اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
     
 

په  مسكوښار  كې د ارواښاد استاد  نوميالي د مړينې
 له كبله د فاتحې  مراسم  ترسره  شول

      نن  د ۲۰۰۶  ز  كال د اكتوبر په  اوه ويشتمې نيټې  په  مسكو كې مېشتو افغانانو  د ارواښاد كانديد اكاډميسين استادمحمد انور نوميالي د مړينې له كبله د فاتحې په مراسمو كې گډون وكړ   .  په دغه مراسمو كې   چې  نن  د جمعې مباركې ورځې  له لمانځه وروسته  د ماسپښين له  دريو  تر څلورو بجو  تر سره  شول  ، د  افغانستان  د اسلامي جمهوريت د سفارت سرپرست ښاغلي غلام سخي غيرت  ، كلتوري استازي  ښاغلي ډاكتر لطيف بهاند او نورو مامورينو ، مسكو  مېشتو  فرهنگيانو  او   له لېرې او نږدې راغلو نورو  سلگونو افغانانو  له لوى څښتن له درباره  ، مرحوم استاد ته د مغفرت  اوفردوس جنت دعاوې وكړې  او د استاد  نوميالي  د ياد  په ځانگړي كتاب كې يې  خپلې خاطرې  او  د  مړينې  تاثرات  درج كړل .
       همدارنگه له  كندهاره څخه  د روهي ادبي  بهير لخوا خپرېدونكې  مهالنۍ خپرونه (( روهي  بهير))، چې لومړۍ گڼه يې   ارواښاد استاد نوميالي ته ځانگړې شوې او په  كندهار كې چاپ او خپره شوې وه   ،د روهي  ادبي بهير له ادارې  څخه  په مننې  ، او د هغوۍ سره  په پوهاوي  او همكارۍ  د    نورو زياتونو  او بشپړونو  سره  په مسكو  كې  د  استاد  د مينه والو لخوا  د دوهم ځل  لپاره   چاپ شوې وه  ،  په  دوستانو  او مينه والو  وويشل شوه  .
د دغه مراسمو  انځورونه  د لاندې كرښې په  كښېكاږلو  ليدلاى شئ .

 

 
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.