو بيا تا جکستان ته ولاړى او هلته د خپلي کورنۍ سره يو ځای سو او د هغه ځايه بيا و فيدرالي روسيې ته ولاړی، چي په نوموړې بې سرنويشته مسافري کې يو لړ ليکني هم د لاسه ورکړې او ډېر مواد يې چي انتقال يې د يوه ځايه و بل ځای ته ګران کار وو، يا يې پريښوده او يا يې هم په خپل لاس سره څيري کړه. او مخکي له ازبکستانه هم د يو لړستونزو په لرلو سره د خپلو ليکنو د ساتلو په کړاو اخته وو. چي په دې باب خپله مرحوم نوميالی صاحب داسي ليکي:((دا ياداښتونه چي په يوه نخسه کي تهيه سوي وه په شمېر درې سوه پاڼوته رسېده او تل زما د اوږو بار وه چي له کندهاره تر کابله او له کابله تر کندهاره به مي د کډي کولو په وخت کي له يوې کوډغالي و بل کوډغالي ته راسره وړله. تر شل کاله ساتني وروسته چي نور نو د ناتمامه فرهنګي اختناق په مقابل کي زما حوصله تمامه او زړه مي له هر راز ليکنو څخه تور سو نو مي وغوښته چي د ستړي زړه د هوسايي دپاره خپل قلمونه مات کړم او د کاغذو پاڼي مي يا څيري او يا له ځانه ليري کړم.)) خو په هر صورت مرحوم نوميالي صاحب ته په ژوند کي داسي شرايط نه وه برابر چي هغه دي په پوره اتمنان سره خپل ادبي او علمي کارونه په خپل زړه سره تر سره کړي، داسي معلومېږي چي په ژوند کې ستونزي ډېري وې او دا ټوله د وخت بد شرايط وه، محترم مرحوم نوميالی صاحب په اخير کي و ډنمارک ته مسافر سو او په ډنمارک کې د نورو فرهنګي ټولنو سره هم پوره مرسته کوله او په همدغه دوران کې د انټرنيټ په سايټو کي هم د ټولني د غوښتنو سره سم يې علمي مقالې او مضمونونه برابروله. او په اروپا کي د فرهنګي ټولنو دپاره د ده مړينه په واقعيت کي يوه لويه ضايعه ده او د هغه ځاى اوس موږ ته خالي پاته دی. هغه برسېره پر ادبي ژوند يو انډيوال او د انډيوالۍ په روحيه يو خندان او په زړه پوري مجلس او بانډار درلود، د هغه ډيري ولسي ټوکي زده وې او د ولسي ټوکو مجموعه يې هم درلوده او هغه د شعر په ژبه ډېر هغه فلکوريک مطلبونه لرل چي هم خندا لرونکي او هم په خپل ځان کي د پوره الهام او زده کړي ارزښتونه په کښي نغښتي دي د هغه د يوه مهم اثر چي بايد بېله انحصاره خپور سي د هغه د (تخنونو) په نوم يو علمي او فلکلوريک اثر دی. د يادولو وړ ده چي يو خت په علومو اکاډمۍ کي د سولي د نړيوال علمي کنفرانس د مقالو په مجموعه کي هغه داسي هيله وکړه او خپل دغه يوه پارچه شعر يې ډالی کړ. هغه خپله پېرزوينه داسي څرګنده کړه ((غواړوچي د سولي نړيوال کال چي ملګروملتو اعلان کړی دی د لانجو د کمېدو او د جهاني سولي د ټينګېدو لوري ته د واقعي بدلون پيل وګرځي . د علم سنګر د سولي سنګر دی، سوله د تکامل مظهـــــــــــر دی، موږ د سولي پر خوا يــــــــــــــــو، جنګ زموږ په نظر محکوم دی)).
مرحوم نوميالي صاحب ټوله فعاليتونه په افغانستان کي د يوه با ثباته او سرلوړي افغانستان دپاره کول، او په دې لاره کي هميشه د واقعيت په خوا کي ولاړ او د زورورو په مقابل د يوه پوخ دېوال په څېر سپر وﻻړ وو. خو که د مرحوم نوميالي صاحب په باب هر څومره ډېر وږغېږو لا نور هم بايد وږغېږو، نوموړې کوچنۍ مقاله د دې توان نه لري او د ده په باب به په اينده کي نوري رسا لې او کتابونه هم تهيه سي.
|